|
||||
|
د خپریدو تیټه / تاریخ نشر:20.08.2010 |
||||
|
د ګران افغانستان د خپلواکي د یو نوییمې کلیزې په ویاړ:
د شهادت کیسه ۱ آزادي، د تورو کرښو تر منځ سپینو پاتې شویو فاصلو ته وايي. آزادي، د ویړې ځمکې، د اوبو او د هوا، د شهادت یوه بې پایه کیسه. آزادي، زموږ د وینو ویالې، چې څه بیځایه، بې مانا او په ناحقه ولاړې. آزادي، د یوې نوې کشفیدونکې سیارې، د اوسیدونکو، بې مفهومه ژبه، چې یې مانا زموږ په ذهن کې نشته، لا یې یواځې، موږ په خوب کې ګورو.
۲ کلونه مخکې، څو سرزورو، شمله ورو، غاړې جګې نیوې، هغوی د ځمکې او اوبو او د هوا، په بدل وینې ورکړې، دغو سر زورو زورورو، آزادي وګټله. ۳ آزادی، نوم دی، مانا هیڅ نه لري. آزادي، زور ته وایي، دیموکراسی؟ ته وایي، چې زورور، د دنیا ټول واګي په لاس کې لري. ۴ دا دی کلونه وروسته، زموږه ورونه، د پلرونو، نا خلفه بچي، د سرو شرابو په نیشه کې، چار خانه څادر په ځمکه ولي، او، خړ پکول، د خپل غرور نښانه، له ډیره شرمه پټ په ترخ کې نیسي، بیا د هماغې جنډې سیوري ته، د خپلې آزادي نوې کلیزه نمانځي، چاته چې موږ د آزادي په بدل وینې ورکړې . آزادي، دې ته وايي ؟؟؟؟؟
|
||||
|
email:
payamewatan@yahoo.com |
||||
استفاده و نشر مجدد مطالب «پیام وطن» تنها در صورت ذکر منبع اصلی نشر آن مجاز میباشد