نشرات ویژه به مناسبت سیزدهمین سال شهادت دکتور نجیب الله
د وطن ګوند د رئيس او د افغانستان د جمهوري دولت سابقه جمهور رئيس شهيدډاکټرنجيب الله او د هغه ورور شهيد احمدزي د شهادت د ديارلسم تلين په مناسبت د تسليت پپغام
د لغمان ولايت د وطن ګوند د غړو د مؤقت انسجام د لنډمهاله ولايتي شورا پیغام
۶\۷\۱۳۸۸
بسم الله الرحمن الرحيم
د لغمان ولايت د وطن ګوند د مؤقت انسجام د لنډمهاله ولايتي شورا د لغمان ولايت د ميشتو ګونديانو په استازيتوب د وطن ګوند د مشر او د افغانستان د جمهوري دولت پخوانى جمهور رئيس شهيدډاکټرنجيب الله دا په وطن خلکو او ولسونو مين د سولې، نېک مرغۍ اود ملي روغې جوړې دسياست مدافع چې په خپل ټول ژوند کې يې د هر ډول ستونزو او مبارزو هڅو او هاند سره پنجه نرمه ساتلې وه او د وطن نه د جنګ او جګړې د ټغر د ټولولو په منظور يې حتى خپل او د خپل ګران ورور احمدزي او اتلو ملګرود سرنه په تېرېدو هم ډيل نه شو او ددې لارې قرباني شو.
مونږ د شهيدټولو ملګرو،علاقه مندانو،ټولو افغانانو او په جهان کې هغه سياستپوهانو ته چې ددې مرګ او وژنه يې په ډاګه غندلې او همداوس هم ددې د سياست يعنې د ملي روغې جوړې سياست د افغانستان لپاره دلومړني انترناتيف په توګه قبلوي همدا شان د شهيد ډاکټرنجيب الله کورنۍ او دده پاک لمنې ميرمن خوږو او يتيمو لورګانو ته تسليت وايو او شهيد ته جنت الفردوس د لوى خداى(ج) څخه غواړو.
انالله و انااليه راجعون
صفحه نخست نشرات ویژه به مناسبت سیزدهمین سال شهادت دکتور نجیب الله
>> صفحه اصلی پیام وطن <<
E-mail: payamewatan@yahoo.com
E-mail: payamewatan
phone: