|
|
|
||||||||
|
|
|
|
|||||||
|
د خپریدو نیټه: 24.09.2010 |
زخمي باغ یه زمانې د توفانو بهیره کومې دنیا په لوري لار باسې ؟ په دی چوپتیاکې دې بیا څه کرلي؟ د کومې لوبې انتظار باسې؟
د مازدیګر لمنه سره په وینو دا زموږ د لمر جنازه چېرې وړې ؟ منګي مات شوي د ګودر پر غاړه د دې ګودر جنازه چېرې وړې؟
باغ مو زخمي شو د هوس پر تبر د شنو فصلونو هدیره چېرې ده ؟ مینه له زړونو تښتېدلې چیرته ؟ زموږ د یادونو هدیره چېرې ده ؟
زموږ د انګورو په دانه دانه کې د تاک زخمونه فریادونه وهي مسکا، بیا زموږ له کلي کډه کړې دا لور د چادی چې فصلونه وهي؟
د هسک په سترګوکې شوې
اوښکې وچې
د لویې لوبې شیطاني شېبوکې شېخ د شیطان له لاسه جام واخیست د سپېدې مخې ته یې دام کیښود خپل انتقام یې له خیام واخیست
دا غم راوړی لښکر خوشې کوي د شپې په زړه کې بې پروا مزلونه دغــــه بې باکه مزل پوچې پاڼې له مـــوږ نه ولـــــې پټوي رازونه ؟
خدایه زموږ پر لوري مه بندوه د توفـــــانونو سیـــــلابونو لړۍ ګوره چې بند نه کړې زموږ مخې ته د یاغـــــي شـــــوو پر هــــرونو لړۍ
پریږده د ځوانو مټو ، زورشي په دی رګونوکې یو اوربل شي دی خوب وهلو اوساده زړونوکې د مینې اور د مینې شور بل شي
پریږده چې ولویږي او پورته شي بیا پر دې کــــږلېچو خوځېدل زده کړي د سیــــلابو څپې یې بوځي هــرخوا د اور په سین کې لمبېدل زده کړي
د هر ساحل لمن به ونړوي، ونړوي بیا به سرکش د توفانو ترې جوړ شي یاران به ومومي جرس به خپور کړي بیا به هادي د کاروانو ترې جوړ شي
له مینې مست به شي، یو شور به شي په دغـــه بڼ کــې به سنـــدره شي بیــــا د غــــوټۍ شـــونډونه به مچه واخلـــي په دې چمــن کـــې به سندره شـــي بیا
|
||||||||
|
|
|||||||||