عزیز
احمد خوارمل
دملی تړون دویب سایت مسئول

د ملګري شهید ډاکټرنجیب الله د قهرمانانه شهادت ددولسمې کلیزې په مناسبت
 دوطن ګوند لنډ مهاله
تشکیلاتو  مشرتابه هیئت ته  پیغام

تر هر څه نه مخکی دوطن ګونددهیوادپال مشر او ملي شخصیت خدای بښلي ملګري ډاکترنجیب الله د قهرمانانه شهادت په مناسبت خپل د خواخوږۍ پيغام، د هغه ستر اتل شهید درنې کورنۍ، دوستانو او د هغه و همرزمو، هم سنګرو او سرتیرو ملګروته په لاندې ډول سره وړاندې  کوم .

  دوطن  ګوند درنو او مبارزو ملګرو:

ارواښاد شهید ډاکټر نجیب الله د خپلو خلکو او ولسونو دسترو هیلو او ارمانونو یو صادق مشر او د ګران هیواد افغانستان د پرمختګ او ترقی دپاره یوپیاوړی ملی شخصیت، او ویاړلې او پر هوډ ولاړ  مبارز  وو، چې له بده مرغه د هیواد د داخلی او خارجې دښمنانو د بربنډه او ښکاره دسیسو او توطئو په  نتیجه کې په شهادت ورسید. د شهیدملګري  ډاکټرنجیب الله  کارنامی، هلې ځلې،سوله ایزه تګلاره او په تیره د ملي مصالحی  انسان پلوه سیاست  به هغه د تل دپاره لکه د لمر په شان د ګران هیواد، افغانستان، دتاریخ په زړه کې ځلانده وساتي، او هیوادپال افغانان به مدام دهغه په سرښندنه اوځان تیردنه ویاړي.

ښاغلو او درنوملګرو: که څه هم خدای بښلی ډاکټرنجیب الله د وطن ګوند عمومی منشي  په قهرمانانه توګه شهید او د خپلو خلکو او همسنګرو ملګرو له منځه تللي دی  مګر په ریښتونی  او معنوي لحاظ هغه دخپلو هغه انسان دوستانه او ټولنیزو وګړنی  کړنو او سوله ایز دریځ له کبله  په خپلوخلکو او هیواد کې ژوندې دی او د خپل پتمن ولس او شریفو او متدینوخلکوپه زړونو کی تلپاتې ځای لري.  هغه خپل  خوږ ژوند  ترخپل ګران باتور ولس، ترخپلوخلکو او د هیواد د ملی ګټو په دفاع کې ځار کړ، ابدي او تل پاتې نوم یې وګاټه  او تاریخي ویاړ یې ترلاس کړ.  زه  ددی څو کرښوپه لیکلوسره غواړم ووایم چې خدای تعالی ( ج) دی په خپل فضل اوکرم سره، شهید ډاکټر نجیب الله  ته فردوس جنتونه ورپه برخه کړي او دده روح دی تل ښاد وي، او دده ومبارزو او همسنګرو ملګرو او دده دسولی  د لاری  و سربازانو او دسوله ایزه سیاست یعنې د ملي مصالحی پلویانوته دلا بریاو او موفقیتونو هیله کوم .

په درناوی

عزیزاحمد خوارمل

دبیلجیم دهیواد دانتورپين دښار څخه

 
 

>>>