|
|
|
||||||||
|
|
|
|
|||||||
|
د خپریدو نیټه: 24.09.2010 |
ډاکټرحنیف بکتاش شرمېدلې سپېده شېبې ستړې وې او پر مزله ، د سکون امر خپور ؤ لمر ځان ، په تور څادر کې نغښتی ؤ او کلونه مخکې له بامه ، رغښتی ؤ
باران د غم رنګ لاره د هندارې پر مخ ، اوښکې بهېدې او کاڼو ، د وینو بوی ورکاوه . باغ پر خپلو لاسو د باغوان لاسونه غوڅ کړي وو د کاله له دروازې د حیا رنګ الوتی ؤ او شپانه له خپلو شپېلیو تښتېدل ستوري ړانده وه سپېده له دریڅې شرمېده او شمال د یوه کنګل فصل ، د رسېدو شګون لاره هندارې د پخوانیو پیړیو انځور ایسته ایمان په دار ځړېده
او له هیلو ، یواځې تصویرونه پاتې وو د جام پر شونډو د یوه ترخه سکوت انګار پروت ؤ نجونو خپل تي د کاله پر دسترخوان غوړولي وه ماشومانو د سکروټو له دریڅې نړۍ ته کتل اور پړي اونښت د ذهن پر تخته د غټو تورو مضمون ؤ وېرې په پرېړو پړو د ارادې لاسونه تړلي وو وجدان ، د بدکاره ښځو په څېر خرڅېده د کوڅې رنګ الوتی و او د ملا غږ پر غوږو بد لګېده
د نارنجو څانګه د مینې په مانا نه پوهېده مسکا خپلې شونډې ګنډلې وې او د رباب په تارونو کې عذاب غږېده ځمکه درنه وه ، شېبې درنې تېریدې تا وی سهاره پورې یوه پیړۍ لاره ده . سپتامبر 1996 کال لندن
|
||||||||
|
|
|||||||||