نشرات ویژه به مناسبت سیزدهمین سال شهادت دکتور نجیب الله
د شهيدډاکټرنجيب الله د وطن ګوند د مشر او د افغانستان د جمهوري دولت پخوانى جمهور رئيس د شهادت د ديارلسمې کاليزې په مناسبت پيغام
د ننګرهار ولايت د جلال آباد ښار د وطن ګوند د لنډمهاله تشکیلاتو ښاري شورا
۶\۷\۱۳۸۸ - د جلال اباد ښار
د لوى او توانا خداى (ج)په نامه
ګرانو او قدرمنو د وطن ګوند ټولو مبارزو او صادقو غړو اجازه راکړئ چې د وطن او خلکو خدمتګار او مين شخص هغه شخص چې نوم به يې تل ترتله د آتلانو په تاريخ کې ثبت واوسي او د افغانستان هر غيرتي باتور او حق پلوى تبعه به په دې د تل لپاره ووياړي، هغه شخص چې د وطن د سوکالۍ،سولې او ارامش د ارمان د پوره کولو لپاره يې په بې مثله مېړانه او تېرېدنه د قدرت واګې د ملګرو ملتو د سولې د پنځه فقريز پلان د عملي کولو لپاره پرېښودې لکه چې ويل يې (( زه دا نشم زغملى چې اخوا دې هم افغان مړ او دېخوا دې هم افغان مړ شي ، کاش زه د کوم خارجي دښمن سره لاس په ګريوان واى ، زه د خپل ورور ،خپل عزيز او خپل وطنوال وژل نه شم تحمل کولاى)) او همدا وجه وه چې د جنګ غوښتونکو د توطيو او دسيسو ښکار شو او بالاخره په دې لاره کې د خپله سره هم تېر شو.
مونږ په دې غم او اندوه کې ځان د نورو ټولو افغانانو سره چې په دې غميزه کې شريک دي ځان شريک بولو او د شهيدډاکټرنجيب الله کورنۍ،خپلو خپلوانو، د سولې او ملي روغې جوړې سياستوالو،ملي شخصيتونو او بالاخره ټولو افغانانو ته د شهيد د ديارلسم کاليزې د لويې غميزې تسليت وايو.
روح دې ښاد وي
انالله و انا اليه راجعون
صفحه نخست نشرات ویژه به مناسبت سیزدهمین سال شهادت دکتور نجیب الله
>> صفحه اصلی پیام وطن <<
E-mail: payamewatan@yahoo.com
E-mail: payamewatan
phone: