www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

د خپریدو تیټه / تاریخ نشر:09.06.2010

ک. کمال

نوې لوبه او زاړه چالونه

(د «شپیګل» مجلې سره د پاکستان د پوځي څارګرې ادارې
پخواني مشر جنرال حمیدګل د مرکې پربنسټ)


جنرال حمید گل

لنډه موده وړاندې مې دجنرال حمید ګل هغه مرکه چې ده دشپیګل نومې المانئ مجلې سره کړی وه په ځینو انترنیتي سایټونو کې ترسترګو او ولوستله٬ لومړی خو مې دځان سره داسې پریکړه وکړه چې دا خبرې دیونورمال سړي خبرو ته نه دي ورته نوپه ځواب اوتم کیدو نه ارزي. خو خدای شته له څو ورځو تیریدو سره سره مې ونشوای زغملای اوځان مې اړ وبوله چې یوڅه دغبرګون په توګه پرې ولیکم، خوکله مې چې دڅه لیکلو تابیا وکړه اوچې په همدې ترڅ کې مې وغوښتل مرکه بیا له سره وګورم نور نو په سایټونو کې نه وه. باور لرم چې ډیرو هیوادوالو به لوستلی وي ا وله همدې لامله به یې حمیدګل ته چې له کوم دماغي خلل په وجه یې دااپلتې ویلی دي دروغتیا هیله او دعا به یې ورته کړی وي خو ورسره ورسره به یې دخدای لعنت هم پرې ویلی وي. لکه څنګه چې وایي«دمفتي خبرې مفتې نه وی» دجنرال حمیدګل خبرې هم هسې نه ببولالې دي اونه هم باید بابیزه وګڼل شي٬ په مرکه کې راغلې خبرې که له یوه پلوه شخصي نه دي خو دبله پلوه نوې هم نه دي اوپه واقعیت کي داپه نوې لوبه کې همغه زاړه چالونه دي. دجنرال حمید ګل چې په پاکستان کې دپوخي خواکمنې څارګرې ادارې مشر پاتې شوی نو څرګندونې یې دافغانستان په هکله دپاکستان دلوړ پوړو چارواکو ددریځ څرګندونه هم کوي. که لږ څه دحمیدګل دروستیو څرګندونو څخه شاته لاړ شو نو ویلی شو چې: افغانستان دیوې تاریخي بدشامتئ له کبله دیوداسې هیواد ګاونډی دی چې اوسیدونکو ته یې داخاوره خد ای نه٬ بلکې دخدای دښمنانو ورکړیده، داخاوره هرڅه که مور یې مالومه نده خوپلار یې «انګریز» دی اوله هرڅه ړومبی له همدې لامله دی چې ددې خاورې قانون انګریزی، طالب او مجاهد یې انګریزی٬ د دولت او امامت مشریې انګریزی، جومات ددوی خو ملایې انګریزی اوداسې نورډیر څیزونه، رواجونه او دودونه یې انګریزي دي. اوس ټول په دې واقعیت پوره واقف د چې انګریز کله اوچاته هم څه دخدای په رضا نه ورکوي٬ هغه دچا خبره دانګریز مال چې مار وخوري پوست ورکوي.

پاکستان دخپل ناشولته پیدایښت له همغه پیل څخه افغانستان اودسیمې نورو هیوادونو ته دبدمرغئ او ناامنئ دشیپور دغږیدوپه مانا و. او اوس خودادی دټولې نړئ دپاره دیوې سرطاني دانې اود«تور غار» حیثیت موندلی دی چې دنړئ مدنیت اوانساني لاسته راوړنې یې ترګواښ لاندې نیولی دی. پاکستان دمذهبي جګړه پالو د« کارت» په درلودلو سره په ښکاره ډول دنړئ دسوله غوښتونکو ولسونوڅخه باج اخلي او په ځانګړی توګه په روانه ستره لوبه کې خو دهغه چا رول لوبوي چې دلیوه سره«دمبه » خوري خو دشپانه سره بیا ژاړي. ډاکتر زلمی خلیلزاد چې کله په افغانستان کې دامریکې سفیر و دپاکستان دهمدې دوه مخي کردار په هکله ویلی و« پاکستان ازطرف روز باماست ولی شب با دشمنان ماست»، یوبل افغان سیاسي کارپوه، لیکوال اومتفکر«ډاکتر سید حمیدالله روغ» بیا پخپل«سندروم افغانستان» نومي کتاب کې چې پدې روستیو کې له چاپه راوتلی دپاکستان دڅومخیزو پالیسیو دشننې په ترڅ کې لیکي چې«معضل پاکستان ندانستن نیست٬ معضل پاکستان دانستن است.» راشئ وګورو چې پاکستان په څه پوهیږي او ولې دلیونیانو په شان په ځان او نورو خوله لګوي؟ پاکستان له ګاونډیانو اونوروڅخه څه غواړي چې دهغو دلاسته راوړلو په خاطر یې ځان دترهګرو ځاله ګرځولې اوپه حقیقت کې پخپله دباروتو په ډیرئ ناست دی ؟

ــ پاکستان چې په یو ځانګړی وخت کې دځانګړو اړتیاوو پربنسټ دنړئ دنخشې پرمخ په مصنوعي ډول رامنځته شوی و٬ دادی په نوی لوبه کې ورته اړتیا نه لیدل کیږي٬ خوپاکستان ددې «مطلق اجل» څخه دځان ژغورنې په خاطرداوبو اخستي انسان په څیرهرخس اوخاشاک ته لاس اچوي اوپه نوې لوبه کې ځانته دځای موندلو ناکامې هڅې کوي.

ــ پاکستان په دې حقیقت پوهیږي چې دهند اوافغانستان په څیرتاریخي واقعیتونو سره دیوې بې تاریخه جغرافیې ډغرې په حقیقت کې غر په کاڼو ویشتل دي، پاکستان به خامخا ددې تاریخي واقعیتونو پر وړاندې پر ګونډو کیږي.

ــ پاکستان پوهیږي چې هند او افغانستان دروانې پیړئ په ستره لوبه کې چې څومره جیو پولتیک٬ جیواکینومیک اوجیو استراتژیک اهمیت اومقام لري همغومره پاکستان ددې اهمیت نه لرونکی هیواد دی.

ــ پاکستان پوهیږي که په افغانستان کې سوله ټینګه شي دافغانستان دلارې به لږترلږه دنړئ دلسو هیوادونو زیرمې او تولیدي توکي نورو ګڼو هیوادونو ته ولیږدول شي٬ دا دیوویشتمې پیړئ په پیل کې هغه ستر اقتصادي مقام دی چې یو سوله اییز افغانستان ته سترګې په لار دی او پاکستان له همدي لامله دزړه ویني خوري اوپر افغانستان یې جګړه تپلی ده.

ــ پاکستان په افغانستان کې دنړیوالې تولنې په پوخي او ورسره ورسره اقتصادي شتون اواستراتژیک اهمیت ښه پوهیږي. دانړیوال شتون افغانستان ته په نړیواله کچه دپام اواحترام وړ ارزښت اومقام وربخښلی دی، نن دنړئ دسترو هیوادونو مشران دافغانستان دولسمشر سره اوږه په اوږه لیدل کیږي٬ دافغانستان په نامه لوی لوی نړیوال کنفرانسونه جوړیږي٬ دافغانستان په سر دنړئ تر ټولو پرمختللو هیوادونو کې حکمتونه نړیږي اوجوړیږي او... پدې توګه دافغانستان ننی لوړ سیاسي پرستیژ دسبا لوړ اقتصادي او ترانزیتي پرستیژ ښه بیلګه ده چې پاکستان یې په دې اسانئ زغملی نه شي.

ــ پاکستان په دې پوهیږي که افغانستان ته سوله راغله اوخپل اقتصادي حیثیت یې ترلاسه کړ نور به بیا داهیواد دپاکستان دبې کیفیته توکو دخرڅلاو بازار او د«تلپت» مال اقتصادي «پسخانه» نه وي، بلکې په ډیروبرخو کې به دپاکستان لاس دافغانستان ترډبرې لاندې وي.

پاکستان نوري ستونزې هم لري لکه:

له هغه ځایه چې پاکستان یو تاریخي واقعیت ندی٬ دپردیو په لاس دپردیو دګټو دساتلو دژاندارم په توګه په دې سیمه کې مهندسي شویده خپل ژوند اوبقا دافغانستان اوهند په کورنیو چارو کې دلاسوهنو٬ بې ثباتیو اوګډوډیو مدیون ګڼي٬ هرڅومره چې په هند اوافغانستان کې دسولې اواقتصادي پرمختګ یون چټک اوغښتلی وي په همغه اندازه دپاکستان موجودیت ترپوښتنې اوخطر لاندې راتلای شي.

ــ پاکستان چې دافغانستان اولوی هند دخاورو له ټوټوڅخه جوړشوی٬ اوس ددې ټوټه یي هیواد ساتل یوازې د

جګړې اوددې هیوادونو دخلکوترمنځ دکرکې دتخم دشیندلو دلارې شونی دی اوبس.

ــ پاکستان دخپل مورني ټاټوبي(هند) سره په جګړه کې منځته راغلی، دافغانستان په جګړه کې اباد شوی اودغه ده دنړیوالو څخه دترهګرئ دروزونکي او پالونکي په توګه باج اخلې اولاابادیږي٬ نړیوال پداسې یو حالت کې دوه لارې لري:

۱ ـ یابه دې کمزوره زورور ته تل باج ورکوي.

۲ ـ یا به داسرطاني دانه دنړۍ له تنه جراحي کوي.

په افغانستان کې دامریکې په مشرئ موجود نړیوال اییتلاف ترټولو په دې واقعیت ښه پوهیږي چې ددوی دستونزې اصلي نوم نه طالب او نه القاعده بلکه پاکستان دی. اوکه چیرې ددې ستونزې داواریدو اړینې لارې چارې ونه لټول شي نو دطالبانو اوالقاعدې مور به تل دنړئ دپاره دتیارو بچي زیږوي.

پورتني واقعیتونه هغه نیمګړی لاملونه دي چې پاکستان یې دافغانستان سره دکینې اوحسادت په سره تبئ کښینولی ده او دحمید ګل په شان داستخباراتي کړیو مشران یې دجنون تربریده رسولی دي او دافغانستان ځینو پخوانیواو اوسنیو مشرانو ته دحمید ګل لخوا د«ګوډاګی»کلمه کارول اوسولې ته له افغانستان څخه دبهرنیو پوځیانو ایستل دیو پیش شرط په توګه مطرح کول داپه ریښتیني توګه دپاکستان رسمي دریځ اودپاکستان په ګته دی. خو کله چې بیا داخبری دمزدورو طالبي او حزب اسلامي مشرانو(ملاعمراو حکمتیار)لخوا مطرح کیږي نودیوه نالوستي افغان هم پرې خندا اوژړا یوځای راخي. خندا پدې چې دا ددوی خبره نده اونه دافغانستان په ګټه ده. ژړا په دې چې دوی دافغانانو په توګه دپردیو او بد نیته ګاونډیانو په چوپړ کې دي. دې واقعیت ته بله هره بڼه اوروایت ورکول همغه په نوی لوبه کې زاړه چالونه دي چې ځای به ونه نیسي.

غواړم پدې لړ کې یوه بل واقعیت ته اشاره وکړم چې ټولو هغو ډلو اوکسانو چې له افغانستانه دروسي پوځونو له وتلو وروسته پرجنګ جګړې ټینګار وکړ دتاریخ اودپیښو دقضاوت په رڼا کې پردي پال ول٬ هغوی دپردیو په فرمان دیو نسبي ثبات لرونکي او دسولې دپروګرام لرونکي نظام په رانسکورولوپه حقیقت کې پرافغانستان دپاکستان دخیټې اچولوروستي خنډونه له مخې لرې کړل او دوخت داسلامي دولت(!) مشر برهان الدین رباني خوبیا له همدي جنرال حید ګل څخه وغوښتل ترڅو افغانستان ته راشي اودده سره دسلاکار په توګه کار وکړي.

  ترهغه ځایه چې شهید نجیب الله په افغانستان کې دپاکستان دنفوذ او اغیز پروړاندې یو ستر خنډ وونو ځکه«ګوډاګی» حمید ګل وایي«که ډاکتر نجیب الله دروسانوسره یوځای له هیواده وتلی وای اوس به ژوندی پاتې و» ترڅوپاکستان توانیدلای وای څو کاله وړاندې یې دنجیب الله په غیاب کې افغانستان سوزولی٬ نړولی اوترخیټې لاندې کړی وای. خونجیب الله زروارې له هغه ژونده بیزار وچې پاکستان ته یې دافغانستان دورسپارلوپه بیه تر لاسه کاوه هغه به ویل چې« افغانستان ته دسولې دراتلو په بیه نه یوازې له اقتداره تیریم٬ چې له خپل ژونده هم تیر یم» هغه پخپل شهادت داسې تلپاته له ویاړه ډک ژوند تر لاسه کړچې له ژوندي سیاف٬ رباني حکمتیار اوملاعمراودځینو نوروتر دې له شرمه ډک تش په نامه ژوند نه په میلونونو وارې غوره او دویاړ وړ دی.

  نجیب الله پخپل وخت کې ځکه له هرې خوا ترفشار لاندې راغی چې هغه په یوویشتمه پیړئ کې دافغانستان په جیوپولوتیک اهمیت پوه شوی و٬ اوورسره جوخت په دې هم پوهیده چې افغانستان دامقام یوازې په سوله کې ترلاسه کولای شي نوخکه یې خپلې ایدیولوژیکي اوګوندي ګټې دهیواد ترملي ګټولوړې ونه ګڼلې اوپه ټول توان یې سولې اوخبرو اترو ته مخه کړه٬ خوپه خواشینئ چې دافغانستان بهرنیو دښمنانو هم په مخالفو وسله والوډلو اوهم ددولت او وطن ګوند په مشرتابه کې لاسپوڅي درلودل اودهغوی په مټ یې دشهید نجیب الله سوله اییزې هلې ځلې شنډې او په پای کې یې دناورین ترټولوبربادوونکی پیر پیل کړچې افغانان او افغانستان تراوسه دهمغه خیانت په ټس اواور کې سوزي. نجیب الله هغه دهیواد ګټو٬ سولې اودهیوادوالو ترمنځ یووالی ته ژمن اود هیواد په پرمختګ مین مشر وو چې دې لوړو ملي غوښتنو ته دلاسبري په خاطر دهر«دوست» اودښمن سره وجنګیده اوپه پای کې یې خپله وینه هم دخپل ولس جګې شملې ته نذرانه کړه.

جګ سرونه تل غوڅیږي دامتل دی
دخپل کور تلتک کې مړ کله سردارشي

اوس دافغانستان ولس پوهیږي چې دافغانستان دښمنان اودوستان څوک دی ؟ دهمدغو واقعیتونو په رڼا کې هرهغه چا چې دنجیب الله دارمانونومخالفت وکړ هغه دافغانستان په خیر اومصلت نه ول، که پاکستان نن دافغانستان دستونزو دمرکز په توګه هر افغان ته دښمن دی نوبیا نجیب الله ترټولو زیات ددې دښمن دپیژندلو اوورسره دډغرو وهلو ویاړ لري. که مصالحه٬ دمخالفینو سره خبرې اترې٬ پخلاینه اودملي ګټو پرمحور دافغانانو یوموټی کول له راپیښو ستونزو لاملونه وي نوترټولو ړومبی یې ویاړ نجیب الله ته ورپه برخه دی. په افغانستان کې ددې لوی افغاني ـ اسلامي سیاست ددروازو پرانستونکی شهید نجیب الله دی. تاریخ داحقیت په ازباد ورساوه چې دنجیبالله مخالفین چې په حقیقت کې په افغانستان کې دسولې مخالفین ول ډیری یې «ګوډاګیان» ول اوحمیدګل او مشران خو یې له موره ګوډاګیان پیداشویدی.

سوله٬ ملي روغه جوړه٬ دافغانانو ترمنځ پخلاینه او یوموټي کیدل له بهرنیو چلوټو څخه دخلاصون یوازیني لارده٬ افغانستان دافغانانو ګډ کور دی٬ موږ ته ټول هغه نهرني اوکورني چې دافغانستان په ابادئ او دافغانانو ترمنځ په ورور ګلوئ خپه کیږی یو دي.

چه نیشه داستبداد لري په سرکې
ماته یو دی که مغل ده که افغان

 

 

   کورپاڼه | صفحه اصلی  

email: payamewatan@yahoo.com
 

 

استفاده و نشر مجدد مطالب «پیام وطن» تنها در صورت ذکر منبع اصلی نشر آن مجاز میباشد