www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

تاریخ نشر:25.04.2009

دوکتور راز محمد پکتین
بوخوم - آلمان

په ۱۹۹۲ کال کې د ملګرو ملتونو پروګرام چا او څه ډول ناکام کړ؟

کله چې په ۱۹۹۲ کال کې د ملګرو ملتونو د پروګرام پر ضد باندې کرغیړنه کودتا وشوه او قدرت د شمال ټلوالې (د نظار شورا په وجود کې د جمعیت اسلامی تنظیم، د ازبکو قومي قطعاتو، د حزب اله او نصر په وجود کې د وحدت اسلامي تنظیم، سازا او د وطن ګوند یوې ډلې د ببرک کارمل پلویانو ) په لاس کې واخیست، په افغانستان کې ملي، مذهبي او سیمه ایز تضادونه په څرګند ډول راښکاره شول او د دی اور لمبو ته لمن ووهل شوه.  جګړه مارو ډلو د قدرت د غضب څخه وروسته په ډیره بی شرمۍ سره ورور وژنه، چور او چپاول پیل او د انسانی کرامت ټول نورمونه یې تر پښو لاندې کړل او آن د خلکو په ناموس باندې یې د تیري څخه ډډه ونه کړه.

غربي هیوادونو د امریکا په مشرۍ لدې ناورین سره د تائید سر وښوراوه او په دی امید وو چې د یو یا دوو کالو په بهیر کې به د رباني او مسعود په وجود کې امنیت او آرامی ټینګښت ومومي او په تدریجي توګه به په افغانستان کې د دوی د خوښې مشرتابه منځ ته راشي او د سیمې هیوادونو هم چې  ۱۴ کاله یې دا تنظیمونه تمویل کړي وو او په مستقیمه توګه یې دا جهاد رهبري کاوه، هر یوه د خپل هیواد د نفوذ او اغیز لپاره د خونړیو جګړو لمبو ته لمن ووهله چې په پایله کې زموږ ګران هیواد ویجاړ، تاریخي ویاړنې او ارزښتونه مو تر پښو لاندې شول، ملي اردو ړنګه شوه، هغه ځایونه چې د ۱۴ کالونو په بهیر کې روغ پاتې شوي وو د کابل د ښار په ګډون په کنډوالو بدل شول، د بشري حقونو عادي نورمونه هم نه مراعات کیدل، د دولتي شتمنیو په ګډون د خلکو کورونه چور، مال او شتمنۍ یې تالا او کورونه یې ړنګ شول.  خلک به د شپې او ورځې په اوږدو کې د سپکو او درندو وسلو د ګولیو په اور کې سوځیدل او هره ورځ او هره شیبه د مرګ په انتظار کې وو او د ښځو، ماشومانو او سپینږیرو په ګډون په زرګونو افغانانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکاوه او په زرګونو نور  ټپیان کیدل. خو په نړۍ کې هیچا هم په دی بې وزلو خلکو ترحم ونه کړ او دی انسان وژنې ، بی پتۍ او بي عزتۍ ته یې د نندارچیانو په توګه کتل او خبرونه به یې په ډیره عادي توګه خپرول.  سره له دی چې ددی موضوع په بیلو اړخونو باندې په بیلابیلو مقالو او لیکنو کې په هر اړخیزه توګه څیړنې شوي دي خو بیا هم یو شمیر تؤطیې او اوپراتیفي لوبې لا نه دي راسپړل شوي چې زه به هڅه وکړم دلته رڼا ورباندې واچوم.

فاجعه هغه وخت پیل شوه چې په جوزجان کې د میشتې ۵۳ فرقې قوماندان عبدالرشید دوستم او په حیرتانو کې د دولتي امنیت د ۷۰ لوا قوماندان جنرال مومن  د جمهور رئیس او د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندان له امر څخه سرغړونه وکړه.  ددی مسئلې د حل لپاره مرحوم ډاکتر نجیب الله د ګوند د اجرائیه هیئت له غړو څخه یو کمیسیون د فرید احمد مزدک په مشرۍ موظف کړ چې غړي یې مرحوم محمود بریالې ، نجم الرین کاویاني، سلیمان لایق، انجنیر نظرمحمد، مرحوم محمد اسلم وطنجار او مرحوم غلام فاروق یعقوبي ول. برسیره پردی مرحوم ډاکتر نجیب الله د مزار شریف د سقوط څخه مخکې د جنرال نبي عظیمي په مشرۍ یو نظامي هیئت مزار شریف ته ولیږه چې وضع له نیږدې څخه ارزیابي  او مسئله حل کړي.  د همدې هیئت له موجودیت سره سره مزار شریف سقوط وکړ او د دفاع او کورنیو چارو  وزارتونو جنرالان او لوړپوړي افسران یې د هیئت د غړو په ګډون ټول جیل ته واچول او یواځې ستر جنرال نبي عظیمي په ډیر احترام او عزت سره د خپلو باډیګاردانو په شمول په الوتکه کې کابل ته رااستوي.  ما د بلخ د څارندوي د قومانداني له لارې یو شفر تر لاسه کړ چې دوستم نبي عظیمي ته وظیفه سپارلې ده او ورته یې وئیلي دي چې: برو کابل برو ما به کابل می آییم و تو در آنجا تیاري بګیر. نبي عظیمي کابل ته راغې. کله چې د ګوند اجرائیه هیئت ته د رپورټ ورکولو لپاره د جلسې کوټې ته راغې نو له سترګو یې د سمسیارې اوښکې (اشک تمساح) وبهولې.  بیایې د عمومي رپورټ په بهیر کې یوه د پام وړ خبره هم وکړه او هغه دا چې: جنرال مومن میګوید، تا که داکتر نجیب از  رهبر ما ببرک کارمل عذر نخواهد ما او را ایلا [ (رها) ] نمیکنیم. له جلسې څخه وروسته ما له ډاکتر صاحب څخه وخت وغوښت او د هغه دفتر ته ورسره ولاړم.  ما ډاکتر صاحب ته وویل چې ما د بلخ د څارندوی له قومانداني څخه داسې شفر اخیستې چې دوستم ، نبي عظیمی ته وظیفه سپارلې ده چې ځه کابل ته ولاړ شه موږ هم کابل ته درځو؛ ته هلته تیاري ونیسه. ډاکتر صاحب بی له دی چې د شفر په هکله څه ووايي ماته یې په ځواب کې وویل چې نبي عظیمي کارملي نه دی.

د کابل خواته د جنرال عظیمي له حرکت سره سم د دوستم یو شمیر جګړه ماران د سعید کیان د ۸۰ فرقې په مرسته تر سالنګ پورې ځان رارسوي او هلته یې د احمد شاه مسعود لخوا هرکلې کیږي.  کله چې دوی چاریکارو ته رارسیږي د څارندوي قطعات یې مخه نیسي او د دوی تر منځ نښته کیږي.  په دی وخت کې د پروان د څارندوي له قومانداني څخه ما ته شفر رارسیږي چې: د ولایتي کمیټې منشي ښاغلې پاسدار او د احمدشاه مسعود استازې په ولایتي کمیټه کې یو ځای ناست دي او ائتلاف یې کړې دی. موږ څه وکړو؟.  ما هدایت ورکړ چې جګړه مه کوئ او ځانونه وساتئ.  په داسې حال کې چې د دوستم او مسعود قطعات په ګډه سره تر بګرام پورې رارسیدلي وو د مرکزي شورا اجرائیه هیئت تصمیم ونیوو چې ګلبدین حکمتیار او احمدشاه مسعود ته خبر ورکړي چې د وطن ګوند رهبري تصمیم لري چې قدرت د ملګرو ملتونو له پروګرام سره سم يوه بې طرفه کمیسیون ته وسپاري او دوی باید دا پروګرام اخلال نه کړي.  ستر جنرال محمد رفیع ته وظیفه وسپارله شوه چې له ګلبدین حکمتیار  سره په لوګر کې او عبدلاوکیل له احمدشاه مسعود سره په چاریکارو کې وګوري.  جنرال صاحب محمد رفیع ګذارش ورکړ  چې هغه رپورټ په همغه وخت کې د تلویزیون له لارې هم  خپور شو او حکمتیار موافقه کړې وه چې که احمد شاه مسعود کابل  ته داخل نه شي هغه هم نه داخلیږي.  اما ښاغلي عبدالوکیل له احمدشاه مسعود سره د ائیلاف قرارداد امضا کړی وو او وعده یې ورکړې وه چې د مسعو راتګ ته چمتو دی.  په همدې وخت کې د عبدالرشید دوستم او احمدشاه مسعود لخوا د شورای اسلامي جهاد افغان د جوړیدو خبر هم خپور شو.  په داسې حال کې چې دوستم او مسعود د هیواد شمالي سیمې تر بګرامه پورې پخپله  ولکه کې راوړلې، محمود بریالي، فرید احمد مزدک، نجم الدین کاویاني او عبدالوکیل مرحوم ډاکتر صاحب نجیب الله ته ورځي او ورته وايي چې دوستم او مسعود پر تا باندې باور نه لري او تاسي د سولې په لاره کې خنډ یاست.  تاسي له جمهوري ریاست څخه استعفا وکړئ په دی توګه به د ملګرو ملتونو له پروګرام سره سم دولتي قدرت بې طرفه کمسیون ته وسپارل شي او که استعفا ونه کړی نو دوستم او مسعود غواړي په مسلحانه ډَول د کابل ښار ته راننوځي چې په دی صورت کې به د ملګرو ملتونو  د سولې پلان   له ستونزو سره مخامخ شي.  ډاکتر نجیب الله ورته وايي چې دولتي ځواک یواځې همغه ناپیلي (بی طرفه) کمیسیون ته سپاري.  د دوي تر منځ دی مناقشې تر درې ورځو جریان درلود چې نه زه  ورباندې خبر وم او نه هم مرحوم وطنجار .  او که مرحوم ډاکتر صاحب په دی مسئلې باندې موږ خبر کړې وای نو زه په دی باندې باور لرم چې د ملګرو ملتونو پروګرام به د جمهور رئیس او د افغانستان د خلکو له غوښتنو سره سم تطبیق شوې وای.

د ۱۳۷۱ کال د وري د میاشتې په ۲۵ نیټه موږ ته خبر راکړ شو چې په څلورو بجو د مرکزي شورا په ودانۍ کې د اجرائیه هیئت غونډه ده.  ډاکتر  صاحب نجیب الله تشریف نه درلود.  محمود بریالي لایق صاحب ته وویل چې د جلسې اداره ستا په غاړه ده.  د جلسې په پیل کې فرید احمد مزدک وویل چې د دوستم پرسونل په ۱۱ الوتکو کې راوالوتل.  ما له مزدک څخه وپوښتل چې دا پرسونل د څه لپاره راځي؟ هغه ځواب کې وویل چې: دوستم شفر راکړی وو چې: که پرسونل ته  ضرورت لرئ نو زه حاضر یم چې ستاسي مرستې ته یې درواستوم.  موږ له ډاکتر صاحب څخه هدایت واخیست او هغوي هم موافقه وکړه.  مرحوم وطنجار مزدک ته وویل چې ډاکتر صاحب خو وویل چې فرمالیتي لپاره دی محدود کسان راشي.  مزدک ځواب ورنه کړ او غلې شو.  ما لایق صاحب ته وویل چې له دوستم سره موږ تر چاریکارو پورې وجنګیدلو او اوس تاسي دوي کابل ته په الوتکو کې راوړئ، هیله کوم چې اړوندو ارګانونو ته هدایت ورکړئ چې دا الوتکې بیرته مزار شریف ته وګرزي.  لایق صاحب ځواب راکړ چې دا اوس انجام شوې کار دی.   په همدې وخت کې مرحوم یعقوبي چې زما تر څنګ ناست وو پورته شو او ویې ویل: این خیانت بزرګ است او  له جلسې څخه ووت او ولاړ.  له جلسې څخه وروسته کله چې زه دفتر ته ولاړم ډاکتر صاحب ته مې تیلفون وکړ او ځني ومی پوښتل چې د دوستم قطعات مو  د څه لپاره راغوښتي دي؟ څومره چې زه خبر یم دوی غواړي چې دا ځواکونه د څارندوي د قطعاتو په څنګ کې واچوي.  ډاکتر صاحب راته وویل چې: زه به عظیمی ته هدایت ورکړم چې دوي کوه صافي او میدان ښار ته واستوي.  نور نو د همدې شپې جریان چې په ناببره توګه بنن سیوان راځي، ډاکتر صاحب استعفا کوي او د ملګرو ملتونو په دفتر کې سیاسي پناه اخلي، مرحوم غوربندي صاحب پخپل کتاب، نگاهی به تاریخ حزب دموکراتیک خلق افغانستان، کې په مفصله توګه تشریح کړې دی او زه یې تکرار  اړین نه بولم.

د وري د میاشتې په ۲۶ نیټه د سهار په ۷:۳۰ یې موږ ته خبر راکړ چې بنن سیوان غواړي د اجرائیه هیئت له غړو سره وګوري.  جلسه د همدې ورځې د سهار په ۹ بجو د باندنیو چارو په وزارت کې جوړه شوه.  کله چې جلسې ته ورغلو جنرال نبي عظیمی هم هلته ولاړ وو.  مرحوم وطنجار له عظیمي څخه پوښتنه وکړه چې ته دلته څه کوی؟ هغه ځواب ورکړ چې زه ملکرو راغوښتې یم.  فوراً وکیل رامخې ته شو او ویې ویل چې د شپې ډاکتر نجیب استعفا کړې ده.  ددی لپاره چې د قدرت خلا رامنځ ته نه شي باید د کابل د ګارنیزیون د قوماندانانو څخه یوه پوځي شورا د کابل د ګارنیزیون د قوماندان (یعنې نبي عظیمي) تر مشرۍ لاندې جوړه شي چې د قدرت واګې په لاس کې ونیسي او زیاته یې کړه چې بنن سیوان هم موافق دی.  مرحوم وطنجار په ځواب کې ورته وویل که جمهور رئیس استعفا کړې ده نو د جمهور رئیس مرستیالان موجود دي، صدر اعظم موجود دی او د وسله والو ځواکونو وزیران موجود دي، د قدرت خلا هیڅ نه راځي او عظیمي ته یې امر وکړ چې ځه خپلې وظیفې ته ولاړ شه.  عظیمي ځواب ورکړ چې ښه صاحب هر څه چې ملګري امر کوي او ولاړ.  وروسته بیا جلسه پیل شوه.  د جلسې مشرۍ د لایق صاحب په غاړه وه.  لومړی بنن سیوان د جمهور رئیس استعفا او د هغه د مرستیالانو د برطرفي فرمان لایق صاحب ته ورکړل او هغه دا  دواړه پاڼې ولوستلې او وروسته بنن سیوان دری مشخص سوالونو مطرح کړل او هیله یې وکړه چې په دی هکله اجرائیه هیئت خپل نظر څرګند کړي.  پوښتنې په لاندې ډول وی:

۱-   ایا تاسي حاضر یاست چې دی بی طرفې ۱۵ کسیزی شورا ته قدرت تسلیم کړئ؟

۲-  که د بی طرفې شورا به هکله ستونزې پیدا شي بیا تاسي حاضر یاست چې د مجاهدینو شورا ته دولتي ځواک تسلیم کړئ؟

۳-   تاسي حاضر یاست چې د وسله وال پوځ دری وزارتونه  غیر حزبي شي؟

د لومړي سوال په هکله ټولو په یوه خوله وویل چې  موږ حاضر یو چې دی بی طرفی شورا ته دولتي ځواک تسلیم کړو، د دوهم سوال په اړوند له محمود بریالي، فرید احمد مزدک، نجم الدین کاویاني او عبدالوکیل څخه پرته نورو ټولو وویل چې د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې چې هغوی یې مسئولیت په غاړه واخلي موږ حاضر یو دولتي ځواک د مجاهدینو شورا ته تسلیم کړو.  د دریم سوال په ارتباط مو ورته وویل چې دا کار لا پخوا سر ته رسیدلې دی.  د وسله وال پوځ سیاسي ریاستونه (ګوندي سازمانونه) له تشکیل څخه ایستل شوی دی او پر ځای یې د ښوونې او روزنې ریاستونو ته ځای ورکړ شوی دی. 

د جلسې په پای کې د دولتي امنیت د وزارت مرستیالان، یار محمد او باقر فرین، د جلسې ځای ته راغلل او اجرائیه هیئت ته یې ګذارش ورکړ چې د امنیت وزیر غلام  فاروق یعقوبي په خپل دفتر کې ځان وژلې دی او جلسه پای ته ورسیده.

دلته غواړم د هغه څه په هکله چې مرحوم غوربندي صاحب پخپل کتاب کې په ۱۳۲ مخ کې د همدې جلسې په ارتباط لیکلي دي رڼا واچوم.  زه فکر کوم هغه څه چې زما له خولې یې لیکي دي ممکن له یوه بل زماني حالت سره ځیني ګډ-وډ شوي وي. ځکه کله چې د اوپراتیفي قومانداني قرارګاه د وحدت ګوند ته تسلیمږي هغه د ثور د میاشتې ۶ نیټه وه حال دا چې دا جلسه د حمل د میاشتې په ۲۶ نیټه جوړه شوې وه.  نو ځکه هم هغه رپورټ چې زما له خولې یې لیکلې دی حقیقت نه لري ځکه چې ما یواځې د وسله وال پوځ اعلی سر قوماندان ته رپورټ ورکاوه او د اجرائیه هیئت جلسې ته مې هیڅ رپورټ نه دی ورکړی.  خصوصا داسې جلسې ته چې په هغې کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې بنن سیوان هم ناست وي.  خیر په هر صورت ما غوښت چې د غوربندي صاحب سره د هغه په ژوند کې دا مسئله مطرح کړم خو وخت یاري ونه کړه او هغه له دی نړۍ څخه سترګې پټې کړې. خدای دی وبښي.

په هغه وخت کې چې موږ له بنن سره ملاقات درلود، د کورنیو چارو او د دفاع وزارتونو کافی پوځي امکانات درلودل. د کورنیو چارو د وزارت پنځمه  فرقه چې د توپچي او د ټانک مجهز غوندونه یې درلودل، د سروبي ۷ لوا، د لوګر د لویې لارې ساتونکې ۸ لوا په مډرنو او عصري وسلو سمبال او هر ډول پوځي عمل ته د تیارسئ په حال کې ول.  د کورنیو چارو د وزارت منتظره قطعه، د ترانسپورټ غونډ، د وزارت د قرارګاه او تشریفاتو قطعې، د کابل د ښار د څارندوی قومانداني او د کابل د ښار د دوولسګونو حوزو پرسونل د کورنیو چارو د وزیر تر قوماندې لانې د تیارسئ په حال کې ول.  برسیره پردی د دفاع او کورنیو چارو د وزارتونو په وړاندیز او د جمهور رئیس د مرستیال او د اعلی سرقوماندانۍ د درستیزوال په منظورۍ د جبار قهرمان قومي لوا چې پرسونل نې د کورنیو چارو د وزارت په قرارګاه او د کابل د ښار په دوولسګونو حوزو کې ځای پر ځای شوی وو هم د کورنیو چارو د وزیر تر قوماندې لاندې یې وظیفه اجراکوله.  په همدې ترتیب د دفاع وزارت ۸ مه فرقه، د هغه وزارت د قرارګاه مخارې او سیاسنګ د انتقالاتو غونډونه دا ټول د دفاع او کورنیو چارو د وزیرانو تر قوماندې لاندې قطعات وو چې موږ کولای شوای د دوستم قطعات چې د الوتکو په وسیله راغلی ول بیرته د ځمکې له لارې سالنګ ته شړلې وای.  په دی صورت کې به د جګړې د پیل مسئولیت زموږ په غاړه وو او ددی وروستیو ۱۷ کالونو د جګړې او بدمرغیو ګوته به موږ ته نیول کیده او د ملګرو ملتونو د پروګرام ناکامې به هم زموږ په غاړه وه.  په دی صورت کې به دا یوه بله فاجعه وه چې زموږ ګوند او د افغانستان خلک ورسره مخامخ شوي وای.

زه دلته د ګرانو لوستونکو پاملرنه یوې کره کتنې ته رااړوم چې د بی بی سي (BBC) د هغه وخت د یوه کارکوونکي محترم  غلام محمد زرملوال له خوا د ارګ یا مرګ کتاب په ۱۶م مخ کې په هغه وخت کې خپره شوې ده:  د ستم ملي او ببرکي پروپاګندي ماشینونه  د دی لپاره چې د اپریل په توطیه باندې پرده وا چوي، خپل پلونه پټ کړي او د خلکو ذهنونه مغشوش کړي، د رفیع او حکمتیار له کتنې سره سم یې افواهات خپاره کړه چې د لوګر په کتنه کې د دواړو خواو تر منځ پریکړه شوې وه چې حزب اسلامي به د جنرال رفیع، پکتین او محمد اسلم وطنجار په ګډون کودتا کوي.   د افواهاتو خپروونکو په ګیلو او نارو پیل وکړ چې حکمتیار نه غواړي په افغانستان کې اسلامي نظام - یعنې د کارمل، دوستم او مسعود توطیه بریالې شي.

مګر هغوی څو اساسي ټکي هیر کړي وو:

لومړې دا چې جنرال رفیع چې د دولت او وطن ګوند د استازي په توګه له حکمتیار سره حبرې کولې، له هغه نه مخ کې عبدالوکیل له احمد شاه مسعود سره  په چاریکار کې لیدنه کړې وه.  د ستمیانو په پروپاګند کې د وکیل په خبرو هیڅ نه ویل کیدل او په دی هکه یې حتی یو تکې هم په ژبه نه راته.  په دی برسیره برهان الدین رباني هم، چې د نجیب، پکتین، ماڼوکي منګل او وطنجار په غندنه یې ژبه یو ګز اوږده کړې وه، پټه خوله وو.  البته پټه خوله په دی برخه کې ددی لپاره غوره بلل شوې وه چې د دوستم کارمل پروني سړي وژونکي او هیواد دښمنه ستمیان د جناب رباني د قدرت اساسي بنسټ په توګه تشخیصیدل.

په پای کې هیله مند یم چې ښاغلي فقیر محمد ودان ته څرګنده شوي وي چې موږ د مرحوم ډاکتر صاحب نجیب الله تر لارښوونې لاندې د ملي روغې جوړې سیاست ته په بشپړه وفادارۍ سره، د ملګرو ملتونو د پروګرام د پلي کولو لپاره کافي امکانات درلودل او هیڅ ډول انحراف مو نه دی کړې.  او د ګلبدین حکمتیار سره د یو ځای کیدو خبره هغه ډرامه ده چې د شمال ملي ضد ټلوالې (ائتلاف)، د بریتانیې د یوه پخواني ژورنالست سنډیګال او ځینو نورو د وطن او خلکو ضد عناصرو لخوا جوړه شوې وه چې د کودتاچیانو له کرغیړنو اعمالو څخه د افغانستان د خلکو او نړیوالو پاملرنه بلې خواته واړوي.

پای

 

   بازگشت به صفحۀ اصلی