www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

د خپریدو تیټه / تاریخ نشر:12.07.2010

ک. کمال

دروغجن لمر

اوس چې دمینې پربستر باندې ایره ایره شوې

وایه زړګیه راته لاس له مینې اخلې که نه !؟

چې درنګونو په منتر باندې ایره ایره شوې

وایه زړګیه راته لاس له مینې اخلې که نه !؟

چیرته پرون٬ چیرته یې مینه نن سبا مونده شي

ها پرونئ ژمنې نن بس په خاطرو کې غواړه

دغوړ لستوڼي اشنایي ده اشنا ځان پوهوه

دوفا قبر لاړ شه چیرته هدیرو کې غواړه

اوس چې دژمنو په مجمر باندې ایره ایره شوې

وایه زړګیه راته لاس له مینې اخلې که نه !؟

ماچې پرون دچا په ډاډ باندې سینه وهله

زه څه خبروم چې هغه به بازاري جانان وي

ماته یې مینه یو پیغورشوه اوس به یې څه پټوم

دجفا پور یې پریکوم که مې په سر اوځان وي

اوس چې دهر اجړا په سرباندې ایره ایره شوې

وایه زړګیه راته لاس له مینې اخلې که نه  !؟

ته چې دوخت پر توسن سپور دوخت دې خیال نه ساته

د «نظرمات» په غاړه پروت دې تاویزونه وسول

اوس دې کنډر٬ کنډر ارمان دکوشیر زغم نه لري

ستا د «ثراب» پردښتو خوب ته تعبیرونه وسول

اوس چې د مړ «نهنګ» شهپر باندې ایره ایره شوې

وایه زړګیه راته لاس له مینې اخلې که نه !؟

ماچې په سوک دوخت سکوت دوخت سلوک بدلاوه

ما دهر میخور یاغي سره سیالي کوله

ماچې دخم په منځ کې غسل دشرابو کاوه

زه څه خبروم نور خماردي ما مستي کوله

چې دمستئ دښار په ور باندې ایره ایره شوې

وایه زړګیه راته لاس له مینې اخلې که نه !؟

زما دعمر سحر لاړ دمازیګر لمن ته

زلمي کلونه مې دستا په لیونتوب کې تیرشول

کله پخبږې٬ راویښیږې زما خام زړګیه!؟

«نیمه پیړئ» دې په زانګو دماشومتوب کې تیر شول

زه مازیګر ته په سحر باندې ایره ایره شوې

وایه زړګیه راته لاس له مینې اخلې که نه !؟

زه پرسجدو دعشق محراب کې بې خبره پروت وم

ته مې لیدلی له ما وړاندې په ممبر کې ناست وې

ماچې سر پورته کړ شیطان دتا پرځای ولاړ و

هرڅه بدل و نه امام نه ته په سرکې ناست وې

زه په محراب ته په ممبر باندې ایره ایره شوې

وایه زړګیه راته لاس له مینې اخلې که نه !؟

زموږ«پخې» مینې ته «خامو» سپک نظر وکاوه

موږه پوه نه شو داغیار په خندا وغولیدو

دروغجن دژمی لمر ته هسې موږ اسره کوله

اشنا پردی وو دپردو پر اشنا وغولیدو

څنګه دماتې په خبر باندې ایره ایره شوې

وایه زړګیه راته لاس له مینې اخلې که نه !؟

نه٬ نه تیروتلې!

مه راته سپکې٬ سپورې وایه مه پیغور راکوه

ځه له دروغجنو عاشقانو نه ګیلې مه کوه

زه هغه نه یم چې «ویاله» او«دریاب» نه پیژني

زه دخپل عشق په مذهب روږدی یم ترخې مه کوه

نه خو دماتې په خبر باندې ایره ایره یم

نه به له مینې نه«کماله» لاس په سر شم کله

 

 

   کورپاڼه | صفحه اصلی  

email: payamewatan@yahoo.com
 

 

استفاده و نشر مجدد مطالب «پیام وطن» تنها در صورت ذکر منبع اصلی نشر آن مجاز میباشد