www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

تاریخ نشر:07.05.2009

دوکتور راز محمد پکتین
اپریل ۲۰۰۹
بوخوم آلمان

د ثور د ۷ مې نیټې پاڅون او پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل

سره له دی چې دا موضوع اوس نه د نړیوال سیاست په ډګر کې کوم اهمیت لري او نه هم د افغانستان پیښو ته کومه ګټه رسولای شي ځکه چې اوس شوروي اتحاد ړنګ شوي دی  او په نړیوال سیاسي چاپیریال کې د دوو زبرځواکونو ځای یو زبرځواک نیولی دی.  نو نړیوال اوس دی ته اړ دي چې د نړیوال یو قطبه سیاست ته غاړه کیږدي او د همدې سیاست په رڼا کې د خپل برخلیک په هکله تصمیم ونیسي.  لیکن دا به بې ګټې نه وي چې د هغو پټو توطیو ځیني برخې وسپړل شي او  د تاریخ حافظې ته وسپارل شي.  

په ۱۹۷۸ کال کی کله چی د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند د نورمحمد تره کی په مشری د دولت واګی په لاس کی واخستل نو هغه پخپلو مطبوعاتی کنفرانسونوکی د اسې څرګنده کړه: کله چی  د ثور انقلاب بریالیتوب ته ورسیده نو مسکو او واشینګټن ګوتی په غاښ ورته ونیولې (یعنی هک پک شول)، او په بل ځای کی یی په ډاګه کړه چی، د ثور په انقلاب باندی نه یوکپیک او نه  هم يو سنټ مصرف شوی دی. دا څرګندونی ددی ښکارندوی دی چی د ثور د ۷ نیټی پاڅون د اخ د ګ نظامی سازمان په مستقلانه  توګه سرته رسولی دی چی شورویان حتی خبر هم نه وو. ددی خبری د ثبوت لپاره د ګرانو لوستونکو پاملرنه لاندی ټکی ته را اړوم او هغه دا چی د ګوند نظامی سازمان ته دا هدایت ورکړ شوی وو چی د نظامی عملیاتو په هکله شوروی مشاورین خبر نه شی چی هغوی ممکن سردار محمد داؤد خان ته خبر ورکړي. په دی هکله په نړیواله کچه یوشمیر با خبره او د نړیوال اعتبار وړ سیاستوال هم په دی باندی باور لری چی د ثور د ۷ نیټی په پاڅون کی شورویانو لاس نه درلود. سلیک هر سین لیکی چې: د هغه وخت د امریک خارجه چارو وزیر سایرس وینس څرګندوي چې: ما شواهدی در مورد همدستی شوروی در کودتا نداریم (پشت پرده افغانستان، ۳۷ مخ). او همدا راز په کابل کې د شوروي اتحاد د سفار ت  ک. ګ. ب. مسئول، الکساندر ماروزوف، له خولې لیکي چې: ک. ګ. ب. در اغاز از نقشه کودتای امین بی اطلاع بود و بعدا دریافت که امین بشدت تلاش کرده است تا قضیه به اطلاع روسها نرسد. وی ادامه میدهد: شاید امین میترسید که ما ممکن است مداخله کنیم. (پشت پرده افغانستان، ۳۰ مخ).

د پورتنیو دواړو موضوعګانو په هکله مرحوم غوربندي صاحب په خپل کتاب، (نګاهی بتاریخ ح.د.خ.ا)، کې د سیلیک هریسن په حواله داسې لیکي: مطالعه جزئیات کودتای هفت ۷ نشان میدهد که کودتا در اخرین فرصت  توسط خود افغانها تنظیم شد. او په کابل کی د شوروی اتحاد د سفارت د ک گ ب  د مسئول، ا. ماروزوف له خولی لیکی: ک گ ب بعدا‌ً دریافت کرد که در هدایت امین در مورد کودتا این دستور هم شامل بود که موضوع از روسها جدا ‌ً  مخفی نگاه داشته شود.  (پورتنې اثر ۶۴ او ۶۵ مخونه).  برسیره پر دی ددی خبری بل ثبوت د ک گ ب د هغه وخت د بین المللی استخباراتو د څانګی دیوه با خبره جنرال کالوګین وینا ده چی وائی: د ثور د انقلاب په هکله موږ  د بی بی سی د اطلاعاتو له خوا خبر شوو او په کریملین کی رهبر ان د یوه شوک  په حالت کی وو او یوه ئی هم دا کار نه غوښت ځکه موږ د افغانستان له حکومت  سره ډیرې ښې اړیکی درلودی او په افغانستان کی د تره کی له راتګ  څخه پخوا، ک ګ ب د اطلاعاتو ډیری ښی سرچینی درلودلی او د وزیرانو به کچه ئی اجنټان  لرل. همدا رنګه د شوروی اتحاد د هغه وخت د بهرنیو چارو وزارت لومړی مرستیال گ .کرنينکو څرګندوی چی نورمحمد تره کی ده ته وویل چی د ثور د انقلاب په  هکله موږ نه غوښتل چی: له تاسی  سره مشوره وکړو ځکه که تاسی مخالفت کړی وای نو بیا موږ مجبور وو چې ستاسي د مشورې خلاف مو عمل کړی وای . ددی دواړو کسانو څرګندونی په مستند فلم (انقلاب  ـ سردردی) کی چی د مسکو له تلویزیون څخه خپور شوی، ذکر شوی دی.

 د نور محمدتره کی د لومړیو ورځو له مطبوعاتی کنفرانسو نو څخه مسکوته دا څرګنده شوه چی هغه یو مستقل سیاسی شخصیت دی او ژور ملی احساسات لری او د هغوی مشورو ته ممکن هیڅ غوږ ونه نیسی. هغه وو چی شوروی اړوند ارګانونه دا پریکړه کوی چی  نورمحمدتره کی  باید له واک څخه لری  شی او پر ځای ئی د هغوی د خوښی سړی د واک په ګدۍ کښینوی.  ددی  کار لپاره ئی لومړی د ګوند دننه مخالفتونه راوپارول او د ثور د میاشتی په ۸ نیټه د اخ د ګ په مرکزی کمیټه کی د ببرک  کارمل او حفیظ اله امین ترمنځ په  تشکیلاتی مسایلو باندی مخالفت راپورته شو. څرنګه چی د ثور د ۷ نیټی پاڅون د ګوند د هغه نظامی سازمان له خوا بریالیتوب ته رسیدلی وو چی حفیظ اله امین یې مسولیت  په غاړه درلود نو د ګوند په مرکزی کمیټه او انقلابي شورا کې د هغه نظر او موضعګیري ته زیاته پاملرنه کیدله او زیات ملاتړ یې درلود چې په دی ترتیب سره امین په دی تشکیلاتي مبارزه کې بریالې راووت. همدا سبب شو چې د ۱۹۷۸ کال د مئ د میاشتې په لومړۍ نیټه ببرک کارمل خپلو پلویانو ته هدایت ورکړ  چې: تخریب کنید، تخریب کنید و تخریب کنید.

د دی تخریبي فعالیتونو په اړه حفیظ اله امین ته کافی اسناد او شواهد په لاس ورځي او نور محمد تره کي ته قناعت ورکوي چې د پرچم د ډلې یو شمیر کسان د ببرک کارمل په شمول په بهرنیو هیوادونو کې د سفیرانو په توګه وګماري. په دی ترتیب سره ببرک کارمل په پراګ کې د سفیر په توګه ګمارل کیږي او د خپلې دندې داشغال لپاره د مسکو له لاری پراګ ته ځي. په مسکو کې د لینین په موزلې (آرامګاه) باندی د ګلانو ګیډۍ ږدي او د شوروي اتحاد له ځینو مسئولینو سره یو لړ لیدنې او کتنې کوي چې په د لیدنو او کتنو کې داسې طرحه هم دامنځ ته کیږي چې څه باید وشي چې ببرک کارمل د لومړي شخص په توګه د نور محمد تره کي په ځای د ځواک په ګدۍ کښیني.  ببرک کارمل په دی هکله ټینګار کوي چې: ترڅو چې تره کې ژوندې وي زه دا امکان نه لرم چې د لومړي شخص په توګه کار وکړم. هغه وو چې په ک ګ ب کې د نور محمد تره کي د راپرزولو لپاره داسې پلان جوړیږي چې د خلکیانو تر منځ په خاصه توګه د نور محمد تره کي او حفیظ اله امین تر منځ مخالفت واچول شي تر څو هغه نه ماتیدونکې ځواک چې د دوی په یووالي  کې پیاوړې وو، کمزوری کړي. له پلان سره سم به لومړی د حفیظ اله امین په واسطه نور محمد تره کی له قدرت څخه غورځوي او ورپسې به حفیظ اله امین په اسانه توګه دوی پخپله له منځه وړي. له پورتنۍ سناریو سره سم  د شورویانو په مرسته د تره کي او امین تر منځ په غیر مری توګه د مخالفت سپرغۍ راوالوتې او د ګوند دننه یې یو دبل پر ضد ناوړه تبلیغات پیل کړل او د مخالفت داسې لمبې یې تر منځ بلې شوې چې دواړه پکې ایرې ایرې شول. په داسې حال کې چې دا تضادونه خپل وروستي پړاو ته رسیدلي وو، نور محمد تره کي له هاوانا څخه دراتګ په وخت کې په مسکو کې تم شو او د شوروي اتحاد د عالي شورا د رئیسه هیئت له  صدر بريژنیف سره یې دوه په دوه وکتل.  په دی کتنه کې بریژنیف نور محمد تره کي ته وایي چې حفیظ اله امین غواړي ستا پر ضد توطیه وکړي.  ښه به دا وي چې تاسي تصمیم ونیسئ او هغه لری کړۍ او پر ځای یې ببرک کارمل وګمارئ. د یوه عینې شاهد د سترګو لیدلی حال دی چې نور محمد سره کې ورته وایې چې حفیظ اله امین د ګوند د مرکزی کمیټې او سیاسی بیورو غړې دی، د نوموړي په هکله به زموږ د ګوند مرکزي کمیټه تصمیم نیسي. د تره کي له موضعګیرۍ څخه داسې انتباع اخیستل کیږي چې بریژینف ته یې دا وښووله چې دا زموږ د ګوند داخلي مسئله ده او موږ يې پخپله حل کوو.  په عین حال کې یې حفیظ اله امین ته د مشاورینو له لارې خبر ورکړ چې نور محمد تره کې غواړي ستا پر ځای ببرک کارمل وګماري. د دی لپاره چې حفیظ اله امین باوري شي نو د کریملین په دهلیزونو کې په ځینو افغانانو باندې ببرک کارمل هم ویني چې هغوی بیا حفیظ اله امین ته خبر ورکړي. د شورویانو په مرسته د دوی تر منځ تضادونه ته په پراخه توګه لمن ووهل شوه، تر دی بریده دی تضادونو وده وکړه چې نه پخلا کیدونکې بڼه غوره کړه. په نتیجه کې حفیظ اله امین نور محمد تره کی د ټولو بشري نورمونو خلاف په ډیره بی رحمانه توګه وواژه او په داسې حال کې یې د قدرت واګې په لاس کې واخیستې چې له یوې خوا د نور محمد تره کي له معنوي اوتوریتې، چې په ګونداو خلکو کې یې لرله، بی ترخې شو او  له بلې خوا د ثور د ۷ نیټې د پاڅون وتلي افسران چې په وسله وال پوځ کې یې ښه ملاتړ درلود، په مخالفت کې ورسره ودریدل. په نتیجه کې په ګوندي لیکو او وسله وال پوځ کې چې د دی پاڅون د ساتونکو د ملا تیر یې جوړاوه، د امین په وړاندې ډیر سخت نفرت راوپاریده او نوموړې تر سخت فشار  لاندې وو او ځان یې تجرید شوې احساساوه او په هیچا حتی افغاني اشپزانو یې هم اعتماد نه درلود.

شورویانو دا وضعه درک کړی وه چې نور نو د حفیظ اله امین د راپرزولو وخت رارسیدلی دی او هغه ته یې پیشنهاد وکړ چې شوروي اتحاد حاضر دی چې د ثور د انقلاب د ساتلو لپاره ستاسي مرستې ته نظامي ځواکونه درواستوي.

حفیظ اله امین د دی پر ځای چې په دی هکله فکر وکړي چې پخوا خو هم د نور محمد تره کي په وخت کې په وار وار غوښتنې شوې وی لیکن شورویانو د هغوی ټولو غوښتنو ته منفي ځواب ورکړی وو نو ولی اوس دوی پخپله دا پیشنهاد کوي چې نظامي مرستو ته حاضر دي، په کلي توګه موافقه کوی لیکن  په اول سر کې دا شرط ږدي چې قطعات دی په شمالي ولایاتو کې ځای پر ځای شي. خو شورویانو له دی سره توافق نه درلود. هغه وو چې با الاخره دایې ورسره منلی وه چې کابل ته دی هم راشي.  اګر چې دی موافقې فرمالیټي بڼه درلودله چې شورویان د خپل یرغل مشروعیت ته لار پرانیزي لیکن په حقیقت کې خو یې لا د مخه پلان جوړ کړی وو چې لومړی به د کابل په ښار کې ځای پر ځای کیږي چې د امین حکومت راوپرزوي. په دی ترتیب سره دوی له پخواني پلان سره سم د ۱۹۷۹ کال د دسمبر په ۲۷ نیټه نظامي عملیات پیل کړل او د امین حکومت یې رانسکو ر او ببرک کارمل یې د قدرت په ګدۍ کښیناوه.

په افغانستان باندې د شوروي اتحاد نظامي یرغل په هکله راز راز نظريې موجودی دي چې هر څوک یې د خپلو ملي او سیاسي  ګټو په رڼا کې څرګندوي. ځني سیاست پوهان باور لري چې د شورویانو هدف دا وو چې د هند سمندر او ګرمو اوبو ته ځان ورسوي چې دا یو مسلطه نظر وو  او دی. ځني بیا باور لري چې د شورویانو یرغل د هغه هیواد د ستراتیژیکو ګټو یوه برخه وه چې په ایران کې یې د امریکا د ممکنه مداخلې له ویرې دا کار وکړ. یو شمیر یې بیا په دی باندې ټینګار  کوي چې دا د تزاري روسیې او  انګلستان تر منځ د ۱۹ پیړۍ د سیالیو زوړ پلان وو. ځني یې بیا په دی آند دي چې هدف یې د یوه داسې حکومت منځ ته راوړل وو چې د هغوی د کنترول لاندې وي.

که د پخواني شوروي اتحاد د سمندري ځواکونو پر مخ تللي تخنیک ته پاملرنه وشي نو دابه په ډاګه شي چې ددی تخنیک په مرسته شوروي اتحاد عملاْ د هند په سمندر کې لا پخوا خپل موجودیت تثبیت کړی وو او دی یرغل ته یې دومره ضرورت نه درلود. برسیره پر دی شوروی اتحاد له ایران سره ډیره اوږده ګډه پوله درلوده چې بیا هم په ایران باندې د امریکا د ممکنه یرغل ویره د دی بنسټ نه شي کیدای چې په افغانستان دی یرغل وکړي. او د ۱۹ پیړۍ د سیالیو بڼه بدله شوی وه او ځای یې د دوو سیستمونو (دوو زبرځواکونو) تر منځ سړې جګړی ته پریښودلی وو. په حقیقت کې شورویانو د افغانستان د جیو-پولیتیک موقعیت له کبله نظامي یرغل وکړ ترڅو داسې حکومت منځ ته راشي چې د دوی تر کنترول لاندې وي چې پورتني ټول شواهد د همدې نظریې ښکارندوی دی.

دا د خواشینۍ ځای دی چې نه د افغانستان رهبرانو دا درک کولای شو چې د پردیو د برچې په زور په افغانانو باندې حکومت کول امکان نه لري او نه شوروي رهبرانو دا درک کولای شو چې په افغانستان کې به هغه خال خال مخالفتونه د دوی په شتون کې د غربي نړۍ او د سیمې د ځینو هیوادونو په ملګرتیا په پراخ وسلوال مقاومت بدل شي، او دوی ته به په ډیره لوړه بیه تمام شي.  شوروي رهبران دومره مغروره وو چې د افغانانو په هکله یې حتی د مارکسیزم د بنسټ ایښودونکو نظریو ته هم پاملرنه نه کوله. فریدریک انګلس پخپله یوه مقاله کې چې د ۱۹ پیړۍ په وروستۍ لسیزه کې خپره شوې ده لیکي: افغانان ډیر زړور، پیاوړې او په آزادۍ مین خلک دي. جګړه د دوی لپاره د کرهنې له یو نواخته دندو  څخه د لوبې او هوساینې حیثیت لري او له دولتي قدرت سره ژوره کینه او له شخصي ازادۍ سره ژوره مینه د افغانانو د ستر ملت د جوړیدو به لار کې خنډ ګرزیدلی دی.

اوس باید د افغانستان سیاسي ټولنې او شخصیتونه زموږ د هیواد زړور او پیاوړی ، په آزادي مئین خلک درک کړي او د هیواد او خلکو ګټو ته د لومړیتوب حق ورکړي او په دی باندې باور ولري چې د تاریخ په اوږدو کې بهرنیو هیوادونو د خپلوملي ګټو له لپاره زموږ د ګران هیواد او خلکو ګټې تر پښو لاندې کړي دي او یوه هیواد هم د خدای په جات مرستې نه دي کړي او نه یې کوي او تل د خپلو ملي، سیاسي او اقتصادي ګټو پر بنا  موضعګیري او عمل کوي. د مثال په توګه کله چې د ثور د ۷ نیټې پاڅون بریالیتوب به رسیږي، د دی پاڅون مخالفینو او غربي هیوادونو سم د لاسه تور ولګاوه چې په دی کې د مسکو لاس دی او په عملیاتو کې شوروي پیلوټانو برخه اخیستې ده. حال دا چې د پورتنیو فکتورونو او پیښو له تحلیل څخه دا څرګندیږي چې دا د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند د نظامي سازمان یو مستقل پاڅون وو چې شورویانو نه یواځې دا چې لاس یې په کې نه درلود بلکه ورباندې خبر هم نه وو. برسیره پردی شورویانو نه یواځې دا چې د ثور د ۷ نیټې په پاڅون کې یې مرسته نه ده کړې بلکه د خپلو سیاسي اهدافو د لاس راوړلو لپاره یې ددی پاڅون په ماتې کې پراخه ونډه اخیستې ده. د پورتنیو ذکر شویو پیښو له څیړنې څخه  دی نتیجې ته رسیږو چې:

۱-   د ثور د ۷ نیټې پاڅون یو مستقل حرکت وو چې هیڅ بهرني هیواد مرسته نه ده ورسره کړی؛

۲-  نور محمد تره کی یو مستقل سیاسي شخصیت وو چې ژور ملي احساسات یې د ویښو زلمیانو په غورځنګ  کې د غړیتوب څخه را په دی خوا په ځان کې روزلی وو؛

۳-  د ثور د ۷ نیټې پاڅون عمدتا د شورویانو د توطیو له کبله له ماتې سره مخامخ شو.

په پای کې غواړم دا په ډاګه کړم چې د تیرو تاریخي پیښو د تجربو په اساس په اوسنیو خاصو شرایطو کې د ټولو ملي مترقي سازمانونو، ملي منورینو او ټولو هیوادوالو ملی او اسلامي وجیبه ده چې د نړیوالې ټولنې د امکاناتو څخه په ګټې اخیستلو سره ، په هیواد کې د سولې او امنیت او د بیا رغونې په خاطر د ملي یووالي په فضا کې یوه او بل ته د افغاني ورورګلوي لاسونه سره ورکړي او خپله ټوله پوهه او استعداد په کار واچوي څو یو آزاد، آباد او دموکرات افغانستان د نړۍ د پرمختللیو هیوادونو په څنګ کې ودروي او زموږ ځوریدلي خلک د اوسنیو علمی او تخنیکي پرمخ تللو اساساتو په رڼا کې آرام او هوسا ژوند وکړي.

پای

 

   بازگشت به صفحۀ اصلی