www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

تاریخ نشر:16.03.2010

ک.  کهکشان

صحرایي کارغان او د لستوڼي ماران
- دجنرال عظیمي سره څو خبرې -
 

دسولې پرضد دجګړه مارانو سره «معامله» داسې یو ساعتي بمب و چې دمعاملی دواړه بلکې واړه لوری یې والوزول، تورمخی او د تاریخ پر وړاندی یې سرکوزی کړل.

هو! څوک چې باد کري توپان به ریبي٬ اوڅوک چې داور سره لوبیږي له لمنو به اور اخلي.  که ریښتیا ووایم پدې وروستیو کې دانترنت پرڅپودمصالحې پر سر دمعامله ګرو انځورونه راته ډیرپه زړه پوری پدی نه وو چې دامعامله دعظیمی صاحب په وینا کومه پټه اوپنا معامله نه وه.  عظیمی صاحب داپروژه پخپل کتاب کی دخپلو کورنیو اوبهرنیو سلاکارانو په سلا ښه مهندسي کړی وه اواوس دغه ده دانترنت په څپو رابرسیره شوه.  خوهغه څه چې پدې له خیانت نه ډکه معامله کی زړه توږونکی دي هغه دافغانستان دبی کسه اوبی وسه ولس دمال٬ عزت او پت لوټیدل دی چی دمعاملی مخکښ او شاکښ لوبغاړی یې باید ځواب ووایي.  ټول هغه کسان چې پدی ویدیوکلیپونو کی لږاوډیرراڅرګندیږی دمحمودبریالی په مشرئ دوطن ګوند پرخلاف دده دپټو تشکیلاتو غړی دي چې یوازینئ موخه یې دنجیب الله راپرزول وو که دا داولس دسپکاوي په بیه هم تمامه شوی وای.  داخبره ځکه په زغرده کوم چې زه هم یو وخت ددی سازمان غړی وم.  دې سازمان  داسی لوبې جوړولی اوپلی کولې چې په پای کې یې نجیب الله پخپلو ډیرو باوري ملګرو بی باوره کاوه٬ ددی اپراتیفي لوبو په نتیجه کی ډیرنجیب الله ته ژمن کسان ترزندانه ورسیدل خو برعکس دسازمان ځانګړو غړو به ځانونه ددستور سره سم نجیب الله ته ورنږدی کول چې دهغو له ډلې څخه یو  جنرال عظیمی اوبل یې ډاکتر ضمیر و.  پټ سازمان په ښکاره نور شعارونه ورکول خو پټ هدف یې دنجیب الله څخه غچ اخستل وو اوڅه ښه غچ چی دخلکوله دماغو یې دود وکیښ.  ما یوبل وارهم داخبره درسنیو دلاری کړی وه چی زه د ۱۳۷۰ کال دحوت په میاشت کی دپټ سازمان دیومخکښ غړی (امتیاز حسن) کورته تللی وم چې په اخبار کې دمسعود دعکس دچاپیدو له امله خوشال اوسرحال و (امتیاز حسن په هغه وخت کی ددولتی امنیت په وزارت کی دپټ سازمان دفرکسیونبازانو مشری پغاړه درلوده).  امتیاز حسن د نجیب الله سره ډیره کینه درلوده اوپه خبروکی به یې ورته سپکی سپوری کولی اوځان یې «مرجع تقلید» ته له بریالی هم  نږدی باله، نه پوهیږم چې دی دمعاملی په ورځ چیرته مخفی شوی وو اوښایی عظیمي صاحب په « اتش درجان شمع. . . » کی له همدغو شان ملګرو څخه سرټکولی وي هلته چې لیکی« کجا بودند که به جبهه میرفتند٬ خطوط مقدم جبهه را روحیه می بخشیدند٬ مهمات ومواد ممر واعاشه تدارک میدیدند تااز فروپاشی حزب ودولت جلوګیری میشد. . . » عظیمی صاحب ته به وروسته راشو.

ترهغه ځایه چې زه دپټ سازمان په پټو پلانونو او نیتونو پوهیدم هغه څه چې په کلیپونو کې ښکاری داهرڅه دیو اوږد پلان٬ چې اوږدو لاسونویې ترشا کارکاوه رامنځته شوی اوهغه څه چې لیدونکی یې په ګارنیزون اوتلویزیون کی ګوری دهمدی اوږدو پلانونو٬ اوږدو لاسونو داوږدې مودې دکاراوزیار پایله ده.  اوله همدې لامله و چې کله نجیب الله په کابل کې دملګروملتونو دفتر ته په پناه وړلو اړ شو پټ سازمان داځانته لوی بری وګاڼه او غړو یې یوبل ته مبارکی ویلی اومشرانو به یی په ډیرې بې ادبئ اوسپین سترګئ بیا ویل چې« بچهء اختر را چپه کردیم» خودا دشنډو ماغزو خاوندان چې دغچ اخستنی پردویې پر سترګو تیارې خپرې کړی وې پدی نه پوهیدل چې دنجیب الله په غیاب کی  څومره لویه سیاسی تشه رامنځته کیږي ؟! داسې تشه لکه څنګه چې ولیدل شوه  په هیچا ډکه نه شوه.

دښاغلی جنرال عظیمي سره څو خبری :

زه دعظیمی صاحب قلم ته درناوی لرم، حقیقت دادی چی قلم دده په لاس کې ښه چلیږی اودی له هغه نه په ګټه اخستنه کولای شي که خپل ټول لوستونکی نه نو یو څه دځان سره ملګری کړي.  ما تل دا افسوس کړی دی چې کاشکې عظیمی صاحب له سیاست څخه ډډه کړی وای او دتل لپاره یې داستان لوستلو او داستان لیکلو ته مخه کړی وای، دابه ده ته له یووتلی افسر له ویاړ وروسته یوتلپاتې ویاړ وای.  خو څه ووایم نور دی قربانی ته وړاندی کوی اودی هم له هغو څخه دملاتړ مسلخ ته په پټو سترګو روانیږي، پداسی حال کی  ټول هغه چې په کلیپونو کی راڅرګندیږي له«شفیق الله توده ای او وکیل» څخه پرته باسواده دی اوکولای شی له ځان څخه پخپله دفاع وکړي.  اوس چې عظیمی صاحب یوازی د«اتش به جان شمع فتد» سره میدان ته راغلی دی مجبور یو دهمده سره یوازی دزړه خواله وکړو.

عظیمی صاحب وروسته له دی چې «اتش به جان شمع» زده اتش به جان «روشن» هم زده.  ښایسته یې خپل زړه پری سوړ کړی او دقهر په تنور کې یې وریت کړی دی٬ زه په دې هکله «نجیب روشن» ته خپل دډاډګیرنی مراتب وړاندی کوم، هیله من یم چې داهرڅّه په خیر تیر شوی وي.  خواشینی یم چې زموږ لوی جنرال پخپله مقاله کې دانډیوالئ،ملګرتیا اوانسان ته ددرناوئ ډیر ابتدایي اصول تر پښو لاندې کړی او حریفانو ته یې د« فرومایه» «بقه » «هرزه نویس» « اباطیل ګوی مریض» «ناسپاس» اوداسی نورو الفاظو په کارولو سره سپکاوی کړی دی.  لږ څه وړاندی یې بیا دویدیوکلیپونو خپرونکوته غاښ چیچلی  او ورته  ویلی یې دی که  موږ داهر څه وکړه هغه مو لدی لامله وکړل چې دګوندي ملګرو پت او عزت دحکمتیار دبلواګرو څخه خوندی کړو٬ اوکه نه خدای مه کړه داهرڅه به دلاسه تللی وای.  عظیمی صاحب وایي دویدیوګانو خپرونکو غوښتل«. . .  باعث شرمساری من ورفقای ګردند که ناموس وی وامثال اورا. . .  ازتیغ ګلبدین جنایتکار وباند سیاف. . .  نجات بخشیدند» وړاندې لوی جنرال له خپلو لوستونکو څخه داسې پوښتنه کوی «. . .  مګر دران شب وروز این اقای احمد شاه مسعود رسمآ وزیردفاع نبود ؟ پس امدن او به ګارنیزون کابل چه تعجی دارد؟»  اوکله چې نور هم تودیږي دحکمتیار سره یې جګړی اومنصوبی وریادیږي نوبیا وایي « اری این چندین بار شکست بزر ګی است که اقای حکمتیار ازنیروهای تحت فرماندهی این ناتوان می بیند. . . ».  اوپه پای کې ددی پوښتنې په ځواب کې چې «دروازه های کابل راچه کسانی به روی مجاهدین بازکردند» وایي« دروازه های کابل ازهمان روزی به روی مخالفین ګشوده شد. . .  که اتحاد شوروی وقت مساله افغانستان را زخم مزمن اعلان کرد. . .  مخالفین دولت را به ماسکو دعوت کرد. . .  که دګر روسها یک مرمی ویک قطره تیل به افغانستان نفرستاد٬ دولت ازموضع ضعف مصالحه را با دشمن که دیګر به پیروزی خود باورمند شده بود اعلان کرد. . . » او همداسی داخبره دمرحوم تره کی ترفرمانونو اود امین د«فاشستي» کړنو پوری غزوی او دکابل ددروازو دپرانستلوپوښتنه پری سپکوی او دپوښتونکو له پامه یې غورزوي.  

اوس که دګرانو لوستونکو څخه وپوښتو چې که تاسو هم دعظیمی صاحب په شان فکرکوی چی دسقوط ټول لاملونه همدا و نوبیا دهمده په اصطلاح« دریچه را میبندیم» اوکه دلاملونوپه ګوته کولوکی له یوی خوا اودځینو لاملونوڅخه په لوی لاس دسترګو پټولو مساله له بلې خوا مطرح وي نوبیا دویلو دپاره یوڅه خامخا شته اوهغه په لاندې ډول :

په سرکې خو داسې فکرکوم چی عظیمی صاحب په دی مقاله کی مصالحی په سر دمعاملی په هکله نوی څه ندی ویلی په حقیقت کی داهمغه بې دانې بوس دي چی ده یوځل وړاندی په «اردو اوسیاست. . . » کې باد کړی و خو دغه دی بیا ځان اړ بولی همغه خامو تارونو ته لاس و اچوی او دځان دسپینولو ناکام کوښښ وکړي، هغه مسایل چی ډیراهمیت لری دی یې کوچنی کوی اوپخپل اند یې له اهمیته غورزوي٬ خوبیا ځینی مسایل چی له اره بې ارزښته وی خو څرنګه چې دده په ګټه وي هغه ډیر لوړوي.  دبیلګې په توګه دې لاندې موضوع ته چې ډیرتاریخی اهمیت لرونکی واقعیت دی خو له هغه ځایه چې دده په تاوان دی څومره یې دیوناڅاپي پیښې په توګه اهمیت راټیتوي « مګردران شب وروز همین اقای مسعود رسمآ وزیردفاع نبود ؟ پس امدن اوبه ګارنیزون کابل چه تعجب دارد؟ ».

  عظیمی صاحب! ډیرتعجب لري٬ داراتګ دیو وزیر دفاع دعادی راتګ سره ډیر توپیر لری « بانک تا بانک است» داوزیردفاع(!) چی لا دپنجشیر په څمڅو کی پټ و چا واک ته رسولی٬ داوزیردفاع پوهیږي  چا چې دی واک ته رسولی هغوی دکابل په ګارنیزون کی مورچل نیولی٬ له همدی لامله مخکی لدې چی دوزارت دفاع ماڼئ ته لاړشی ګارنیزیون ته درځي ترڅو له تاسو څخه مننه وکړي همداسی نده جنرال صاحب؟! عظیمی صاحب ترټولو ښه پوهیږي چې ددی معاملی هګئ په مزارشریف کی د«رفیقانو» لخوا واچول شوه اودغه ده دکابل په نظامی ګارنیزون کې ترې بچي راووتل.  عظیمی صاحب وروسته لدی چې دکابل ګارنیزون ته دمسعود راتګ ته یوه عادی بڼه ورکوی سمدلاسه په حکمتیاروردانګي اودهغه دڅو وارو څملولو خبره کوی.  زه او بل هر دافغانستان دجمهوری دولت دوسله وال پوځ افسر پدی باور دی چې عظیمی دافغانستان دوسله پوځ هغه لوړرتبه افسر دی چې په نظامي چارو کی ورته متخصص او کارپوه ویل کیدای شي که اجازه راکړي موږ دده لخوا دحکمتیار دڅوځلی ماتولو په ویاړ کې دده سره ځانونه شریک وګڼو.  خوپدی دې هم سرخلاص کړي چې کله ده مسعود ته خپلې څڼې شانه کولې بیا پدې شرم کې ورسره شریک نه یو.  

  ځینې ددې دپاره چې له ځانونو څخه سپین چرګان جوړ کړي، اوبیا ځینی بېخبره «مریدان» داسی ادعاوی کوی چی ګویا موږ پداسی یولنډ اوتنګ وخت کی واقع شو چی دمسعود اوحکمتیار ترمنځ مو یوباید ټاکلی وای، خو داادعاوې دواقعیت سره کوم تړاو نه لری، چا چې  مسعود اویاهم حکمتیار ځانته دوصلت په خاطر ټاکلی، ددې انتخاب دپاره یې پوره وخت په واک کې درلود او پکې هیڅ هم دوخت دتنګسیا خبره نشته.  دې دواړو ډلوپه انتخاب کې دتوپیر سره سره یو هدف درلود اوهغه داچې دپردیو په لمسون دملی روغی جوړی دبریالیتوب مخه ونیسي.  هغوی چی دی هدف ته درسیدو په منظور حکمتیار وټاکه نامراده شول او هغوی چی بیا مسعود  وټاکه بریالي شول٬ نوخکه عظیمی صاحب دحکمتیار په وار وار ماتولو او په ګونډو کولو ویاړي او دمسعود دراتلو په ویاړ ځان سینګاروي.  بدبختي داده چې اوس همدغو مغرضو اوبې خبره مریدانو دمسعود په ملاتړ کې دحکمتیار څخه دلرګیو توره جوړه کړی ده اوهرڅوک چې ددوی معامله غندي سمدلاسه ورباندې دحکتمیار پلوی ټاپه لګوي٬ په ځانګړی توګه که داکسان بیا پښتانه وي.  په حقیقت کې دوی ټول پښتانه، حکمتیار اوطالبان په یوه لښته وهي.  زه فکر کوم داهغه کسان دي چې یو خیانت په بل خیانت پټول غواړي چې باید مخه یې ونیول شي.  

دمریدانو بله داخبره چې ګویا موږ دمسعود سره چې اوس دیو غیبي لاس په برکت واک ته رسیدلی پدې خاطر معامله وکړه چې دګوندي ملګرو پت اوعزت موخوندي ساتلی وي دخندا نه چې دژړا وړ ده.

هغه افغانان چې دمجاهدینو یوې کوچنئ ډلې ته دواک دورسپارلو دمعاملې شاهدان دي پدې پوهیږي چې دنوموړی معاملې زړی په شمال کې ددولتي کسانو لخوا کښیښودل شوچې له کابل څخه یې لارښودنه کیده٬ اوبیا په کابل کې ناستو مشرانوپه هدایت دازړی په مجاهدینو کې بهرنیو استخباراتي شبکو پورې تړلو ځینو برخو سره داییتلاف په نتیجه کې خړوب شو چې بیا په ګارنیزون کې تری میوه ترلاسه شوه او که عظیمی صاحب یې نه مني نودغه ده دجنرال مومن سره هغه خبرې چې په حیرتانو کې یې دده سره کړی دي اوبیایې په « اردو اوسیاست. . . » کې راوړی دي بیا ولولئ.  « ماحرفهای شما را شنیدم٬ ما ازعظیمی صاحب میپرسم که هنګامیکه تصویرهای رهبر بزرک ح د خ ا ببرک کارمل عزیزرادرتلویزیون کابل به شکل تمسخرامیز نشان میدادند کجا بودید؟ وقتیکه رفقای ما(بریالی وامتیاز حسن) ودیګران زنداني شدند چه عکس العمل نشاندادید ؟ همین اکنون علومی بزرګ درخانه نشسته است وچرا ده ها جنرال وقوماندان ورفقای وطنپرست ما ازوظایف سبکدوش شده ویا مجبور به ترک وطن ګردیده اند. . .  اخر ماهم اولاد این وطن هستیم٬ ما با مجاهدین به توافق رسیده ایم. » اویا چې کله دوستم دډاکتر نجیب  الله سره تیلفوني اړه ونیوله نو دوستم نجیب الله ته وویل« کلانهای ما درکابل است شما بانها ګپ بزنید» کله چې بیا نجیب الله ترې پوښتلی و چې « کلانهای تو درکابل کیست؟» هغه په خواب کې ویلی و چې بریالی٬ کاویانی٬ مزدک او پیګیر.

ددی خبرو مانا یوه ده هغه داچې ددولت او دملګرو ملتونو دسولې دپروګرام پرضد دیو بل پروګرام پراساس په کابل کې ناستو سیاست بازانو په مستقیمه لارښونه په شمال کې یوبغاوت پیل شوی اومسعود هم له همغې سرچینې نه چې تاسو ته یې هدایت درکړی هدایت اخلي او ددې بهیر سره یو ځای کیږي.  جنرال صاحب همداسې نده ؟!  اوس نو که خلک  پخپل ځای پریږدو که تاسو ته  لږترلږه همدا دګوندي ملګرو پت اوعزت کومه ټنګه ارزښت درلودای نوبیا به مو له پیله دې خونړئ اوشرمونکې ماجرا ته دچانه دغچ اخستلو دپاره تن نه ورکاوه هغه دچا خبره چې «نه خر وهلی نه لښته ماته».  لدې هاخوا تاسو ته داهیواد اوخلکو دیوه شانزده پولي ارزښت هم نه درلود چې دخپلو کورنیو په سود کې دهغوی دوینو په بیه سودا کوئ؟!  تاسو شخصي او ګوندي ګتو داسې په سراخستی وئ چې نور هر څه درڅخه هیر وو؟  په همدې لړ کې یوه بله دردونکې کیسه رایاده شوه هغه داچې زه په ماسکو کې وم، دپټ سازمان یو سرښندونکی د«عزیزالدین هوتک» په نامه چې دمسعود پرضد دبریالي اودوستم دناکامې کودتاه وروسته ماسکو ته راکډه شوی و په یو بازار کې موسره ولیدل٬ په هغه وخت کې درسنیو امکانات ډیر لږ و نو تر لیدو اولنډ روغبړ وروسته مې په تلوار ترې دکابل دوضعیت په هکله وپوښتل٬ ده راته پداسې حال کې چې غمجن حالت یې ځانته غوره کړی و داسی وویل« والله یو څه ملګری شهیدان شول٬ یوڅه دکابل ښار هم وران شو اویو څه خلک هم مهاجر شول خو ددې سره سره وضعه دګوند په ګټه وه».  اوس نوتاسو قضاوت وکړئ چې ښار خراب وی٬ خلک مهاجر اوملګری شهیدان نو دابه څرنګه وضعیت وي چې لا به دګوند په ګټه وی؟ اوبیا کوم ګوند؟ ریښتیا ده چیرته چې رهبران٬ ګوند او ایدیولوژي تقدیس شي هلته خلک او دهغوی ګټې له یاده وځي.

زمه دپورتنیو خبروڅخه موخه دا وه چې داهرڅه چې پیښ شول نه یوازې داچه ناڅاپي نه ووبلکې دیوه منظم پلان اوستراتژئ سره مطابق رامنځته شول.  اوس پدې ترڅ کې دمسعود څخه ملاتړ چې ګواکې منځ لاری و او دملګرو سره یې ګوزاره کوله او دحکمتیار غندنه چې که دکابل په ښار راننوتلای وای نو دګوندیانو اوله هغوی دکورنیو غړو څخه به یې سرونه غوڅ کړی وای اوپت اوعزت به برباد شوی وای دا هسې ببولالې دي چې معامله کونکی  پکې دتیښتې لار لټوي.

د عظیمی صاحب او «مریدانو» څخه پوښتنه کوم چې دسترې محکمې رییس کریم شادان٬ جنرال پرواني دنظامي امنیت لوی رییس٬ دملی امنیت کادری مرستیال جنرال شهباز٬ دملی امنیت ددریمی اداری مرستیال جنرال امیرمحمد٬ جنرال شکرالله نبرد دملی امنیت دسیاسي چارو دریاست مرستیال٬ سناتور جنرال جمال الدین عمر٬ ډګروال قسیم اوعبدالحق توفنده دملی امنیت کارکونکی٬ دمحتر صالح محمد زیری دټولې کورنې غړو٬ دملی امنیت دپنخمې ادارې لومړی مرستیال جنرال سید اکبر، دتاسو علومی بزرګ او په تولیزه توګه شپاړس تنو جنرالانو اوتر دیرشو تنو دتاسو دپټ سازمان لوړپوړی غړی چا له تیغه تیر کړل ؟ مسعود که حکمتیار؟ دکابل ښاریانو په پت او عزت دچا دواکمنئ پرمهال تیری وشو ؟ دکابل دښاریانو ټول وژنه او دافشارو فاجعه دچا دواکمنئ ویاړ دی؟ مګر هغه فاجعه مو په یاد ده چې کوم پاټک سالار یوه میړوښه ښخه دکابل په ښار کې «غنیمت» نیولی وه چې کله یې بیا میړه ځان تر ملارباني رسولی و رباني دهغه په عرض پاڼه داسې اسلامي احکام ورکړی و « قوماندان صاحب! لطفآ زنش را پس بدهید. »  اوپاتې شوه دحکمتیار خبره، نه پوهیږم چې دادومره ولې دحریفانو پروړاندې دحکمتیار په نوم شخوند وهل کیږی دهغه سره خو هم تاسو یو «انقلابي» اییتلاف وکړ.  ولی مو حافظه دومره بیکاره ده ؟ ایا تاسو دحکمتیار سره په « شورای هماهنګي» کې همکاري نه درلوده؟ کله چې دپټ سازمان قرارګاه له وزیراکبرخان مینې څخه (دمسعود دواکمنئ سیمه) دلومړي مکروریان (دحکمتیاردواکمنئ سیمه) ته کډه وکړه ایا تاسو دحکتیار سره په یوه ګډه قرار ګاه کې کار نه کاوو؟ اوجنرال رحمت الله روفی٬ جنرال معاض الله٬ ډګروال محمدعمرروند٬ ډګروال معصوم اصولمل او نه پوهیږم نور څوک په نوموړی قرار ګاه کې دتاسو استازی نه ول؟ او په چاراسیاب کې نه اوسیدل ؟ ایا حکمتیار ته په دشت سقاوه کې دهوایې ډګر په جوړولو کې تاسو همکاری ونه کړه ؟ عظیمی صاحب! ایا ته دمسعود پر ضد دحکمتیار او دبریالي ګدې کودتاه په درشل کې له ماسکو څخه کابل ته ونه غوښتل شوې اودکودتاه دناکامئ په سبا له کابله مزار اوبیا تاشکند ته ونه تښتیدې ؟ هو جنرال صاحب که هغه ورځ سهار وخته نه وای تښتیدلای اوس به دي قبر هم نه وو معلوم.  غواړم یو څه واقعیتونه نور هم دې جنرال ته ورپه ګوته کړم تر څو څرګنده شي چې زموږد لوی جنرال لاسونه اوپښې نورڅومره اوپه کومو لومو کې راګیر ول.  او داځل د« اردو اوسیاست. . . » څخه اودهغې خبری واقعیت چې ګلابزوی ده ته په ماسکو کې دیوې لیدنې په ترڅ کې کړی وه پدې ډول:

« عظیمی صاحب ! من ببرک کارمل رامانند پدر خود دوست دارم ومیخواهم او به افغانستان برګردد.  زیرا که با طرح ها وتیزسهای مصالحه مخالف هستم مرادازملاقات من اینست که خودت راازجریاناتیکه درکابل صورت میګیرد باخبر سازم. جنرال تڼی وزیر دفاع٬ نیازمحمد مومند و میرصاحب کاروان از طرف خلقیها ومحمودبریالی٬ جنرال نورالحق علومی ونعمت ازطرف پرچمیها درکابل باهم دید وبازدید های داشته وبرای سرنګونی نجیب الله درحال حاضرکردن پلان مشترکی هستند.  هدف ما اینست که باردیګرببرک کارمل رابه قدرت برسانیم. . . ».

اوبیا ماسکو کې دیوبل سفر په ترڅ کې دمزدک سره ګوري اوهغه ورته وایي« بچهء اختر کور خوانده درشمال چنان اتش برپاکنم که خشک وتر را یکجا بسوزاند»

عظیمی صاحب ! تا دګلابزوی، مزدک او دجنرال مومن له خبرو اوریدو ورسته څه وکړل ؟! که تا دملي دفاع دلومړي مرستیال٬ دګارنیزیون دلوی قوماندان، دسترجنرال او دګوند دمرکزي شورا دغړی په توګه دمسولیت لږ شانته احساس درلودای نو تا باید :

ــ دګوند دمرکزي شورا رییس٬ سراعلی قوماندان ته دګلابزوی دخبرو اوریدو وروسته دیولوی خطر دپیلیدو په توګه خبر ورکړی وای چې داکار دی ونکړ اوبرعکس تڼي ته ورنږدی شوې او میرصاحب کاروال سره دی هم لیده کاته پیل کړل.

ــ تاباید دمزدک خبری دګوند ددوهم مقام په توګه بابیزه نه وای ګڼلې، چې په شمال کې یې داور د اچولو پیغام ورکاوه او دخطر دلا رانږدیدو په توګه به دې خپل ګوندي او دولتي مشر ته راپور اومشوره ورکړی وای.

ــ اوکله چې تا دجنرال مومن دخبرو دتاسره دګوند اجراییه هیات ته راپور ورکاوه تا ددې پرځای  چې ژړلی وای دیو مسلکي نظامي په توګه به دې دمقابلې اوضدحملې پلان وړاندې کړی و.  خو تا پدې ټولو خوله او سترګې پتې کړې.  اوس به زموږ قضاوت دتا يه هکله پرته لدې څه وی چې ووایو :

ــ ته ددولت پرضد چې ته یې سترجنرال وې له یوې توطیې څخه ړومبی خبر وې.

ــ تا دا توطیه ګر پیژاندل٬ ندی پخپله مخالفت ورسره وکړ٬ او ندي ددولت مشرتابه ته دهغوی په هکله راپور ورکړ.

ــ او په پای کې دې پخپله په توطیه کې لویه اوټاکونکې برخه واخستله.

په کابل کې دملګرو ملتو په دفتر کې دنجیب الله له پناه اخستو وروسته سم لاسي تلویزیون ته لاړې اوهلته دې دنورو اپلتو په ترڅ کې وویل « اخرین مانع صلح کنارزده شد».  اوبیا دې دثور په پنخمه نیټه دځان دسینګارولو وروسته په تلویزیون کې وویل« به تمام سربازان٬ خردظابطان٬ افسران وجنرالان هدایت داده میشود تاخود را به ګروپهای احمدشاه مسعود تسلیم نمایند».

اوس نو که نجیب الله دسولی په وړاندې خنډ و نوبیا ولې دهغه له«کنارزدن » نه وروسته سوله رانغله ؟.  بله داچې داد«کنارزده شد» جمله دنجیب الله په ګوښه کولو کې دزور اووسلې نه دګټې اخستلو نه پرته بله څه مانا لرلی شې؟ که داسې وی چې ده نوبیا جوته ده چې تاسو دیوې ارامې کودتاه په ترڅ کې دهغه واکمنئ ته دپای ټکی کښیښود.  

په دوهم فرمان کې دې دافغانستان په لرغوني تاریخ کې ترټولو په جنګي وسلو او مهارتونو سمبال وسله وال پوځ دړنګیدو پړه په غاړه واخسته.  چې دا په دقیقه توګه همغه دپاکستان پلان و چې دتا او دتا دانډیوالانوپه مټ یې دهیواد دبربادی په بیه په عمل کې پلی کړ، اوس نو ته پخپله مهرباني وکړه او ووایه ته جاسوس اوپاکستانی یې اوکه دتا ددي شرمونکي عمل مخالفین؟؟؟

همداراز دعظیمي صاحب لخواپه ګوته شوی درژیم درانسکوریدو دلاملونو په هکله له جوش نه کار اخستل شویده او له هوش نه لری دي٬ یوخوپه هغو کې ټولوبهرنیو عواملو ته اشاره شویده٬ پداسې حال کې چې زموږ تکلیف دکورنیو عواملو سره دی.  سمه ده چې دافغانستان په پیښو کې بهرني عوامل دپاړ وړ اغیز درلود او دولت لدې لامله په کافي اندازه ترفشار لاندې و٬ خوداټولو فشارونو نشوای کولای داسې یوډراماتیک حالت چې هرڅه دود کړي او هوا ته یې والوزوي رامنځته کړي٬ داځکه چې دافغانستان دسیاسي زعامت دهوښیارئ له امله دورته حالاتو منځته راتلل له وړاندې په پام کې نیول شوی و٬ دملګرو ملتونو دپلان دپلی کیدو وروستئ مودې ته په پاملرنه ددولت دپایښت اودخلکودلومړنیو اړتیاوو وړ توکي په پوره اندازه زیرمه شوی و او پدې توګه نه دمرمیو کمبود و اونه دغوړیو.  کابل ښاریانو ته به په یاد وي کله چې دعظیمی صاحب جهادي ورونو دولتي واک قبضه کړ دنورو ملي شتمنیو په څنګ کې دا دولتي زیرمې هم لوټ اوبازارونو ته په نیمه بیه وړاندې شوې٬چې بیا ځینو بې خبرو به  ویل چې دا داسلامي دولت له برکته ده چې هم پریماني راغله او هم ارزاني(!).

دعظیمي صاحب دسقوط دلاملونو په لوی اوبیځایه طومار کې یو کورنی لامل دبحث اوفحص وړ دی هلته چې وایي. « دروازه های کابل ازهمان روزی به روی مخالفین ګشوده شد که. . .  دولت ازموضع ضعف مصالحه را با دشمن که دیګر په پیروزی خود باورمند شده بود اعلان نمود. . .  ».

که ریښتیا ووایم زه ددې ادعا دابطال په هکله دلیکلو اوویلو دپاره ډیر څه لرم خو دلته له دوو خولو ددوو خبرو په راوړلو بسنه کوم (یوه دعظیمی صاحب له خولې اوبله دمسعود له خولې).

عظیمی صاحب خپل « دوست فرهیخته » جنرال محمد اصف الم ته په یولیک کې داسې لیکی «ایا فراموش کرده ای روزهای راکه مخالفین ودګراندیشان وحامیان اجنبی انهاچاره جز ګردن نهادن به مشی مصالحه ملی رانداشتند وحاضربودند دریک دولت وسیع القاعده اشتراک کنند. . . ».

او همدارنګه احمدشاه مسعود واک ته له رسیدو وروسته یو عربي پلاوي ته چې بیا وروسته داخبری دالمسلمون نومي نامتو اوونیزه کې خپرې شوې داسې وایی«مسلمانان درروزهای قبل از سرنګونی رژیم سابق به حالت از ناامیدی رسیده بودند که بازتاب ان دراکثر جبهات ملاحظه میشد.  درچنین زمان دشمنان خدا دست به کار شدند تا نقشه های خود را عملی بسازند وجای حکومت نجیب را به یک حکومت غیراسلامی دیګر بدهند.  همهء شما درجریان بودید واخبار تشکیل حکومت بیطرف را می شنیدید.  ازتحرکات نماینده  ملل متحد سیوان میان کابل وپشاوراګاهی داشتید.  هیچکس نمیتوانست تصورکند٬ حتی نزدیکترین کسانیکه همراه ما درمدت ۱۴ سال صبرواستقامت نشاندادند ازجمود وبن بست دراوضاع نظامی به یاس رفته بودند وبادرنظرداشت منافع ملت ودولتهای شان پل های مصالحه بارژیم نجیب را ایجاد کرده بودند.  خود تنظیم های جهادی به حالت بیم وترس ګرفتار شده بودند.  همګی متوجه به طرح نماینده ملل متحد بنین سیوان بودند.  به طرح تشکیل حکومت بیطرف اکثر تنظیم ها موافقت کردند. ».  اوس نو ګران لوستونکي دپورتنیو اعترافاتو په رڼا کې پدې ښه پوهیدای شی چې دادوه لوړ پوړې سرچینې ددولت په سیاسي او پوځي پیاوړتیا اودمجاهدینوپه ناتوانئ سره یوه خوله دي.  لدی اعترافاتو څخه داواقعیت په ډاګه کیږي چې نه مصالحه ددولت دضعف نښه وه اونه هم مصالحې ددولت سیاسي اونظامي ځواک ته تاوان رسولی وو٬ برعکس دمصالحی اعلان او بیا په عمل کی پلی کیدل دولت په دواړو برخو (سیاسی او پوځي) کې لاپیاوړی کړ٬ وسله وال مخالفین یې هم دجګړې، هم دسیاست  او هم دخلکو دزړونو او دماغونو په ډګر کې تجرید کړل.  

    د پایلو په توګه :

ـــ دنجیب الله دواکمنئ پرضد هلی ځلی اوبیا دهغې ترنسکوریدو دڅو ورځو  د څومیاشتو او دیوکال خبره نه وه، دې موخې ته دنړئ٬ سیمې اودکورنیو غلامانو په کچه ډیراوږد٬ پراخ اوهراړخیز کارشوی و٬ ددې پلان له قووې نه فعل ته راوړل نه د«اشرارو» بلکې د«رفیقانو» کاروو چې له مزاره پیل او له کابله رهبري شو.

ـــ دنجیب الله ددولت  مخالفین( په دولت کې دننه اوله دولت نه بهر) ټول دملي روغې جوړې مخالفین ول٬ په دې لړ کې څوکودتاوې لامخکې شنډې شوی وې.  

ـــ نه دولت دځان اوخلکو نه په ساتنه کې پاتې راغلی وو اونه ملي روغه جوړه ددولت دناتوانئ لامل و، اونه (متشکل اوغیر متشکل) وسله وال مخالفین وتوانیدل چې دولت دوسلې اوزور په مټ رانسکور کړي.  دښارونو دروازې دمخالفینو پرمخ له هغو خاینو عناصرو لخوا پرانستل شوې چې دساتلو یې باور ورباندې شوی وو.

ـــ دنجیب الله دواکمنئ پرضد کودتاه په پوره باور دملګرو ملتونو دسولې دپلان پرضد کودتاه وه٬ نجیب الله٬ دده ژوند، واکمني او دوطن ګوند له همدې پروګرام څخه دملاتړ قرباني شول.

ـــ نجیب الله په ګوند کې دڅرګندو مصالحې دښمنه مشرانو په هکله دداوود خان هغه اشتباه تکرار کړه ې هغه پخپل وخت کې دخلق دموکراتیک ګوند دمشرانو په هکله کړی وه.  

وروستئ خبرې :

کله چې ویدیوکلیپونه په سایټونو کې راښکاره شول٬ پوه شوم چې غبرګونونه به ساده نه وي٬ ددې سره مې جوخت په زړه کې راتیره شوه چې یو به خامخا عظیمي صاحب وي٬ چې  دخپل سپیناوي کوښښ به وکړي اوغبرګون به یې هم عادي نه وي٬ خو دامې نه وه انګیرلې چې دومره ژر به میدان ته هغه هم داسې لوڅ اولپړراووخي.  داسې راوتل اوغبرګون چې پایله یې دده دمړژواندي شخصیت دضریب لا راټیټیدل وی اوبس.  دوروستیو خبرو په توګه هرهغه چا چې دشهید نجیب الله سره مخالفت کړی، دهغه دواکمنئ اوملي روغې جوړې سیاست پرضد یې توطیه اومعامله کړی دملي شخصیت ښاغلی عبدالرحیم هاتف دوینا یوه کوچنئ برخه چې دشهید نجیب الله دشهادت دیوولسم تلین په غونډه کې کړی وه وریادوم چې وایي« نجیب الله چا مړ کړ؟ هرچا چې مړ کړ هغه ګټه نده کړی.  چایې مخالفت وکړ ؟ هرچا چې یې مخالفت کړی هغوی شرمنده شویدي، دهغو نومونه ورک شویدي٬ په ژوند کې مړه شویدي٬ خودی (نجیب الله)  له مرګه وروسته هم ژوندی دی. »

اخر به ریبي توپانونه چې بادونه کري
خود به لمنو نه اور اخلي چې اورونه کري

 

 

   کورپاڼه | صفحه اصلی  

email: payamewatan@yahoo.com