www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

د خپریدو تیټه / تاریخ نشر:03.07.2010

ک. کمال

دوه یاران - یو کمال

لنډه موده وړاندې دپښتو شعر په پراخه او ښکلی هسک کې ددوه غبرګو نوو ستورو د راځلیدو شاهدان وو٬ یو «د تاریخ سبق» د ښاغلی او منلی انجنیر عبدالکبیر کاکړ او بل د «کله چې لمر دخدای ایتونه لولې» دتشبیهاتو او استعارو د نړۍ د بریالي اوبر لاسې شاعر ډاکتر حنیف «بکتاش» دشعرونو غونډ دی. دګران او مهربان کاکړ صاحب څخه  چې دخپلې شعري ګلدستې دویش پرمهال یې زما برخه بیله کړی او بیا یې د ګران باز محمد کاکړ په لاس ماته رالیږلې په ځانګړې توګه خوښ او منندوی یم. زه ددې دوو تنو شاعرانو سره دشخصي پیژندګلوئ له کبله٬ ددوي دشعري ټولګو دخپریدو دجشن په پلمه یوڅه دشعر اوشاعر په هکله غواړم و لیکم او که نه نو هسې خو د شعر او شاعرۍ په هکله د څه ویلو او لیکلو لږ شانته حق هم ماته حاصل نه دی٬ له همدې کبله که و نه توانیدلم د موضوع پوره حق ادا کړم دګرانو لوستونکو څخه له وړاندې بښنه غواړم.

شعر څه دی او څه ځانګړتیاوې لري؟ شاعر چاته ویلی شو او د کومو ځانګړتیاوو لرونکی وي؟ داهغه پوښتنې دي چې  غواړم د ادب ا ودشعر دنړئ د مخکښانو په مرسته یې ځواب کړم.

ــ شعر د طبعیت په چاپیریال کې انسان ته له ذهن څخه د یو راولاړ شوی حالت زیږنده ده، پدې مانا چې شاعر ته داسې ځانګړی حالت لاس ورکوي چې دهغه په مټ دی دخپلو شاوخوا شیانو سره روحي اړیکه ټینګوي چې بیا دهمدغې اړیکې نتیجه کې اشیا (څیزونه) خپل فزیکي اومادي حالت له لاسه ورکوي اودشاعر دتفکر اواحساس په یوه برخه اوړي٬ شاعر پداسې حالت کې د اشیاوو دذاتي افسون تر اغیز لاندې راځي اوهغه څه چې د دې فعل او انفعالاتو په نتیجه کي تولیدیږي شعر نومیږي. شعر په حقیقت کې  دخیال٬ انځورونو٬ استعارو، سمبولونو او اسطورو په ژبه د واقعیت بیان دی.

ـــ شعر زړونو ته مینه لیږدول دی.

ـــ «شعریوه پناه ده٬ یوه وسیله ده٬ یوتسل دی٬ یوسکون دی٬ یوډاډ دی٬ یومشال دی٬ یوه مینه ده٬ یواحساس دی٬ یورازدی٬ یوپیغام دی، یودرد دی اویوعشق دی.»

شعر که شعار؟ کله کله داسی هم اوریدل کیږی چې دځینوشاعرانو٬ ځینوشعرونو ته شعر نه٬ بلکی شعارویل کیږي٬ ددې ترشا چې هرهدف او مقصد پروت وي زه پرې کار نه لرم خوزه ددې خبرې چې شعر دشعار په نامه غندل کیږي ملاتړ نه کوم٬ زما په اند په حقیقت کې پدې پلمه شعر نه٬ چې شاعر دځینو ځانګړو کتنو پربنسټ غندل کیږي. زه پدې باور یم چې شعرله عشق نه الهام اخلي، اوس که داعشق اویا په بل بیان معشوقه چې هرڅوک اویا هرشی وي په شعر اویا موزون کلام کې ستایل کیږي شعر دی٬ داچې دچا معشوقه دچا اوولی نه خوښیږي داځانته اوسلیقوي خبره ده. شعر چې له آره دښکلا دبیان وسیله ده٬ خواوس ترې دټولنیزو اوسیاسي موخو دبیان اوڅرګندولو دپاره هم دیوې وسیلې په توګه ګټه اخستل کیږي که چیرې داموخې  دښکلا اویا دشعر په ژبه بیان شي زما په اند دشعر تعریف اومنځپانګې ته زیان نه رسوي.

دشعرځانګړتیاوې:

    شعر به ډیري ځانګړتیاوې ولري خوزه دلته هغو ځانګړتیاوو ته اشاره کول غواړم چې مالوستې دي.

ـــ په شعرکې باید«لوړخیالونه اوژورفکرونه» ځای ولري٬ یانې په شعر کې باید عقل اواحساس سره پخلا کړل شي٬ خو دې خبرې ته پام ساتل په کاردي چې په شعر کې«تخیل اوښکلاترفکره لوړه ده».

ـــ سلاست اوبلاغت: په سلاست کې زما په اند نباید دشعر ژبه چې داستعارو اوتشبیهاتو ژبه ده زیان ومومي اویا چورلټ له پامه وغورزول شي٬ خوورسره جوخت شعر تردې عنوان لاندې نباید دومره پیچلی اوغامض کړل شي چې دټول پوهیدنی کچه یې راټیټه شي اوګڼې دتوضیح اوتفسیر اړتیا رامنخته شي. اکادمیسین سلیمان لایق پدې باور دی «شعر چې توضیح وغواړي ترلیکلو یې نه لیکل ښه دی». پاتې شوه د بلاغت خبره، زما په اند د شعر دا ځانګړتیا دومره مفهوم ده چې په اړه یې توضیح ته اړتیا نه لیدل کیږي.

ـــ بغاوت: دادشعر هغه ځانګړتیا بولم٬ چې شاعر ددې ځانګړتیا په مټ٬ هغه څه ویلی شي چې نور یې له ویلو عاجز دي. زما په اند په شعر کې دهغوخبرو٬ پوښتنو او غوښتنو دبیان دپاره میدان پرانستل کیږي چې په دودیزه توګه ېې دبیان چانس یا نه وي یاخوډیر لږ وي٬ دشعر ددي ځانګړتیا په برکت شاعر دهغو خبرو دبیان مسولیت په غاړه اخلي اوهغوځایونو ته لاس اچوي چې دنورو لاس ترې لنډ وي.

   زه پدې باور یم چې زموږ دټولنې فکري اوذهني حالت دې ته تیاری نه لري چې پریږدي شاعردهرچا دروازه چې وغواړي په سوک ووهي٬ یعنی شاعر باید خپل «حد» پخپله وپیژني ولی که نورشاعر ته «حد» وټاکي نوشعر به زیان موندلی وي٬ شاعر باید پریښودل شي چې دخپل دفکر او احساس اس دخیال په رنګین واټ کې چې څومره یې توان رسی وځغلوي د هیواد نامتو شاعر٬ لیکوال اوسیاستوال عبدالرحمن پژواک وایې «شعر راز دی٬ په راز باندې خبرې کول په زړه باندې تجاوز او په روح تیری دی٬ زه په شعر باندې تقریظ او انتقاد ګناه بولم».

یو انګلیسي معاصر شاعر «اسیون اسپندر» د شعر یوه خانګړتیا داسې راپیژني. «په ټولو شیانو کې انسان د انسان سره مخامخ دی٬ خوپه شعر کې انسان د خدای سره لاس او ګریوان دی.»

شاعر او د هغه ځانګړتیاوې:

 ــ   شاعر دتیرقاضي٬ دحال لیدونکی اودراتلونکی وړاند ویونکی دی٬ شاعر دخپل وخت دمظاهرو استازی دی اوشعر په حقیقت کې یوتاریخي سند دی (رضا براهني).

ـ شاعر یانې هغه څوک چې په تیارو کې رڼالیدلی شي.

ـ شاعر هغه څوک دی چې دخپل معنوي شعور په مټ دژوندپه چاپیریال کې داشیاوو په دننه کې په کشف لاس پورې کوي٬ هغو ته روح اوژوند ورکوي. یوچینایي شاعر «لوچي» وایي «شاعر هغه څوک دی چې دنیستئ سره جنګیږي ترڅو هغه په هستۍ واړوي٬ شاعر هغه څوک دی چې زمکه اواسمان دقالب په قفس کې اچوي».

ـ شاعر هغه څوک دی چې غواړی دبرخلیک پروړاندې ودریږي (کامو). یوغربي لیکوال «فرانسیس بیکن» شاعران په درېو ډلو ویشي.

۱ ـ هغه ډله شاعران دي چې مطالعه نه کوي اوهرڅه چې وړاندې کوي هغه یې دخپل فکرمحصول وي٬ داډول شاعران دغڼې مثال لري چې له خپلې خولې تارونه باسي اوله بهرڅخه هیڅ هم نه اخلي.

۲ ـ داډله هغه شاعران دي چې دمیږیو خاصیت لري٬ ټول عمر غله دانه راټولوي او بیرته هیڅ هم نه ورکوي٬ داډله دنورو په فکر اوتجربو شخوند وهي او وخت تیروي.

۳ ـ داډله هغه شاعران دي چې دشاتو دمچیو په شان پرګلونو ګرځي٬ شیره راټولوي اوترډیر زیار اوکړاو وروسته یې پرشاتو بدلوي اوبیایې لوستونکو ته وړاندې کوي.

که وغواړو دپورتنئ ډلبندئ په رڼا کې دیوه غوره اوښه شاعر ځانګړتیاوې په ګوته کړو نوزماپه اند غوره شاعر هغه څوک دی چې درې سره یادې ځانګړتیاوې په یومناسب ترکیب اوتناسب سره په ځان کې راټولې اووروزي٬ یانې یوشاعر باید هم پخپله فکر وکړي٬ او هم دنورو دفکري محصولاتو څخه ځان بې نیازه ونه ګڼي او هم د شاتو د مچیو په شان نوروته عسل تولید او وړاندې کړي.

د شاعر ځانګړتیاوې:

ــ یوشاعر باید تل دعشق په محراب کې په سجده پروت وي٬ شاعر له عشق نه پرته شعر نه شي ویلی اوکه یې ولیکي هم«دابه دیو وچ ریاضت نتیجه وي اوشعر به یې دالهام٬ خوند اوپام څخه تش وی».

ــ شاعر باید د فکر او خیال٬ قول او عمل په ډګر کې د ښایست عبادت وکړي (غني خان).

ــ شاعر باید لوی روح ولري٬ نه ایلیدونکی٬ نه ماتیدونکی او سمندر٬ سمندر ذوق لرونکی وي.

   د شاعر د شعر او د هغوی د ځانګړتیاوو په هکله د چاخبره سمندر٬ سمندر خبرې شته خو زه د بحث د رالنډیدو په تکل دا کړکئ تړم او راځم:

اوس بیرته دوه یارانوته:

تردا اوسه چې دا ګډې وډې لیکم  لامې د ډاکتر حنیف بکتاش شعري خپره شوی تولګه نده ترلاسه کړی٬ خو ماته پکې خپاره شوی شعرونه دومره اشنا دي چې له پیله یې په پای پوهیږم او داځکه چې ددې زرینو څاڅکو باران له پخوا پر ما د شاعر لخوا ورول شوی دی٬ زه چې څو وارې لندن ته تللی یم له نیکه مرغه ماته دبکتاش صاحب دلیدو اودبنډار ویاړ راپه برخه شوی دی. ښاغلی بکتاش مخکې له دې چې دنن په څیر یودپام اواحترام وړ ادبي څیره واوسي یوه سیاسي اوټولنیزه څیره ده٬ دی زموږ دنسل دڅلویښتمې بیا تر اویایمې لسیزو دځوانانو دسیاسي ـ ټولنیز یون له مخکښانو څخه یو دی٬ او اوس خو دې دچاخبره دشیطان غوږونه کاڼه وي چې دیوتلپاتې ادبي بهیردمخکښانو په لیکه کې هم راتلای شي. بکتاش که څه هم دنیمې پیړئ ګرد یې پر ويښتانو ناست دی٬اوهمداراز که څه هم  دځینونږدو یارانود بیوفاییو څخه یې زړه شین دی٬ خولاتراوسه دپاخه ځوان نسل استازیتوب کولای شي٬ لاهم د نادودو پر وړاندې یې د غوسې دڅرګندولو پرځای  پر شونډو موسکا ناڅي٬ ساده او صمیمي دی٬ زړه یې لوی خودناستې خونه یې تنګه ده٬ دکتابونو دګڼه ګوڼی له امله بې نظمه اودناستې دپاره نامناسبه ده. زه چې څووارې دده کور ته ورغلی یم اوبیا یې پخپلو شعرونو نازولی یم٬ که ریښتیا ووایم بکتاش د کلماتو مرغلرې د شعر په امیل کې ډیرې ښې او په لوړ مهارت سره پییلی شي٬ کله به چې زه کورته ورغلم اوده به سرپه سر شعر راته دکلمه کاوه مابه دخوند اخستلو سره جوخت ددې پاشلو پاڼو چې پرمخ یې قیمتي مرغلرې انځور شوی وې اندیښنه هم کوله٬ په وار وار به مې ورڅخه هیله کړی وي چې ګوره داپاڼې درڅخه ورکې نه شي لږ یې په ساتلو کې پام کوه، دی به موسکی شو اودڅه ویلو پرته به یې دبل شعر دویلو تابیا وکړه. خوکله چې دګڼو انترنیتي سایټونو دلارې مې دهغو پاڼو دغونډ دچاپیدلو اوخپریدلو خبر ترلاسه کړخوشاله اوډاډه شوم چې «پاڼې» روغې رمټې دي اودادی دډیرو هنري تنده به پرې ماته شي. ددې لنډ اوتنګ وخت نه په ګټه اخستنه ددې قیمتي «پاڼو» هلته چې «لمر دخدای ایتونه لولی» چاپیدل او خپریدل د ده لیکوال او ویناوال ډاکتر بکتاش٬ د ده د بنډار یارانو او د ادب مینه والو ته مبارکي وایم.

تا دښایست ګلونه ډیر دي
لمن مې تنګه زه به کوم یو ټولومه

او اوس د ګران کاکړ سره څو خبرې:

زه پدې باور یم ې دهرچا په هکله څه ویل اولیکل ساده اواسانه وي٬ خودلغمانیانوپه هکله هرڅه بل ډول دي. که کوم څوک وغواړي کوم لغمانی وستایي نودی به فکر کوي چې په دې کې کوم «چل» دی. اوکه یې نه ستایې هم به فکر کوي چې دکوم «چل» خبره په منځ کې ده. لغمانیان هرڅه په «چل» پیلوي اوپه «چل» یې ختموي. کله چې لغمانیان یو دبل سره مخامخ شي دروغ جوړ سره جوخت یوبل څخه پوښتي «څنګه چل دی؟». خوزه لدې چل اوچلبازئ څخه ځکه نه ویریږم چې ددې«مار» اوده زما سره هم شته٬ نوځکه «په ښکاره نارې وهم چې خوله یې راکړه» اووایم چې دلغمان انجنیر٬ ډاکتر٬ ښوونکی٬ زده کوونکی٬ بزګر٬ بڼوال٬ بانډیوال او «ډیوه وال» ټول شاعران دي٬ ځکه خو کومه ناڅاپي خبره نده چې عبدالکبیر «کاکړ» انجنیر شاعر دی. دی کولای شي دژوند ژواک معادلې هم د «ریاضي» په فورمولونو حل کړي اوهم یې د «خیال» په فورمولونو. انجنیر کاکړ لکه دلغماني«الفت» په شان د «ژور فکر» په مټ د «دریاب» له تل څخه«ګوهر» راایستی شی اوهم د «لوړوخیالونو» په مټ داسمان په شنو غمبورو شنه خالونه شمیرلی شي. زموږ انجنیر شاعر دستایلو اوپاللو دپاره ډیرڅه لري چې په ویلو اولوستلو به یې «غره» شي٬ خوکله کله ډیرخواږه هم ستوني ته ګټور نه وي نولدې کبله به لږ څه ترخه هم پرې ورګډ کړوچې خوند یې برابرشي.

۱ ـ دشعري ټولګې دعنوان په  هکله: «دتاریخ سبق» که ریښتیا  اوله کومې کتنې پرته څه ووایم یوې شعری اوادبي کتاب ته په حقیقت کې دیو تاریخي اثر نوم ورکول  خوند رانه کړ. ټول پوهیږي چې شکل تریوځایه دپدیدې دماهیت اومضمون څرګندونه کوي٬ ډیر وخت داسې کیږي چې ځینې لوستونکي اوله هغې ډلی څخه دشعر مینه وال دکتاب دنوم٬ صحافت اوسرلیک څخه دکتاب په هکله خپله انتباه اخلي٬ وګورئ دښاغلی بکتاش دشعري ټولګې نوم ته «کله چې لمر دخدای ایتونه لولي» په حقیقت کې داپ خپله شعرده.

۲ ـ کله چې کاکړ صاحب پخپل یو شعر کې لغماني شاعران راپیژني٬ یو خو لدې کبله چې دښکلی لغمان یوشمیر شاعران لوستونکو ته ورپیژني دستایلو وړ دی اوبل دا چې ز ما په شان دیو ناشاعر نوم یې هم په شاعرانو کې راوستی لږتر لږه په ځانګړی توګه یې ماته داویاړ رابخښلی اولدې کبله یې مننه هم کوم، خو هغه څه چې دیو کمبود په توګه ورته اشاره کوم هغه داده چې ښاغلی کاکړ دلغمان دګڼو شاعرانو په نوم اخستلو کې لاس نیولی عمل کړیده. زه باور لرم اومبالغه به مې نه وي کړې چې دلغمان په هره کورنئ کې  یو شاعر شته٬ نو که  کاکړ صاحب غوښتل چې دلغمان شاعران لوستونکو ته وروپیژني نو په کارداوه چې دلغمان دادبي بهیر سره یې اړیکه نیولی وای٬ باور لرم چې اوږد لست به یې ترلاسه کړی وای٬ بله داچې نه پوهیږم له کوم دلیل پربنسټ په پخوانیو نامتو شاعرانو کې ترې ښاغلی محمد حسن بارق شفیعي له پامه غوزیدلی اویایې غورزلی؟.

۳ ـ دریمه خبره  څه هم عمومي اوڅه هم ځانګړی بڼه لري اوهغه داچې: شاعر دیوې ټولنې مشال٬ سترګې اوامسا ده. شاعردټولنې ښوونکی٬ دټولنې داوسیدونکو ترمنځ دفرهنګي اړیکو نښلوونکی، دماتو اوکنډوکپرو زړونو رغوونکی دی. شاعردشعر په ویلو نه یوازې داچې خپله ادبي تنده ماتوي٬ خپل روح اوروان اراموي٬ بلکې ورسره٬ ورسره ټولنې ته لوری ورکوي٬ خوکوم لوری ؟ دالوری باید دخرافاتوسره دټکر په پای کې دابادئ٬ پرمختګ او سوکالئ په لور وی٬ شاعر باید خپلو خلکو ته دمینې په ژبه نوموړو موخوته درسیدو لار وښیي او پخپله ددې ارتقایي حرکت په لومړئ لیکه کې ودریږي. شاعر چې دخپل وخت دغوښتنو او پوښتنو ژباړن اواستازی دی که دنن پرځای دپرون خبره وکړي بیا نو نه شي توانیدلای خپل ټولنیز رسالت ترسره کړي. شاعر باید ترهرچا ړومبی په هغه څه پوه وي چې نوروته یې دشعر په ژبه دالهام په توګه وړاندې کوي. اوس که شاعر دداسې لوی اودروند رسالت په درلودلو سره سره داسې څه٬ هغه هم دښکلا په ژبه ووایی چې یو نالوستی اویا کوم غولیدلی کس یې وایي بیا نو توپیرڅه شو ؟ نن که یو څوک ترهر نامه لاندې چې وي سینه و وهي چې زه دافغانستان دخپلواکئ دپاره جنګیږم٬ دین ګټم اویا نیواک اوبلواک نه منم اوزه یې هم ووایم اویایې ورسره ومنم مابه خپل دریځ اورسالت ته څومره زیان رسولی وي؟! داځکه چه زه پدې پوهیږم چه داجګړه نه دخپلواکئ دپاره ده٬ نه ددین دپاره ده اونه هم دامریکا اوناتو پرضد ده٬ بلکه داجګړه په ټوله مانا دافغانستان پرضد ده چه دغه ده درې لسیزې کیږي  روانه ده،څوک په کې دمجاهد اوڅوک په کې دطالب په نامه نقش لوبوي. افغانستان دخپل لرغوني تاریخ په اوږدو کې کله هم دنن په شان داسې مهم نړیوال دریځ نه درلود٬ له نیکه مرغه افغانستان پیاوړی نړیوال ملاتړ له ځانه سره لري اوداهغه څه دي چې افغانان ورته اړتیا لري. زه خپلو ټولو ګرانو اودرنو لیکوالانو٬ شاعرانو٬ سیاستدانانو٬ قومي اوروحاني مشرانو ته په ډیر درناوي سره وړاندیز کوم چې دافغانستان په ګټو فکر وکړي٬ استعمار٬ اشغال٬ یرغل٬ خپلواکئ اوبلواکئ ته په یوویشتمې پیړۍ کې نوی تعریف پیدا کړی اودي پوشتنې ته ځواب ورکړې، افغانانو د خپلواکۍ په نامه چې څومره قرباني ورکړیده ایا په پای کې یې  په ریښتنې توګه کله هم خپلواک شویدي؟ افغانان تل دنورو دپاره قرباني ورکړیده٬ راشئ داځل داګټه پخپله ترلاسه کړو.

اوښ د باره سره کورته ورغلی
په اولجه د اوښ د غاړې د جرس دی

 
 

   کورپاڼه | صفحه اصلی  

email: payamewatan@yahoo.com
 

 

استفاده و نشر مجدد مطالب «پیام وطن» تنها در صورت ذکر منبع اصلی نشر آن مجاز میباشد