|
||||
|
تاریخ نشر:17.02.2010 |
||||
|
ښاغلي محمود هوتک سره مرکه
پوښتنه : د مهربانۍ له مخې مو د افغانستان څخه دشوروی پوځي ځواکونو د یویشتمې کلیزې د سیاسی او تاریخی ارزښت په هکله خپل نظریات د ګرانو لوستونکو سره شریک کړئ. ځواب : ټول هیوادونه او له هغی ډلی څخه زموږ هیواد دخپل لرغونی تاریخ په لمن کی داسی پیښې او یادونه لری چې ولسونه یې پرې ویاړي٬ یادونه اوستاینه یې یو پښت بل پښت ته په میراث پریږدي. دسلواغی ۲۶ مه زموږ دهیواد په تاریخ کې دسیاسي اوتاریخي اهمیت لرونکو ورځوپه فهرست کې دپام اواحترام وړ ورځ ده. یو ستر بهرنی وسله وال پوځ دنهو کالو٬ یوی میاشتې اواتلس ورځو دچا خبره د «بزن و ببند» نه وروسته په همدې ورځ زموږ له هیواده خپله دښکیلاک کمپله ټوله اوبیرته یې خپل هیواد ته مخه کړه چه بیا وروسته دوخت دولسمشر شهید ډاکتر نجیب الله لخوا داورځ دملي ژغورنې دورځې په نامه ونومول شوه او دهیواد په سیاسي تقویم کې یې درخصتئ دورځې په توګه ثبت کړه. پوښتنه: له شورويانو څخه په ملي ژغورنه کې د شهید نجیب الله تر مشرۍ لاندې د دولت او وطن ګوند ونډه دتاسو له نظره څومره وه ؟ ځواب: دایو حقیقت دی چې دشورویانو سره دهغو دمخالفینو بیلابیلې افغاني ډلې٬ بهرني هیوادونه او نړیوالې موسسې په یو ډول نه يو ډول په جګړه کې ښکیل وې٬ خوزه پدې باور یم چې شورویانو افغانستان کې پوځي ماتې ونه خوړه٬ که شورویان دافغانستان په جګړه کې ستړی شول لږ تر لږه افغاني مخالفین یې هم ددریدو نه ول. دیوی شمیرنې له مخې ټول افغاني وسله وال دولتي ضد جنګیالي دیولک وشل زره کسانو په شاوخوا کې اټکل کیدل. خودیوې بلی شمیرنې له مخه ټولو هغو ګروپونو چې ددولت سره یې داوربند او همکارئ پروتوکولونه لاسلیک کړی ول هم ترسلو زرو شاوخوا کسان ترې جوړیدل، زما باور دادی چې شورویان ترهر څه دمخه له اقتصادي پلوه ژ وبل شول اوبیا وروسته دیو سیاسي جوړجاړي په پای کئ دملي روغې جوړې دسیاست په رڼاکې دژنیو دلوظنامو پربنسټ له افغانستانه ووتل او ددې سیاسی جوړجاړي لار دنجیب الله ترمشرئ لاندی دولت لخوا برابره شوه. شهید نجیب الله په ګوندي کنګره کې په همدې هکله داسې وویل« موجودیت قطعات نظامی شوروی درداخل کشور یکی از صفحات دردناک تاریخ حزب ووطن مارا تشکیل میدهد که حزب صرفآ با پیروی ازمصالحهء ملی قادر به انجام دادن ان ګردید » او له همدی لامله هم نجیب الله خپل حق وګاڼه چې دشورویانو له افغانستان څخه دوتلو ورځ دملي ژغورنې ورځ په توګه ونوموي. که چیرې مجاهدینو پدې باور درلودای چې شورویان دوی له هیواده ایستلی نوبیا به دوی داورځ لمانځله پداسې حال کې چې دوی دثور اتمه چې په حقیقت کې دنجیب الله په دولت کې دننه اودمجاهدینو په لیکو کې روسي پلوو« ملګرو او ورونو» دملګرو ملتونو دسولې دپروګرام پروړاندې دکودتاه ورځ ده لمانځي. پوښتنه: دتاسو په اند دافغانستان څخه دشورویانو له وتلو وروسته ولې جګړه پای ته ونه رسیده ؟ ځواب: پدې هکله زما باور دادی چې دروسانو سره په جګړه کې افغانان دوسیلې په توګه وکارول شول، اوږه دافغانانو خو وسله دبل چا وه. دجهادي تنظیمونو نړیوالو ملګرو همدومره غوښتل چې دشورویانو نه دخپلو تیرو ماتو غچ واخلي کله چې روسانو له افغانستانه پښې سپکې کړې نو دهغوی نړیوالو رقیبانو هم خپلو هیوادو ته مخه کړه، پداسې حال چې دافغانستان کشالې سیمه ییز او افغانی رنګ اخست او اواریدو دپاره یې دکشالې په افغاني کیدو ډډه شوی وای ځینو لورو دسیمو هیوادو په امر دجګړې ددوام شعار وړاندی کړ پداسې حال کې چې دولت دنجیب الله په مشرئ پدې برخه کې افغاني چلند خپل کړ او دکشالی اواریدوته یې افغاني نسخه( ملي روغه جوړه ) وړاندې کړه خو مخالفین یې یاپه سیاست نه پوهیدل، یاخو ډیر پردیو پورې تړلی وو او یا خو یې په هغه حساس پړاو کې خپل ملي مسولیت درک نشوای کړای او یا یې هم دری واړه نیمګړتیاوې درلودې ددغو لاملونو په پای کې جګړې دسیاست ځای ونیو اوهیواد ته یې دسولې دراتګ مخه ډپ کړه. پوښتنه: دتاسو له نظره افغانستان ته دشورویانو اودغه دی اوس دامریکایانو٬ انګریزانو او داسې نوروهیوادونو پوخی راتګ خپلو کې سره څه توپیر لري ؟ ځواب: په پیل کې به زه دوطن ګوند دغړی په توګه یو رسمي ځواب درکړم هغه داچې شهید نجیب الله ګوندي کنګرې ته دروسانو دراتګ اوبیرته تګ په هکله خپل راپور کې داسې وویل« صرفنظر ازچګونګی اتخاذ تصمیم درباره ورود قوای شوروی به افغانستان که تاریخ دړرباره ان قضاوت خواهد کرد حقایق وانکشافات دوازده سال ګذشته بطور قانع کننده نشان داد که این امر بامنافع ملی افغانستان مطابقت نداشت ». که دروسانو راتګ زموږ دملي ګټو سره اړخ نه لګاوه اوله همدي لامله دافغانانو له مخالفت سره مخامخ شول، په نړیواله کچه ملامت اوسپک شول٬ اقتصاد او هیواد یې توتې شو نو دنوو میلمنو شتون هم که زموږ دملي ګټو سره سمون ونه لري اوخدای مکړه زموږ ګټو٬ فرهنګ اوغرور ته په سپکه سترګه وګوری دوی به هم دروسانو په شان سپک شي. خوراغلو دتوپیرونو په هکله، هو٬ زما په اند توپیرونه شته هغه داچې کله روسان افغانستان ته راننوتل هم یو دولت موجود و اوکله چې بیا وتل هم یو دولت موجود و٬ په ځانګړې توګه کله چې روسان له افغانستانه وتل داسې یو دولت یې ترشا پریښود چې دځان او دهیواد دزمکنئ بشپړتیا ساتلو وړتیا یي درلوده، خو امریکاییان چې کله هیواد ته راننوتل هیواد درقیبو داسو ډلو ترمنځ ویشل شوی و چې دولس پر وړاندې یې ځانونه مسوول نه ګڼل بلکې چې دولس پر بډوډو سپاره وو پدې توګه افغان ولس له امریکاییانو څخه چې دملګرو ملتونو دامنیت دشورا دپریکړې سره سم افغانستان ته راننوتلی و هرکلی وکړ او یوازې یې له همدوی نه داتمه کیده چې دوی ته به یو مسول دولت جوړ کړي٬ چې ننی دولت دخپلو ټولو نیمګړتیاوو سره سره ولس دطالبانو له ادارې او دشورای نظار دتښتیدلی ادارې په پرتله راضي ساتلی دی. بل توپیر داچې دروسانو دیرغل په پای کې افغانستان دنړیوالې ټولنې څخه ګوښه شوو٬ پداسې حال کې چې امریکاییانو پخپلو راتلو سره افغانستان چې دطالبانو دواکمنئ پرمهال ترهروخته زیات په نړئ کې ګوښه شوی اوله پامه ولیدلی و یوځل بیا په نړیواله کچه مطرح کړ اوډیر اعتبار یې وموند. بل توپیر داچې دروسانو په راتګ سره له هیواد څخه پانګه او پانګوال، قلم او قلموال او داند وواند خاوندانو فرار وکړ خو اوس وینو چې داهرڅه په پرتلیزه توګه بیرته هیواد ته دراستنیدو په حال کې دي. په ټولیزه توګه ویلی شم چې دنړیوالې ټولنی په افغانستان کې اوسنی شتون دافغانانو په ګټه دی خو که افغانان وتوانیږي لدې چانس څخه ډیر څه پورته کړي اوهغه دخوشال بابا خبره نه شې چې وایي
اوښ دباره سره کور ته ورغلی پوښتنه: دادی په هیواد کې لاتراوسه دتوپ او توپک غږ تربل هر غږ لوړ دی دهیواد ولسمشر جناب کرزی دسولی دبسیا کولو په خاطر ددولت په وسله والو مخالفینو دملی روغې جوړې غږ کړی تاسو ددې شان هلو ځلو راتلونکې څنګه ارزوئ ؟ ځواب: سوله دهیواد یوه ترټولو لوړه ملي غوښتنه او اړتیا ده. داهسې ببولالې دي چې ځینې مشکوکې ډلی او کسان یې پدغه او هغه نامه ردوی، موږ داحق لرو چې دپخلاینې دپروګرام پر میکانیزم اوڅرنګوالی نظر ورکړو اونیوکی پرې ولرو خو سوله او پخلاینه چې تر هر عنوان لاندې وی ردول دانساني او مدني ژوند دیو مهم اړخ سره ټکر دی. روغه جوړه یو سیاسي مفهوم او فکر دی چې د دولتونو٬ سیاسي ګوندونو او ځانګړو وګړو په لندمهالو او اوږد مهالو کړنو او پروګرامونو کې دوخت دغوښتنو سره سم دسیاست بڼه نیسي. دوطن ګوند غړي ترهرچا ددې فکر او سیاست سره زیات تړاو او مینه لري او له همدې لامله ددې ګوند غړي ترهر چا دعمل په ډګر کې ددې سیاست دپلی کولو لیوال دي او تیار دی چې دخیر په دې کار کې چې له هر لوري، د هر چا او په هر ځای کې دملي ګټو پر معیار پیل شي ملاتړ یې وکړي٬ وطن ګوند پدې لار کې ترهر چا ډیره قرباني منلی ده٬ دسیاسی واک نه تر تیریدو اوبیا تر دملي مشر شهید نجیب الله تر شهادته٬ خو هر څوک دې پدې خبره سر خلاص کړي چې روغه جوړه دیوه لوری بل لوري ته تسلیمیدل ندي بلکه په ارزښتونو سره سلا کیدل او دملي ګټو په خیر یوې ملی هوکړې ته درسیدلو په مانا ده. پوښتنه: تاسو به دډلییزو رسنیو په مټ خبر ترلاسه کړی وي چې پدې وروستیو کې دوطن ګوند څخه دجلا شوو ټو ټو دبیا یو ځای کیدو په تکل خبری اتری روانې دی، دروان عیسوي کال دجنوری دمیاشتې په دیرشمه او یودیرشمه نیټه داتحادي المان دهامبورګ په ښار کې دبیلابیلو ټاپوګانو مشران سره جرګه شول او دغونډې په پای کې یې یو تړون هم لاسلیک کړ تاسو ددې بهیر راتلونکې څنګه ارزوئ ؟ ځواب: دبهیرپه هکله خبرې کول اویا دهغه ارزول دبهیر دجوړونکو برخو پیژندګلوئ ته اړتیا لري، زه پدې برخه کې دهغې ارزونې سره موافق یم چې دابهیر په دریو فکري تمایلو ویشي چې دهامبورګ دجنورې ناستې دا دری ګونی تمایلات بیا په ډاګه هم کړل په لاندې ډول: ۱ ـــ دابرخه په یو نړیوال بهیر کې دمارکسیسزم پربنسټ په هیواد کې دطبقاتي مبارزې پلوي کوي. ۲ ـــ دبهیر دابرخه ۱۸. درجې دلومړني تمایل پرضد دملي روغې جوړې پلوي کوي. ۳ ـــ دبهیر دابرخه په خوله یو٬ په زړه بل٬ په عمل کې ددواړو مخالف او ورسره يو څه ژبني او توکمیزې ناروغی هم لری. ـ پدې ډول دبهیر لومړنی تمایل دخلک دموکراتیک ګوند٬ دهغه ارمانونه٬ نړیوالې اړیکې او ایدیولوژي دبیا راتولیدو دمحور په توګه مطرح کوي او له هغې « اینده» څخه خبرې کوي چې په حقیقت کې وجود نلري٬ داټول هغه څه دي چې وطن ګوند او دملي مصالحې پلویان ورسره یو قدم هم مخکې نه شي تلای. ـ دبهیر ددوهم تمایل په هکله خبره روښانه ده، داتمایل چې کله دخلق دموکراتیک ګوند دواکمنئ پر مهال دناڅرګندې او ورور وژونکې جګړې دوام اویا دملي پخلاینې پوښتنه رامنځ ته شوه دوی دسولې او پخلاینې په ګټه رایه ورکړه٬ خودالښکر اوس له بل هر تمایل په پرتله ویشلی او پاشلی دی چې په اوس مهال کې ترټولو لومړنئ دنده داده چې دا لښکر سره یوبل ته نږدې او یو موتی شي. ـ دبهیر دریم تمایل زما په اند تر لومړي تمایل هم ډیرې ستونزې اوستوغې لري، غواړم په دې تمایل لږ څه تم شم. ترهغه ځایه چې زه پوهیږم داتمایل دخلق دموکراتیک یو موټی ګوند کې د۱۳۴۶ کال دانشعاب په پایله کې رامنځته شو چې مشري یې ببرک کارمل کوله او ځانونه یې پرچمیان ګڼل داتمایل دګوند دبیرته یوموټی کیدو اوبیا سیاسی واکمنئ ته له رسیدو وروسته دنورمحمد تره کي اوحفیظ الله امین دواکمنئ سره مخالفت وکړ دهغوی پرضد یې مخفي سازمان جوړ کړ او دمرغومی په شپږمه نیټه یې پرافغانستان دروسانو دیرغل ملاتړ وکړ خو داتمایل تر پایه یو موتی پاتې نه شو کال ۱۳۶۵ کې دګوند دمرکزی کمیټې په اتلسم پلنوم کې دې تمایل درز پورته کړ او دډاکتر نجیب الله په مشرئ دملي مصالحې پلویانو ترې خپله لار بیله کړه، بیا وروسته دې تمایل چې زخمي شوی و دډاکتر نجیب الله اودهغه دملي روغې جوړې سیاست سره مخالفت وکړ او دګوند دنوی مشرتابه پسې یې له دښمنئ ډک تبلیغات وکړل، په ګوند کې یې پټ سازمان جوړ کړ، درژیم پرضد یې ډیرې توطیې او چلوتې وکړې او په پای کې یې پداسې حال کې چې لرې نه ووچې دجګړې دپای ته رسیدو په خاطر دملګرو ملتونو دسولې پروګرام په عمل کې پلی شي په جمعیت اسلامي کې دشورای نظار دڅانګې او دهزاره ګانو «حزب وحدت» سره یې د نوموړی پروګرام پر وړاندې دیوې کودتاه په لارې اچولو کې سره لاس یو کړ او په پای کې یې دسولې پروګرام شنډ کړ. داچې ددې کودتاه په پایله کې په هیواد٬ هیوادوالو، ګوند او ګوندیانو څه راغلل ګوندیان او هیوادوال ورباندې ښه او پوره خبر دي٬ په زغرده ویلی شم چې پدې تمایل کې دملي روغې جوړې، دوطن ګوند او شهید نجیب الله دشمنان خو برعکس دمسعود٬ مزاري اودوستم زیات شمیر مینه وال سره راټول شویدي، ددې تمایل پټ اوښکاره مشران هغه کسان دي چې شهید نجیب الله یې وار وار ترغوږو رسولی وه چې «انهاییکه تیشه به ریشه حزب میزنند٬ نه تنها نفرین هزاران انسان این وطن رانصیب میګردند٬ بلکه به زندګی وشخصیت خود برای همیشه خاتمه میدهند» اوس چې په ژوره خواشینئ سره دا اوږده ملي غمیزه چې ددوئ په خوښه پرهیواد وتپل شوه که هر څوک وغواړي ددوی سره یوځای شي هم به دخلکو دنفرت وړ وګرځي اوهم به خپل سیاسي شخصیت ته پوره زیان ورسوي، همدارنګه ددې تمایل په هکله داهم ویلی شم چې دوی په خپرو شوو برنامو کې ددموکراسئ او ازاد بازار پلویان٬ پخپل منځ کې کمونستان او په عمل کې داخوانیانو انډیوالان دي. که دهامبورګ دغونډې دپریکړه لیک په هکله وغواړو څه ووایو هغه به دا وي چې پریکړه لیک دمتضادو٬ مبهمو اوناڅرګندو مفاهیمو اوبلنو ګډوله ده٬ له متن څخه داسې څرګندیږی چې ناستو خواوو ددوه ورځنئ ستړی کونکې ناستې وروسته غوښتي وی دځان او دخپلو ملګرو دغولولو په نیت په پریکړه لیک کې یو څه ځای پر خای کړی چې بیا دهغې په استناد هر لور ی خپل سیاسي چاپیر یال ته ووایي چې لوبه زموږ په ګټه وه. دپریکړه لیک په عنوان کې دوطن ګوند مجمعې ته یوه مبهمه اشاره شته چې دوطن ګوند دمجمعی رابللو پلویانو ته په جیب کې دیو پوچ چارمغز وراچولو په مانا ده٬ خوبیا وړاندې دپریکړه لیک په متن کې دوه وارې دوطن ګوند څخه دجلا شوو سازمانونو ترمنځ دیوې نوې مجمعی اودیو نوی ګوند جوړیدو ته اشاره ده چې دوطن ګوند مخالفین پرې خپل زړه خوشالوي او دوه وارې هم یوې داسې مجمعې ته ګوته نیول شوې چې رابلونکی یې څرګند ندی ښایي دا دهغو مستقلوشخصیتونو په درناوئ په متن کې ځای په ځای شوی وي چې په نوموړی غونډه کې یې ګډون کړی و. پوښتنه: دوروستیو خبرو په عنوان څه ویل غواړئ ؟ ځواب: دوروستیو خبرو په عنوان غواړم ووایم چې موږ باید هغه وکړو چې باید یې وکړو٬ منظور مې دادی چې دهغو ډلو او شخصیتونو سره پر یو ځای کیدو کار وکړو چې دهیواد په سیاسی دګر کې ورسره دم او قدم وهلی شو موږ حق نلرو دچرګانو لاندې دفیل مرغانو دهګیو پر ایښودلو خپل وخت دلاسه ورکړو. زما په اند دبهیر دلومړني او دریم تمایل سره تګ ترهرنامه لاندې چې وی وطن کوند او دملي روغې اوجوړې لارویانوته دسیاسي انتحار په مانا دی. په هیواد کې ملي٬ دموکرات اوهیوادپالي ځواکونه لږ ندی چې موږ اړ اوسو خپل راتلونکی دکمونستانو٬ کودتاچیانو او دروس دلاسپوڅوسره په یووالی کې ولټوو. روستئ خبره داچې ګوند دهمفکرانو مجموعه ده خو دپورتنیو مخالفو او مختلفو تمایلاتو یو ځای کیدلو نتیجه به یو سهامي شرکت وي چې هره شیبه به یې دماتیدلو خطر لیدل کیږي او هغې کوژدې ته به ورته وي چې تر واده نه رسیږي. |
||||
|
email:
payamewatan@yahoo.com |
||||