پوره دیارلس کاله دمخه دداکتر نجیب الله او دهغه دزلمی ورور احمدزی دغمه ډک
شهادت چی دپردو سره تړلو عناصرو په لاس
٬
دبهرنی دشمنانو نیغ په نیغه او فعال ګډون
٬
په ډیری بیشرمی تر سره شو زمونږ دخلکو دسولی او ملی روغی جوړی لپاره ټوکیدلی
هیلی تالا او دمنځه یوړی .
دداکتر نجیب الله په مشر تابه دحکومت دسقوط نه را په دی خواه حوادثو وښودله چي
د شمالی ټلوالی زورواکی نه نیولی بیا تر «جهادی» حکومتونو او دهغه نه نیولی
بیا د بن په کنفرانس کی جوړ شوی حکومت د قبضی په ترځ کی
٬
تر ننه پوری څه نادودی نه وی چی زموږ په خلکو تحمیل نه شوی ؛او زموږ ټوله مادی
او معنوی شتمنی په خاورو ایرو بدله کړه .
موږ په داسی حال کی چی دملګرو ملتو دسازمان څخه٬
ددی ناتار د داخلی او بهرنی مسؤلینو په تیره بیا دداکتر نجیب الله دوژونکو او
په دی غمیزی کی شریکانو دمحاکمی غوښتونکی یو٬
دموجوده ناتار نه دخلاصون یواځنی لار دستر شهید داکتر نجیب الله د سولی٬
ملی روغی جوړی اوخپلمنځی پوهاوی د آرمانونو په پوره کیدو کی وینو .