نشرات ویژه به مناسبت سیزدهمین سال شهادت دکتور نجیب الله
د شهيدډاکټرنجيب الله او د هغه د ځوان مبارز ورور احمدزي د شهادت د ديارلسم تلين په اړوند د خواخوږۍ غږ
د ننګرهار ولايت د شينوارو د لوى ولسوالۍ مربوط د وطن ګوند د غړو د انسجام مؤقت لنډمهاله ولايتي شورا
۴\۷\۱۳۸۸
بسم الله الرحمن الرحيم
ګرانو وطنوالو او د شهيدډاکټرنجيب الله دا د سولې او سوکالۍ او ملي پخلاينې غوښتونکي د وطن ګوند مشر او د افغانستان د جمهوري دولت پخوانى جمهور رئيس چې د تل لپاره يې د خپلو وطنوالو د يوالي ،وحدت ،سوکالۍ، د جنګ او جګړې د منځه وړولو لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړې او ددې ارمان په پوره کېدو په نيت د ملل متحد د سولې پنځه فقريزه پلان د تطبيق په خاطر د قدرت د ګدۍ نه تېر شو چې د داخلي او خارجې چټلو توطيو په نتېجه کې د ملګرو ملتو په دفتر کې پناواخيسته خو ظالم دښمن د امن او سولې د قانون په خلاف ورزۍ سره د ملګرو ملتو د دفتر څخه وايستل شو او په ظالمانه توګه په شهادت ورسېد چې تراوسه د جهان سوله ساتي ځواکونه،حقوق بشر او نور اړونده ارګانونه پدې هکله پټه خوله ناست دي .
مونږ د وطن ګوند د اعضاوو په نمايندګۍ ټولو افغانانو د شهيدډاکټرنجيب الله کورنۍ ،قوم،خپلو خپلوانو او ددې لارې او د سياست علاقه مندانو چې په خارج کې دي او که په داخل کې دي د شهادت د ديارلسم تلين په مناسبت د خواشينۍ مراتب وړاندې کوو .
روح او روان دې ښاد وي
انالله او انااليه راجعون
صفحه نخست نشرات ویژه به مناسبت سیزدهمین سال شهادت دکتور نجیب الله
>> صفحه اصلی پیام وطن <<
E-mail: payamewatan@yahoo.com
E-mail: payamewatan
phone: