د شهيد داکتر نجيب الله او شهيد احمدزي د ديا رلسم تلين
په مناسبت،
ټولو
په وطن مئینو افغانانو
او په ځانګړي توګه د
دی با عظمته شهیدانو درنې
کورنۍ ته
خپلې خواخوږۍ څرګندوم.
ښکاره ده
چې
دا يوازي د
شهید
داکتر نجيب الله د کورنۍ لپاره غمجنه ورځ نه،
بلکه د ټولو
حق پیژندونکو افغانانو
لپاره له غمه ډکه ورځ ده.
ډیرۍ
افغانان اوس په دی
حقيقت پوهيدلي دي چي شهيد
ډاکټر
نجيب الله دا دومره
لویه
قرباني د څه لپاره ورکړه.
نو
ځکه، افغانان
به هيڅکله هم د داسي
میړني او غیرتمن لارښود
سر ښندنه هيره نه کړي او دده د پاکو او سپيڅلو هيلو په عملي کولو
کې
به يو بل ته لاسونه سره ورکړي،يو
موټي او متحد به شي تر څو دښمن په دي و پوهيږي چي دا خاوره که نجيب الله يي
شهيد شوې
نو نور په زرګونو څه چي په ميليونو داسي بچيان لري
چې
د خپلو شهيدانو
هیلې
او ارمانونه پوره کاندي او دښمن ما يوسه او نيمه خوا کاندي.
سر لوړې
او
ودان
دی
وي افغانستان، ژوندي دي وي افغان ملت