www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

د خپریدو تیټه / تاریخ نشر:24.07.2010


عتیق پاڅون

د افغانستان اوسني حالت ته یوه هر اړخیزه کتنه

سیاسی حالت :

په هیواد کې سیاسی وضعه ډیره بی ثباته آو د اطمینان وړ نه ده. د هیواد خارجی سیاست د بهرنیانو آو مخصوصاً امریکاییانو تر کنترول لاندې ده، په داخلی وضعه باندې په مجموع کې اسلامی احزاب، او به تیره بیا د برهان ا لدین ربانی متحده ملی جبهه آو د نظارشورا حاکمیت لري. عام خلک له وضعې نه زښته زیات ناراضه آو له دوامداره جنګ، مرګ ژوبلې آو خرابیو سره ډیر په تکلیف دي.

(د پارالمان د انتخاباتو په درشل کې د افغانستان په تلویزیون کې یو خبر خپور شو چه د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی د راتلونکو پارالمانی ټاکنو د پاره د مجاهدینو له مشرانو سره مشوره و کړه آو د دې مشرانو نومونه یې په ډیر درناوښت سره واخستل لکه «پروفیسور استاد عبدالرب رسول سیاف»، «حضرت نورالمشایخ صبغت اله مجددی»، «پیر سید احمد ګیلانی»، «پروفیسور استاد برهان الدین ربانی».......... څرنګه چه هیوادوال له دې ساخته ګی رهبرانونه د دوی د اعمالو له امله ډیر نفرت لري نو دوی له کرزی صاحب نه ډیر خفه آو نا امیده شول).    

له د باندې نه زمونږ دوه ګاونډيان ایران آو مخصوصاً پاکستان زمونږ د هیواد په د نننیو چارو کې ډیره زیاته لاسوهنه کوي. پاکستان له یوې خوا طالبانو ته نظامي روزنه، پیسې، وسلې آو جنګي وسایل ور کوي آو هغوی په افغانستان کې جنګ آو ورانکارۍ ته هڅوي آو کوشش کوي چه جنګ په افغانستان کې تازه آو دوامداره و ساتي، له بلې خوا د افغانستان له جنګه دا ده دا څو لسیزې سیاسی، نظامی، استراتیژیکه آو اقتصادي ګټه پور ته کوي یعنی د افغانستان په جنګ باندې ډیر ښه تجارت کوي آو د عوامو په اصطلاح د افغانانو کورنی جنګ د پنجابیانو د پاره عجیبه یوه ښه «ګاو شیری» ده آو هغه یی په هیخ صورت له لاسه نه ور کوي. پاکستان له امریکا نه د افغانستان د جنګ په پلمه په ملیونونو ډالره تر لاسه کوي آو په دې وروستیو کې یی یوه بله دوه اړ خیزه لوبه هم پیل کړې ده هغه دا چه د پیسو په بدل کې د طالبانو لوړ پولي قوماندانان آو د تمرکز آو قوماندې مرکزونه امریکایی چارواکو ته ورپه ګوتوکوي څو یی هغه بمبارد آو نا بود کړي.

افغانستان چه خپل لاس آو پښې یې د دیورند په موافقه لیک سره تړلي دي آو له اقتصادی مخصوصاً تجارتی نظره په دواړو ایران آو پاکستان پورې تړښت لري هیڅ هم نه شي کولی. له بلې خوا پاکستانی حاکمه حلقاتو آو مخصوصاً استخباراتو د پښتونستان په ټولو سیمو کې په تصنعی شکل د طالبانو تحریک په وجود را وستلی تر څو د پښتنو په سیمو کې د بشپړ کنترول د تأمینولو په منظورد نظامی عملیاتو د پر مخته بوولو د پاره آزاد لاس و لري. د دوی نهایی هدف دا ده چه په پښتنو کې د ملی مقاومت آو خپلواکۍ روحیه کاملاً له بینه بوځي آو د پښتنو په سیمو کې عام آو تام حاکمیت تامین کړي.

په ایران کې د افغان کډوالو د بند آو ډیر نا روا آو وحشیانه وژنې موضوع افشا شوه چه د ایران آخُندانو

په کلونو کلونو افغان بیچاره آو بیګناه کډوال وژل آو وژلی یی وه. خلکو په پلازمینه کابل کې په دې اړوند زیاتې مظاهرې و کړې آو له افغان دولت نه یی د خپلو اتباعو د ژوند آو حقوقو د اعادې آو ساتنې غوښتنه و کړه.

مګر اصلی واقعیت دا ده چه افغانان له یوې خوا فقیر آو بې وزلی دي آو له بلې خوا بې علمه، بې سواده آو بې پوهې، په خپلو کې سره بې اتفاقه آو په جنګ کې اخته دي، لکه څرنګه چه مخکې مو اشاره ور ته و کړه د دیورند د کرښې له امله له اقتصادی نظره په ګاونډیانو پورې تړلي دي نو تر هغو چه مونږ له دې لعنتي کرښې ځان خلاص نه کړو آو آزاده اوبو ته لار خلاصه نه کړو هغه دواړه (ایران آو پاکستان) آو نوربه هرو مرو همداسې کوي آو و به یی کوي.

اقتصادی وضعه:

په هیواد کې فقر، بد بختی آو بیوزلی له پخوا نه هم لا ډیره زیاته شویده، په اقتصاد کې دولتی سکتور ضعیفه آو د هیواد اقتصاد اغلباً د خصوصی سکتور له خوا اداره کیږي، خصوصی سکتورد ډیرو محدودو پانګه والو آو یو څو نفرو جنګی لاردانو په لاس کې ده چه هغوی ټول خپله پانګه په روبنایی پروژو کې مصرفوی چه ژر حاصل ور کړی آو ریسیکو (خطر) یی کم وی لکه بانکونه، د واده سالونونه، د اوسیدنې کورونه آو داسې نور، دولت آو خصوصی سکتور په بنسټیز(زیر بنایی) اقتصاد کې لکه د کارخانو، فابریکو، برقی بندونو، د اوسپنې پټلۍ، د اوبو لګولو آو کرنې په صنعتی آو مودرنیزه کولو یا نورو کې چه د هیواد اقتصادی بنسټ پیاوړی، خلکو ته د کار زمینه مساعده آو د وخت په تیریدو سره یی په ځان متکی کړي پانګونه نه ده کړې آو نه یی کوي په داسې حال کې چه امریکا آو غربی هیوادونه په ملیونونو ډالره له افغانستانه سره مرسته کوي آو همدا یی بهترین وخت وه چه د هیواد اقتصادی بنسټ پرې جوړ شوی وای آو له اقتصادی نظره یی په ځان د متکی کیدو زمینه  جوړه شوې وای .

په ټول هیواد کې یوه بله ډیره دردناکه موضوع د دولتی ځمکو آو دولتی مؤسساتو په اړوند ده، هغه په داسې شکل چه د هرې سیمې جهادی مشران آو قوماندانان دولتی ځمکې غصبوي، هلته خپل انجنیران آو مهندسین ګماری چه ځمکې نمره بندی آو په خلکو یی توضیح کړی، هغوی په خپله دا صلاحیت لري چه د ملکیت سندونه خلکو ته ور کړي، د ځمکو پیسې په خپله واخلی آو په جیبونو کې یی واچوي.

مثلاً د کابل د ښارلویدیزې برخې ته پرتې ټولې دولتي ځمکې له کمپنۍ نه تر میدان ښاره پورې د  افغانستان د اسلامی اتحاد په ګوند پورې مربوطې دي چه د دې ځمکو لُمړۍ برخه د دې ګوند په مشر «بروفیسور استاد عبد ا لرب رسول سیاف»، دوهمه برخه یی د قرغې د بند د شا و خوا ځمکو په شمول د دې ګوند په یوه قوماندان ملا عزت آو دریمه برخه یی  په یوه بل قوماندان ملا شیر علم پورې اړه لري.

په کابل کې د امیر شیر علی خان د وخت لمړی ښار چه وروسته د نظامی مقاصدو د پاره استفاده ترې کیده (شیر پور) هم همدې رهبرانو آو قوماندانانو په ډیره بیرحمۍ سره په خپل منځ کې سره و ویشه آو هر یوه څو نمرې ځمکې پکې تر لاسه کړې آو داسې کورونه یې پکې جوړ کړي چه په هر یوه په لکونو ډالر مصرف شویدي. دې ډیرومحترمو رهبرانوآو قوماندانانو په عربی نړۍ آو مخصوصاً عربی اماراتو کې هم ښه پانګونه کړې آو ګلالي کورونه یی اخستي آو جوړ کړي دي، مګر له خلکو سره یو سوال ده چه په داسې یوه غریب هیواد کې لکه افغانستان چه اکثریت خلک یې د خوراک د پاره هم څه نه لري دې ډیرو محترمو رهبرانو آو قوماندانانو دا دومره پیسې له کومه کړې؟ 

د کابل شمال لوری ته د خیر خانې له کوتل نه آ خوا ځمکې اکثراً «مارشال صاحب» آو د نظار د شورا نورو قوماندانانوآو مشرانو نیولي دي. په نورو ولایاتو آو ښارونو کې هم مشابهه وضعه جریان لري آو ټولې دولتی ځمکې د قوماندان صاحبانو له خوا ویشل کیږي آو ښاروالی ګانې د هغو په مقابل کې کاملاً عاجزه، بې زوره آو بې صلاحیته دي.

په دې اواخرو کې د افغانستان په ځنو سیمو کې یو څه معادن کشف شوی دي چه مقدار یی هم زیات آو ارزښت یی هم د ملاحظې وړ دی مګر که خدای و کړی چه د هیواد په ملی اقتصاد آو د غریبو خلکو   د ژوند د ښه کولود پاره ترې نه کار وا خستل شي آو دا هم د رهبرانو آو قوماندانانو له خوا غصب نه شي.

په هیواد کې بیکاری ډیره زیاته شویده، اکثره ځوانان آو د کار مستعد انسانان بیکاره دی، هغوی هیڅ هم نه لري، مجبوره دي یا غلا و کړي، یا څوک ووژني تر څو پیسې لاس ته را وړي آو یا هم د نا امیدۍ په حالت کې مسکراتو آو دخانیاتو ته مخه وکړي. د ډیرتأسف وړ خبره دا ده چه اکثراً د ښوونځي د سن هلکان آو انجونې ګدایی کوي، معلومه ده چه د هغوی والدین ډیر غریب دي په خپله هم څه نه لری آو د اولاد د ښوونځی مصارف هم نه شي ور کولی نو په خپل اولاد ګدایی کوی چه یو څه ور ته راوړي.

اجتماعی (ټولنیزه) وضعه:

په ټولنیز ډګر کې ټولنه په ډیر واضح شکل په ډیرو دولتمنو(جنګی لاردانو، سودخورانو آو هغو دولتی کارمندانو چه د رشوت اخستلو پوره امکانات لري)، متوسطه طبقې (لوړ پولو دولتی کار کوونکو آو افسرانو آو منځ حاله زمیندارو) آو ډیرو فقیرو خلکو باندې ویشل شوې ده چه د دې دریم ټولنیز قشر تعداد زښته زیات آو د ټولنې ډیر غټ اکثریت جوړوي.

څرنګه چه د هیواد په اکثره ولایاتو کې جنګ روان دی چه له یوې خوا امنیت نه شته آو له بلې خوا د هیواد هغه ډیر ابتدایی آو ساده فیوډالی (دهقانی) انفراستروکتور هم خرابه شوی دی نو اکثریت خلکو د ژوند د بقا، کار آو یوې مړۍ ډودۍ د پیدا کولو د پاره پلازمینې کابل ته مخه کړې ده چه له همدې امله په کابل کې نفوس ډیر زیات شوی دی. که احتمالاً د کابل ښار د دوو یا درې ملیونو وګړو د ژوند د پاره محاسبه شوی وه نو اوس له پنځو نه تر اوو ملیونو خلک پکې اوسیږي.

په کابل کې د نقلیه وسایطو تعداد بیخی زیات شوی، څرنګه چه له یوې خوا دا وسایط اکثراً ډیر زاړه  دې آو له بلې خوا په دوی کې ډیربې کیفیته د سون مواد سوځی د ښار هوا ډیره خرابه آو د صحت د پاره مضره ده، د نقلیه مخصوصاً وړو نقلیه وسایطو تعداد په ښار کې دومره ډیر ده چه اکثراً داسې پیښیږي د یوه یا دوو کیلومترو فاصله په 30ـ 40 دقیقو کې طی شي، په ښار کې اکثراً د لارو بندیدل (شتاو) پیښیږي.

د امتیازاتو د اخستلو په وخت کې اکثره ملی اقلیتونه قومي مسایل مخته کوي آو ادعا کوي چه په هیواد کې امتیازات مثلاً د کابینې وزیران آو نور نه باید د اهلیت آو لیاقت پر بنیاد بلکه د قومونو د تناسب پر بنیاد تعین شي آو دوی غواړي چه قومی تمایزات زیات شي.

رشوت آو اداری فساد ډیر زیات آو عام شوي آو د رشوت اخستل نور نو داسې کوم پټ یا بد کار نه ده بلکه د ټولنې د کلتور آو فرهنګ جز ګرځیدلی. پخوا به که چا رشوت اخست نو یا به یې دا کار په پټه کاوه آو یا د یوه دریم سړي په واسطه، اوس رشوت په ډیر علنی شکل اخستل کیږی آوکه دې په کومو هغو مؤسساتو یا دفاترو کې کار بند وي چه د رشوت د اخستلو ډیر زیات امکانات لري لکه ښار والۍ ګانې، محاکم آوداسې نور آو حتی د یوه ډیر عادی آو روا کار د پاره د رشوت د ورکولو تصمیم و نه لرې نو ته بیا د همدې دفاترو د مامورینو په نظر کې یو ډیر بې کلتوره سړی بریښې په دې معنی چه ته لا تر اوسه هم د رشوت د ورکولو په ضرورت آو کلتور نه یې پوهیدلی.

په ټولنه کې پارالمان آو د پارالمان وکیلانو وضعه ډیره خرابه کړې ده، دا وکیلان چه قاطع اکثریت یې بیا هم هماغه جنګسالاران آو جنګی لاردان دي ډیر لوړ معاشونه آو نور ډیر غټ امتیازات لري چه د دوی دا معاش آو امتیازات په هیڅ صورت د افغانستان د فقیرې ټولنې له حالت آو اقتصاد سره سمون نه لري. دا وکیلان غیر له دې چه ټولنیز آو دولتی نظم آو دسپلین خراب آو ګډ وډ کړي آو خپلې شخصي استفادې و کړي بل هیڅ کار هم نه کوي آو نه یې شي کولی. دوی درسته ورځ د وزیرانو آو نورو لوړ پولو دولتی مامورینو دفاترو ته ور ځی د هغوی وخت نیسي آو له کاره یې باسي، یا د خپلو ځانونو د پاره امتیازات تر لاسه کوي آو یا خپلو مؤکلینو ته واسطه کیږي چه د آینده آو بلې دورې د وکالت د پاره طرفداران پیدا کړي.

د ما په شخصی نظر د افغانستان غوندې یوه جنګ ځپلي او بیر ته پاتې هیواد د پاره پارالمان هیڅ په کار هم نه ده، د پارالمان د وکیلانو د هرې میاشتې په معاش آو نو رو مصارفو په هیواد کې یو یو ښوونځی جوړیدلی شي، له بلې خوا هیواد د جنګ په حالت کې ده هلته یو ډیر قوي مرکزی دولت په کار ده چه د بې امنیتۍ،فساد، رشوت آو سوء استفادې ټول مظاهر له بینه بوځي آو هغه چا چه په غیر مشروع ډول یې ثروتونه پیدا کړي چه اکثریت یې همدا د پارالمان وکیلان دي بیر ته ترې نه مسترد آو مجازات کړي.

کلتوری آو فرهنګی وضعه:

کولی شو افغانستان یوه مولتی کلتورله ټولنه و بلو، هلته تقریباً د ټولو کلتورونو نښې نښانې شته: غربی کلتور، عربی کلتور، افغانی کلتور، ایرانی کلتور آو حتی پنجابی کلتور.

خلک په اروپایی، افغانی آو عربی لباسونو کې لیدل کیږي، په میرمنو کې د یو قسم عربی حجاب اغوستل مود شوی دی، په کورونو کې د کوچ آو چوکیو مود تقریباً کاملاً له منځه تللی ده بلکه اوږدې دوشکې مود شوي چه په همغه اوږدوالي آو سورقالینې ور باندې اواریږي. نارینه اکثراً یو قسم سپینې خولۍ په سر کوي آو په پلازمینه کې د لنګوټي رواج کم شوی، دولتی مامورین اکثراً په کمیس آو پرتوګ کې دفاترو ته ځي.

د جمعی اطلاعاتو د وسایلو(تلویزیون، رادیو، جرایدو آو اخبارونو) د خپرونو اکثره برخه په دری ژبه ده آو په دولتی سطحه ټولنې اکثراً په همدې ژبه په مخکې بوول کیږي.

جوماتونه آو دینی مؤسسات خو تقریباً ټول د عربو په نومونو مسمی دي آو اوس حتی ځنې تعلیمی مؤسسات هم د عربی شخصیتونو په نومونو مسمی کیږي.

په خلکو کې د حاجی صاحب آو مخصوصاً بی بی حاجی القابو ډیر ارزښت موندلی، د دې القابو د تر لاسه کولو د پاره هر څوک کوشش کوي چه په هر شکل چه وي 4000-5000 دالره پیدا، سعودی عربستان ته لاړ شي، حج و کړی آو دا القاب تر لاسه کړي. پخوا به په افغانی کورنیو کې مثلاً د پلار، مور، کاکا، ماما، لالا آو داسې نور القاب والدینوآو نورو اقاربو ته د حرمت آو احترام په توګه استعمالیدل، اوس د دې ټولو القابو ځای حتی په کورنیو کې د ننه د حاجی صاحب آو بی بی حاجی القابو نیولی دی. ځوی یا لور پلار ته یا مور ته خطاب نه کوي چه پلاره یا مورې بلکه حاجی صاحب، بی بی حاجی.

د کابل د ښار اکثره سرکونه آو څلور لاري د جنګي لاردانو په نومونو نومول شوي دي مثلاً د میکروریونو څلور لاری د عبد ا لحق په نامه آو د عامې روغتیا څلور لاری د احمد شاه مسعود په نامه نومول شوي دي، هزاره ګانو څو موده مخکې په کابل کې جنجال جوړ کړی وه چه د ده بوریو څلور لاری دې د عبدالعلی مزاري په نامه و نومول شي.

امنیتی آو نظامی حالت:

 په تأسف سره د هیواد په اکثره مخصوصاً سهیلی آو ختیځو سیمو کې جنګ روان ده، وضعه ډیره نا کراره ده آو هره ورځ په لسګونو حتی کله په سلګونو ځمونږ بی ګناه هیواد وال د ښځو آو ماشومانو په شمول خپل ژوند له لاسه ور کوي، ښوونځي، کورونه، کښتونه، باغونه، د اوبو لګولو سیستمونه خرابیږي، ماشومان ټول بیسواده پاته کیږي، په خلکو کې خپل مینځیځه دښمنۍ د عقیدې، سیمې آو قوم پر بنیادونو زیاتیږي چه عواقب یی ډیر خطر ناک دي حتی د ځنو هیوادونو تاریخی تجربې ښیي چه دا رنګه اوږده کورني جنګونه اکثراً د هیوادونو د تجزیې آو ټوټه کیدلو سبب هم شوي دي. ځکه کله چه په یوه هیواد کې داسې کورنۍ بلا پیښه شي بیا نو معمولاً دباندنی دښمنان مخصوصاً ګاونډیان لمن ور ته وهي تر څو هلته جنګ دوامداره شي د دوی وسلې و پلورل شي، هغه بیچاره هیواد ضعیفه آو دوی په خپله بیا وړاندیز ور ته کوي چه بله هیڅ لاره نه شته سره بیل شۍ، د دې جنګ وهلی هیواد خلک چه له ډیر اوږده جنګ آو ورور وژنې نه ډیر په عذاب شوي وي بیا نو د جنګ د ختم د پاره حتی په خپلو ټوټه کیدلو هم راضی شي.

ښایی یو شی هیر نه کړو چه په هر کورني جنګ کې غیر له د باندنیانو نه هغه کورني عناصر آو کړۍ چه د جنګ له طریقه یی ثروت، شهرت، اقتدارآو امتیازات تر لاسه کړی هم د جنګ په ادامه کې علاقه مند وي ځکه دوی پوهیږي چه د جنګ له ختمیدو آو د یوه قانونی دولت له راتلو سره دوی نه تنها خپل ټول په ناروا توګه په لاس راوړلي ثروتونه آو امتیازات  له لاسه ورکوي بلکه د مجازاتو زیات امکان یې هم شته.

د افغانستان له خلکو سره ډیر لوی سوال دا ده چه طالبان دومره پیسې، سلاح، مهمات آو جنګی وسایل له کومه کوي چه دا ده کلونه کلونه جنګ مخکې ور باندې بیایی، کوم هیواد یا هیوادونه آو یا څوک په دوامداره شکل دا ټول دوی ته برابروي؟ د افغانستان خلک باور نه لري چه تنها د کوکنارو پیسې دې د دې ټولو جنګونو مصارف طالبانو ته پوره کړی شي.

په ډیرۍ سیمو ان په کابل کې ځان مرګي بریدونه تر سره کیږي چه تلفات بیا هم بیګناه او ملکی وګړي دي.


 

یادونه: د جولای په 20 نیټه په کابل کې د افغانستان د پاره یو نړیوال کنفرانس جوړ شو چه په سیاسی، اقتصادی آو نظامی ډګر کې یی افغانانو ته یې د زیاتو وعدو په ور کولو سره یو څه امیدواری ګانې هم ور کړې. د افغانستان دولت ژمنه و کړه چه تر 2014 کال پورې د هیواد امنیت د خپلو قوتونو په ذریعه تأمین آو د بهرنیو قواؤو د وتلو د پاره زمینه مساعده کړي.

بهرنیانو مخصوصاً د امریکې متحده ایالاتو له افغانستانه سره د زیاتې مالی مرستې ژمنه و کړه چه د دې مرستو 50% به په خپله دافغانستان د دولت د پلان سره برابر مصرفیږي. مګر یو مهم ټکی دا ده چه تر هغو په هیواد کې د فساد، سؤ استفادې آو رشوت مخه و نه نیول شي آو دې شومو پدیدو ته خاتمه ور نه کړی شي زه فکر کوم چه بهرني کمکونه به هیڅ ځای هم و نه نیسي.

د فساد آو رشوت مخه په داسې شکل نیول کیږي چه :

- په لُمړۍ مرحله کې هغه کسانو چه د فساد، رشوت آو دولتی ملکیتونو د غصبولو له طریقه ثروت آو ملکیت پیدا کړی، ملکیتونه آو ثروت یې ظبط، په خپله افشا، له دولتی دستګاه نه لیرې آو مجازات شي تر څو په راتلونکې کې بیا څوک د داسې شومو اعمالو جرأت و نه کړي.

- د امریکې د متحده ایالاتو آو غربی نړۍ په مودل دې د اوسیدنې د حکومتی اداراتو له طریقه د هیواد د ټولو اتباعو دارایي بر رسي آو په اسنادو کې ثبت شي او دا اسناد دې هر کال همدې شخص ته ور کړل شي چه خپله نوې دارایی آو ملکیت پکې ثبت کړي.

ـ د اتباعو د ملکیتونو آو د دارایی د اسنادو (فورمو) د خانه پُُری د صحت د کنترول د پاره دې یو ډیر با صلاحیته کمیسیون له ډیرو پاکو اشخاصونه چه ډیر ښه سوابق ولري (مثلاً چپیانو نه چه دوی معمولاً په خپله هیڅ ثروت آو دارایی نه لري آو له هغو اشخاصو سره چه د رشوت، چور آو چپاول آو په غیر قانونی توګه بډایي پیدا کوی ډیر ضدیت هم لري) و ټاکل شی. دا کمیسیون باید صرف د رییس جمهور ترمستقیم  امر لاندې فعالیت و کړي آو له وزیر آو وکیل نه نیولې په هره سطحه چه چا خیانت یا سؤ استفاده  و کړه آو یا یې رشوت واخست آناً دې له وظیفې نه د هغه د بر طرفۍ آو مجازاتو صلاحیت و لري.           

په دې نړیوال کنفرانس کې له طالبانو سره د خبرو آو د حل د یوې لارې د پیدا کولو په ضرورت هم زیات تأکید و شو.

له دې نړیوال کنفرانس سره جوخت د افغانستان آو پاکستان د دولتونو تر منځ یوه تجارتي آو ترانزیتی موافقه هم و شوه چه دواړه خواوې به یو بل ته ځنې تجارتي آسانتیوې برابروي، اګر که پاکستان څو ځله داسې موافقه لیکونه امضا کړي خو عمل نه ور باندې کوي، خدای دې و کړی چه دا ځل خپلو تعهداتو ته وفادار پاته شي.  

 
 

   کورپاڼه | صفحه اصلی  

email: payamewatan@yahoo.com
 

 

استفاده و نشر مجدد مطالب «پیام وطن» تنها در صورت ذکر منبع اصلی نشر آن مجاز میباشد