|
||||
تاریخ نشر:08.09.2007 |
||||
به درنښت ک. کمال ۱
دوطن تاریخ
کې بله پاڼه سره شوه
څنګه مړ نه
شوې له دې غمه کابله!؟
ما هم
پریښوده په چیغو ترینه لاړم
درندانو
دامید خونه شوه ړنګه
سل مې خیر
وه خو دسلو سردار لاړه
دمنصور
ارواح یې مخ ته سلامي ځي
دوطن
شهیدان ټول سر په تعظیم ږدي
د«وطن»
دپاره دار دې چې قبول کړ
پهلوانه!
دوطن دسهار ستوریه
د«احمد»او
د«امان» او ستا ټاټوبی
لوټ کاروان
به کوم خوا درومي اوس«کماله»
۲
لوړ مراد
ته رسیدل دې مبارک شه
دوطن په
شهیدانو کې تاجداره
ای دسولې
دکاروان ستره سالاره!
دټیټ ژوند
او دجګ مرګ حلقو په منځ کې
چې بلیږي
دې ډیوې تل په مزار کې
چې په توره
شپه دې نوش دمیو جام کړ
په نشه نشه
کې لاړې تر اسمانه
ته چې لاړې
پسرلي درسره لاړل
شپه دې
وویشته دسرو وینو په ستورو
ټوله وسوې
لکه شمعه سر تر پایه
چې دې
ولیکله ستر اتل شهید ته
|