|
پوهنیار
بشیر مؤمن
ډاکتر نجيب الله ته
تر
کوم ځایه یې کړې پورته
دی کلک عزم او سپیڅلي رزم
چې له آسمانه
دطبيعت وږمو
دخاورو مخ نازوه
او تا ټول زړه
خپل
ورته برسيره کړ
او
وسپاره
او په یوه څرک کې
د ځمکې له کندو ګړنګونو
پاس اسمانو ته په ختو شوې
او
زه...
هک حیران
او ډوب په وسوسو
کې
ستا الوتو ته ځیر وم
او ستا د زخمي هیلو پرهرونه
مې څارل
....
هغه وریځی چې
دمینی ایره یې
په غیږ کې درلودله
نيمه شپه کې یې ستا پته
له بڅرکو دسپرغيو وپښتله
چې ستا د تودې مینې
د اور او
شور څخه راپاتې
ښکلي وارثان و
خو
ته تللې وې...
ته الوتې وې...
ځکه چۍ ستا د پراخو ارمانو وزرې
د
دی تنګ جهان په خونه
کې
نور نه ځایدې
او
ته د نوي پراخ جهان د جوړیدلو لیوال
وړو «ویلو» کې دی لیده خپل «زوال»
نو ځکه،
د
یوه نوي سباوون په لټه
د
نا اشنا جهان په یون ولاړې
او څومره لوړ ددی عزم او رزم سره ولاړې
چې لا ځمکه ډوبه دمحشر
په طوِفانو ده
خو ته باتور
د باتورانو
لا
پاس په هسک کې
لکه د لمر غوندې ځلیږې
|