|
||||
|
د خپریدو تیټه / تاریخ نشر:20.08.2010 |
||||
|
زما د خپلواکۍ ورځ ! امريکا حق نلري د «ډيموکراسۍ» په نامه زموږ خپلواکي واخلي نن د استعماري انګرېزانو څخه زموږ د باتور ولس د خپلواکۍ ورځ ده. دا وديعه زموږ د سر لوړي ولس په مټو چي هيڅ يو شیطاني قوت يې تر شا ولاړ نه وو د افغان د پت او ننګ د ساتلو په هدف و دغه نعمت ته ځان و رساوه. د چا نوکر نسو، د پرديو هيوادو و ډالر ،کلدارو، ريال او روبل ته سر ټيټی نسو ، و چا ته يې نوکري و نکړل . هغوی د يوه سره ملي اوطنپاله مبارزین او د آزادۍ د لاري مجاهدين وه، سر يې د وطن په نامه نذرانه کړ او زموږ د وطن خپلواکي او دغه اوسنی د افغانستان په نامه تشکل يې وساته . په دغه زمانه کي دا د اوس غوندي د اسلام اويا کفر په نامه د رنګ بازار او سوداوي نه وې، دا د اوس غوندي راز راز زدوبندونه او شیطاني کردارونه نه وه، دوه مخي او د هر چا څخه حق اخیستنه نه وه، د اسلام په نامه سوداوي نه وې، پر افغان اوافغانيت باندي د رد او قبول دغه اوسنی لیلام نه وو را خپور سوی، د اقلیت او اکثریت خبره خو اصلاً وه نه، د نمک حلال او نمک حرام مسئله خو مفهوم نه درلود، د شمال او جنوب خبره خو را وروسته د پردو زامنو را پورته کړه . د پښتون او تاجک، هزاره او راوروسته د روسانو د کا ګې بی لخوا د زمري پنجشیريانو په نامه هم کوم داسي پڅه حماسه نه وه ثبت سوې . د انګرېزانو د اشغال او د وطن د خپلواکۍ په معرکه کي زموږ دغه ټول افغانان د وطن په نامه يو موټي وه او سرونه يې د خپلواکۍ د پاره نذرانه کړي وو . د هغه په بیه وو چي د غازی امان الله خان تر قیادت لاندي يې خپله خپلواکي تر لاسه او زموږ افغانانو د سرونو په بیه يې په سیمه او نړۍ کي د افغانانو سرونه د آزادۍ او خپلواکۍ د ناجيانو په حيث لوړ او هسک کړل . داچي نن ولي د خپلواکۍ ورځ نه لمانځل کيږي او يا هغه ته په سپکه کتل کيږي ددې علت روښانه دی. پرون زموږ پلرو او نيکه ګانو زموږ د خپلواکۍ د دښمنانو يرغلګرو انګرېزانو په مقابل کي د خپلو سرو او وينو په بيه ددې خاوري څخه حراست کاوه او هغه يې شړل، خو نن د ددې خاوري د تر ټولو ترټلو او شړلو بچيانو په خيانت او نوکري سره د وطن د جنګي جنايت کارانو او سوداګرانو په مرسته، ددې وطن واک بيرته و هماغه انګرېزانو او د هغوی و بادارانو امريکايانو ته وسپارل سو، کوم چي هغوی زموږ تاريخي دښمنان دي . دوی به څرنګه په مارشاليو او يا خپلواکيو وياړي چي معاش يې په ډالر ورکول کيږي . دا به څرنګه افغان وي چي ودغه شاني بې ننګۍ او دغه شاني بې غيرتۍ ته ځان تسليم کړي او هغه به مني ؟ زموږ افغانانو وياړ بې له شکه د اسد د ۲۸ مي په لمانځلوکي نغښتی دئ ځکه چي دا زموږ د خپلواکۍ ورځ ده، هر څوک چي دغه ورځ په هر بل نامه اړوي هغه زموږ نه دئ او دا ادعا دي هم نه کوي چي هر جنایت کار دي په دې وطن کي شهيد وګڼل سي .
|
||||
|
email:
payamewatan@yahoo.com |
||||
استفاده و نشر مجدد مطالب «پیام وطن» تنها در صورت ذکر منبع اصلی نشر آن مجاز میباشد