www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

تاریخ نشر:18.07.2009

دکندز پخوانی والي جنرال عبدالله فقیر زاده
د محکمې له خوا برائت واخیست

په هالند کې د افغانستان د ۸۰ مې لسیزې د حاکمیت یو لوړپوړی چارواکی جنرال ښاغلی عبدالله فقیرزاده د علی محکمې له خوا برائت واخیست، او په دې توګه د نوموړي په هلکه ټول تورونه بې بنسټه ثابت شول. فقیرزاده په ۲۰۰۶ کال کې د یو شمیر افغاني شیطاني کړیو د دسیسو پر بنسټ د بشري حقونو نه د سرغړونو په تور د پوښتنو او ګرویګنو لاندې راغی او بندي شو.

 که څه هم هغه وروسته د شا وخوا پینځه لسو میاشتو په کال ۲۰۰۷ کې له بند نه خلاص او برائت یې واخیست ،خود موظف څارنوال په غوښتنه د نوموړي دوسیه سترې محکمې ته چې په هالند کې ورته (هوخه بیروف) وایي وړاندې شوه. د محکمې په پرونۍ (۱۶-۷-۲۰۰۹ ) ناسته کې چې د ګڼ شمیر قاضیانو له خوا د ښاغلي فقیرزاده دوسیه پکې څیړل شوې وه ، جنرال فقیرزاده ته د خپلې وروستنۍ پریکړې په ترڅ کې هم برائت ورکړ.

 

جنرال عبدالله فقیرزاده په ۱۳۶۳ کال د افغانستان د نظامي استخباراتو مرستیال او ورپسې یې په کندز ولایت کې د هغه ولایت د امنیت د ریاست دندې تر سره کړې دي .نومړی وطن او خلکو ته د خپلو صادقانه هلو ځلو  او خدمتونو په بهیر کې د یوه نیک نوم په درلودلو سره ، د خلکو په غوښتنه د کندز ولایت د د فاع شورا د ریئس او په هغه ولایت کې یې د والي په صفت هم په دندو ګمارل شوی دی. د ښاغلي فقیرزاده مدافع وکیل او په محکمه کې د ناستو وینا والو په خبرو کې راغلی دي ، چې فقیرزاده نه یوازې دا چې بشري حقونه یي پایمال کړي نه دي، بلکې هغه یو انسان دوست ، او پخپل هیواد کې چیرته چې ده بېلابېلې دندې تر سره کړي دي، د خلکو په منځ کې یو نیک نومه او با عزته شخصیت دی.

 

 

   بازگشت به صفحۀ اصلی