www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

تاریخ نشر:10.06.2009

دکتور راز محمد پکتین
بوخوم -  المان

افغانستان تل د نړۍ د سترو امپراتوریو
او زبرځواکونو د سیالیو ګرم ډګر وو

زموږ د ګران هیواد افغانستان د ستراتیژیک جیوپولیتیک موقعیت له کبله٬ سترو امپراتوریو او دنړۍ زبرځواکونو هڅه کړی ده چی په دی سيمی باندی تسلط ولري او تر خپل اغیز لاندی یي وساتي. دا حقیقت په ۱۹می پیړۍ کی دبرتانیي استعماری ځواک اوتزاری روسیي تر منځ دسیاسی شخړو او  د شلمی پیړۍ په دوهمه نیمایي کی دنړۍ د دوو زبرځواکونو ترمنځ دسړې جګړې په پېښوکې په ښه توګه څرګندیږی. دغوسیالیو هغه وخت لا شدت وموند چی د ا.خ.د.ګ. د هیواد واګې په لاس کی واخیست او په خاصه توګه کله چی شوروی اتحاد پر افغانستان نظامی یرغل وکړ.  د امریکا متحده ایالاتو له دی موقع څخه استفاده وکړه او په پاکستان کی یي ۷ ګونی مېشت تنظیمونه د پاکستان په مرسته دسلا او بودیجې له خوا سمبال او ټینګ ملاتړیي وکړ. ددی تنظیمونوپه ګټه پراخ تبلیغات پیل شول اودهغوی دپیاوړتیا لپاره یي عربی جګړه ماران چی د مصر او نورو عربی هیوادونو په بندیخانوکی ول، راوایستل او د جګړی لپاره یي په پاکستان کی وروزل او  په منظمه توګه ئې افغانستان ته رااستول چی په لومړی سرکی د عبدالله عزام او ورپسی د اوسامه بن لادن له خوا ئې سازماندهی کیدله. داد ځینوغربی او عربی هیوادونو هماغه د ازادی چنګیالان دی چی همدا اوس هم نژدی ټوله نړۍ په جګړه کی ورسره لاس اوګریوان ده. که دجګړې ماهیت ته سم ځیر شونو دا جګړه په حقیقت کی د امریکا او شوروی اتحاد د سیالیو جګړه وه او زموږ د هیوادوالو دواړه خواوی د جګړې د لمبو د سوون مواد ول چی همدا اوس هم سره له دی چی شوروی اتحادړنګ شوی دی لا په کښی سوځي.

کله چی شوروی اتحاد د ژنېو د لوزنامو پر بنسټ خپل څواکونه له افغانستان څخه وایستل نو د امریکا سیاست په دی ټکی باندی څرخیده چی جګړه نوره هم اوږده شی او  د  ا. خ. د. ګ. حاکمیت د مذهبی تنظیمونو په واسطه د زور له لاری رانسکور کړی. ددی سیاست څرګنده بیلګه په جلال اباد باندی د ټولو تنظیمونو ګډ یرغل وو چی په هغه وخت کی له سختی ماتی سره مخامخ شول او د افغانستان دجمهوریت وسله وال پوځ ځلانده بریالیتوب لاس ته راوړ. له دی بریالیتوب سره سره له بده مرغه دا.خ.د.ګ. دننه هغه مزمن مخالفتونه چی دګوند د مختلفو اړخونو تر منځ تل موجود ول اودګوند په دننه کی ئې دیوه او بل دځپلو لپاره دمبارزې ګرم ډګر ګرزولی وو چې په یوه بڼه د افغانستان د جمهوری دولت او شهنواز تڼی د ډلی تر منځ په وسله وال ټکر  بدل شول چی په نتیجه کی شهنواز تڼی د هیواد پریښودو ته اړ شو او په وسله وال پوځ کی دهغه یوشمیرملګری دکودتا سره د تړاو لرلو په خاطر و نیول شول؛ یو شمیر یي مړه اوځینو ئې خپلې دندې پریښودې چی په نتیجه کی وسله وال پوځ کمزوری او جګړه ایزه وړتیا ئې راټیټه شوه. په پاکستان کی دا کمزورتیا راڅرګنده شوه او د افغانستان دحکومت مخالفینو ته دا مفکوره پیدا شوه چی باید د ټولو تنظیمونو څخه یو شمیر بولندویان او جنګیالی په یوه جلا تشکل کی راټول او یو ځانګړی یو موټی ځواک ځنی جوړ کړی چی د ډاکټرنجیب الله حکومت د زور له لاری را وپرزوی. د همدی هدف لپاره د ټنګ ټانګ د انستیتوت یو شمیر کوماندویانو چی په چراټ کی اوسیدل نوموړی بولندویان او جنګیالان تر روزنی لاندی ونیول (نورالبشر نوید وطن یا کفن ۲۶۸ـ۲۸۰ مخونه) په دی هکله ان داسی ګونګوسی هم موجودی وی چی یوشمیر بولندویان کلیفورنیا ته هم استول شوی ول.  برسیره پردی په پښتونخوا سیمو کی د (۱۶۰) په حدود کی دینی مدرسې پرانستل شوی چی په هغوی کی ئې نه یواځی دینی زده کړی کولی بلکه د اوسنیو پرمختللوعلمی او تخنیکی اساساتو سره یي هم اشنایي پیداکوله.

دډاکټرنجیب الله دحکومت د پرزولو لپاره پورته یادشوي ځواک ته اړتیا پیدا نه شوه او په ۱۹۹۲ کال کی د ملګرو ملتونو د پروګرام پرخلاف د احمدشاه مسعود (چی دغربیانو له خوا ورته د پنجشیر د زمری لقب ورکړل شو)٬ عبدالرشید دوستم (دافغانستان دجمهوریت دوه ځلی قهرمان او د مجاهدینو له خوا د ستر مجاهد او خالد بن ولید لقب ورکړل شو) او د وطن ګوند د یوشمیرکسانو په وجود کی نظامی کودتا ته سازمان ورکړشو. سره له دی چی داکودتا دهغی د سازمان ورکوونکوله پلان سره سم بریالیتوب ته ونه رسیدله، یعنی د احمدشاه مسعود او د وطن دګوند د اجرائيه هیئت د یو شمیر غړو ګډ حکومت جوړ نه شو.  لیکن دی ته یي په کامله توګه زمینه برابره کړه چی دمجاهدینو ډلی په مسلحانه توګه دکابل ښار ته ننوځي چی په نتیجه کی ئې دملګرو ملتونو دسولی پروګرام له ناکامی سره مخامخ کړ. دکابل ښار ته ددی په خپل سر وسله والو ډلوننوتلو سره ددوی ترمنځ دخپل منځی جګړو لمبی داسی بلی شوی چی همدا اوس هم لا د افغانستان ځوریدلی خلګ پکی سوځی. په پښاورکی ځینو جهادی مشرانو د باندنیو ځواکونو په فشار ددی پرځای چی وطن اوخلکو ته د امن د راوستلو اودهیواد د بیا رغاونی په هکله فکروکړی، یوه اوبل ته په څاکیندلوپیل وکړاوهریوه ئې هڅه کوله چی په ډیره چټکی سره ځان کابل ته ورسوی اودکابل په تخت باندی کښینی اوهر یوه ئي زیار ایستلوچی دبدرګی کاروان یي څومره چی ممکن وی هغومره ستروی ترڅوئي ځواکونه له نورو تنظیمونوسره په ښه انډول کی ودریږی.دکابل ښارته ددوی له ننوتلو سره سم په ښارکی کوڅه په کوڅه تنظیمی جګړې پیل شوې چی دجګړو په جریان کی په زرګونو بیګناه وګړوخپل خوږژوند له لاسه ورکړ.دکابل په ښارکی دخلکو په سرونوکی میخونه ټکوهل شول کور٬ مال  ٬شتمنی یي لوټ اوپه سلګونوناوی اوپیغلې بې پته شوې.دوی نه یواځی دا چی د بیا رغاونی او ودانولوهیڅ پلان یي نه درلود٬ بلکه له ځان سره یي چور٬ غلا ٬وحشت او دهشت هم راوړل او د غنیمت ترنامه لاندی یي نه یواځی دخلکو شتمنی چورکړه بلکه دولتی موسسې٬ دهیواد ویاړنې او تاریخ یي هم د نیستی کندې ته وغورځول.دولتی سیستم اوملی اردوچی په ۱۴ کلنو جګړوکی دپولادوغوندی د وخت له سړواوتودوڅخه په بریالۍ توګه راوتلې وه٬ړنګ شول. دکابل ښکلی ښارپه کنډوالوباندی بدل اوښاریان ئې دخپلوټاتوبوپریښودو ته اړشول. په لومړی سرکی ځینو هیوادونو داسی اټکل کاوه چی دیوه یا دوو کلونو په موده کی به ربانی او احمدشاه مسعود مسلط شی اوددوی په وجودکی به په دی سیمه کی خپل تسلط ټینګ کړی. خودا کارونه شواودمجاهدینوخپل منځی جګړونورهم شدت پیداکړاولمن یی په ټول افغانستان کی خپره شوه اودهغوی تورولوخړوټول افغانستان توره تیاره کړاو سیمه ایزی پاچائی اواماراتونه جوړ شول،ودانۍ اوښارونه وران شول،امنیت خوهیڅ وجود نه درلود،په وړو او لویو لاروکی ګام په ګام پاټکونه جوړشول، دخلکوشکول، غلاوې اول اروهنې او د ښځو او پېغلو تښتونه دورځې په عادي پېښو باندی واویشتل. لنډه دا چی دځنګله قانون تسلط پیدا کړ.نورنودافغانستان خلکواونړیوالی ټولنی ددی.

ګډوډیوزغم نه درلود هغه ووچی نړیوالو سیاسی کړیوتصمیم ونیو چی دی وضعی ته تغیرورکړی اودټنګ ټانګ په انستیتوت کیروزل شوی او نور ناراضی کسان ئې راټول او دطالبانو په نوم غورڅنګ غوځنګ ئې ضی کسان ئې راټول اودطالبانوپه نوم غوځنګ ئې منځ ته راووړ.طالبان دسپین بولدک له لاری افغانستان ته راداخل شول اولاندی شعارونه ئې مخی ته کړل:پهټول هیواد کی امنیت تامینول، په افغانستان ته راداخل اولاندی شعارونه ئې مخی ته کړل:په ټول هیوادکی امنیت تامینول، په لاروکی دپاټکونولری کول،عمومی سلاټولول اوکاردکاراهل ته سپارل، دی شعرونودهر افغان په زړه کی ځای ونیواودخلکو له خوا ئې ملاتړ وشو او په ډېره لنډه موده کی دکابل شاوخوا سیموته سلا ټولول اوکاردکاراهل ته سپارل.نوموړوشعارونو هریوه دهر افغان په زړه کی ځای ونیواو دخلکوله خوا ئې ملا تړوشو اوپه ډېره لنډه موده کی له سپین بولدک څخه دکابل شااوخواسیمو راورسیدل.

په پیل کی کله چی طالبانوپه سپین بولدک کی دجهادی قوماندانانوپه خلاف دتوپک ماشې ته لاس واچاوه نوبرهان الدین ربانی خپلو قوماندانانوته هدایت ورکړچی مرسته ورسره وکړۍ.په همدی اساس ووچی په کندهارکی دجمعیت اسلامی مشهور قوماندان ملا نقیب دکندهارقول اردو طالبانو ته وسپارله چی دپرسونل اوسلا له مخی ئی هغوی ښه مجهزکړل اوپه نظامی لحاظ ئی په پښو باندی ودرول. برسیره پردی دهغوی داعاشی لپاره ئی ۸۵۰ ملیونه افغانی کندهارته ورانتقال کړی. طالبانو داسلامی ګوند دیوه قوماندان سرکاتب عطا محمد مقاومت ډېرزر وځاپه اوپه ډیره چټکی سره غزنی ته راورسید ل.په غزنی ددولت له خوا داسلامی ګوند په مر چلونوباندی بمباری وشوه او  طالبانودغزنی شاوخواسیمی دقاری بابا په مرسته پخپله ولکه کی راوستلی اومیدانښارته راورسېدل احمد شاه مسعود دطالبانو د هرکلی لپاره میدانښارته مخی ته ورغی اوبیا ئی په چاراسیا ب کی داسلامی ګوند په مرکزونوباندی ګډ یرغل وکړ. احمد شاه مسعود پریکړه کړی وه چی دطالبانو په مرسته به خپل اساسی سیال (اسلامی حزب) اونورمخالفین له منځه یوسی.وروسته به بیا طالبانوته په دولت کی یوڅه ونډه ورکړی.اوکه هغوی په دی راضی نه شول نوبیا به ئی په یوه منډه بیرته دسپین بولدک له لاری پاکستان ته وشړی.مسعود له دی څخه خبرنه ووچی طالبانوپتییلی وه چی هغه به دکابل ښاربی له ډزاوډوزڅخه هغوی ته سپاری ځکه چی هغوی داسی ځواک ګرزیدلی وو چی ترشائی دسعوی عربستان اوعربی اماراتودپیسوژرندی راسمی وی اودامریکا اوپاکستان له تخنیکی اومعنوی مرستوڅخه هم برخه من وو.همدا سبب ووچی احمدشاه مسعود نه یواڅی دا چی خپل هدف ته ونه رسیده بلکه څه موده وروسته ئی دکابل ښارطالبانو ته دهغوی له اټکلونو سره سم بی له ډز اوډوزڅخه پرېښود. طالبانو د کابل د ښارپه ولکی کی نیولو څخه وروسته د افغانستان د شمالی ولایاتوپه نیولو باندی پیل وکړاوپه ډېره لنډه موده کی ئی دبدخشان اوپنجشېرولایتونوڅخه پرته د افغانستان په سلوکی ۹۰ پخپله ولکه کی راووست. په لارو کی پاټکونه له منځه ولاړل٬ له وسله والو ډلو ټپلو څخه سپکه او درنده سلا ټوله شوه٬ اوډاکتران٬ انجنران٬ پیلوټان او ټانکستان ئی په مولوی٬ ملا او اخوند باندی بدل کړل٬ د بشرد حقونو نورمونه په خاصه توګه دښځود حقونونورمونه ئی داسلامی شریعت په اساس وټاکل.هغه څه چی دوی ونه شوکړای هغه کاردکاراهل ته سپارل وو.

طالبان چی له یوی خوا ئی اسلامی شریعت په دګما تیک شکل سره پلی کاوه له بلی خوا اسامه بن لادین چی دبرهان الدین ربانی په وخت کی ئی افغانی تابعت لاس ته راوړی وو٬ د طالبانوله جګپو ړوچارواکوسره اړیکی ټینګ اوپه ډېره لنډه موده کی ئی هغوی ترخپل اغېزلاندی راوستل او د امر یکا دمتحده ایالاتوله سیاست څخه ئی سرغړونه پیل کړه چی په نتیجه کی دطالبانواودامریکادمتحده ایالاتوترمنځ توره پشی تېره شوه اودامریکا دمتحده ایالاتورهبری طالبانوته پوستین سرچپه واغو ست اوتصمیم ئی ونیوچې طالبان د سیاست له ډګرڅخه لری کړی.د ۲۰۰۱ کال دسپتمبرد ۱۱ نیټی غمیزی دامریکا حکومت دی ته اړکړچی دلوبی ډګرته په څرګنده توګه راووزی او په افغانستان کی ئی دطالبانوپه سنګرونوباندی څواکمن هوائی یرغلونه پیل او د سترو دقیقو په الکترونیکی تجهیزا توسمبالو سلا ګانوپه مرسته ئی دهغوی سنګرونه دړی وړی کړل اوپه کندز کی د طالبانونژدی اته زره جنګیالیان ئی شمالی ټلوالی ته تسلیم کړه.شمالی ټلوالې ددی لپاره چی دهغوډالروپه مقابل کی ئی ښه چوپړکړی وی چی دامریکا له خوا ورکړل شوی وو٬نوهغوی (دطالبانو۸۰۰۰جنګیالی) اوپه شمالی ولایتونوکی ئی په نوم پښتون چی زورئی ورباندی رسیده دطالب په نامه ونیول او په ستروکانتینرونوکی ئی دجوزجان ولایت دلیلی دښتی ته انتقال او دټولوبشری حقونو اوانسانی کرامت دنورمونو خلاف ئی مړه اوژوندی یوڅای ترخاورولاندی کړل چی په دی هکله دنړۍ په حبری اوډله ایزواطلاعاتی خپرونو کی انعکاس پیداکړی اود بشردحقونوملی اوبین المللی سازمانو نوهم په سختوټکوکی غندنه کړی ده. طالبانو دهیواد په سهیلی او لویدیڅو برخوکی دکابل په شمول ټول ښارونه بی له جګړی خوشی کړل او د افغانستان او پاکستان ترمنځ په غرنیو سیموکښی مېښت چی لا تراوسه هم دافغانستان د اسلامی جمهوریت دامنیت په برخه کی سترګواښ بلل کیږی.

د ۱۹۹۲- ۲۰۰۱ کالونو پېښودا په ډاګه کړه چی هغه سیاسی ډلی چی په دی جریان کی په مختلفو بڼو راڅرګندی شوی دی داددی مودی دسناریو ظا هری لوبغاړی دی خوپه حقیقت کی دپردی شا ته لوبغاړودافغانستان څخه بهر پلانونه جوړول اودافغانانوپه واسطه ئی پلی کول. زه په دی باندی باور لرم چی اوس ددی وخت رارسیدلی دی چی ټولی سیاسی ډلې اودولتی شخصیتونه خپل مخالفین دخارجی ټولنوپه غوښتنه په غیر مناسبو نومونو باندی چی یواوبل سره لری کوی او په افغانی ورور ګلوی کی درزونه پیدا کوی، ونه نوموی اودملی یووالی په روحیه داسلامی اوافغانی ورورګلوی په چاپیریال کی له هیڅ ډول سرښندنی څخه ځانونه ونه سپموی څوزموږ کړیدلی او څورېدلی خلک د نوروهیوادونوپه څېرهوسا او بسیا ژوند وکړی.  

 

   بازگشت به صفحۀ اصلی