|
||||
د خپریدو نيټه / تاریخ نشر:12.11.2013 |
||||
د خواخوږۍ پیغام په ژورې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې دافغانستان خلکو او د مترقي غورځنګ نه ستومانه کیدونکی مبارز او په ځانګړي ټوګه پکتیکا خپل یو اصیل بچی له لاسه ورکړ، جنرال عبدالوهاب (راز) ددې دنیا نه د تل لپاره سترګې پټې کړې. إنا لله وإنا إليه راجعون په دې وسیله د خدای بخښلي ارواح ښاد جنرال عبدالوهاب راز د ناڅاپي مړینې له کبله خپله غمشریکي او همدردي دده کورنۍ، دوستانو، ملګرو او په ځانګړي توګه د پکتیکا ځوریدلي ولس ته چې یو ځل بیا ددې ملي ماتم په ساحل لاهو شول، وړاندې کوم. ده ته جنت، او دده کورنۍ، دوستانو او ملګرو ته تسلیت او صبر غواړم. خدای بخښلی وهاب راز ما له پینځه کلنۍ را په دې خوا پېژاند، هغه یو منلی، سپېڅلی، زړه سواند، عالم، حلیم، لیکوال، سیاست پوه، په ولس او وطن مین او د عالي معنوي تفکر خاوند و. پرته له مبالغې ویلی شم چې هغه د پاک نفسۍ او پرهېزګارۍ یو با وجدانه او د لوړ کرکتر علي شخصیت و، او دغه ځانګړتیاوې او ممیزات په ده کې هر چا پیدا کولی شول. دا چې ارواح ښاد وهاب راز نن زموږ په منځ کې نشته او د مترقي غورځنګونو په منځ کې یوه لویه تشه رامنځ ته کړې، خو په ډاډ سره وېلی شم چې ګران افغانستان او د هغه شریف ولس خپل اصیل بچیان نه هیروي او د عبدالوهاب راز نوم به هم د نوښتګرو غوځنګونو په تاریخ کې تلپاتې وي. په دې ډول یو ځل بیا غواړم د خپل ټپي زړه ویرجن احساس په خپل شعر کې دده پتمنې کورنۍ او د افغانستان ځوریدلي ولس ته ډالۍ کړم. حسام الدین حسام هالند ۲۰۱۳ د نومبر ۱۲
د وطن بورا ته
د ډک زړګي تسلي چا ته ورکړم
ربه دا زړه د دریدو کله و ***
یتیم وطن کې په ژړا را لو ی شو
ربه دا زړه د دریدو کله و ***
قفس سینه کې زمانې پرتې وې
ربه دا زړه د دریدو کله و ***
زړه یې بوډا، خو وه امسا د وطن
ربه دا زړه د دریدو کله و ***
د مات زړګي یې تل سجده وه ورته
ربه دا زړه د دریدو کله و ***
د قلم اوښکې د زړګي رېنګې دي
د وهاب جان مینه په چا وکړمه
ربه دا زړه د دریدو کله و
|
||||
email:
payamewatan@yahoo.com |
استفاده و نشر مجدد مطالب «پیام وطن» تنها در صورت ذکر منبع اصلی نشر آن مجاز میباشد