|
||||
|
د خپریدو تیټه / تاریخ نشر:18.07.2010 |
||||
|
اسدالله زمری د اشغال نوی تعریف « نن که یو څوک تر هر نامه لاندې چې وي سینه ووهي چې زه دافغانستان د خپلواکۍ دپاره جنګیږم٬ دین ګټم او یا نیواک او بلواک نه منم او زه یې هم ووایم او یایې ورسره ومنم مابه خپل دریځ او رسالت ته څومره زیان رسولی وي؟! داځکه چه زه پدې پوهیږم چه داجګړه نه دخپلواکۍ دپاره ده٬ نه ددین دپاره ده او نه هم د امریکا او ناتو پرضد ده٬ بلکه داجګړه په ټوله مانا دافغانستان پرضد ده چه دغه ده درې لسیزې کیږي روانه ده،څوک په کې د «مجاهد» او څوک په کې د «طالب» په نامه نقش لوبوي. افغانستان دخپل لرغوني تاریخ په اوږدو کې کله هم د نن په شان داسې مهم نړیوال دریځ نه درلود٬ له نیکه مرغه افغانستان پیاوړی نړیوال ملاتړ له ځانه سره لري او دا هغه څه دي چې افغانان ورته اړتیا لري. زه خپلو ټولو ګرانو او درنو لیکوالانو٬ شاعرانو٬ سیاستدانانو٬ قومي او روحاني مشرانو ته په ډیر درناوي سره وړاندیز کوم چې د افغانستان په ګټو فکر وکړي٬ استعمار٬ اشغال٬ یرغل٬ خپلواکۍ او بلواکۍ ته په یوویشتمې پیړۍ کې نوی تعریف پیدا کړي او دی پوشتنې ته ځواب ورکړي. » دا پورتنی متن د ښاغلي ک.کمال د هغې لیکنې يوه برخه ده چې د «د دوه یاران او یو کمال» تر سرلیک لاندی د وطن د پیام په ویبپاڼې کې خپره شوی ده، خو سره له دې چې ډیر مهمه مساله یی مطرح کړي، خو په خواشینۍ سره چې هیڅ چا هم د هغه وړاندیز ته پاملرنه ونه کړه، سره له دې چې ما د ښاغلۍ لیکوال په نامه د ویبپاڼې له لارې یو ایمیل واستوه او ورخڅه مې غوښتنه وکړه چې ددی موضوع څیړنه پخپله په یوې توضیح سره پیل کړي خو نه پوهیږم چې ولې مې تر اوسه انتظار کومه پایله نه درلوده. فکر کوم چې په دې موضع د پو هیدلو لیوالان کم نه دي نو د ښاغلې کمال د وړاندیز په تاییدلوسره یو ځل بیا له درنوحقوقپوهانو، لیکوالانو٬ شاعرانو٬ سیاستدانانو٬ قومي او روحاني مشرانو څخه په ډیر درناوي هیله کوم چې په دی هکله خپلې نظریی، لیکنې او تحلیلونه له مونږ څخه و نه سپموي. په درناوي |
||||
|
email:
payamewatan@yahoo.com |
||||
استفاده و نشر مجدد مطالب «پیام وطن» تنها در صورت ذکر منبع اصلی نشر آن مجاز میباشد