سیاسی | اقتصادی | فرهنگی | تحلیلی | علمی | ادبی | هنری | اعلامیه ها | کتابخانه | آرشیف | در باره ما |  صفحه اصلی

 

سخنی با علاقمندان و همكاران
 

با توجه به برخی از توقعات و پنداشت ها از، و در باره سايت پيام وطن ضرورت ان احساس ميگرددتا يكبار ديگر در مورد خود بگويم:

     پيام وطن بصورت اختصاصی در خدمت كدام گرايش ايديولوژيك قرار  ندارد و در بازی هاى كثيف تعمیق سوء تفاهم  و اختلافات قومی، زبانی و مذهبی نه تنها شريك نيست بلكه با آن شديدأ مخالف است.   ما میخواهیم این سایت به ستیج با اعتبار تبادل نظریات روشنفکران افغان مبدل گردد.

ولى اين سخن الزاماً به اين معنی نيست كه كاركنان سايت در زمان و تصدى اين مسئوليت از حق عضويت در تشكيلات سياسی و اجتماعی محروم باشند.

ما ميتوانيم و حق خود ميدانيم با  تشكيلات سياسی كه داراى ديدگاه ها، اهداف، مواضع وارمانهاى مشترك هستيم تشريك مساعی داشته باشيم.

پيام وطن پيوسته به گذشته از مطالب ارسالی کلیۀ هموطنان و خواننده گان خود استقبال می نماييد و ميخواهد به ستيج تفاهم و تبادل نظر روشنفكران افغانی و از انجمله اعضاى سابق حزب وطن و تشكل هاى منتسب به آنان مبدل گردد.

     ماپنهان نميداريم كه به سياست هاى بنيادى حزب وطن به حيث تا كنون معقولترين راه برآمدن از بحران فراگیر جامعۀ ما باور داريم و بدين لحاظ در آغاز فعاليت مطرح نموده بوديم :

     این سایت بصورت مشخص از وحدت  ملی، استقلال ملی و تمامیت ارضی کشور دفاع نموده بر بنیاد اندیشۀ مصالحۀ ملی در امر تعمیق صلح، اتحاد  و تفاهم بین الافغانی، عمران مجدد كشور  و در مخالفت با جنگ  تمام توان و امکانات خود را بکار خواهد گرفت. 

     تحقق يك انديشه سياسي، مستلزم وسايل تحقق ان (تشكل هاى سياسی) است بدين لحاظ همان اندازه كه به تحقق ارمانهاى بنيادى حزب وطن معتقد هستيم به تشكل مجدد و نيرومندى حركت اعضاى حزب وطن براى انسجام مجددنيز علاقه داريم.  ما با انعكاس نظريات خود و تمام جوانب ذيعلاقه در راه انسجام مجدد اعضاى حزب وطن در يك تشكل سراسرى به ايفاى نقش تاریخی خود متعهديم... و براى تشريك مساعی درين زمينه  و همچنان در ساير عرصه هاى فعاليت  هاى نشراتی از همكارى دایمی عده از دوستان توانا برخوردار هستيم .

 

کورپاڼه | صفحه اصلی


مینه والو او همکارانو سره څو خبرې

د وطن پیغام په هکله د ځینو اټکلونو او له هغه څخه د غوښتنو په پام کې نیولو سره اړتیا لیدل کیږي چې یو ځل بیا د ځان په هکله ووایو چې :

     د وطن پیغام ویب سایټ په ځانګړې توګه د کوم ایدیولوژیکي بهیر په چوپړ کې ندی او نه یوازې داچې توکمیزو، ژبنیو او مذهبي ناپاکو اختلافونو ته په لمن وهلو کې ګدون نلري چې په کلکه یې غندي.  مونږ غواړو چې دا سایت د افغان روڼ اندو تر منځ د اند او واند د راکړې او ورکړې په یو غوره او منوونکي ډګر واوړي. خو دا به په دې مانا نه وي چې د سایت کارکوونکي دې ددې مسوولیت پر مهال د سیاسی او ټولنیزو جوړښتونو د غړیتوب څخه بې برخې واوسي.

      مونږ کولای شو او دا خپل حق ګڼو چې د هغو سیاسي جوړښتونو سره چې د ګډو لیدتوګونو، موخو، دریځونو او ارمانونو لرونکي یو ګډ کار وکړو .

      د وطن پیغام د پخوا په څیر د ټولو هیوادوالو او لوستوونکو رالیږل شوي مطالب په ورین تندي مني او ښه راغلاست ورته وایي او غواړي د افغان روڼ اندو او په تیره بیا د وطن ګوند د پخوانیو غړو او د هغوی د اړونده جوړښتونو تر منځ د پوهاوي او د نظر د راکړې او ورکړې په ستیج واوړی.

    مونږ په ډاګه وایو چې د وطن ګوند بنسټیزو سیاستونو باندې، زمونږ د ټولنې د کړکیچ نه د راوتلو د یو بیساري سیاست په توګه باور لرو، نو ځکه مو د خپل فعالیت په پیل کې ویلی وو چې :

     دا سایټ په ځانګړې توګه د ملي یووالي، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څخه ملاتړ کوي او د ملي روغې جوړې د نظریی پر بنسټ د سولې د بسیاکیدو او ټینګیدو، د افغانانو تر منځ د یووالي او خپلمنځي پوهاوي، د هیواد د بیا رغونې او جوړونې او د جګړې په مخالفت کې به خپل ټول توان او ځواک وکاروي.

     دیوې سیاسي نظریې وده، د خپلې ودې وسایلو (سیاسي جوړښتونو ته) اړتیا لري، لدې کبله هغومره چې د وطن ګوند بنسټیزو ارمانونو ته باوري یو په هماغه کچه د وطن ګوند د غړو د بیا راټولیدو او د هغوی د خوځښت د پیاوړتیا لیوال یو. مونږ د خپلو او ورته هم اندو لورو د نظریاتو په خپرولو سره په یو موټي او سراسري جوړښت کې د وطن ګوند د غړو د بیا یو ځای کیدو په لار کې خپل تاریخي هوډ سرته رسولو په کار کې ژمن یو.  د ګډو هڅو لپاره په همدې برخه او هم په نورو ګڼو خپرنیزو هڅو او هاندو په برخه کې د یو شمیر پیاوړو دوستانو  له همیشنۍ مرستې څخه برخمن یو.


 
 

 

 

<< تخنیکی >>

If you are not able to read the contents of this page, Download our Pashto font here.