www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

تاریخ نشر:28.06.2009

انجينر کبير کاکړ
 ۲۰۰۹.۰۶.۲۲

کليواله

ما  سلام   ورکه   پــــه   مينه
ډيـــره  ښکلې  ده  سنګينه

زړه کې پاکه ده ساده،ده
نازئې نه زده خو درنه ده

خورم قسم ډيره خوږه ده
کليـــــــواله   پښتنــــــــه    ده

ستړي مشي ئې کړه  هيره
وار خطا ښکاريده  ډيره

ريـــــږديدله   ريـــــږديدله
له   حيا نه   شرمـــــيــــــــدله

ساه   نيولې   په    نيمـــــکه
د خوږې   ژبې   په  څوکه

دائې  وويل چه پوهيږې؟
راته ګران ډيرمې خوښيږې

 

 

   بازگشت به صفحۀ اصلی