|
|
د زړونو پاچا
تل به اوسې، تل دی اوسې په فکرو کې
ای
خوږ ژبیه، ای استازیه د سپرلیو
انګیرنې او خبرې دی لا اوس هم
ستا د غږ پژواک لا مړ نه دی اتله
ای سرمسته ساقي بیا را پیښه وکړه
ډیر وګړي ستا په تمه چې به راشې
ما مسجد او میخانه کې دی لیدلي
ستا د صفت ګلونه
ډیر دي، زه حیران یم
چې «نجیب» راته څوک وايي ویاړنې شم |