د ډاکتر صاحب نجیب الله او د هغه د ورور احمدزي د شهادت دولسمې کالیزې په مناسبت،
په استرالیا کې د وطن ګوند د لنډمحاله تشکیلاتو د کمیټې پیغام.

د وطن ګوند د لنډمحاله تشکیلاتو د اجرائیه کمیټې او د شورا درنو ملګرو!

ګرانو او قدرمنو ملګرو او دوستانو!

له هغه وخته چې د افغانستان خلکو خپل یو اتل په وطن او خلکو مئین، ستر ملي زعیم، ملي شخصیت، د وطن ګوند مشر، د افغانستان پخوانې جمهور رئیس ډاکتر صاحب نجیب الله او د هغه ورور احمدزي د وطن د دښمنانو په ناوړه لاسونو په شهادت ورسیدل، دولس کاله تیریږي.  مونږ د دی خواشینوونکې پیښې په مناسبت د زړه له کومې د همدردۍ مراتب د هغوی درنې کورنۍ او د هغوی د لارې ملګرو او د افغان ولس بادرده او با احساسه پرګنو ته چې د دی ستری او غمجنې پیښې له کبله دردیدلي او خواشینې دی وړاندی کوو.

د ډاکتر صاحب نجیب الله یاد دی د تل لپاره ژوندی وي

د ډاکتر صاحب نجیب الله تګ لاره او کار نامې د وطن د آبادۍ، سوکالۍ او د سولی د تینګښت په خاطر زمونږ د ګران هیواد په تاریخ کې په زرینو کرشو لیکل شوی دی.

شهید ډاکتر صاحب نجیب الله په افغانستان کې د جګړی د پای ته رسیدو، د افغانانو د پخلاکیدو، د بهر نه د خورو ورو افغانانو د بیرته راتګ، د سولې او امنیت د تینګښت لپاره د ملي روغې جوړې سیاست طرح او هغه یې د ګوند او دولت اساسي کړنلاره وګرځوله، او په دی هکله یې په ډیر قوي عزم او ارادی سره د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې هلی ځلی وکړې.  که مونږ د افغانستان اوسني حالت او کړکیچنې وضعې ته وګورو نو دا راجوته کیږي چې دغه مدبرانه، علما تنظیم شوی سیاست او انساني تګ لاره اوس هم په خپل قوت سره مطرح ده، مونږ اوس هم په دی باور یو چې افغاني لانجه نشي کیدلی د زور له لارې حل شي.

د افغانستان خلک اوس ددی سیاست په حقانیت پوه شوي دي، او د ملي روغې جوړې سیاست د افغانستان د اوسني کورنۍ جګړې د حل یوازینې لاره ګڼي.  او د افغانستان ټول خلک باید د دغه سیاست په رڼا کې د وطن د سولې او آبادۍ لپاره سره یو موټي شي.
 

د وطن ګوند سپیڅلو بچیانو!

د ډاکتر صاحب نجیب الله هیله او ارمان هغه وخت پوره کیدای شي چې ګوندیان د سیاسي ټینګښت په لاره کې فعاله او رغنده ونډه واخلي، نن د ګوند په وړاندې سترې ستونزې پرتې دي، د افغانستان خلک د ګوند فعاله هلوځلو ته سترګې په لاره دي.  د دی لپاره چې دغه ارمان تر سره شي د وطن ګوند د پخوانیو غړو پیوستون لازمي دی.  او هغه وخت رارسیدلې چې یو موټې د وطن د ګوند د کنګرې په لوري ګامونه اوچت کړو.

مونږ په دی باور یو چې د وطن ګوند پراخه غونډه (کنګره) او د هغې پریکړې به وکړی شي چې د وطن ګوند د خورو شویو غړو او جزایرو په یوځای کیدو کې مثبت او هر اړخیز رول ولوبوي.  د دی غونډې رابلل د وخت او زمان غوښتنه ده.  مونږ باید د وطن او خلکو د ګټو په خاطر له خپل منځي اختلافاتو څخه تیر شو او خپلې صادقانه هلې ځلې د دی هدف د سرته رسولو په لاره کې ونه سپموو.

هیله مند یو چې د ډاکتر صاحب نجیب الله د شهادت دولسمه کلیزه د وطن ګوند د غړو د اتحاد او یووالي سبب وګرځي.

په درناوي

په استرالیا کې د وطن ګوند د لنډمحاله تشکیلاتو کمیټه

 

>>>