ګل خان اکبري
نوی ډیلی
26/09/2008

 

بسم الله الرحمن الرحیم

ملي ګټې، د اسلام د سپیڅلي دین احکام
او زموږ د خلکو ویاړلي دودونه

پورته دری ډیر ژور او وسیع مانا لرونکی ترمونه او مفاهیم د وطن ګوند د پروګرام په  اوملیک او د ګوند د مرکزي کمیټې په هغه رپورټ کې چې د وطن ګوند موسسې کنګرې ته وړاندې شو، په یو بنسټیزه لوري ورکونکي پاراګراف کې دا ډول فورمولبندي شوي دي :

زموږ د ګوند د نوې برنامې د طرحې تر ټولو عمده مشخصه له هغو احکامو څخه پریکړون دی، چې زموږ د ټولنې له واقعیتونو څخه پردي دي .  پدې طرحه کې د ګوند موخې له ملي ګټو، د اسلام د سپیڅلي دین او زموږ د خلږ د ویاړلي دودونو سره پوره اړخ لګوي.

د پورته پاراګراف منځپانګه د ټولو هغو بدلونونو بنسټ او بنیاد دی چې وطن ګوند د خپلې راتلونکي کړنلارې لپاره د میزان تله وګرزوله .  دا معیار د کلونو کار او مبارزې له پایلو څخه را ایستل شوی او په پراتیک کې د ازمویل شوي هغو پخو تجربو محصول او نتیجه وه چې د وطن ګوند سلف هغه له خپل جوړښت څخه تر دوهمې کنګرې پورې تر لاسه کړې.

د وطن  ګوند په پوره ملي مسئولیت او زړورتیا خپله تیره پنځه ویشت کلنه وهلي شوې لاره په انتقادي برخورد وارزوله او هغه نیمګړتیاوی چې په ګوند کې د معینو انحرافاتو په  نتیجه کې رامنځ ته شوې وې، هغه یې په ګوته کړې او ټولنې او نړۍ د نویو حالاتو په دقیقه شننه سره له یادی شوو نیمګړتیاوو څخه د سمون لاری ترلاس لاندې ونیوې .  د وطن ګوند د مرکزي کمیټې په رپورټ کې هغه نیمګړتیاوې چې له پورته معیار څخه د کږون په نتیجه کې رامنځ ته شوې وې، دا رنګه ارزولي دي :

      له افغاني ټولنې څخه د پوره پیژندګولوۍ نشتوالی؛

      د ټولنې له وضعې څخه پیکه او کمزوری پوهه او ټولنیزو بدلونونو کې د تدریج د توکي کمه ارزونه . ؛

      د ټولنې علنی او تاریخي واقعیتونه په نظر کې نه نیول؛

      د عامه تفکر او افغاني نشنلزم کمه ارزونه؛

      د سیاسی پخوالي ټیټه کچه ؛

      له ټولنیزو واقعیتونو سره په چلند کې سخت دریځوالي ته کږون او له هغو واقعتونو څخه  په پریکړون سره د ټولنیزې ـ اقتصادي ودی له طبیعی پړاوونو څخه د خیز کږون لرل ؛

      د پردیو تیوریکو حکمونو د وچ کلک پیاده کولو هلې ځلې ؛

      د نورو هیوادونو او ګوندونو د ایدیالوژیکو مبارزو او تاریخ په هکله قرینه سازي . ؛ او . . .

همدارنګه ګوند په نوي طرحه کې واضح کړه چې د ګوند دا کړنلاره د یوه داسې ګوند نه ده چې په انحصاري توګه یې واک په لاس کې وي او یا د هغه د انحصاري لاسته راوړلو لپاره مبارزه کوي .   شهید ډاکتر نجیب الله په ډاګه کړې وه چې :  که چيرې ګوند د ځواک د انحصاري ساتنې لپاره مبارزه کوي، او یا تنظیمونه د انحصاري ځواک لاس ته راوړنې لپاره مبارزه کوي ، دوازه محکوم دي . (له دري څخه ژباړه).  دا ځکه چې، په ټولنه کې د موجودو ډېرو پېچلی مسئلو سرته رسول د یوه ګوند د امکاناتو په چوکاټ کې نه ده او دا ډول ملي بڼه لري چې ټول ملي ـ سیاسی جوړښتونه په ګډه کولای شي هغه سرته ورسوي . په بله معنی ، د وطن ګوند نوې کړنلاره د ګوند لپاره په داسې شرایطو کې د فعالیت کولو لپاره تیاره او تصویب شوه چې ګوند په اپوزیشن ( حتی په اوسنی تیت او پرک حالت) کې واوسي، او د وطن ګوند راتلونکی فعالیت او د مبارزې د ټولو شکلونو او ډګرونو اساسي منځپانګه به له همدې سرچینې (ملی ګټي ، د اسلام سپیڅلي دین او د خلکو ویاړلي دودونو) څخه ښېرازه کیږی . ځکه چې هر ډول سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او فرهنګي فعالیت چی د خپل شکل او محتوی او مضمون په لحاظ لدې سرچینې سره تړاو او وفاداري، او له هغه څخه د ښېرازه کېدو رنګ او خوند له ځانه ونلری، په ټولنه کې د منلو او په خلکو کې د تاثیر او تائید پیدا کولو توان نه لري .

موږ پدې ورځو کې د شهید ډاکتر صاحب نجیب الله د افغانستان  د پخوانی جمهور رئیس او د وطن ګوند د رئیس او د هغه د ځوان شهید ورور احمدزي د شهادت د دولسمی کلیزي د لمانځني په درشل کې یو ټول هغه روښانفکران چې د سیاسي تعصب پرته قضاوت کوي، او د ټولني زیات شمیر خلک دا مني چې :     شهید ډاکتر نجیب الله تاریخ وګاټه .

د تاریخ ګټل په داسې ټولنو کې لکه افغانی ټولنه چې خپلې ځانګړ تیاوي لري او په داسې پیچلي حالاتو کې لکه دډاکتر صاحب نجیب الله د واکمنۍ د دورې حالات، ناشونی ښکاریزي. ځیني کسان لا تر اوسه هم، یا د سیاسی تعصب پر بنسټ یا د تاریخ ګټنې د هغې پوهې، زړورتیا او توان چې شهیدډاکتر صاحب نجیب الله د ټولنې د تاریخ پدې پیچلې ګړۍ کې له ځانه وښود، د نه  پوهېدو له کبله دا نشي منلای چې هغه تاریخ ګټلی دی .

شهید ډاکتر نجیب الله څرنګه  دا ناشونی کار سرته ورساوه؟

د وطن ګوند د ویاړلي شهید رهبر ژوند، هڅه  وهاند او د اندیښنو ریښې ـ  په ځانګړې توګه کله چې د ټولنې د واک چارې ور په غاړه شوې ـ له همدې سرچینې ( ملي ګټو، د اسلام  سپیڅلي دین او زموږ د خلکو دودونو) څخه خړوبه کېدې . هغه  به خپلې ټولې ویناوې او خطابې چې د افغان ولس لپاره یې د سولې، ملي یووالي، دموکراسي ،بيا رغونې او پرمختګ لپاره ورکولې، د خپلو اورېدونکو او ټولنې اندونه په ښه ډول پیژندل او هغه به یې په نظر کې نیول . ټول ارزونه به يې دارنګه وړاندی کوله چې د خلکو پرګنوته دپوهېدلو او منلو وړ واوسي . د اسلام د سپیڅلي دین په احکاموبنأ زموږ د ټولنې تاریخي مسائل، د اوسنۍ وضعې تحلیل او د راتلونکي لپاره د خپلو هڅو او کړو وړو موخې او ډولونه به یې دا رنګه وړاندې کول چې پرګنویې په اوریدلو سره د خپلو مسئلو حل پکې لید او د خپلوۍ احساس یې کاوه.

شهید ډاکتر نجیب الله به لومړی خپلې (د خپل ګوند او واکمنۍ) نیمګړتیاوې، بیا د افغانستان په هکله د ناوړه پلانو لرونکی جوړښتونو او حکومتونو کړه وړه او پلانونه او په پای کی به یې خپل راتلونکي کړه وړه او د ټولو وطندوستانو دندې په روښانه ډول ښوولې . او دا به يې هم په تاکید ویل چې که له حالاتو سره بې مسئولیته چلند وشي، پایلې به یې څه وی؟

هغه شهید پخپلو ټولو څرګندونو، سیاسي اقداماتو او د پرګنو د پوهاوي لپاره رښتیا او په حقیقت بنأ واقعیتونه ویل، کوم چې پخپله یې هم ورباندې باور درلود او د هغه لپاره یې هڅه او مبارزه کوله.  او پدې څرګندونو او هڅو کې یې یوازې د خپل حاکمیت ترجیحات په نظر کې نه ساتل بلکې د ټولنې د ملي ګټو د ساتنې لپاره یې خپل ټول توان او ژوند پکار واچول.

د خلکو پرګنو د هغه تر مشرۍ لاندې حاکمیت او ګوند کړو وړو ته یوازې لدې کبله ښه نه ویل  چې د افغانستان د جمهوري دولت او وطن ګوند کړه وړه و، بلکې هغه یې د خپلو ګټو، ښیګړو او ترجیحاتو په هینداره کې کتل (اوس یې هم د همدې لامله تائیدوي)، د بیلګې په توګه :

                                  د شوروي ځواکونو د وتلو ملاتړ یې لدې کبله نه کاوه چې د افغانستان جمهوري دولت یا د وطن ګوند هم د هغوی د وتلو تکل کړی و یامخالفو تنظیونو د همغوي د ماتې لامل ګرزیدلي و، بلکې د هغوی راتګ او پاتې کیدل یې د خپلو ملي ګټو په خلاف ګڼل.  او د دی معکوس حالت – د شوروي ځواکونو د راوستونکو او د هغو د پاتې کیدلو له پلویانو – سره یې خپل مخالفت ښوولې دی .

                                  د ۱۳۶۸ ل او ۱۳۷۱ ل کال د وري د میاشتې د کودتاګانو  غندنه لدی کبله نه کوي چې د هماغه مهال د حاکمیت په خلاف شوي دي، بلکې لدې کبله چې د دې کودتاګانو سرچینو له پردیو او افغان دښمنه حکومتونو سره تړاو درلود، د هغوي په لمسونه او ملاتړ تر سره کیدې او پایلي یې هم یوازې د افغاني ټولنې د غمیزې د اوږدیدو لامل درلود.

                                  ټول هغه کړه وړه چې د شهید ډاکتر صاحب نجیب الله تر رهبرۍ، ځیرکتیا او زړورتیا ترسره شول لکه سیاسي پلورالیزم، د غیر حزبي حکومت جوړښت، د پارلمان بیا فعالیدل، د آزاد بازار د سیستم ترجیح، مخالفو تنظیمونو ته په قدرت کې د ګډون بلنې، مستقلانه دفاع، د ګوند د سیاست بنسټیز بدلون او هغو آرونو ته په کلکه وفاداري، د ملګرو ملتونو د سولې په پلان کې په ریښتینوالی ګډون، له قدرت څخه لاس اخیستنه، د هغه شهید ویاړلی شهادت او... ټول ځکه د خلکو په زړونو کې ځای لري چې د دوی د ترجیحاتو په هنداره کې له ملي ګټو سره اړخ لګوي او د ملي ګټو د ساتنې لپاره سرته رسیدلي دي .

د تاریخ ګټل پدې مانا نده چې پخپله ټولنه کې سیاسي واک ترلاسه کړي او یا هم د هغه د ساتنې جوګه شي.   که سیاسي واک ترلاسه کول د تاریخ ګټل وای، نو هغه چا چې د ډاکتر صاحب نجیب الله له سیاست او کړو وړو سره یې د کودتا ګانو تر حده مخالفت وکړ او یا هم د وطن ګوند او د افغانستان د جمهوري دولت سیاسي مخالفینو خو په ۱۳۷۱ ل کې هغه تر لاسه کړ لیکن نه یوازې دا چې هغه یې ونه ساتلې شو بلکې د تاریخ  لویه بدنامي یې هم پخپل نوم کړه.

د ډاکتر صاحب نجیب الله تاریخ ګټنه همدا رنګه ده لکه چې غازي شاه امان الله خان تاریخ وګاټه.  هغه هم د واک او وطن پریښوولو ته اړ ایستل شو.  هغه هم ونه غوښتل چې د هغه د حاکمیت لپاره دی د افغانانو وینې پخپل منځو کې تویې شي، حاکمیت (پادشاهي) او وطن یې پریښوول.  لیکن تاریخ یې وګاټه.

شهید ډاکتر نجیب الله دا باور درلود چې وطن ګوند به په راتلونکي کې یوازې د روښانفکرانو یو سازمان نه پاتې کیږي، بلکې یو داسې سراسري ملي ګوند به وي چې په هغه کې به د افغانستان ټول وطندوستان، ملي، دموکرات، مترقي افغانان ځای ولري.  او د دی لامل هم هماغه و چې د افغاني ټولنې په مخ کې پرتې ډیری درندې ملي دندې یوازې په یوه روښانفکري جوړښت پورې مربوطې ندي او یو جوړښت او ګوند د هغو د سرته رسولو امکان او وس نه لري.  له همدې لامله د ګوند د مرکزي کمیټې په هغه رپورټ کې چې د وطن ګوند کنګرې ته وړاندې شو، داسې پوښتنه مطرح شوه :

ګوند د خپلې بیا رغونې په درشل کې دا پوښتنه طرح کوي چې غواړي څرنګه جوړښت و اوسي؟ د همفکرانو یوه کوچنۍ ټولنه یا یو سراسري وسیع ګوند چې د تعین شوي سیاست په عملي کولو سره د سولې د بسیا کولو، بیا رغونې، د وطن د ترقي او د خلکو خدمتګار واوسي.

اوس هم همدا پوښتنه مطرح ده او ټولو سیاسي جوړښتونو – په ځانګړي توګه له وطن ګوند څخه جلا شوو ګوندونو او تشکیلاتو – په برابر کې قرار لري.  که غواړي چې د څو همفکرانو محدوده مجموعه واوسي هغوی کولای شي د ځان لپاره هر ډول په اصطلاح انقلابي موخې او دندې او د هغو د سرته رسیدو لپاره د هڅې وهاند شکلونه وټاکي او په مترقي – انقلابي ترمینولوژي ښایسته تبلیغات ولري او د روښانفکرانو په څو مجلسونو کې ورباندې شپې سباکول او ګرمي سرخوږونې!  ولري.  لیکن د وطن ګوند د وراثت حقدار یا ادامه ورکونکې به هغه جوړښت واوسي چې لومړې خپلو همدې تصویب شوي آرونو ته وفادار وي او د هغوی د کړو وړو تصدیق د خلکو پرګنې وکړي او دی آرونو ته وفاداري او ریښتینوالې له شخصي ژوند څخه تر خپل چاپیریال او ټولنه کې په خپلو کړو وړو ترلاسه کړي.

د شهید ډاکتر صاحب نجیب الله په وینا :

داسې نه چې تخلص یې زحمتکش ایښې وي لاکن د خپلې ټولنې له زحمتکشانو سره بلدتیا ونه لري.

د دی لیکنې سرلیک د وطن ګوند لمن د محدودو همفکرو روښانفکرانو له ټولنې څخه ډیره پراخوي چې په هغې کې ټول هغه قوتونه ځاس پیدا کړي چې په ملي ګټو، د اسلام د سپیڅلي دین په احکامو او د خلکو په ویاړلي دودونو باور او هغو ته درناوی ولري.  په داسې یوه لوی وطني ملي جوړښت کې د سیاست کلتور د پخوالي، د مخالفو نظریو د اوریدلو، بحث کولو او ګډې نتیجې ته د رسیدلو زغم او د ښاغلي کبیر کما په وینا خانه تکاني (کورپاکي) ته زیات ضرورت شته.  او پخپلو کړو وړو کې دا آر همیشه په نظر کې وي :

زموږ د ګوند نوې رغونه په زغرده دا حقیقت راپه ګوته کوي چې د هغه د ماهیت د بیان لپاره د کیڼ او ښي مفاهیم نشي کیدې مناسب وي.  زموږ ګوند د یوې داسې سیاسي مشې درلودونکې دی چې د افغانستان ټولو وطندوستانو او سوله خوښوونکو، دموکراتو، عدالت خوښوونکو او مترقي عناصرو لپاره د ګډې مبارزې ډګر پرانیزي.  زموږ ګوند له هر ډول افراط او تفریط څخه لرې دي.

له همدې کبله او د همدې سیاسي پراخ ډګر په هکله شهید ډاکتر صاحب نجیب الله پخپله اخري وینا (د افغانستان خلکو ته خطاب) کې – چې له نشر کولو څخه یې مخنیوې وشو – خپل نظر دا ډول وړاندې کړی دی :

کولای شو نتیجه ګیري وکړو چې زموږ په منطقه کې د ډراماتیکو جیوپولیتیکو بدلونونو په نتیجه کې، اصولاً د افغاني ټولنې لپاره د سیاسي او اجتماعي تکامل – موندلو یو نوی پړاو رامنځ ته شوی دی او له احتمال څخه لرې نده چې نوي داسې قوتونه چې د افغانستان د خلکو او تاریخ په برابر کې د مسئولیت په احساسولو او واقعبینۍ سره د ټولنې له منځه راپورته شي.

له همدې کبله د خوشحال بابا دا شعر به ډاکتر صاحب نجیب الله په تکرار سره وایه :

څو دی توان رسي په لوی دریاب کې ګرځه
په ویالې کې دی زوال وینم نهنګه

که د وطن ګوند د همدې لویې لمنې د ډکولو تکل کوو، نو ډیره ضروري ده چې د خپل ځان بیا – رغونې ته (د نظریو، عقیدو، باورونو او کړو وړو په هر مشخص تبارز کې) په کلکه پام واړوو.  که موږ تر اوسه نه یو توانیدلي چې د وطن ګوندتیت او پرک تشکیلات د مشخصو لاملونو په بنأ سره ونښلوو او یا په وطن ګوند کې د روښانفکرانو د تفاهم پیدا کولو جوګه نه یو شوي، او تر څنګ یې د خپل ځان بیا رغونې ته کمه پاملرنه وشي او یا داسې روښانفکري برخورد ورسره وشي چې دا د منځنیو پیړیو اندیښنې دي، نو دما په آند:

اګر این مکتب است و...

که دا د لومړنیو پیړیو اندیښنې دي او که د منځنیو پیړیو، همدا زموږ د ټولنې حقیقت دی او موږ نشو کولای او دا حق هم نه لرو چې په ذهنیګرانه ډول له ټولنې څخه پخپله خوښه موډل جوړ او د موجود حقیقت په ځای یې پخپله هم ومنو او نورو ته یې هم د منلو بلنه ورکړو، او یاهم د نورو موډلونه په وچ او کلک ډول د خپلې ټولنې د ډیرو سختو ټولنیزو ریښتینوالو په ځای کیږدو.

د وخت غوښتنه دا هم ده چې د نورو لومړیتوبونو (الویتونو) سره سره د وطن ګوند د په ګوته شوي نیمګړتیاو (له افغاني ټولنې څخه د پوره پیژندګلوۍ نشتوالي – د ټولنې له وضعې څخه پیکه او کمزورې پوهه ...) د پوره لرې کولو یا کمونو هڅو ته کلکه پاملرنه وکړو ترڅو د وطن د ډیر ویاړلي شهید رهبر ارمانونو ته د خوځیدو او رسیدو جوګه شو.

د شهید ډاکتر نجیب الله، شهید احمدزي او د وطن د ټولو شهیدانو ارواوې دی ښادی او د دوي سوله پالونکې ارمانونه دی ترسره شي .     آمین

دا دور به تیر شي زموږ خبرې به شي پاتې
پاکې، پاڅوونکې او غاورې به شي پاتې

نه به شي هیڅکله د تاریخ په خوله کې وچې
مستې، ریښتیندویه، زړورې به شي پاتې

نور سپاره به راشي زموږ پر لیکه میدانونو ته
څه که موږه نه  یو، زموږ غورې به شي پاتې

هر څه به راووځي د تیاره سمندر څنډې ته
زوړ صدف به مات شي مرغلې به شي پاتې

 
 

>>>