www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

تاریخ نشر:09.02.2010

په ډیره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د پښتو ادب ځلانده ستورې، منلې او ښاغلې انقلابي شاعر او سیاسي شخصیت، اجمل خټک، د ورپیښې ناروغې له امله د پنځه اتیا کلنې په عمر کې له نړۍ څخه سترګې پتې کړې او لر و بر پښتانه یې خپل د مړینې په ویر کښینول.

اناالله و انا اليه راجعون

اجمل خپل د ژوندانه په اوږدو کې د عملي سیاسي هلوځلو تر څنګ پښتو ادبي نړۍ ته د قدر وړ او نه هیریدونکي خدمتونه ترسره کړل او د غوره شاعرانو او لیکوالانو په لیکه کې یې د ځان لپاره ځانګړې او تلپاتې ځای خوندي کړ. په حق او دعوا سره وئیل کیدای شي چې اجمل خټک د ولس او خلکو شاعر  و.  د اجمل په نغمو او  لیکنو کې د پښتون ولس د کړاوونه، دردونه او ناخوالو انځور په راڼه توګ کښل شوې او د تاریخ په یو ځانګړي پړاو کې د پښتني ټولنې د حالاتو استازیتوب کوي.  هغه سره لدی چې د شوق او آرمانه ډک زړه خاوند و خو د پښتنو د ناخوالو په پام کې لرلو سره یې سوکاله ژوند او دنیوي عیش و آرام پر خپل ځان حرام بلل، لکه چې پخپله يې وئیل:

چې مې د مور د سر پړونې لا تار تار پروت دی
زه به د مستو لوپټو خوبونه څه ووینم

موږ، د «وطن پیغام» کاري ډله، د ارواښاد اجمل خټک مړینه د سیمه ایز سیاسي ډګر او پښتو ادب نړۍ ته یوه لویه ضایعه بولو او د نوموړي درنې کورنۍ، دوستانو، خپلوانو او د نشل عوامي پارټۍ غم شریکو غړیو ته د زړه صبر غواړو او د غم په دی ګړۍ کې خپله ژوره خواشینۍ څرګندوو.

د «وطن پیغام» کاري ډله

 

 

   کورپاڼه | صفحه اصلی  

email: payamewatan@yahoo.com