نشرات ویژه به مناسبت سیزدهمین سال شهادت دکتور نجیب الله
د وطن ګوند د رئيس او د افغانستان د جمهوري دولت سابقه جمهور رئيس شهيدډاکټرنجيب الله او د هغه ورور شهيد احمدزي د شهادت د ديارلسم تلين په مناسبت د تسليت پیغام
د ننګرهار ولايت د وطن ګوند د غړو د انسجام د لنډمهاله مؤقت ولايتي شورا لخوا
۶\۷\۱۳۸۸
د مهربان او سپېڅلي خداى(ج) په نامه
مونږ د ننګرهار ولايت د وطن ګوند د غړو د انسجام د لنډمهاله مؤقت ولايتي شورا د وطن ګوند د ټولو اعضاوو په استازيتوب د وطن ګوند د مشر او د افغانستان د جمهوري دولت پخوانى جمهور رئيس شهيدډاکټرنجيب الله د ملي روغې جوړې د سياست نوښتګر، په هېواد او خلکو مين ،منلى سياستپوه چې د خپل ژوند په اوږدو کې يې د تل لپاره په نه ستړي کېدونکې توګه د ټولو هېوادوالو دسوکالۍ،نېکمرغې او په نړۍ کې د سولې او ثبات او د يوې سالمې انسانې ټولنې د جوړښت لپاره يې هلې ځلې کړي دي او حتى په دې لاره کې د هر څه سربېره او د خپل ځان او د ګران ورور احمدزي او نورو اتلو ملګرو د سرښندې تر سرحده قرباني ورکړه مونږ ددې لارې پېروانو ،علاقه مندانو،دوستانو،قومي او ملي مشرانو ټولو افغانانو ورونو او خويندو او د شهيدډاکټرنجيب الله محترمې کورنۍ ،ميرمنې او لورګانو ته د زړه د تله د شهيد د شهادت د ديارلسم تلين په مناسبت تسليت وايو او پاک روح ته يې درود استوو.
انالله و انا اليه راجعون
په ننګرهار کی د وطن ګوند د لنډ مهاله تشکیلاتو ولایتی شورا
صفحه نخست نشرات ویژه به مناسبت سیزدهمین سال شهادت دکتور نجیب الله
>> صفحه اصلی پیام وطن <<
E-mail: payamewatan@yahoo.com
E-mail: payamewatan
phone: