www.payamewatan.com

 

 

 

صفحۀ اصلی

تاریخ نشر:21.10.2008

ایمل پیروز
20.10.2008
ګوتنبورګ - سویدن

ملي روغه جوړه، یو غوره سیاست
 

څه د پاسه، دولس کاله د مخه د سپټمبر په اوویشتمې نیټه زموږ د هیواد پر تور بخت یوه بله لړۍ واوښته او افغانستان د کړاوونو یو بل پړاو ته ورکښته شو.  دا هغه ورځ وه چې زموږ د هیواد قسم خوړیو دښمنانو پلازمینې کابل ته لار وکښله او د افغانستان پخوانې جمهور رئیس  ډاکتر نجیب الله او د هغه ورور احمدزی یې شهادت ته ورسول او په دی توګه یې افغان ولس د یو بې ساري، صادق، غښتلي او دور اندیشه ملی لارښود له نعمت څخه محروم کړ.  ډاکتر نجیب الله خپل د ریاست جمهوري په ورستیو ورځو کې خبریالانو ته ووئل چې :

 «تاریخ به دا په خپله ثابته کړي چې په افغانستان کې د سولې د راوړلو په خاطر  چا څه وکړل». 

رښتیا هم، تاریخ خپل د هرې ګړۍ  په تیریدو سره د هغه پر هره وینا او هرې خبرې د رښتینوالي مُهر ټومبي.  چې کله پر کابل د وحشت تورو وریځو وزرې خورې کړې او «کوڅه په کوڅه» او «کور په کور» جګړه وغزیدله، خلکو ووئل چې «نجیب رښتیا ویل»؛ کله چې د پردیو په لمسون ګمارل شویو  بنسټپالو د پوهې، پرمختګ او هر هغه شي چې د مدني ټولنې په چوکات کې یې تعریف کیدې شي، پر مخ ور وتاړه او د هیواد خلک - بیا په تیره ښځې یې د جهل او وحشت په لومه کې -  برمته کړل، نو خلکو بیا ووئل چې «نجیب رښتیا ویل...»، «حق د نجیب سره و...».   نن د هیواد په ګوټ ګوټ کې د هغه انځورونه د کورونو زینت جوړوي، چې دا په خپله د ددی ورستیو خبرو د رښتینولۍ لوی ثبوت دی.  د اوږدو او غم لړلو کلونو په تیریدو سره سره  لا هم د نجیب الله خبرې د کاڼي کرښې بریښي او د دښمن پر زړونو د تورې وارونه کوي او د خیانتکارو ضمیر یې بی قراره کړې.  هغه خپل د باتدبیره کړنو سره، لکه څنګه چې په خپله یې وئل، له یوه ۴۵ کلن زلمي څخه په یوه ۷۵ کلن بابا بدل شو او د هیواد په بچیانو یې غږ وکړ چې  «نور شخړه مه کوئ، نور جګړه  بس ده»  او د افغاني ټولنې بیلې شوې کړۍ یې په اسلامي او افغاني رسیو سره بیا تړلې.  

ښايي د ډاکتر نجیب الله شهادت ته رسؤل پر افغانستان باندې زموږ د تاریخي دښمنانو تر ټولو ستر بریالیتوب وي.  دا چې ظاهراً نجیب الله په څه وحشیانه توګه او د کومو مرئیانو په پلیدو لاسونو شهادت ته ورسول شو دا خبره کابو ټولو ته څرګنده ده.  خو دا خبره موږ د موضوع له اصلي ماهیت او ژورتیا څخه فرسنګونه لرې وړي او ذهینیتونه د یو جنایی پیښې په چوکات کې بوخت ساتي.  لکه څنګه چې محترم عبدالرحیم هاتف وايي: «...دغه دخلکو امید ګاه، دخلکو د اسرې ځای، دافغانستان دخلکو دښمنانو نه غوښتل چې باقي پاتې شي؛ هغو دی په هر قیمت چې وه له منځه یې یووړ او مونږ باید دا یوه خبره په ذهن کې ولرو چې نجیب الله پدې خبره کوچنی نه کړو چې په یوه طالب او په یوه مظلوم باندې یې تاوان کړو بلکه نجیب الله ډیر غټ سړی و، ددې وطن دپاره یې ډیر وزن درلوده او هغه معمولي خلکو او معمولي قدرتونو له منځه ندی وړی.»(۱)  خو له دښمن څخه له دی پرته بل امید هم نشو کیدای.  په دی برخه کې که  څوک تر هر چا زیات گرم او ملامت  ګڼل کیدای شي نو پخپله ګوند کې هغه ډله کسان دي چې په ۱۹۹۲ کال  یې د یوې ناسپیڅلي ټلوالې په مرسته د دولتي حاکمیت په وړاندې کودتا تر سره کړه، د ملګرو ملتونو  او دولت لخوا په لاره اچول شوې د سولې بهیر یې د ناکامۍ سره مخامخ کړ او ډاکتر نجیب الله یې دی ته اړ ایست چې په کابل کې د ملګرو ملتونو سیمه ایز دفتر ته  پناه یوسي (که څه هم ډاکتر نجیب الله په لومړي سر کې د پناه اخیستلو په موخه نوموړي دفتر ته نه و تللې)* ، په دی توګه د هغه د وژنې د زمینه سازۍ په لوري لومړني ګامونه پورته شول چې بیا راورسته د څلورو کلونو په موده کې چې هغه د ملګرو ملتونو (په اصطلاح د نړیوال اعتبار لرونکي؟  سازمان) په سیمه ایز دفتر کې و نو د هرې شیبې په آړ کې ورته مرګ پټ و خو په اخر کې «طالب» ورته پلمه شو. 

دا چې ولې ډاکتر نجیب الله په خپله ګوند او دولت کې موجودو ځیني لوړپوړيو کسانو په سترګو کې اغزې و، دی خبرې  ته هغه په خپل یوه شفاهي وینا کې په دی ډول اشاره کوي :

«...هغه لاره چې مو مخته نیولې ده چې د افغانستان خلک تږي دي، د سولې دپاره او د امنیت دپاره [...]  واقعیت د خبرې دا دی...  چې اصلاً، دا سیاست چې ما اعلام  کړلو د دغه سیاست په مقابل کې دا مخالفت راپورته شوې دی.  دا کوم سیاست دی؟؟ ما څه ګناه کړې ده؟ ووایئ! دا تاسي ماته ووایاست د افغانستان خلکو او د هغوی نماینده ګانو، ماته ووایاست!   ورته مې وویل چې یو حزب دی په اقتدار کې نه وي، نور دی هم راشي.  بده خبره ده؟  زه وایم چې په حزب، په ټانک، په زور، په ټوپک ځان مه ساته، شایسته ګي ځانته وګټه، لاړ شه د خلکو انتخابات ته رای واخله.  که ډاریږې ؟ چې ورورکه زه رشوت خور یم، ظالم یم دا یم – هغه یم خو بیا پریږده چې خلک دې وشړي... بده خبره ده؟  ...» (۲)

ډاکتر نجیب الله په پورته وینا کې هغه کسانو ته اشاره کوي چې په بیلابیلو پلمو یې د ملي روغې جوړې د سیاست سره مخالفت کوه.  یو دهغه مخالفتونو څخه – چې لا تر ننه هم یو شمیر محدود ګوندیان پرې ولاړ دي – دا و چې ددی سیاست (ملي روغې جوړې)  د اعلامولو سره ګواکي ډاکتر نجیب الله د ګوند «انترناسیونالیستي» آرمانونو سره جفا کړې او بنسټیز آرونه یې ورته ترپښو لاندې کړي.  خو جالبه دا ده چې وروسته بیا همدغو (د انترناسیونالیزم پلویانو) د ژبنیو او توکمیزو اړیکو پر بنسټ خپل سیاسي لوري غوره او بدل کړل... په حقیقت کې دوې په خپل ځان کې هغه لازمه «شایسته ګي» نه لیدله او پوهیدل چې خلک یې شړي او په سوله ایزه توګو او د انتخاباتو له لارې قدرت ته رسیدل یې ناشونې کار باله.  نو ځکه یې د ځان ساتنې په خاطر لومړې د شوروي ځواکونو پر شته والي ټینګار کاوه او بیا چې هغه ونه شوه نو په پټه یې  د دولت په وړاندې دتوکمیز ایش پر بنا جوړې شوې ټلوالې په مرسته پوځي کودتا تر سره کړه.   دا هم  جالبه ده چې، سره له ګڼو راز سپړښتنو او انکار نه منونکو لاسوندونو (سندونو) چې د تیرو څو کلونو په اوږدو کې خپاره شوي (چې  «وطن پیغام» د ویب سایټ له لارې خپرونې یې په ځانګړي توګه د یادونې وړ دي)، په نوموړې کودتا کې د ښکیلې ډلې یو شمیر کسان په رڼا ورځ ورباندې سترګې پټوي او لا د نورو سترګو ته پسې خاورې ورشندي.  د ۱۳۷۱ کال د کودتا د بهیر د یوې برخې په هکله (چې تبعاً نور اړخونه هم لري) ډاکتر نجیب الله خپل د یوه لیک په ترځ کې داسې لیکي :

«سهار وختي د سر قوماندان له اجازې پرته د سياسي بيرو په امر ګڼ شمېر الوتکې له بلخ څخه الوتې وې چې د دوستم سړي ګواکي د کابل د دفاع او په اصل کې د کودتا د بشپړ ولو لپاره د کابل په هوايي  ډګر کې را کوزې کړي. ] ... [ په دې توګه د دوستم او جمعيت اسلامي سړي په ګډه د کابل پر هوايی ډګر راننوتل.» - (له دري څخه ژباړه). (۳) 

 

د پروني او ننني افغانستان سره د ملي روغې جوړې تړاو
او د تاریخي مسئولیت په وړاندې د شهید ډاکتر نجیب الله چلند

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

         د پورته څرګندونو په ادامه باید وویل شي چې، د ملي روغې جوړې  سیاست  او د هغه سره په تړاو کې د شهید ډاکتر نجیب الله شخصیت یوازې دننه په ګوند او حاکمیت کې، له «ملت څخه غچ اخیستونکې ډلې» (۴)، د پټ او ښکاره حسادتونو او مخالفتونو سره مخامخ نه و، چې د مخه یې په اړه خورا زیاتې لیکنې شوي دي. هغه څه چې په دی لنډه لیکنه کې ورته هڅه شوې، د افغانستان د ځانګړي حالاتو سره د ملي روغې جوړې د تړاو او د تاریخي مسئولیت په وړاندې  د ډاکتر نجیب الله د چلند په اړه یوه لنده ارزونه ده.

که په یوه لڼد نظر سره د افغانستان او ان د نړۍ د سیاسی تاریخ پاڼې راواړول شي نو په ډیره سادګۍ سره دا حقیقت جوته کیدای شي چې د قدرت ډیریو واکدارانو تل د خپل بقا او لا ځواکمنتیا په خاطر  د خلکو په حق کې هیڅ ډول ناروا نه ده سپمولې.  که لرې ولاړ نه شو او د خپل هیواد څخه د قدرت د لوبو بیلګې راواخلو  نو شپې شپې او ورځې ورځې به یې لا له نقله څخه وزګار نشو.  هلته چا د قدرت په ګدۍ د کیناستلو په خاطر د ورور سترګې ړندې کړي، چا پلار ته د زهرو ګوټ وروڅکاوه او بیا چا تربور د پرتم له آسه رانسکور کړ او پخپله یې پر ځای غره کیناست او هر یوه بیا ناروا ته د «روا» زرغونې جامې ورواغوستې...- او «بسم الله، الله اکبر». 

سیاست پوهان په لنډه د سیاست موخه « د قدرت لاسته راوړلو لوبه» (۵) تعریفوي.  په دی لوبه کې بیا «ښه» او «بد» چا ندي پیژندلي او یا هم په اګاهانه توګه له پامه غورځار شوي.  دا ځکه چې ورته د هدف د رسیدو په لار کې د خنډ په سترګه کتل کیږي او  له بده مرغه چې له پیل څخه همداسې هم ده.  ټول توپیر په بري او ناکامۍ پورې تړلې دی.   که چیرې څوک د یوه ناورین د زیږدولو په نتیجه کې هم قدرت ته د رسیدو برې مومي نو سبا ته (فرضاً یوه  اسلامی ټولنه کې یې درواخله) قاضی صاحب یا مولوي صاحب په مومبر کې ورته دریږي او ناورین ته د «غزا» یا «جهاد» نوم ورکوي او د تور سکور څخه یې راته سپین سیمین جوړوي، او موقع لټوونکي  په اصطلاح روڼ آندي او منورین بیا ورته، د چا خبره، د اوړو پزه جوړوي او سور اور راته سره ګلان ښکاره کوي یا د غلو او لوټمارانو څخه بیا «قهرمانان» او «اتلان» جوړوي، چې له بده مرغه د دغسې ډرامو بازار  نن سبا زموږ د هیواد د سیاست په ډګر کې خورا تود دی.  او څوک دی چې ووايي : داسې نه ده! ؟؟ 

د دی ادعا د زباته کولو (ثابتولو) لپاره ګڼې بیلګې موجودی دي چې له هغو څخه د فتواګانو په ذریعه د کوم پاچا بی شمیره ودونو ته د «مشروعیت» رنګ ورکول او داسې نور... یادولې شو.  لنډه دا چې هر هغه څه چې د واکدارانو په ګټه وو او دي هغه ته د «الهی انصاف»، «عمومي»  یا د «پرګنو» دګټو نوم ورکؤل کیږي او د پروپاګندونو ستنې هم د همدغې موخې د لاسته راوړنې په لور سمیږي.  اصلاً قدرت دغه ډلو ته مالي امکانات په لاس ورکوي چې له هغې څخه په استفادې سره خپل په ګټه او ستاینه د پروپاګندونو برجونه رغوي.  که څه هم د ډله ایزو رسنیو او د انټرنټ له برکته د معلوماتو د ګړنده خپریدو په نتیجه کې د خلکو غولول او هغوې د جهل او جعل په تیارو کې ساتل د پخوا په پرتله ګران کار ګرځیدلې، خو زموږ په هیواد کې بیا هم  ځیني قدرت غوښتونکي هڅه کوي چې یو څه د خلکو سترګو ته د خاورو اچولو او  یو څه د ویرې او وحشت د خورولو له طریقه د افغانستان  مظلوم خلک جسماً او ذهناً برمته وساتي. 

له پورته یادونو څخه موخه دا وه چې څه رنګه د قدرت نیشه د سیاسي لوبغاړو پر سر سپریږي او رګونو او وینو کې یې بسیا کیږي او د انسانیت په وړاندې یې هسې یو بې ځانه موجود ګرځوي.  زموږ په غریب  هیواد کې ان د جنتونو لیوال («ملایان» او «طالبان») د فاني نړۍ نیشې پسې اخیستي او د قدرت مزې یي سد له سره وړې، له جومات او ریاضت څخه یې راایستي او د دنیوي خمار په عالم کې ټوپک پر غاړه ګرځي.   بیا د افغانستان د پخواني جمهور رئیس پروفیسور رباني بیلګه درواخله، چې دومره د قدرت په نیشه کې محوه و چې تش په نوم د «ریاست جمهوري» څوکۍ یې له غوږه نه پریښوده... او بی شمیره داسې نورې بیلګې...  

ډیر لږ لیدل شوي چې یو برحال واکمن دی د خلکو د پرګنو د رښتینو ګټو په خاطر له خپل شخصی او سیاسي (یا ګوندي) او ان ډیرو کوچنیو ګټو څخه تیر شوې وي، د ځان قربانول خو لا لرې خبره ده.  خو زموږ د هیواد اوس محاله (معاصر) تاریخ د داسې یو ستر انسان د سیاسي کارنامو او بشردوستانه کړنو ګواه هم دی چې د پیړیو دا پلید دستور یې مات کړ او د همیشني دود پر خلاف یې د خلکو ګټې خپل ګټې  وګڼلې او هغو ته یې لومړيتوب (الویت)  ورکړ، په همدې سپیڅلې لار  د کلک ایمان او باور سره پر مخ ولاړ او دومره پرمخ ولاړ چې د شاته تګ پلونه یې هم پر ځان ونړول خو خپل د هیواد د خلکو او نړیوالو سره کړې ژمنې یې د یو رښتیني انسان په توګه وساتلې.   

دا  ستر انسان زموږ د هیواد همدا رښتینې بچې شهید ډاکتر نجیب الله  و چې خپل بی سارې سیاسي پوهه یې، نه د خپل ځان او ګوند،  بلکه خپل د خلکو د ګټو او هوسا ژوند د تامینولو په لار کې وکاروله.  

کله چې په افغانستان کې د ورور وژنې د جګړو اور  وچ او لانده یو شانته سوځول او په هیواد او سیمه کې یې بی ثباتۍ منځ ته راوړې وه او هره شیبه د هیواد د ایشل کیدلو خطر موجود و، او کله چې هیڅوک هم دی ته حاضر نه و چې د خپلو ادعاګانو او ګتو  څخه حتا یو قدم هم شاته ولاړ شي (که څه هم، هر یو خپلو ګټو ته د ملي ګټو رنګ ورکړې و او ورکوي یې)؛ سم په همدې حال کې و چې د وخت جمهور رئیس ډاکتر نجیب الله د یو غښتلي او با تدبیره مشر په توګه د خپل تاریخي او وګړنیز مسئولیت په درک کولو سره، له کړکیچ څخه د راوتلو لارې چارې وسنجولې او د هغو  د پلي کولو په کار کې یې عملي ګامونه اوچت کړل. هغه د ملي روغې جوړې د نظریې پر بنسټ په افغانستان کې د جګړې ټولې ښکیلې خواوې جوړجاړی ته راوبللې تر څو د یو با سنجشه میکانیزم له مخې او پرته له وینو توئیدو او تاوتریخوالي د هیواد غمیزې ته د پای ټکې کیښول شي .  د همدې وضعې څخه د ژورې پوهې پر اساس یې له کړکیچ څخه د هیواد د ژغورلو په خاطر لاندې نتیجه ګیرۍ ته ورسید:

«موږ په یوه پیچلي وخت کې ژوند کوو،خو موږ باید لاپسې یوموتي شو، یو بل ته لاپسې نژدې شو، یو د بل سره زیاته مرسته وکړو او د افغاني او اسلامي له ویاړه ډک نوم اوچت وساتو.»  (له دري  څخه ژباړه) (۶)

د ملي روغې جوړې تګلاره یوه ناڅاپي اقدام  نه و چې ګواکي له هیڅه رازیږیدلې وي یا هسې له یوه «خوب او خیال»  څخه راپاڅیدلې وي.  ټولو ته جوته ده چې په افغانستان کې اوږدې جګړې  (په هره پلمه چې منځ ته راغلې وه) ټول کلتوري،  ټولنیز  او اقتصادي  بنسټونه یې ان له ریښو څخه وراسته کړي و او د هرکار د حل لپاره ورستۍ خبره د ټوپک له خولې څخه راوتله (چې له بده مرغه لا هم همداسې ده).   وړاندلیدنه کیده چې دا حالت به افغانستان پر کنډوالو بدل کړي او کار به تر هغه سرحده ورسیږي چې هلته به یوازې ترهګر (تروریستان) روزل کیږي چې لمنه به یې بیا د سیمې او  د نړۍ نورو برخو ته غزیږي؛ اقتصاد به د امکان تر بریده ضعیف وي او د مخدره توکو معامله کوونکي به د هیواد د سرنوشت واګي په لاس کې لري او په وروستي تحلیل کې به دا حالت یوازې او یوازې د بد نیته ګاونډیو پر ګټه یا پر خوښه تمامیږي  او بس (چې داسې هم وشوه).  

همدغې حالت او له هغه څخه راپیداشويو ګواښونو یو نوې ضرورت وزیږوه.  هغه ضرورت دا و چې له هر څه د مخه باید په افغانستان کې د افغانانو تر منځ جګړه پای ته رسیدلای وای او پر ځای یې د پوهاوي او دیالوګ ژبه پیدا شوی وای.  ځکه چې تر پایه  پورې جګړه یعنې د وروستي افغان له منځه تلل و او که چیرې خداې مه کړه ټول افغانان مړه وي نو د افغانستان ګټل به هرو مرو د پردیو په ګټه وي.  مانا دا چې، که چیرې په جګړه کې ټولې ښکیلې خواوې خپل په ادعاګانو کې برحقه او سم هم وای نو پایله خو یې یوازې یوه وه- لا زیاتې وینې تویول او د لا زیاتو افغانانو مړینه!   بیا موږ افغانانو لپاره خو که :

آسمان پر ستورو ښه ښکاریږي
افغانستان په افغانانو خوند کوینو

او دا هم  ښکاره خبره ده چې حکومت پر خلکو او د خلکو لپاره وي، نه چې پر بیدیا او ډبرو لپاره!  خو جالبه دا ده چې ټول د خلکو د چوپړ لاپې وهي او بیا په منځ کې همدا خلک دي چې تر ټولو خوار دي او ځیني خو یې لا غریبانان په ناپوهۍ کې یا مجبورۍ کې خپل د بدمرغۍ د عاملینو په ستاینه نارې وهي.   نو د هرڅه له مخه د افغانستان د خلکو د حتمي تباهۍ څخه ژغورل ستر ضرورت او د هر  بافهمه افغان  ملي دنده او مسئولیت و او دی او باید چې ورته لومړيتوب ورکړل شوی وای او ورکړل شي.   

دقیقاً د همدې ضرورت د رفع کولو لپاره و چې ډاکتر نجیب الله د خپلې پوهې او آند سره د ملي روغې جوړې سیاست د افغاني او اسلامي اساساتو او ارزښتونو پر بنسټ غوره او د دولتي دریځ تر کچې یې ورته وده ورکړه.  هغه نه د یوه سیاست وال بلکه د یوه سیاست پوه او عالم په توګه د دی نوې تګ لارې بیل اړخونه تر څیړنې لاندې ونیول او پخپله یې د خلکو سره د جرګو، مرکو، غونډو او شفاهی ویناګانو له لارې د دی تګ لاری د لوړو ارزښتونو او ګټو په اړه خبرې اترې پیل کړې، د همدې تګلارې د ودې او پیاوړتیا په خاطر یې د خلکو د استازو نظريې راغونډې کړې او د یو غښتلي مشر او عالم په توګه په هیواد او نړۍ کې راڅرګند شو. 

خو د ځینو لخوا بیا داسې ارزونې هم شوي چې ګواکي د ملي روغې جوړې سیاست د نجیب الله د دولت د کمزورۍ په نتیجه کې مطرح شو.  په دی صورت کې که چیرې د افغانستان پورته یاد شوې حالت په نظر کې ونیسو نو هرو مرو دی نتیجې ته رسیږو چې د ملي روغې جوړې سیاست نه د دولت د ضعف یا کمزورۍ بلکه د ټول هیواد د ضعف په نظر کې نیولو سره مطرح شوې و.  ځکه چې دا خلک دي او د هیواد ملي اقتصاد دی چې تر هر څه زیاد د جګړې له امله زیانمن کیږي، نه چې پر دولتي پوړیو کې ناست کسان!   د ملي روغې جوړې سیاست هم د همدې ضرورت له مخې مطرح شو چې خپل د پلي کیدلو پخاطر یې د ټولو وطندوسته افغانانو پر غاړه یو لړ دندې او مسئولیتونه اچول، خو له بده مرغه د دی سیاست په وړاندې له ګڼو سیاسي او روڼ آندو شخصیتونو او ډلو لخوا د مصلحتونو پر بنا چلند تر سره شو.  که چیرې په ناپیله توګه او په سړه سینه،  د هغه وخت  په سیاسي ډګر کې د دولت  او وطن ګوند حالت تر څیړنې لاندې ونیول شي نو سادګۍ سره دا خبره په ډاګه کیدای شي چې وطن ګوند د ملي روغې جوړې سیاست د ځواک له پوزیشن (یا موقف) څخه مطرح کړ، نه دا چې د «کمزورتیا» له پوزیشن څخه.  یانې تر اوسه ټول دولتې اورګانونه، د یوه ځواکمن او مجهز پوځ په ګډون (چې خپل وړتیا یې د جلال آباد په جګړه کې زباته کړې وه)، د وخت سیاسي نظام ته تابع و.  ښه خبره دا ده چې ډاکتر نجیب الله د همغه وخت او د راتلونکي لپاره د احتمالي پوښتونو ځواب د مخه وړاندې کړی دی.  هغه له ورایه څرګنده کړې وه چې:

«... غواړم د خونړۍ دولسکلنې جګړې د تجربو پر بنسټ خپل ټول سیاسي مخالیفین د جګړې په بی ګټېتوب پوه کړم .  د افغانستان د مسئلې د حل لپاره زموږ سوله ایز پیشنهادونه زموږ د کمزوروالي معنی نه لري، دوی دی په دی پوه شي.  دا پیشنهادونه زموږ په هیواد کې د ترخې دوامدارې جګړې مستقیمه نتیجه ده.  او هغه وخت رارسیدلې دی چې پر خپل حزبي او شخصي ګټو بریالي شو او هغه وضعه چې زموږ په هیواد کې راپیدا شوې ده او زموږ ټولنه د هغې سره مخامخ ده په سړه سینه وڅیړو...» (۷)  

ځیني شننونکي په دی اند دي چې، «که چیرې ډاکتر نجیب الله ژوندې وای نو د «روغې جوړې» په نظریه کې به یې بدلون راوستې وای».   مګر د دی نظر منل ستونزمن کار دی.  ځکه چې، لومړې خو هغه آرونه (اصولونه) چې د ملي روغې جوړې په چوکاټ کې فورمولبندي شوي دي، ځانته د نړیوالتوب (جهانشموله) خصلت لري او په زمان او مکان پورې اړه نلري، بیا څه پاتې شوه چې د یوه شخص په ژوند او مرګ پورې اړه پیدا کړي؟!.  سربیره پر دی، لکه څنګه چې پاس ورته اشاره وشوه، د ملي روغې جوړې تګلاره د یو څرګند ضرورت له مخې مطرح شوې وه.  د دی تګلارې د پلي کیدلو لومړې شرط له جنګ څخه د سولې پړاو ته اوښتل  و**  او هلته ده چې ددی سیاست له اصلي جوهر څخه د ګټې اخیستنې وار رارسیږي.   یعنې د ملي روغې جوړې له مزایاو څخه  ګټه پورته کول د سولې په فضا کې د امکان وړ ده .  د افغانستان د سیاسي او ټولنیز حالت په پام کې لرلو سره دا څرګندونه پرځای ده چې ملي روغه جوړه یو مقطعي نه، بلکه یوه اوږد محاله ستراتیژیکه تګلاره ده.  ډاکتر صاحب نجیب الله په خورا وضاحت سره څرګنده کړې وه چې :   

«هدف مصالحۀ ملی صرفاً محدود به قطع جنگ نبوده بلکه اين يک مشی کاملاً استراتيژيک است که متوجه سازمان دهی مجدد زندگی ملی ما در عرصه های سياسی، اقتصادی، اجتماعی، انسانی و اسلامی می باشد.» (۸)

ژباړه: «د ملي روغې جوړې موخه یوازې د جنګ په ختمیدو پورې نه محدودیږي، بلکه دا په بشپړه توګه یوه ستراتیژیکه تګلاره ده چې ټول  پام یې په سیاسي، اقتصادي، ټولنیز، انساني او اسلامي ډګرونو کې، زموږ د ملي ژوندانه د بیا سازمان ورکونې په لور دی».

څنګه او ولې؟  ځواب یې پیچلې ندې.  هغه څه چې معمولاً له جنګ څخه په میراث پاتې کیږي، ویجاړ ښارونه، شنډ اقتصاد او په لسهاو ټولنیزې ستوزې دي.  په افغانستان کې یوازې د ملي روغې جوړې د سیاست په چوکاټ کې کیدای شوې او کیدای شي چې داسې ننګونو  ته ځواب ورکړل شي.  خو له بده مرغه که د هیواد اوسني حالت ته یو لنډ نظر وکړو نو په سادګۍ سره دا هم لیدای شو چې جنګ تر اوسه خپل پر ځای ولاړ دی او آن ځانته یې تر بل هر وخت څخه  خطرناکه بڼه غوره کړې؛ په ټولنه کې ژبني، سیمه یز او توکمیز انقطابونه د وحشت تر کچې لوړ شوي او د مخنیوي لپاره یې د هیڅ کومې سیاسي ډلې لخوا اغیزمن او بهرمن کار نه تر سره کیږي.  له دی حالت څخه د وتلو لار هرو مرو د ملي مصالحې پر حریم تیریږي، چې خپل په ذات کې د اوسمحاله افغاني سیاسي تفکر زیږنده ده. 

د شننو په لړۍ که داسې هم ویل شوي چې، «د ملي روغې جوړې سیاست د عملي بنسټ د کاختۍ سره مخامخ و».  باید وویل شي چې، د ملي روغې جوړې له ستونزمنتیا څخه  هیځ چا انکار ندې کړې.  د نیلسن منډیلا خبره چې وايي:  «ترڅو چې یو کار نه وي ترسره شوې هر چا ته هغه ناشونې ښکاري».  د ملي روغې جوړې کار هم یو شونې کار دی، خو هغه خپل له معتقدینو او لارویانو څخه کلکه اراده او پاک نیت غواړي او د فکر له خاوندانو څخه هڅه او اند.  که چیرې د مارکس د نظریې له مخې هم وارزول شي، نو تاریخ د ګڼو پړاوونو سره نوې ستونزې او د هغې د حل لپاره نوي  ضرورتونه زیږدوي.  د افغانستان حالت د ملي روغې جوړې ضرورت وزیږوه.  البته د افغانستان ځانګړیو ستونزو  د حل په خاطر، چې د اوږدې جګړې په پایله کې منځ ته راغلي دي، د طبقاتي مبارزې ادامه تر ټولو غوره کار نه بریښي.  که موږ سره په لاس کې یوازینۍ وسیله  چکُش وي نو د هر څه سره به د میخ په شان چلند کؤو.  د افغانستان کابو ټولې ټولنیزې، کلتوري او اقتصادي ستونزې  د جنګ له اړخه سرچینه اخلي، چې د تاوتریخوالي سیاستونو له لارې نه حلیږي.  لکه څنګه چې ډاکتر نجیب الله ویلي و:

«...تیر وخت د راتلونکي لپاره تر ټولو ښه ښوونکې دی.  موږ زده کړل او تجربه مو کړل چې باید د حالاتو د غوښتونو او د ټولنې د عیني واقعیتونو سره سم عمل وشي...» (له دري متن څخه ژباړه)

د وروستیو خبرو په توګه باید وویل شي چې، موږ ډاکتر نجیب الله یوازې ددی لپاره نه لمانځو چې د هغې سره شخصي سمپتي او خواخوږۍ لرو او یا پر موږ ګران دی، که چیرې یوازې داسې وای نو موږ به دا کار خپل په کورونو او په ځانګړو محفلونو کې د بندو دروازو تر شا هم کړې وای؛ بلکه  دا لمانځنه د هغو هڅو او قربانیو حق پیژندنه ده چې هغه ستر انسان  د وطن د تاریخ په وړاندې له ځانه ښوولې.  او د وطن د اوسني او راتلونکو پیړیو (نسلونو) د ژغورلو د هماغې نسخې لپاره مننه ده چې د «ملي روغې جوړې» په نوم یاده شوې او د هیواد په تاریخ کې د شهید ډاکتر نجیب  الله د نوم سره نه شلیدونکې تړاو لري.  نو ځکه د هغې یاد او لمانځنه پر هر حق پیژندونکي افغان باندې یو پور دی.   

بی له شکه چې د ډاکتر نجیب الله شخصیت، د هغه سیاسي کارنامې او هره وینا به د هیواد راتلونکي نسلونو لپاره د هیوادپالنې او صداقت د الهام اخیستنې لویه سرچینه وي  او د هغې دا لاندې  ژمنه به د تاریخونو او پیړیو مزلونه ووهي او ځان به خپل تر اصلي قدرپیژندونکو ورسوي او :

هر څه به راووځي، د تیاره سمندر څنډې ته
زوړ صدف به مات شي، مرغلرې به شي پاتې

«ما د افغانستان د جمهور رئیس او د افغانستان د خلکو د خدمت کونکی په توګه، د تاسو د ملت د شریفو استازو په  وړاندی صادقانه ژمنه وکړه چی د ملی روغی جوړی کړنلاری ته به ادامه ورکـــوم او خپل ټـــول توان او امکانات او که چیری لازمه شي خپل ژوند به د افغانستان د خلکو لپاره  د خدمت په لاره کی ونه سپموم.» (۹)

 

 


 

یادونې :

* په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر ته د ډاکتر نجیب الله ورتګ، په پیل کې د پناه اخیستنې په موخه نه بلکې د یو شمیر ډراماتیکو پیښو په لړ کې، چې په اصل کې یې د کودتا کړۍ بشپړولې، ترسره شو.  د نوموړي اقدام په اړوند پخپله ډاکتر نجیب الله خپل د یوه لیک په ترځ کې، چې کابل کې یې د ملګرو ملتونو په سیمه ایز دفتر کې د اوسیدو په محال د یوه دوست د پوښتنو په ځواب کې لیکلې و، داسې څرګندونې کړي :

«د پنجشنبې دولس نيمې بجې خدای دې و بخښي يعقوبی صاحب تيليفون وکړ او ډاډ يې را کړ، چې له پاکستان نه خبر را رسېدلی، چې کومېټه تياره شوې ده او د جمعۍ په ورځ راځی، ورته ومې ويل،چې خبر يم او له ما نه استعفا غواړی، تياره کړې مې ده او دا کار کوم.

ليده مې چې د شپې دوه بجې شوې، په کابل کې د بنين سيوان درې مرستيالان دوه سياسی او يو پوځی لومړۍ لمبر ماڼۍ ته راننوتل او ويې ويل چې بنين سيوان د کابل هوايي ډګر ته راغی، الوتکه يې ورته محاصره کړې ده. نه يې پرېږدی، چې را کوز شی او ټينګار کوی، چې بېرته دې والوځی. تيليفونو ته ورغلم، ټول پرې شوي وو، بې له دې چې خپل موټر ته معطل شم ، له جفسر،  احمدزی او توخی سره د ملګرو ملتو په موټر کې سپور شوم. د هغوی له مرستيالانو سره يوځای مو غوښتل، ګارنيزيون ته لاړ شو، چې پوه شو، بنين سيوان ولې نه پرېږدی، په څلور لارې کې يې ودرولو، د شپې نوم مې هم ور کړ، څوک ورته نه ګوری، ځان مې وروښود،  وايی، پېژنو دې، چې رئيس  صاحب يي . ما ورته وويل نو پرېږدی، چې لاړ شو ، اجازه نه راکوی، ناڅاپه ټولو پروت وکړ او د ټوپکو لټونه يې ووهل، د خدای  فضل و، چې موټرونه د ملګرو ملتونو وو، په مخابره يې له   ګارنيزيون سره اړيکې ټينګول، دوی ورته ويل،  چې موټرونه د ملګرو ملتو دی او له هغه ځايه د اور امر نه ور کوی. ځکه د ملګرو ملتو پر ګاډو ډزې لوی مسوؤليت لری. له څو دقيقو ايسارتيا وروسته بېرته ستانه شو، د کور تيليفونو نه پرې شوی وو، تصادفاً د ملګرو ملتو دفتر ته راغلو، چې له سګاپ نه له ګارنيزيون سره تيليفوني اړيکه ټينګه کړو. راغلو سګاپ ته، له دې ځايه مو چې تيليفون وکړ، عظيمی واخيست، ورته و مې ويل، چې هر څه کوئ ويې کړې،  خو د سر منشی استازی مو په هوايی يګرکې ايسار کړی دی او دا دی زه د ملګرو ملتو له دفتره له سرمنشي سره اړيکه ټينګوم، که بنين سيوان دفتر ته راونه رسی، د ټولو مسايلو پايلې به ستاسې پر غاړه وی. راته يې وويل: نه پوهېږم صاحب! لوچکان راغلی. نه پوهېږم څه کوی؟ دادی زه او دلاور ځو او بنين سيوان راولو ( دوی غوښتل، بنين سيوان له هوايی  ډګره رخصت کړی او بيا ددې خوار بنده فرياد واوری. زما دا هيڅ په فکر کې نه وو، هلته راغلی وو، چې تيليفون وکړو او په کور کې د بنين سيوان انتظار وکړو. کاته مو چې د سهار پر څلورو بجو عظيمی پر لوی وره راننووت  او بنين سيوان يې له ځان سره راووست.

رسم تعظيم يې پر ځای کړ او هيله يې وکړه، چې صاحب! ستاسې د امنيت لپاره مو دوه ټانکو نه او يو څو زرهپوښونه او يو ځواک د لوی وره ( سکاپ)  شاوخوا  ته راوستی، چې تاسې خوندی اوسئ اوهيله کوم، چې له دې ځايه ونه وځئ او په دې توګه مونږ په سکاپ کې پاتې شو ...

ګورئ چې دلته په ناسته کې هم مونږ لاس و پښې ونه وهلې او مونږ هغه پېښو چې ځان مو ورسپارلی و، دلته راوستو...»


**
له جنګ څخه د سولې پړاو ته اوښتلو د میکانیزم په خاطر د افغانستان جمهوري دولت ځانګړې او عملي طرحې وړاندې کړې وی چې د یو تثبیت شوي سازش په نتیجه کې شنډې کړای شوې.

 

سرچینې :

۱-            په هالند کې دشهید ډاکتر نجیب الله دشهادت د یوولسمې کالیزې دلمانځلو په شانداره غونډه کې دافغانستان دجمهوري دولت د پخواني جمهور  رئیس لومړي مرستیال او ملي شخصیت ښاغلی عبدا لرحیم هاتف شفاهي وینا- د ۲۰۰۷ کال د سپټمبر ، www.payamewatan.com/11th-aniversary/A.R.Hatif.htm .

۲-           شهید ډاکتر نجیب الله، د پکتیا ولایت د سپینږیرو او استازو سره د وینا په ترځ کې – ۱۹۸۹

۳-          د شهید ډاکتر نجیب الله لاس لیکل شوې لیک. په، «سیاست مصالحۀ ملی و شخصیت دکتور نجیب الله،  به مناسبت هفتمین سالگرد شهادت دکتور نجیب الله رئیس جمهور پیشین و رئیس حزب وطن افغانستان–  ص.۱۵۳ (دهلی جدید، سال چاپ: سپتامبر ۲۰۰۳)»، او «د وطن پیغام ویب سایټ» کې.

۴-          سلیمان لایق، د آریانا نړیوالې تلویزیوني شبکې سره مرکه - (۲۰۰۸) .                                                                                                

۵-          مارګنتاو، / Margenthau, ‘Scientific Man vs. Power Politics’

۶-           بيانیۀ شهيد دکتورنجيب الله رئيس جمهور پيشين ج.ا در دومين اجلاس کمسيون عالی مصالحۀ ملی  ج.د.ا (۶ سرطان ۱۳۶۶)

۷-          د کندهار ولایت مشرانو  او سپینږیرو سره د افغانستان د جمهور رئیس ډاکتر نجیب الله وینا –   ۱۳۷۰ – (مخ - ۲۰۱).   له، «مجموعۀ: بخشی از بیانیه های شهید دکتور نجیب الله در رابطه به مشی مصالحۀ ملی – سپتمبر ۱۹۹۹، دهلی جدید»، څخه.

۸-          د ملي روغې جوړې د څلورمې کلیزې په مناسبت  د شهید ډاکتر نجیب الله له وینا څخه-  ستور ماڼۍ –  د ۱۳۶۹ د جدي ۲۵

۹-          د افغانستان د جمهور رئیس ډاکتر نجیب الله وینا چې د ۱۳۶۸ کال د ثور د میاشتی په لویه جرگه کې یې واوروله.  

 

 

   بازگشت به صفحۀ اصلی