محمود هوتک ـ کابل
یولنډ پیغام

دولس کاله وړاندې دافغانستان پخوانی ولسمشر او دوطن ګوند بنسټ ایښودونکی دهغه دځوان او تاند ورور احمدزي سره یو ځای دهیواد د خپلواکئ٬ پرمختګ او د سولی د دښمنانو د یو ګډ پلان په پای کې په شهادت ورسیدل٬ د نجیب الله وژنه په بربنډه توګه دهیواد پر راتلونکې او د خلکو پرهغو هیلو یرغل و چې نجیب الله ته په زړونو او سرونو کې ساتل شوی و٬ حقیقت دا دی چې زموږ غلیمانو نشوای زغمل چې راتلونکی افغانستان دې دنجیب الله په څیر یو مدبر٬ متفکر٬ خوله ور او زړه ور مشر ولري٬ داچې افغانانو تر هغه دمه څومره نجیب الله پیژندلی و خو د افغانانو دښمنانو نجیب الله  او راتلونکی افغانستان ته دهغه پر اهمیت ښه پوهیدلی و او په همدې دلیل یې هغه په ټوله هغه موده کې چې په کابل کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې یې پناه اخستې وه زموږ د لیرو او نږدې دښمنانو د ټینګې او پر له پسې څارنې لاندې و تر هغه یې چې دهغه د وژلو فرصت تر لاسه کړ.

نجیب الله د ګوند او سیاسي واکمنۍ د تیرو کلونو د کړنو او اندونو د نقد محصول دی٬ هغه په ګوند او دولت کې د نوی سیاسي بهیر او تفکر سر وتلی مشر او لارښود و٬ نجیب الله په دقیقه توګه ځانته د راستنیدو نوښتګر او مخکښ و٬ نجیب الله د فکر او عمل د ډګر غښتلی سیاسي٬ زړه ور او هیواد والو ته د نیکمرغه ژوند د لوړ احساس درلودونکی شخصیت و.

ډیر زامن به افغاني مورګانې راوړي
را به نه وړي نه نجیب نه احمد زی بیا

نجیب الله یو سیاسي شخصیت و٬ دهغه تلپاتې والی دهغه په تلپاته کړنلاره کې نغښتی دی٬ ملي روغه جوړه زمونږ د هیواد اړتیا٬ زموږ د خلکو د زړه آواز او زموږ د ټولنی واقعیت دی٬ خبری اتری٬ پوهاوی او ملي وفاق کولای شي افغانان د روانې کشالې او فاجعې څخه وژغوري چې دا ټول د نجیب الله د نامه سره تړاو لري. نن که څو لنډ اندي او بې خاصیته د چا خبره روښانفکران د دې واقعیت نه پر څنګ تیریدل غواړي خو سبا به یې د لحد پر تیږه دسر د لګیدو وروسته خامخا دې واقعیت ته پام شي.


دوطن ګوند درنو ملګرو !

دتاسو د وطن حالات ډیر نازک او خطرناک دی، د جهل او جعل زامن دهغه په برخلیک د هر راز لوبې کولو څخه نه ډاریږي او نه شرمیږي٬ هغوی چې په ډانګ او ټانګ باور لري یوازې ددې وطن په چورولو فکر کوي. د وطن د مور سترګې دتاسو او نورو زړه سواندو هیواد پالونکو پر لور دی٬ راشئ چې د هیواد د مور د خلاصون په خاطر٬ راشئ چې د کونډو او یتیمانو د اوښکو د پاکولو په خاطر٬ راشئ چې د جهادي مافیا څخه د هیواد د لور او ناوې د خلاصون په خاطر پخپل ګوند راټول شو او د هغې د کنګرې د راغوښتلو د بلنی څخه په ملاتړ د خپل سیاسي پراخه کور په رغولو کې خپله ملی او تاریخي ونډه سرته ورسوو. موږ یوازې له همدې لارې کولای شو له یوې خوا د نجیب الله روح خوشاله کړو او له بلی خوا خپل مسولیت او رسالت د خلکو او هیواد پر وړاندې سرته و رسوو.

تلپاتې دې وي د شهید نجیب الله یادونه

نجیب الله٬ وطن ګوند او ملي روغه جوړه زموږ ارزښتونه دي

 

 

>>>