|
||||
|
تاریخ نشر:26.02.2010 |
||||
|
حسن مسرور انګریزی مصالحه دافغانستان خونړۍ جګړه چه دبهرنیو پرله پسی لاس وهنو په اثر دنړۍ دډیرو اوږدو او زړه بوګنونکو جګړو په قطار کښی راځی، دشلمی پیړۍ دناورین په حیث یی د سیمی او نړۍ په سیاستونو کښی ستر بدلون رامنځ ته کړ. څرګنده خبره ده چی ددغی ورانونکی جګړی دختمیدو په خاطر دهیواد دتاریخ په مختلفو څپو کښی دملی او دیموکراتیکو ځواکونو اوډلو له خوا پراخه هلی ځلی وشوی، دملی مصالحی سیاست دافغانستان دمظلومو خلکو دارمانونو پر بنیاد په علمی توګه طرح او تعقیب شو، په تیره بیا دشوروی اتحاد ښکیلاکګر و لښکرو له وتلو وروسته دملګرو ملتو دسازمان اودهغه پنځه فقره ایز پلان دګړندی عملی کیدلو او په هیواد کښی دسراسری سولی دتامین او پرخ بنسټه دولت دمنځ ته راتلو په خاطر ژور ګامونه اوچت شول، خو له هغه ځایه چی ددغی ټپل شوی جګړی ریښی په هیواد کښی دمنځنۍ پیړۍ ډوله اقتصادی جوړښت پر بنسټ او همدارنګه د بهرنیو کرغیړنوسیاسی سیالیوکښی نغښتی وو دملی او دیموکراتیکو ځواکونو ټولی هلی ځلی ناکامه اوبی پایلی پاتی شوی. معلومه ده که دغه بهیر په هماغه وخت کښی دبین المللی ضمانتونوسره په صادقانه اوریښتنی توګه بدرګه شوای وای نوافغانستان به له دی دریو لسیزو بدمرغیو څخه خلاص او سیاسی بهیر به نه یواځی زمونږ په سیمه بلکه په ټوله نړۍ کښی په سمه لیار روان وای. خو په خواشنۍ سره مو ولیدل چه د۱۳۷۱ کال کرغیړنی کودتا په نتیجه کښی چه دبهرنیو استخباراتی کړیو په مستقیم تحریک تر سره شوه اودمنځنۍ پيړۍ ارتجاعی قوتونه دبهرنیو هیوادونو (امریکا، انګریز، پاکستان) په مستقیمه لارښوونه دقدرت په ګدۍ کښینول شول، په دی توګه زمونږ هیواد دبربادۍ کندی ته ورګزارشو، د نړیوالی ټولنی ددغی بی پروایی په اثر (چه طبعا دهغوی ګټی پکښی نغتی وی) په هیواد کښی دسولی بهیر شنډ او د مرګ او وینی تویدلو په دوام دافغان ولس بی شمیره رنځونواو کړاونو لړۍ لا پسی اوږده شوه، دغه غملړی ډرامه نه یواځی دافغانستان دهیڅ سالم بچی لپاره دزغملووړ نه وه بلکه دبهرنیو لاسوهنودزیاتیدو په نتیجه کښی ددغه ناوړه سیاست اصلی لوبغاړو ته هم ابرو اوعزت پاتی نه شو، هغوی هم مجبورشول چه دخپلو ګټو دلا خوندی ساتلو لپاره ناچلی سکی دسیاسی بازارله چلنده وباسی خویوځل بیا هغه زړه سناریو تکرارشوه او په پایله کښی دمنځنۍ پیړ یو تورتم وهلی څیری دامارت په ګدۍ کښینول شول، اوداځل دانګریزانو په مستقیمه لاس وهنه نوی لوبه پیل شوه چی په دی ډول زمونږ هیواد دترقۍ او پرمختګ له بهیره پنځه سوه کاله شاته لاړ اوافغانستان په سیمه کښی دترورستی او ترخګرو کړیو دروزلو په مرکز بدل شو. ددغه ډول غیر مسولانه لاسوهنی نتایج چه سیمه او نړۍ یی دستر ګواښ سره مخامخ کړه د۱۹۹۲ کال دتوری کودتا څخه لا دمخه څوڅوځلی نړیوالو اوپه تیره بیا زبر ځواکونو غوږنو ته رسول شوی وو خو په خواشنۍ سره چه دافغان ولس نارو سورو ته چا ځکه پاملرنه ونه کړه چه ددغه بهیر سناریو په خپله دهمدغو هیوادونوله خوا جوړه شوی وه اوپلی کیدو ته یی پړاو په پړاو لیاره اواریدله. دتعمق وړ ده چه دامریکی متحده ایالات او ملګری یی په خپل لاس غوړولی جال کښی هغه وخت راګیر شول چه ۲. . ۱ کال دسپتمبر د یولسمی پیښه منځ ته راوستل شو او دخپل پلان دهغه خطرونو ریښو ته ځیر شول چه دګواښونو اثرات یی د ۱۹۹۲ کال څخه وړاندی څرګند شوی وو. د بن دکنفرانس په درشل کښی افغانانو داهیله دلوده چه ګوندی نړیواله به په سیمه کی دخپل ناسم سیاست څخه په عبرت آخستو سره دسلیم عقل پربنیاد په افغانستان کښی به یو داسی پراخ بنسټ دولت دجوړیدوبنداوبست وکړی چه دپرګنو تاریخی ربړونو اوکړاونو ته دپای ټکی کیږدی خوپه خواشنۍ سره ولیدل شول چه دبن کنفرانس دافغانی روشنفکرانو ملی دیموکراتیکو قوتونو (چه په افغانی ټولنه کښی دارزښت وړ کمیت لری )په غیر دټوپک مارانو، غلو او داړه مارانو په ترکیب جوړ شو چه دوطنپاله عناصرو ونډه پکښی ډیره ډیره کمه وه په حقیقت کښی دبن کنفرانس دتوپکمارۍ په معیار جوړ شو سره ددی چه له داسی له داسی ترکیب څخه دزیاتو ښیګنو تمه نه کیدله خو په عمومی توګه دخلکو انتظار دا وو چه ښایی دکنفرانس پریکړی به دافغانستان کړکیچ دپای ته رسولو لپاره نو ی درشل پرانیزی دداسی پریکړو په اساس باید کار له هماغه ځایه پيل شوی وای چه کړکیچ تری سر چینه آخستی وه یعنی دوسلو قطعی راټولول، توپک سالارۍ ته دپای ټکی ایښودل، دنشه یی تو کو سره بنیا دی مبا رزه، خلکو ته دکار او ژوند زمینه برابرول او دنړیوالو معیارونو پراساس دیو داسی پراخ بنسټه او دیموکراتیکه دولت جوړول چه خلکو ته دیوسوکاله ژونه لاره اواره کړی اود هیواد ټول اولسونه پکښی ځا ن شریک وګنی خو ولیدل شول چه پخوانۍ تیروتنی یو ځل بیا تکرار شوی او دیوی افراطی ډلی داضمحلال اوټکولو لپاره بله افراطی ډله چه دمرګ آخرۍ سلګۍ یی وهلی بیرته راژوندۍ کړای شوه، زاړه توپکونه بیا وپړقیدل او کرکجنی توپک سالارۍیو ځل بیا قوت وموند او په نتیجه کښی یو ناروغه، ناتوانه اوناکامه دولت پر همدغوورستوستنو ودرول شو، معلومه ده هرهغه دولت چه پدی توګه را منځ ته شی بیکاره اوناتوانه دی، دغه دولتی جوړښت ددی وس اوتوان نه درلود اولا تر اوسه یی نه لری چه په ټول هیواد کښی خپله واکمنی وغزوی، دپارلمان اوحکومت ترکیب، دجمهوری ریاست ددواړو انتخاباتی دورو اوپه عمومی توکه داوسنی دولت پر ترکیب (دمصلحتی کابینو څخه نیولی بیا دپارلمان تر جوړښته پوری چه توپک ماران پکښی بر لاسی دی ) دیوی داسی مسلطی مافیا جال غوړیدلی دی چه نور نوهیڅ ډول نووښتګرو ته بکښی درسوخ چانس نشته. حقیقت دادی چه زمونږ دهیواد او آند دسیمی له غمه ډ ک برخلیک باندی لوبی کومی ساده او تصادفی پیښی نه دی بلکه داټول دهغی لویی پروژی یوه برخه ده چه دشلمی پيړۍ په سر کښی زمونږ دتاریخی دښمنانو او په سر کښی دانګریزانو له خوا طراحی شوی، په کال ۱۹۴۷ دهند نیمی وچی دویش په نتیجه کښی دکشمیر کړکیچ او ددیورند خیلی کرښی په سیمه کښی دناسور زخمونو په حیث دانګریزانو لا س وهنو ته لیار پرانستی پریښوده او زمونږ په هیواد باندی دشورویانو ۱۹۷۹ کال یرغل انګریزانو او دهغوی ملګرو ته دنا اعلان شوی جګړی دپیل لپاره پلمه برابره کړه، داسلا می بنسټ پالو، غلو او داړه مارانو تسلیح، روزنه اوتمویل دمیلیونونوډالرو په مصرف تر سره شوه آند شورویانو تر وتلو وروسته دغی نارواجګړی په مختلفو شکلونودوام وموند. د۱۹۹۲ کال دپیښو څخه نیولی بیا تر ننه پوری زمونږ په هیواد اوسیمه کښی دستر ناورین دوام دهماغه ناولی زنځیر کړۍ دی چه لا پسی غزول کیږی. څرګنده خبره ده چه په افغانستان کښی دغربی نړۍ اوپه سر کښی دامریکی په اته کلن شتون کښی انګریز یسیاست والو دامریکی دهر ډول ستراتیژۍ په وجود کښی خپلی سیمه ایز ی استعماری ګټی خوندی ساتلی دی دبو ش دنړیوال جګړه ایز سیاست بیا داوباما دنو ستراتیژی تراعلانه پوری انګریز لومړنۍ هیواد دی چه ددغو سیاستونو په تایید خپلی مشخصی سیه ایزی پالیسی په پلی کولو خورا ډیری ګټی تر لاسه کړی دی. انګریزانو تر ډیرو شیطا نی هڅو وروسته امریکایان قانع کړل چه د افغانستان دبرخلیک مزی دی (لکه دشوروی ضد جګړی دکلونو په شان) پاکستانی واکدارانو ته وسپارل شی اوپه دی توګه خپلو موخو ته درسیدو لپا ره آسانه لیار پرانیزی، دلندن کنفرانس په بیړه جوړول اودحامد کرزی وړاندیزونه(دطا لبانو سره دمصالحی اوپه حکومت کښی دهغو شریکول، ښه حکومت داری او داداری فساد سره مبارزه، اقتصادی پرمختګ )چه عمدتا دانګریزانو په سپارښتنه مطرح شول په سیمه دانګریزانودسل کلنی ستراتیژۍ دلړي یوه برخه ده چه له اوږدی زمانی راهیسی ورته هڅی روانی وی. دطالبانو سره جوړ جاړی او په سیاسی قدرت کښی دهغوی دشریکولو ګنګوسی ۲. . ۴ کال څخه راپدیخوا دانګریزی ژورنالستانو او اخباروالاو له خوا نړیوالو ته تلقین کیدلی اوپه ۲. . ۶ کال کښی انګریزی استازو په هیلمند کښی دطالبانو پټی خبری پیل کړی چه حتی دافغانستان بی وسه حکومت مجبور شو دانګریزانو دو ه دیپلوماتان له افغانستانه وباسی. په هیلمند، زابل، ارزګان اونورو سیمو کښی طالبانو ته دآلوتکو په وسیله دوسلو اوپیسو رسول، دبغلان اوکندوز دوالیانو دورستیو څرګندونو په اساس دافغانستان له جنوبی سیموڅخه شمالی ولایتنو ته په آلوتکو کښی دطالبانو په پټه لیږدول دانګریزانودطالبانی سیاست هغه بیلګی دی چه دلندن په کنفرانس کښی ورته مشروعیت ورکړ شو . ښکاره خبره ده چه په قدرت کښی دطالبانو له شریکولو څخه مقصد په یو خپلواک افغانستان کښی دریښتنی سولی تامین نه بلکه داهغه انګریزی مصالحه ده چه یواځی انګریزی اوغربی اوږ دمحاله ګټی پکی نغښتی دی ځکه تجربی ثابته کړی ده چه ترقی اوپرمختګ، دملی پخلاینی اوملی ورورولۍ سیاست پلی کول مخا لفینو ته دوسلو، پیسو اوګنو نورو امکاناتو په برابرولو لاس ته نه راځی اوهمدارنګه یوازی په پوچو شعارونو، ژړا اوسلګیو نه ترسره کیږی بلکه ددغه سیاست دتحقق لپاره ترهرڅه لومړی دهیواد ملی خپلواکی اوملی ګټو خوندی ساتل پکار دی اودغه ملی رسالت په ملی عناصرو ترسره کیدای شی، کومی چیغی چه اوس دملی پخلاینی په نامه اوریدل کیږی دهغوی عملی کول، جګړه مارانو سره په پټو معاملو اومجهولو سازشونو ممکن نه دی. داډول سازشونه یواځی اویواځی دپردیو دلا ډیرو لاس وهنوته لاره پراخوی اوداسی انګریز ی مصالحی ته تمه لرل زمونږ دملی شتون اودوطن دبربادۍ په معنی ده. داحقیقت ټولو ته لکه دلمر په شان څرګند دی چه دملی روغی جوړی سیاست دهغو عناصرو په وسیله پلی کیدلی شی چه پری دزړه له کومی عقیده اوایمان ولری ، په دی درانه واقیعت بشپړ باور په کاردی. له دی نه په غیر هغه خونی لاسونه چه اوږده کالونه یی زمونږ دهیواددسولی او کرارۍ پر ضد مبارزه کړی ده، دملګرو ملتونو پلان چه دسولی متضمن و دخلکو دوینو په بدل کښی شنډ کړ او دخپلو ګټو بقا دجنګ اوجګړی په دوام کښی وینی څنګه کیدلای شی چه خپله جامه بدله کړی اودافغانستان دریښتنی جوړښت او پرمختګ لپاره خپل نیت سم کړی. دازوریدلی ولس ډیر تیر ایستل شویدی نور دریښتیا اودروغوپه توپیر ښه پوهیږی، ملی اندیښنی په ملی ککرو پلی کیدای شی خو د هیواد ملی عناصر تر ټولو د مخه ملی یووالی او دیموکراتیک پیوستون ته ضرورت لری.
|
||||
|
email:
payamewatan@yahoo.com |
||||