|
|
د
افغانستان پخواني
جمهور رئيس ډاکترنجيب
الله د شهادت د
دولسم تلين په مناسبت،
د سولې او افغاني هويت د ساتنې په لار کې دهیواد سرلوړې اتل او نوميالې شهيد ډاکترنجيب الله د نړۍ هيښونکي شهادت دولسم تلین په مناسبت له پاک خدايه د هغه ارواح ښاده غواړو، افغان ولس، د سولې نړېوالو فعالينو او په ځانګړې توګه د هغه درنې کورنۍ او ټولو افغانانو ته، تسليت وايو. همدارنګه غواړو څرګنده کړو چې د شهيد ډاکتر نجيب الله د ملي روغې جوړې سیاست د افغانستان له کړکیچن حالت څخه د وتلو یوازینې معقوله د حل لاره او بنسټ ګڼو؛ او په دې توګه ټولو سوله خوښوونکو ځواکونو، سياسي او ټولنيزو هیوادپالو ګوندونو او سازمانونو ته وړانديز کوو چې د ملي روغې جوړې د انساني ارزښتونو په رڼا کې، سياسي او ټولنیز خوڅښت منځ ته راوړي او د ملي يووالي او پوهاوي په لور دی ټینګ او صادقانه ګامونه پورته کړي. هیواد او زموږ سيمه د نړيوالو جګړه مارو شبکو د بې مسؤليته وژونکو سياليو د ليونتوب په بی ساري ډګر بدل شوي چې په یوه تحلیل کې دا اندییښنه منځ ته راوړي چې سیمه او نړۍ به په وحشتناکه توګه د اتومي وسله والې جګړې د ناورین د خطر سره مخامخ کړي. په هیواد او سیمه کې د هرې ګړۍ مخ په زیاتیدونکي تاوتریخوالي په پام کې لرلو سره، زموږ آند دا دی چې، نن تر هر بل وخت نه دی ته اړ یو چې د ملي روغې جوړې مفکورې ته (چې د شهید ډاکتر نجیب الله په مشرۍ د افغانستان د دولتی تګلارې په توګه مطرح او وړاندې شوې وه) مراجعه وکړو. او دا ځکه چې، د نننۍ لانجې اساسي لامل د ملي مصالحې د سیاست نه پلي کیدل دي. د همدې غوره او انساني سیاست د ارزښتونو په رڼا کې، د افغانستان ملي دريځ ګوند د سولې او ثبات لپاره مبارزه د لومړیتوب وړ بولي. په درناوي دملي دريځ ګوند Meleydareez@hotmail.com |