|
||||
|
تاریخ نشر:09.02.2010 |
||||
|
انجينر عبدالکبير کاکړ
د تسليت پيغام
ته وې په عزم اراده کې خپل زړه ور خټکه !
ته وې اديب ته وې شاعرته وې محبوب دولس
د باچاخان د صمد خان پرلار دې پل ايښۍ دی
تا به ويـل چې پيښور کابـل مې خپل وطن دی
ستا د غـيرت جګه شمله به جګه ساتي دلته د خبرونو څخه مې واوريدل چې : منلۍ لوړ سياسي، ادبي او انقلابي شخصيت، انقلابي شاعر، ليکوال او لوی جرګه مار اجمل خټک په حق رسيدلۍ دی . دده مړينه لويه او درنه ضايعه بولم چې تر ډيره ډيره به ئې په سياسي، ادبي او انقلابي ډګر کې ځای تش پاتې وي . زه د خدای بښلي خټک د درنې کورنۍ، د نشنل عوامي پارټۍ دغړو او ټولو افغانانو سره په دې لوی ماتم کې ځان شريک بولم او خپله ژوره خواخوږي او خفګان څرګندوم . د لوی خدای څخه ورته جنتونه ښاد اوآرامه روح اودرنې کورنۍ ته ئې دزړه صبرغواړم. په درنښت انجينر عبدالکبير کاکړ |
||||
|
email:
payamewatan@yahoo.com |
||||