هدايت الله هدايت
د سپتامبر پنځلسمه ۲۰۰۷
د
ډاکټر نجيب الله د شهادت د يولسم تلين په وياړ
د غيرت چيغه!
زما
دميني هره تيګه چې زخمي ده،
زما د وطن د هر بچي زړه
چې ويني ترې څڅيږي،
زما دولس هره خاطره
چې دنجيب شهيد صفا پکښې څليږي،
اې ملګريه!
اې ناځوانه!
دغه زما د لوی وطن تاريخ دی،
دغه زما د مړانې او صداقت
روښانه ثبوت دی
دغه زماد پښتونولي او افغانيت
افغاني نښه ده،
همدغه مې د ستر نجيب
د سرښندني لوی غيرت دی .
تاسو نور څه غواړئ!
زما وطن،
زما ابا،
زما ادې،
زما مور،
زما نيکه،
زما جد،
ماته همداسې سبق راکړی وو ،
ما
هغه په خپلو وينو
ما
هغه د خپل سر په بيه
ما
هغه د خپل غيرت په بيه،
دخپلې پښتو
او افغانيت په بيه
د افغان په نامه
اداء کړ،
سر مې پرې ورکړ،
نازئې
نن ستاسو !
وياړئې
سبا ستاسو!
افتخارئې
د تاريخ
خو
شرم ئې دهغو !
ننګ ئې دهغو !
اې ملګريه !
دا وطن زمادی !
دا وطن ستا دی !
دا وطن دټولو دی !
سر مې ترې فدا!
خصم ئې تل فنا !
|