www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

تاریخ نشر:15.04.2009

سناتور غلام حضرت خیبر

د ارواښاد خیبر د شهادت د ۳۱ م تلین په یاد

چې خازې شنې مې پر قبر وي ولاړې
که غلام مړ وم راځئ توکړئ پرې لاړې

له نن څخه ۳۱ کاله شا ته  د ۱۳۵۷ لمریز کال د وري په ۲۸ مه ، د ګران هېواد په زړه کابل کې یوه دردونکې پېښه ، د څو خرڅ شویو، ناپاکو او هېوادپلورو څېرو له خوا رامنځ ته شوه . له دې غمیزې روسته لا تر اوسه په هېواد کې د وینو لښتي او بیالې بهیږي او د هېواد د ژغورون هیڅ څرک نه تر سترګو کیږي . دا غمیزه د استاد میر اکبر خیبر په شهادت رسېدل و !

زه ویاړم چې په هېواد او خپلو خلکو د میین ، دغه لوی شهید له کورنۍ څخه یم . د افغان سرلوړي ملت ته د هغه په سرښندنه ویاړم او تل به د هغه په ویاړلې لار قدم اخلم .

مخکې له دې چې د شهید خیبر د ژوند په نورو اړخو رڼا واچوم ، لومړئ غواړم چې د هغه لنډ ژوندلیک ګرانو لوستونکو ته وړاندې کړم .

شهید میر اکبر خیبر د ارواښاد میرافضل زوی ، په ۱۳۰۹ لمریز یا ۱۹۳۲ ع کال په یوه بېوزله او کروندګره کورنۍ کې زیږېدلئ و . پلار يي روحاني شخصیت چې زیات وخت يي قران شریف لوست او په پښتو او دري ژبو يي لیکل کولئ شول . له دې کبله هغه ته لومړۍ زده کړې د پلار له خوا ، له دیني کتابونو څخه ورکړل شوې وې .

ارواښاد خیبر ۱۴ کلن و چې له ازموینې روسته په رشیدیه ( عسکري لېسه ) کې شامل او د هغې له بشپړتوب روسته په حربي پوهنتون کې په زده کړو بوخت شو .

هغه حربي پوهنتون کې خپلې زده کړې بشپړې کړې خو په ۱۳۳۰ کال له پوهنتون څخه د فراغت په ورځ ، ددې پر ځای چې د خپلو نورو همزولو او ټولګیوالو په شان عسکري یونیفورم واغوندي ، د تحصیل د بشپړتون په ویاړ د همزولو غوندې خوښي وښۍ ، د خپلو خلکو او هېواد پر وړاندې کړې زده کړې وکاروی او دخپل ایستلي زیار ګټه او مېوه خپله وخوري او کورنۍ ته يي ډالۍ کړي له بده مرغه ، په هېوادکې د هغه وخت د نظام د وچتوب ، سرزورۍ او بې تمیزۍ له کبله د خپلو نورو ملګرو هر یو عبد الله او محمدزي سره یو ځای ، بې له کوم ښکاره تور او جرم څخه د دهمزنګ په زندان کې د ( ۵ ) کالو لپاره د تورو تمبو شا ته غورځول کیږي !

د دهمزنګ زندان کې د خیبر د بندې کېدو په خبر سره ، د هغه سپین ږیرئ پلار او سپین سرې مور دومره کړېږي چې له ډېرې لنډې مودې روسته دواړه وفات شول او په ژوند يي د زوی د مخ د لېدو ارمان ګور ته یووړ .

شهید خیبر په زندان کې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي ، انګریزي او اردو ژبې زده کوي او په زندان کې له نورو سیاسي بندیانو سره اشنا کیږي .

په ۱۳۳۵ کال له زندان څخه خلاصیږي . کله چې کور ته ځي ، ګوري چې نه پلار شته ڼه مور ، نه میرمن شته او نه ورور . ټول څوک مړه او څوک په ژوند تري تم دي ! ځکه د زندان په وخت د خیبر اړیکې د هغه له کورنۍ سره پرې کړئ شوې وې .

شهید خیبر له لنډ مهال روسته ، بېرته کابل ته ځي او د وخت د حکومت له خوا چې لومړئ وزیر يي شهید محمد داود و ، د پولیسو په اکاډمۍ کې د دوهم بریدمن په رتبه د تدریسي مدیر پتوګه ګمارل کیږي .

کله چې د هېواد په ښوونځیو، پوهنتونونو او نورو ځایونو کې روشنفکري غورځنګ وده او پراختیا مومي او یوشمیر زده کونکي شړل کیږي او بندیان کیږي ، ارواښاد خیبر هم په ۱۳۴۳ کال د وخت د کورنیو چارو د وزارت له خوا غوښتل کیږي او ورته سرپټئ مکتوب ورکول کیږي او ورته ویل کیږي چې دا مکتوب د پکتیا والي ته یوسه !

کله چې والي دا مکتوب لولي ، کابل ته د بېرته تګ اجازه نه ورکوي ، په پولیسو کې يي د یوه چارواکي پتوګه ساتي او د یوه سیاسي تبعیدي پتوګه ورسره چلند کوي .

په څلویښتمو کالونو کې کله چې په ګران هېواد افغانستان کې یو نوئ پړاو رامنځ ته کیږي او د ځوانانو په سرښندنو د نیم بندې دیموکراسۍ تر نوم لاندې سلطنتي کورنۍ چمتو کیږي چې واک ملکي حکومت ته پریږدي . د نوې رامنځ ته شوې فضا څخه په ګټه ، په ۱۳۴۳ کال کې د ارواښاد نورمحمد تره کي په کور کې د ملي تګلارې  په غوراوي سره ، د افغانستان د خلک دیموکراتیک ګوند د بنسټ ډبره کېښودل کیږي .

په دې ګوند کې ارواښاد خیبر د یوه روښانه ملي څېرې پتوګه ګډون کوي .

خو په خواشینۍ سره باید وویل شي چې ګوند تر اوږد مهال پورې دغه ملي تګلاره ونه شوه ساتلئ او هغه يي ونه شوه کړې چې پلې کړي او ډېر ژر د ځینو معلوم الحاله څېرو لکه ببرک کارمل او حفیظ الله امین د ځان غوښتنې او مقام غوښتنې نظریو او هیلو ښکار شو .

ګوند ددې پر ځای چې په غوره شوې ملي تګلاره مخې ته لاړ شي ، پوخ او غښتلئ شي ؛ د همدغو څېرو د ځاني غوښتنو او غرضونو له لاسه په ډلو ، ښاخونو او څانګو ویشل کیږي !

خیبر تل هڅه کوي چې د ګوند یووالئ وساتي او ګوند له ملي لیکې څخه ونه ښوییږي . خو دده او نورو دغه هلې ځلې ځای نه نیسي او ګوند ډېر ژر په دوه سیالو څانګو ویشل کیږي !

په ۱۳۵۲ کال ، په هغه ورخ چې په هېواد کې د ارواښاد داودخان په مشرۍ د کودتا له لارې شاهي نظام ړنګیږي اوځای يي د لومړي ځل لپاره جمهوري نظام نیسي ، خیبر ما ته وايي چې جمهوری نظام د خلکو لپاره یو ستر برئ دئ او تر دې نظام لاندې به افغانستان ډېر ژر د ژوند په ټولو برخو کې سترې بریاوې ترلاسه کړي .

هغه وخت ، خیبرد داودخان په مشرۍ جمهوري نظام د افغانانو د سوکالۍ او ښېرازۍ لپاره یوه ښه لاس ته راوړنه بلله او په دې اند و چې دا نظام په اوس وخت کې د پرمختګ او ټولنیز سمون لپاره زموږ د خلکو او په تېره بیا د روڼ اندو له هیلو او ارزوګانو سره اړخ لګوي .

بېځایه به نه وي چې په دې برخه کې د ښاغلي غوث الدین فایق رازي که نمي خواستم افشا ګردد له کتاب څخه د داود خان په اړه ، دخیبرد نظر یو څرک راواخلو.

فایق د خپل کتاب په ۲۲ مخ کې داسې لیکي : در سال هایکه تماس وعلایق سردار محمد داودخان مرحوم بدستور حکومت وقت از مردم ، محیط وماحولش قطع شده در منزلش در عزلت به منتهای تاثر وحسرت میزیست ، روزی اخباری بدستم رسید که با عکس سردارمرحوم مزید بود در قسمت پایین عکس به قلم میر اکبر خیبر چنین ارقام یافته بود : ( روزی این مرد مدبر، پراندیشه وارمان ، دردهای این ملت را مداوا وزخم های مردم مارا التیام خوهد بخشید . )

په ۱۳۵۴ کال چې میاشت مې نه ده په یاد ، یوه شپه مکرویانو کې د خیبر کورته ولاړم ، د شپې هلته پاتې شوم او په ناستخونه ( سالون ) کې ویده شوم . لا زه پوره نه وم ویده چې ناوخته چا ددروازې زنګ وواهه، ارواښاد خیبر دروازې ته ورغئ ، له روغبړ روسته يي هغه شخص ناستخونې ته راوباله . زه لا ویښ وم او ژور نه وم ویده شوئ ، ځان مې نور هم پسې غلئ کړ . هغه کس له خیبره وپوښتل چې څوک ویده دئ ، خیبر ورته وویل چې زما خورايي دئ ، توپیر نه لري خبره کوه ، څنګه ناوخته راغلاست ؟

نوموړي کس داسې ورته پیل کړه : نن زه کارمل سیب غوښتئ وم ، پر سیاسي حالاتو له خبرو روسته يي راته وویل ، داودخان او دهغه تګلاره د ارتجاع خواته روانه ده ، ځان او نور پوځي ملګري چمتو کړۍ چې موږ یوبل انقلاب ته اړتیا لرو ، د داود رژیم باید رانسکور شي .

خیبر نوموړي ته په خبرو کې داسې ادامه ورکړه ، تاسو چې نن د ګوند لوړغړئ او وزیر هم ياست ، کله چې خپل کلي ته لاړ شي ، تا خلک د انقلابي او یا وزیر په نوم پېژني که د پلاني د زوی په نوم ؟

هغه خیبرته وویل چې څو ورځې له مخه ، زموږ د کلي څو تنه سپین ږیري زما دوتر ته راغلي وو . زما په دوتر کې يي ما ته وویل چې د پلاني زویه خدای دې نور هم غټ سړئ کړه ، موږ سره به دا مرسته کوې !

نو خیبر هغه ته وویل چې وګوره زموږ په هېواد کې چې نه پیاوړئ اقتصاد لرو ، نه پیاوړئ سیاسی بنسټ لرو ، موږ څنګه کولئ شو چې حکومت وکړو . دا به زموږ لویه تېروتنه وي چې د جمهوري نظام سره مرسته ونه کړو او دا به زموږ لویه ختا او جفا وي چې د جمهوري نظام پر وړاندې کوم اقدام وکړو . خیبر زیاته کړه چې داودخان له ما سره بد کړې ، زه يي بندي کړئ یم او زما کورنۍ يي تبا کړې ، نو کارمل سیب ولې ورته په قار دئ ؟

همدارنګه کله چې د اساسي قانون په توشیح څه جاروجنجال پېښ شو او یو شمېر ملګري بندیان شول، بیا هم هغه وخت چې زه ورسره ناست وم ، دا پوښتنه رامنځ ته شوه چې زموږ ګوند اوس یو پیاوړئ ګوند دئ، نو بیاولې واک نه اخلو ! خیبر  بیاهم په ځواب کې وویل چې د واک اخیستل که اسان دي خو د واک ساتل ګران کار دئ. نه موږ خپله، نه زموږ هېواد او نه زموږ خلک دې کار ته چمتو دي! څنګه کېدئ شي چې په پينځه زره ګوندیانو واک تر لاسه کړو چې د هغو هم زیات شمېر کم سواد اوبېسواد دي! ؟

په ۱۳۵۶ کال د چنګاښ په ۱۲ مه ، د ګوند دواړې څانګې سره بېرته یوځای شوې ، ما په هغه وخت لوګر کې ګوندې دنده درلوده او د عینکومسو د کان چارواکو لکه انجینر عنایت الله او کارګرانو سره مې اړیکې درلودې خو دایمی ګوندې اړېکې مې د کابل په علي شمس کې له عظیم شهبال سره وې او هلته مې ژوند هم کاوه . په لوګر کې د هغه وخت یو خلقي ملګرې ماته وویل چې دې ورځو کې داودخان د ګوند مشر نورمحمد تره کئ ځانته غوښتئ و او ورته ویلي يي دي چې ګوند ړنګ کړه ، زه به درته په حکومت کې لویه څوکۍ درکړم . ما دا خبره خپل ګوندي مسول شهبال ته وکړه او هغه پورته انتقال کړه .

یوه اوونۍ روسته زه ، نوراحمد نور په ګذرګا کې ، د لېدلو لپاره وغوښتلم ، او را څخه يي وپوښتل چې دا خبره تا ته چا کړې ده ؟ ما نوراحمد نور ته د نوموړې خبرې په اړه یاد شوئ ټول مالومات ورکړل ، خو نوراحمد نور بیاهم له ما وپوښتل چې دا خبره خو تا ته خیبر نه ده کړې ؟ که خیبر کړې وې راته ولیکه ! ما ورته د نوموړې خبرې سرچینه بیا بیا تکرار کړه ، خو د هغه باور نه کېده ، روسته يي په عصبانیت را ته وویل چې زه ولاړ شه !

په هرحال د ګوند له یووالي روسته ، د پرچم د څانګې په منځ کې زیات اختلافونه رامنځ ته شوي وو چې د همدې اختلافونو له کبله د ۱۳۵۷ کال د وري په ۲۸ مه د مازیګر په وخت ، په دویمو مکرویانو کې د مطبعي دېوال ته نږدې ، د ناڅرګنده کسانو له خوا ، خیبر په شهادت ورسید !

اروا دې ښاده وي !

د هغه له شهادت روسته لومړئ کس چې د هغه کور ته تللئ وهغه نوراحمد نور و ، چې د هغه له ارواښادې مېرمنې څخه يي پوښتنې کړې وې ! له دې روسته څو تنه د پولیسو په یونیفورم کې کور ته تللې او کور يي لټولئ او ځانونه يی پولیس ښودلئ وو . خو کله چې د کورنیو چارو د وزارت چارواکي کور ته ځي ، خبریږي چې له دوی له مخه د پولیسو په جامه کې ځینیو کسانو کور لټولئ او تللي دي .

همدارنګه د جنازې په ورځ یو ملګرې چې توریالي کارګر نومېده ، کله چې د خیبر تابوت ته نږدې کیږي په چیغو سره رهبري ته د نېوکې لاس نیسي او وايی چې ( ای خاینان شما اورا کشتید ! )

د خیبر له شهادت روسته ، همدغه ملګري د واک پر ګدۍ کېناستل ، د دوه ورځو لپاره يي د ځانښودنې په موخه ، د هغه عکسونه پرمیزونو کېښودل . خپله نوراحمد نور چې په هغه وخت د کورنیو چارو وزیر و ، نه يي د شهید پر دوسیي کار وکړ او نه يي د هغه په وژنه تورن کسان د قانون منګلو ته وسپارل .

دا هغه پوښتنې دې ، هغوی چې په تېره بیا ژوندې دي لکه نوراحمد نور ، سلطان علي کشتمند ، اناهیتا راتب زاد او نور يي باید ځواب ووايي !

که ځواب نه وايي او غواړي له دغو پوښتنو ځان تېر کړي ، نو په ډاګه ویلئ شم چې دوی هم د شهید خیبر په وژنه کې په یوه یا بله بڼه لاس لري !

د خیبر هڅه او کوښښ دا و چې د داود خان تر مشرۍ لاندې د هېواد اقتصاد وده وکړي ، پوهنه او زده کړې پر مخ لاړې شي . هغه د یوې ډلې تیکنوکراتانو په مټ د داود خان له زوی سره هم لېده کاته کړي و چې یو له هغو څخه ښاغلئ مرشېدي دئ چې اوس په سویس کې اوسیږي او زما د پورته خبرې شاهد دئ .

زه هیله من یم چې مرشېدي سیب پخپله ، پورته یاده شوې خبره چې ارواښاد شیرزي په خپل کتاب کې لیکلي ، رسنیو ته راوباسي .

شهید خیبر یو ملي څېره وه او ملي فکرونه يي درلودل . د هغه توپېر هم د ګوند له مشرتابه ، په تېره بیا له کارمل سره په همدې ټکې کې پروت و . کارمل به تل ، خیبر په ځينیو ګوندي کړیو کې  د یوه پښتون نشنالېست او د یوه روسته پاتې کلیوالي پښتون پتوګه ، معرفي کاوه . په روستیو کې خو خیبر د همدغو ملي اندیښنو له مخې ، په ګوند کې ګوښه کړئ شو . د ګوند کومو کادرونو چې به له خیبر سره اړيکه نېوله ، په هغو به هم د کارمل د پلویانو لخوا پورته ټاپه وهل کېدله . 

په دې ځای کې به بېځایه نه وي چې د ډاکټر سرلوڅ مرادزي د خولې یوه خبره دلته راواخلم نوموړئ وايي : په ۱۳۵۴ کال ژمې کې ګوندې کنفرانس په کابل کې جوړ شو . څلور تنه هر یو خدایداد بشرمل ، استاد ربي ، سرور یورش او زه ( ډاکتر سرلوڅ ) دې کنفرانس ته له ختیځ څخه راوبلل شو . په کنفرانس کې د ګوندي مشرتابه د یو څه پراختیا له خبرو روسته ، د ګوند په روانه تګلار او په دې خبره چې ګوند به د داود خان په مشرۍ له دولت سره څه چلن غوره کوي خبرې اترې وشوې . په خبرو کې دوه لوري له ورایه په ډاګه وو : یو لورئ د ارواښاد خیبر لخوا داسې و چې ګوند دې د داود خان په مشرۍ له جمهوری نظام څخه ننګه وکړي او په هیڅ شان دې د دولت پر وړاندې پاروونکي او لمسوونکې هلې ځلې نه ترسره کوي .

     په کنفرانس کې د ځینیو استازو لخوا داسې هم ویل کېده چې ګوند ته به ښه دا وي چې د داودخان په وړاندې شوي تګلارې سره راغونډ شو او زموږ اوسني ګوند ته د خپلواکو او بېلو تشکیلاتو کومه اړتیا نه لېدل کیږي . ځکه هغه څه چې موږ غواړو او په دې مرحله کې ممکن دي ، خپله زموږ او نورو هېوادپالو په ننګه د دوادخان په جمهوري کړنلارې سره پلي کېدئ شي .

خو په ګوند کې واکمنه ډله د کارمل په مشرۍ په دې لټه کې وه ، چې ګوند باید داودخان د رژیم بدیل وي او موږ باید دې ته چمتو واوسو .

ارواښاد خیبر د ژوند په روستیو کې په یوې لیکنې ( زموږ د زماني نشنلیزم )  کار کاوه . دا لیکنه تر ۴۲ پاڼو پورې لیکل شوې وه خو لا بشپړه نه وه ، که وخت یاري راسره وکړه او زما په لاس راغله ، زه به يي د رسنیو له لارې هېوادوالو ته ورسوم .

شهید خیبر جمهوري نظام په هېواد کې یو ستر بدلون باله او یوه ورځ يي ما ته وویل : که داود خان جمهوري نظام نه وايي راوستئ ، افغانانو باید پنځوس کالونو نور هم د جمهوري نظام د راتګ لپاره انتظار کښلئ وئ !

دا وې هغه خبرې چې ما له ځانه سره درلودي او د خپل ویښ ضمیر له مخې مې هغه رسنیو ته وسپارلې .

د خیبر او د هېواد د ټولو شهیدانو اروا دې ښاده وي !

سرټيټي دې وې د هېواد دښمنان !


 د شهید میر اکبر خیبر په هکله د وطن پیغام په ویب پاڼه کې نورې لیکنې:

ملي شخصیت او سیاست پوه شهید استاد میر اکبر خیبر
  دشهادت ۲۸ می کلیزی ته ډالی  (شعر)

 
کبیر کمال


یادی از استادِ خبیر شهید میر اکبر خیبر
(علل و انگیزه های ترور: عقاید و موضعگیریهای سیاسی)
نوشتۀ محترم فقیر محمد ودان

نگاهی به عقاید سیاسی میر اکبر خیبر
نوشتۀ محترم سرور یورش

 

 

   بازگشت به صفحۀ اصلی