په بهرکی دوطن ګوند دلنډ مهاله تشکیلاتو،
په جرمنی کی دهیسن ایالت دسازمان له خوا  دافغان سترملی شخصیت :

ډاکترنجیب الله دشهادت ددولسم تلین په مناسبت پیغام

ګرانودوستانو!

 پدی ورځوکی دافغانستان دتاریخ دځلانده ستوری ، دسولی اوتفاهم دنه ستړی کیدونکی مبارز، دافغانستان دوطن ګوند رییس اودافغانستان دپخوانی جمهوررییس شهید ډاکټرنجیب الله دشهادت دوولس کاله پوره کیږی، دادوولس کاله دافغان ولس لپاره دمشکلاتوڅخه ډک کالونه وو. پدی دوولسوکالونوکی دافغانستان خلکوډول ډول شخصیتوه اورهبران ولیدل چی ددولتی اقتداردنیولوپه هڅه اودهغه څخه وروسته دخپل اقتدارپه وخت کی یی دافغانستان دخلکودغولولواو دخپلو خاينانه غرضونودپوره کولولپاره یی  داسی هلی ځلی وکړی چی دامظلوم ولس یی له پخوالا پسی بدبخت کړ، مختلف لیډران راغلل، دافغانستان دولتی قدرت یی ترلاسه اودخلکو په سرنوشت مسلط شول .  خوداچی ددی لیډرانوغوښتنی دافغان ولس غوښتنی نه وی اودالیډران هم دوطن ګټوته متعهد اووفادارنه وونولدی کبله یی څییری ډیر ژررسوااو د اعتبارڅخه ولویدی . داچی هرانسان شخصیت لری اودشخصیت په وده اوپراختیاکی یی همهغه محیط چی دی پکی ژوند کوی غوڅ رول لوبوی، لدی کبله دهرشخصیت دڅرنګوالی په باره کی ترټولولومړی دهغه محیط اوچاپیریال خلک قضاوت کولای شی اوبالخصوص که داشخصیت یوسیاستمداروی نودسیاستونو په هکله یی هم همداولسونه دخپل قضاوت  په لابراتورکی دتحلیل اوتجزیی حق لری . ډاکټرنجیب الله هغه سیاسی څیره ده چی افغان ولس یی هیرولی نشی . دی دخلکو په منځ کی دیوه صادق ، مدبر، مبتکراوپوه سیاستوال په نوم دخپل شهرت هغی اندازی ته رسیدلی چی ډیریی دیوه نابغه اوډیریی دافغانستان دآزادی دستوری شاه امان الله سره همردیف بولی .

 دافغانستان دولس مختلف اقشارپه مختلفو ډولونودخپل وطن دی سترشخصیت ته درناوی کوی . څوک یی زیارت ته ورځی په زیارت یی ګلان ږدی ، څوک دلمانځه اوعبادت وروسته دجنت الفردوس غوښتنه ورته کوی ، څوک یی په شعرونوستایی اونور.

   خومونږدده دلاری دپیروانوپه صفت پداسی حال کی چی دده روح ته دعاکوو اوبرین جنت ورته دلوی خدای څخه غواړو، پدی باوریو چی ددی سترشخصیت روح هغه وخت آرام اوښاد کیدای شی چی دده دآرمانونو دپوره کیدولپاره له سره فکروشی، دافغانستان دخلکولباره دیوه آرام، دسولی ډک اوخوش بخت ژوند فضاتامین شی اودایوازی اویوازی هغه وخت ممکنه کیدای شی چی دملی مصالحی دسیاست څخه دافغانستان دکشالی دحل اوافغانستان ته دیوه خپلواک هیواد په څیردهویت دبیاورکولولپاره خلاقه ګټه پورته شی .

  دانوهغه څه دی چی په انفرادی توګه نشی کیدای اویوه منظم تشکیلاتی اونه ستړی کیدونکی کاراومبارزی ته ضرورت لری اوپه خاصه توګه هغه څوک چی لاتراوسه هم دملی روغی جوړی سیاست ورته دافغانستان دکشالی اوپه منطقه کی دتشدد اوجنګ دختمیدو لپاره یوازینی سیاست بریښی، دی ته رابولی چی خپل سلیقوی اختلافات پریږدی اوپه پراخ نظر او دیوه افغان په صفت دافغان ولس په ګټوفکروکړی .

دډاکټرنجیب الله روح دی ښاد وی !

 
 

>>>