www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

تاریخ نشر:25.04.2009

ک۰ کمال

زړې ننګونې او نوې لار ې چارې

دادی یوځل بیا ځان اړ بولم خپله لیکنه په دې جمله پیل کړم چې په هیواد کې حالات ناز ک او برخلیک ټاکونکي دي داهغه جمله ده چې پدې وروستیو کلنو کې دډیریو سیاسي کارپوهانو او دولتي مشر انو په لیکنو او شفاهي ویناګانو کې  اوریدل کیږی او تر سترګو کیږي٬ په ځانګړو او برخلیک ټاکونکو حالاتو پوهیدل او دهغو دغوښتنو سره سم عمل کول دولسونو بر خلیک دسوکالئ اونیکمرغې سره تړي خو برعکس پرې نه پوهیدل دولس برخلیک دپر له پسې ناخوالو او ناور ینونو سره غوټه کوي۰

   له بده مرغه زموږ په هیواد کې داسې ډیر ځل تکرار شوی چې دوخت او دحالاتو سره دهغوی دغوښتنو سره سم چلند ندی شوی او په نتیجه کې پرتو ستنونزو ددې په ځای چې داواریدو لار موندلی وي نورې هم دستوغتیا او کړکیچ لور ته ټیل وهل شویدي۰ ناڅاپي نده چې تاریخ په غمجنه توګه تکراریږي او موږ یې دلوړو او ژورو څخه پند نه اخلو او په هر پیچ او کږلیچ  کې یې دهیوادوالو دهوساینې اودهیواد د پرمختګ شونتیاوې دلاسه ورکوو٬ زموږ که رسئ سوز ي هم غوټه یې پاته کیږي او که خونه مو هم سوزي دیوالونه یې همسې خام خیشته ولاړ وي۰

دهیواد او دولت پر وړاندې پرتې ننګونې کومې دي ؟؟؟

دستونزو داواریدو دتکل دبریالیتوب لومړنی شرط دستونزو پیژندنه او دهغو پرشتون اعتراف دی٬ ز ه دډیرو هیوادوالو سره همغږی یم چې دهیواد او دولت پر وړاندې پر تې ننګونې په لاندې ډول راپیژني۰

۱ - جګړه او بې امنیتي

۲- فقر او بیوسي (په هیواد کې شل میلونه وګړی دفقر دلیک لاندې ژوند کوي)

۳- دولتي فاسده اداره

۴- دنیشه اي توکو قاچاقچیان٬ سړي تښتوونکی٬ شوکماران او باجګیران

۵- بیوزګاري (ددي لوی لښکر ډیری ځوانان جوړوي چې دکار په لټه یا خو بهرنیو هیوادو ته تښتي او یا خو ددولت دوسله والو مخالفینو سره یو ځای کیږی)

۶- دترهګرئ پرضد دمبارز ې دځواکونوخپلسري او دافغاني پوخي ځواکونوسره دهغوی دهمغږئ نشتوالی۰

۷- دافغانستان په بیاجوړونه او دافغانانو داقتصادی او تولنیز ژوندانه په سمون کې دنړیوالې ټولنې پاته راتلل۰

۸- په دولتي لوړو او امنیتي چارو کې دترهګرو سره دعقیدتي خواخوږو او دلاسوهنکو لیرو او نږدو ګاونډیانو جاسوسي شبکو پورې تړلو کسانو شتون۰

۹- دګاونډیانو لاسوهنې

دوام که بدلون ؟؟؟

تیر ته له تعصبه اوتعبده لری یوه کتنه موږ ته دبدلون سلامشوره راکوي٬ هسې خو هم دنړئ سردارانو دبدلون تر سرلیک لاندې نوی نړیوال بهیرپیل کړی پدې دلیل هم افغانانو ته بل انتخاب ندی پاته اوس چې دبدلون خبره یوه اړتیا او یو حکم دی ړومبی باید پخپلو نیمګړتیاوو٬ ستونزو او ننګونو پوه شو٬ هغه تعریف کړو٬ هغه ومنو او ورسره ورسره دهغو سره دمبارزې ټینګ او ریښتینی هوډ وکړو٬ داسې نشي کیدای چې دسلیقې سره سم په یوه برخه منښته اوپر بله برخه یې څادر وغوړوو٬ پدې بهیر کې به هرو مرو دې خبرې ته پوره پام نیسو چې که بدلون په پرونیو ګامونو تلل ندی نو دټولو دورانولو په مانا هم ندی که داسې ده نو اوس به دې پوښتنې ته ځواب ولټوو چې څنګه او څه وکړو ؟؟؟

هرڅه له امنیت نه پیلیږی ٬ جوړونه٬ رغونه٬ پرمختلنه او داهرڅه دامنیت ترسیوري لاندې شوني دي خو نن په هیواد کې امنیت نشته او دهرې ورځې په تیریدو یې لمن پراخیږي۰ ددولت وسله وال مخالفین (طالبان- دحکمتیاراسلامي ګوند- القاعده- دنیشه ای توکو دقاچاقبرانو پورې  تړلې وسله والې ډلې اونور ناراضیان)  دبې امنیتئ مسولین دي خو دا هیڅکله پدې مانا نده چې دولتي لوړ پوړی چارواکي ټول سپین چرګان دي او په بې امنیتئ کې لاس نه لری پدې هکله دناتو دعمومي منشي خبره دپام وړده هغه وایي چې دافغانستان دوضعې په خرابولو کې ددولت ونډه له ویره اچونکو لږه نده خوزه په دې باور یم چې افغانستان  دوضعې په خرابیدو کې دنړیوال اییتلاف ونډه هم زموږ له فاسد دولت او فاسدو ترهګرو څه کمه نده٬ د افغانستان دامنیت په خرابولو کې لږترلږه همدا مثلث ( دولت٬ ددولت مخالفین او نړیوال اییتلاف) عمل کوي۰ که دم ګړئ دامنیت په خرابولو کې ددولت مخالفین په ځای پریږدو او داسی وپوښتو چې ولې دولت او نړیواله ټولنه په بې امنیتئ کې لاس لري ځواب به څه وي ؟؟؟   زما په اند خو په بې امنیتئ کې د لوړپوړو چارواکو هغه برخه لاس او تماس لري چې دامنیت په نشتوالي کې دنیشه ای توکو له قاچاقبرانو٬ دخلکو او دولتي شتمنیو ولکه کونکو٬ دوسلو له سوداګرو٬ لویو بډی اخستونکو او همداسې له نورو داړه مارانو څخه ملاتړ کوي او په نتیجه کې خپله غوښنه برخه تر لاسه کوي ددوی ډیری برخه هغه کسان جوړوي چې دنړیوالو او هیوادوالو په ذهنیت کې دبشر پرحقونو دتیري کونکو په نامه پیژندل شویدي چې په همدې دلیل هم له یوه ډاډه امنیت څخه پدې خاطر ویریږي چې ملت ته ځانونه دحساب دورکولو جوګه نه بولی٬ دوی چې دواک  په یوه غټه برخه  خیټه اچولی ده٬ پیسې٬ وسلې اوخلک لري نه پریږدي چې سوله په هیواد کې بسیا شي دبل پلوه دهمدغو چارواکو دشتون له برکته دولت دخلکو دازارپه وسیله اوښتی ٬ ټیټې دولتي څوکئ په اجاره ورکوي او دکادرونو په ټاکلو کې علمي معیارونه په پام کې نه نیسي٬ بډه اخستنه دومره دود شوی چې   کله کله خو پخپله لوړ پوړی چارواکي دنورو برخو مامورینو ته دبډی ورکولو په بدل کې اړ دي خپل کارونه خلاص کړي او ددې په منځ منځ کې ددولت د حساسو ادارو په سرکې دبهرنیو هیوادونواستخباراتي شبکو پورې تړلی افراد چې دهغو په لارښونه داسې کړه اووړه سرته رسوي چې دسولې دبهیر سره ددولت دمخالفینو دیو ځای کیدو خنډ ګرځي۰

خو دا چې په نارامیو کې ملګری بهرنیان لاس لري بیلابیلې انګیرنې شته چې خینې یې په لاندې ډول دي :

۱- په هیواد کې دبهرنیانو دپوځي شتون ګنه ګوڼه لږ تر لږه په امنیتي برخه کې دیوې متفق الرای استراتیژئ مخه ډ پ کړیده٬ که یو هیواد په افغانستان کې لسګونه سرتیري لري همغومره غواړي چې دلسګونوزرو لرونکي هیوادونه یې غواړي دادغوښتنو ټکریو ډول امنیتي تشه منځته راوړې چې ددولت وسله وال مخالفین اودولتي پاټکوال ترې ګټه پورته کوي٬ دبهرنیو ملګرو هیوادو جاسوسي شبکو ددولت په بیلابیلو ادارو او امنیتي څانګو کې داسې استخباراتي غویه منډ اچولی چې لری نده ددولت ټول کارکوونکي ددې اویا دهغې استخباراتي شبکې جاسوسان شي٬ ملي ګټې هیچاته ارزښ نلري دهرچا له خولې پردی ساز او اواز راوخي٬ په افغانستان کې دبهرنیانو دګټو دا ټکر داسې تشه منځته راوړې چې باید په جګړې ډکه شي۰

۲- داسې اوازې او ګونګوسې هم شته چې بهرنیان او په ځانګړې توګه انګریزان او امریکاییان ددولت وسله والو مخالفینو ته پیسې٬ وسلې او خوراکي توکی ورکوي که دا اوازې او انګازې سمې وي نوبیا دبهرنیانو لخوا دامنیت په ویجاړولو کې د بل ثبوت لږ شانته اړتیا هم نه لیدل کیږي۰ په همدې مورد کې دامریکا ددفاع دوزارت دیوه راپور له مخې د۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې ددوی داتیازرو میلو وسلو تري تم کیدل پورتنیو ګونګوسو او اوازو ته دیو حقیقت بڼه ورکولای شي۰

۳-هیوادوالو ته پوره څرګنده ده چې د۲۰۰۵ کال تر پایه هر چا له ویرې او کومې اندیښنې پرته دهیواد ګوټ ګوټ ته سفر کولای شو خو د۲۰۰۶ کال په لومړنیو میاشتو کې ګڼې یوبالقوه جګړه بالفعل پیل شوه٬ داسې خو به نه وي چې دنوموړی کال په لومړنیو شپو ورځو کې زموږ ددولتي مشرانو او نړیوالو دوستانو تر منځ په کومه خبره جوړ جاړی نه وي راغلی او له کبله یې جګړه دفشار دوسیلې په توګه رامنځته شوې وي ؟! داخو به دامریکا دهغه وړاندیز دنه منلو نتیجه نه وي چې کله یې دافغانستان دولت څخه وغوښتل په افغانستان کې داوږ مهال پاته کیدو په خاطر یو دوه اړخیز تړون لاسلیک شی؟؟؟  که داسې وي نو بیا دروان ناورین پړه دچا په غاړه ده ؟ ددولت٬ دانګریزانو او که دامریکاییانو؟ داهغې پوښتنې دي چې افغانان او دافغانستان راتلونکی مشرتابه باید ورباندې له سره غور وکړي۰

دبې امنیتئ ځینې لاملونه اقتصادی دي٬ ددولت لخوا دیو بې خرتې ازاد بازار سیاست تعقیبول هیواد دیو مصرفي اقتصاد په پاڼ ودراوه چې دچا خبره له ستنې ترکفنه پربهرني هیوادونو او په ځانګړې توګه پرګاونډیانو تکیه شو همغه و چې افغانستان ته شوی مالي مرستې ټولې بهرنیو بازارونو اوبانکونو ته ولاړې اویو څه ناڅه چې دتولیدي اقتصاد به برخه کې دلسګونو کلونو راهیسې پانګه شوی ول دلیبرال دموکراتانودهوس په اور کې ایره شول او په پای کې خلک او په ځانګړې توګه ځوانان یا له هیواده تښتي او یا ددولت دوسله والو مخالفینو لیکې پیاوړې کوي۰

دغه ده خبره دبدلون ده  ددې هیلې بریالي پلی کولوته دنوو لارو چارو موندل اوټاکل ډیراړین دي٬ په ازمایل شوو لارو تلل٬ په ازمایل شوو څیرو باور کول دازمایل شوو رانجو بیا ازمایل دي چې له آره دبدلون دمضمون سره په ټکرکې دي۰ که دامریکا دبهرنیو چارو وزیره میرمن هیلاري کلنتون دهالند په کنفرانس کې وایي چې کمکهای مانرا دوبرابرمیسازیم٬ لیکن باید بدانیم که دولت ظرفیت انرا داشته وپاسخګو باشد۰ موږ هم پدې باور یو چې ددولت ظرفیت او کیفیت لوړ لاړ شی او ترهر څه دمخه دبدلون واکسین دفاسد دولت به تن کې تزریق شي۰ ماته له پورتنئ هیښونې سره جوخت دښاغلی خلیلزاد دا ګواښ هم هیښونکی اهمیت لري چې دالجزیرې دتلویزیون دراپورتر سره یې ددوبئ دکنفرانس په ترڅ کې وکړه ۰۰۰ انها(افغانها) خطرهای را پیش روی شان دارند بشناسند٬ انها باید بدانند که صبرجهانیان درخصوص افغانستان درحال تمام شدن است٬ اګر افغانها تصمیم درست اتخاذ نکنند وپیشرفتهای لازم را انجام ندهند معلوم نیست تا چه زمانی حمایت بین المللی از افغانستان ادامه پیدا کند۰۰۰ پدې وروستیو کې دافغانستان په هکله جوړ شوی کنفرانسونه دافغانانو او په ځانګړی توګه دراتلونکي ټاکلی دولت دندې دنوو لارو چارو لټولو او پلی کولو په رڼا کې څوبرابره او دتیر سره په پوره توپیر کې په ګوته کوي۰

نوې لارې چارې به څه وي ؟؟؟

۱- دافغانستان كشالې ته افغانې بڼه ورکول: دستونزو داواریدو لارې چارې دافغانانو په مټ د افغاني ټولنې دفرهنګي٬ سیاسي٬ اقتصادي او ټولنیزو شرایطو پام کې نیولو پر بنسټ وړاندې او پلی شي٬ بهرنئ نسخې به ډیرې ښکلی او ښې وی خو دافغاني ټولنې بستر ورته غوره او مناسب نه وي٬ ددې اصل په رڼا کې دمدیریت او سیاست په ټولو برخو کې له سره کتنه یو اړین کار دی٬ نوی اقتصادي٬ ټولنیز٬ فرهنګي او پوخي سیاست٬ دهغو دډاډه پلی کولو په خاطر نوی مدیریت٬ نوی وسایل اونوې ژمنې څیرې پکاردي۰ که چیرې د بدلون دپاره هم موجودې فاسدې او منفورې ډلې او ټلوالې سینې وډبوي او خدای مکړه دباور وړ وګرځي نه یوازې دا چې به دناورین ړنده غوټه خلاصه نه شي چې هغې ته به دنوو غوټو دورزیاتیدو سترګې په لار هم باید واوسو۰

۲ دپلوماسئ او مصالحې ته دلومړیتوب حق ورکول: د افغانستان له دې اوږدې جګړې څخه یو تاریخي درس او تجربه داده چې جنګ دحل لار نده وینه پر وینو نه پاکیږي نوبیا ولې داور او دوینو واټ پرانستی ساتل کیږي؟ دپلوماسي او مصالحه دناورین څخه دهیواد دراوتلو یوازینی غوره انتخاب دی٬ خو دا  پدې مانا نده چې وسله وال پوځ دې خپله وسله غوړه او وسله تونونو ته وسپاري بلکې وسله هم باید ددپلوماسئ او مصالحې په چوپړ کې وکارول شي هغوی چې مصالحه او خبرې نه مني پر هغوی باید مصالحه دوسلې په زور تحمیل شي ددې خبرې درک چې مصالحه او دپلوماسي پوخي اړخ هم لري داهمیت وړ دی ٬ داچې ښاغلی اوباما یو ځای وایي چې امریکا په افغانستان کې جګړه نه شي ګتلای او بل ځای وایي چې ترهګرو ته زما پیغام دادی چې موږ به تاسې تاراومار کړو په همدې مانا ده چې امریکا او افغانان به دبدلون٬ مصالحې او ددپلوماسئ دشعارونو سره سره به اړ وي دسولې دخوندیتوب په خاطر وسله او زور هم وکاروي۰

۳-همغږي (کوردیناسیون) :  دادبدلون دپروسې دټولو برخو او اړخونو تر منځ دخورا اهمیت وړ اصل دی٬ دادچا دښه نیت او احساس په نتیجه کې منځته نه راځي دې موخې ته درسیدو په خاطر دتیرو کلونو دکړو وړو نقد اوله هغې څخه دواقعیتونو په رڼا کې یوه منظمه داسې استراتژي راایستل چې په غوره توګه داغوښتنه دعمل په ډګر کې پلې کړي٬ دهمغږئ دپاره محور ټاکل هغې ته رسیدل اسانه کوي او دحرکت مخ پر وړاندې بهیر کې نیمګړتیاوې تر ټولو ټیټې کچې ته رسوي٬ دامحور باید دافغانستان ملي ګټې وي او بس۰

۴- یوه مسووله٬ ځواب ورکونکې او خدمتګاره دولتي اداره : د یوې پاکې٬ هیوادپالې او مسلکي ادارې په غیاب کې دسولې٬ ابادئ٬ جوړونی اوخلکو ته دخدمت یوه غوښتنه هم نشي تر سره کیدای٬ فاسده او ککړه اداره دخلکو او ددولت تر منځ دواټن را پیدا کیدو تر ټولو لوی لامل جوړوي٬ همدارنګه کورني اوبهرني مغرضو مرکزونو ته دلاسوهنې زمینه برابروي او دافغانستان په څیر دجګړې نه دسولې لور ته روان هیواد ته دجګړو داغیز دلرې کولو په مخ کې خنډونه او ځنډونه را ولاړوي٬ هغه کسان چې دسیاست څخه دخدمت دوسیلې په توګه نه بلکې دثروت دوسیلې په توګه ګټه اخستل غواړي په اداره کې دفساد دسرچینې په توګه رول لوبوي۰ افغانانو په دي لنډه خو له ستونزو ډکه اته کلنه دوره کې ددولتي ادارې په هکله پر ډیرو داسو شیانو پوه شوی چې دهغې په رڼاکې نور دیوې پاکې او هیواد پالې دولتې ادارې تصور کولای شي٬ دهیواد ډیرې شونتیاوې او فرصتونه دفاسدې ادارې يه تنور کې دودشوې او هوا ته تللی٬ ډیر مو واوریدل که اداره کې فساد نه وای مرستې به ډیرې شوی وای او که لږې هم وای ډیره ګته به ترې پورته شوی وای ٬ زموږ ددولتي ادارې درې ګونې څانګې ناکامې وې داځکه چې له یوې خوا ترډیره بریده غیر مسلکي وې له بله خوا چارواکو واک ته درسیدو څخه موخه ثروت و نه خدمت٬ غوره به داوي چې دخوش باورئ له بستره سرونه راوباسو دهرچا په هره وعده باور کول به له سوځیدو هم وروسته زموږ دخامئ بیلګه وی راشئ دځانونو دډاډه کولو په منظور دولسمشرئ مقام ته دنوماندو څخه وغواړو دخپلې تګلارې ترڅنګ خپله کابینه هم معرفي او اعلان کړي پریږدئ چې بیا داوروسته پارلمان کې تایید شي خو ولس به هم څه نا څه پوه شوی وي چې ولس ته خدمت مطرح دی که دڅو تنو دواک لیونیانو راضي کیدل٬ په دي برخه کې داهمیت خبره داده چې افغانان پریښودل شي خپل مشران پخپله وټاکی او په دولت کې دبهرنیو هیوادونو دجاسوسانو دځای پر ځای کیدو دردوونکې غمیزې ته دپای ټکی کیښودل شي۰

۵- د ستونزو اصلي سرچینو ته پام اړول : دافغاني روان ناتار ریښې له هیواده بهر خړوبیږي٬ موږ ته جګړه او مرګ له بهره رااستول کیږي او دا چې جنګ او جګړه ماران په جنګي وسایلو سمبال دهیواد کلیو او بانډوته راننوځي او دهوایي بمباریو پر وړاندې کلیوال دډال په توګه کاروی او تر ټولو درنده مرګ اوژوبله هم کلیوالو ته وراوړي  که دې جنګ ته په همدې ډول دوام ورکړل شي پایلې به یې همدا وي چې تر داننه وې پدې تاکتیک ګامونه اخستل به هسې دزاړه مالوچ بادول وي او نور هیڅ٬ نوې٬ سمه او اغیزمنه لاره چاره همدا ده چې په نوې استراتژئ کې ورته داسې اشاره شوی پاکستان ته دبنسټ پالنې دمرکز په توګه پام ګرځونه اود ستونزې په اواریدو کې دهغه هیواد دمرستې جلبول او یا دا چې دامریکا ددفاع وزیر وایي ۰۰۰ دپاکستان استخباراتي اداره له ډیرې مودې راهیسې دافراطي بلواګرو سره اړیکې لري او اوس روښانه شوه چې بلواګر پاکستان ته هم ګواښ دي (رابرت ګیتس فاکس نیوز) ددې په څنګ کې دنیشه اي توکو پرضد مبارزې په برخه کې دکرهڼې سکتور ته په نوې استراتیژئ کې ځانګړی پاملرنه ددې استراتیژئ بریالیتوب تضمینولای شي٬ دې مهم سکتور ته دنه پاملرنې له کبله دکوکنارو کر کلی دوخت په تیریدو سره زوز اخلي٬ حقیقت دادی چې یوازې دپوخي او غیر پوخي اړخونو تر منځ نږدیوالی کولای شي دبریالیتوب په لور یون ګړندی کړي اوانډول وساتي٬ دپوځي لګښت څخه سپما اوپه اقتصادي پراختیا دهغو لګونه دخلکو په ژوند کې مثبت بدلون راولي دخلکو او دولت ترمنځ دواټن له منځه تلل دي چې دیو مشروع او ځواکمن دولت له بنسټبزو ستنو څخه شمیرل کیږي په پای کې یو خل بیا تکراروم چې حالات نازک او برخلیک ټاکونکي دي که له تیر څخه دعبرت درس وانخلو ښه راتلونکې به مو نه وي تضمین کړی او دبدلون دتګلارې او دوخت غوښتنو ته به مو سم ځواب نه وي ورکړی۰

 

   بازگشت به صفحۀ اصلی