نجیب الله شفقیار

د ډاکتر نجیب الله دشهادت د دولسمی کالیزی په مناسبت :

د نجیب الله شهادت دهیواد د تاريخ ستره حماسه

دافغانستان دپخوانی جمهور رییس او د وطن ګوند د پخوانی مشر شهید ډاکترنجيب الله دشهادت له غمجنی پیښی نه دا دی ۱۲ کاله تير شول. د افغان د هغه زړور او سرتیری وطنپاله بچي د خواخوږو لپاره د دغی توری ورځی ياد ډیر دردونکې دی چې بايد  له دی امله خپلو ټولو وطنپالو، حقپالونکو او باشرفه هيوادوالو، د وطن ګوند ميړنوغړو په تيره بياد هغه شهيد درنې کورنۍ ته د زړه له تله، تسليت، همدردۍ او خواخوږۍ څرګندوم .

 ۱۲ کاله وړاندې کله چې زموږ د هيواد، خلکو، سولی او د نيکمرغي بهرنیو او کورنيودښمنانو دیوه پراخ پلوه پلان او سازش له مخی ډاکترنجيب الله د ټولو انسانی او اسلامی قوانينو او منل شوو نورمونو خلاف د طالبانو په لاس په دار وخیږاوه، داسی  یی وانګيرله چی ګني  ډاکترنجيب الله، د هغه نوم، د هغه لاره، د هغه مل لارويان یی د تل لپاره نیست او نابوده کړل. مګر دادی د تاريخ د ژوندیو شواهدو له مخی، د دوي د ګمان پر خلاف دهری ورځی او هرکال په تيریدو سره د هيواد د اتل نجيب بچي د لوړ شخصيت درناوې، د هغه د غوره کړنلاری حقانيت او وطنپالنی او له خپلو خلکو سره  صداقت هنداره  لکه د لمر په شان روښــانه کیږي، دخلکو په زړونوکې ځای نیسي او ددی خلاف د شهيد نجيب الله د دښمــنانو مخونه لا توریږی او د هغوی ناپاکې هيلې  یو په بل پسې د تاريخ په نه تميدونکي سمندرکې په اوبولاهوکیږي .

لری نده چې دشهيد نجيب الله یو شمر دښمنان به هم په خپلوګناهانو اعتراف او ددوی په اند به لږ تر لږه له خپلوا وږو  نه د خپلو ګرمتياو دروند پیټی لری کړي (لکه چی همدا اوس هم ډیر نوي حقايق په دی هکله راڅرګند شويدی). کله چی موږ اوس د تاريخ بهير ته ګورو نو زموږ هغه باور او تصور چې د نجيب الله شرافتمندانه، نجيبانه او صادقانه ژوند او ان د هغه مړينه د سترو اتلانو او نيک اندو نوميالیو په توګه  د تاريخ  له حافظی نه  نشي لری کیدای، په یوه ستر واقعیت بدلیږي .

که دنجيب الله فزيکي نشتوالې زموږ او ټولو شرافتمندو هيوادوالو لپاره خواشينونکې دی، خو د هغه په ژوند او مړينې، مبارزې او تکل، ارادی او ميړانې او د ژوند په نورو نيکو خصايلو باندی د هغه دکورنۍ د غړو، د ملګرو او هيوادوالو په توګه ویاړو او نازیږو، ددغه ستر اتل شهيد شخصیت ته د درناوي سر ښکته کوو او پاک روح ته یی دعا او درود ډالۍ کوو.

 

 

>>>