|
||||
|
تاریخ نشر:25.02.2010 |
||||
|
لیکونکی: عتیق پاڅون
د افغانانو په وړاندې د پنجابیانو ډیر ناروا،
له شپاړسمې پیړۍ وروسته بر مختللو اروپایی هیوادونو د بیر ته پاته امریکایی قارې، په سمندرونو کې د پرتو وړو آو لویو ټاپو ګانو، ایشیایی آو افریقایی هیوادونو په استعمار لاس پورې کړ.دوی په دې لاره کې د بالفعله نظامي قوا له استعمال نه بغیر د خپل پنځم ستون (استخباراتو) په واسطه له ډدیرو شیطانی متودونو نه هم کار اخسته. دوی د مختلفو عواملو لکه د قومي، ژبنیو، مذهبي، منطقوی آو نورو پر بنسټ په دې بیر ته پاته هیوادونو کې د خلکو تر منځ اختلافونو ته په لمن وهلو سره په دوی کې کورنۍ شخړې آو بې اتفاقي را منځ ته کوله، یوه خوا به یی تطمیع کوله، پیسې آو وسلې به یی ور کولې آو بله خوا به یی ور ته ځپله چه همدې متودونو دوی ته ډیره ښه نتیجه هم ور کوله آو بالآخره دوی و کولی شو د نولسمې پیړۍ تر پایه پورې تقریباً ټول بیر ته پاته هیوادونه خپل مستعمره و ګرځوي. د نړۍ اکثره هیوادونه یی د نړۍ له نقشې نه لیرې آو په خپل میل آو د خپلو ګټو د پاره یی نوي هیوادونه ایجاد کړل، استعمار ګرانو په خپل میل د مستعمره هیوادونو تر منځ پرته د هغو له ارادې نه سرحدي پولې ایستلې آو ځان یی بدون له قید آو شرط نه د هغوی اصلي مالک ګاڼه. د مونږ افغانانو له بده نصیبه د نړۍ دوه ډیر ستر استعماری قوتونه تزاری روسیه آو انګریزان (انګلیس) په داسې حال کې ځمونږ د هیواد دروازو ته را ورسیدل چه هیواد په کورني جنګ کې ښکیل، ډیر ضعیفه شوی آو ورځ په ورځ لا ضعیفه کیده. روسیی په اتلسمه آو نولسمه پیړیو کې د سایبیریا زیاته برخه آو د منځنۍ ایشیا ټول خانتونه (خوکند، خیوه آو بخارا) و نیول آو په 1884 کې یی ځمونږ پر خاوره لمړی تیری و کړ. انګریز د هند د ټولې نیمې وچې له نیولو وروسته په 1839 کې ځمونږ په خاوره مستقیم تیری وکړ. ځمونږ لویدیز ګاوڼدي ایران چه افغانانو د یوه مسلمان، همژبی آو ورور هیواد په توګه تل ډیر ښه نیت ور ته در لود، متأسفانه کله به د روسیی آو کله به د انګلیس د لاس آله شو آو په وار وار یی د هرات آو سیستان د نیولو د پاره ځمونږ پر هیواد تیری و کړ چه په 1872 کې یی د افغانی سیستان لویه آو آباده برخه ونیوله. سکانو د انګریزانو په استعماری سیاست کې د هغوی د طلایی (مخکښو قواوو) وظیفه اجرا کوله ( چه اوس پاکستان د سکانو دا وظیفه د امریکا آو انګریز د پاره تر سره کوي). سکانو لمړی د انګریز په مالي آو نظامي مرسته ټول افغانی د کشمیر، دیره جاتو آو پیښور ایالتونه و نیول آو له افغانانو سره په جنګونو کې ښکیل شول، مګر کله چه دوی دا دنده د انګریز د پاره سر ته و رسوله بیا نو هغوی دوی له صحنې نه و ایستل آو د دوی خپله خاوره آو د افغانانو ټولې جلا شوې خاورې یی خپلې کړې. روسیی آو انګلیس یو له بله سره ډیر سخت استعماری رقابت آو له یو بله ډیره سخته ویره هم در لوده، دوی نه غوښتل چه لاسونه یی سره ولګیږي آو په مستقیم ګاونډیتوب کې سره واقع شي آو بالآخره د سترې لوبې (ګریټ ګیم) په بهیر کې په داسې شکل د افغانستان په ویش سره راضی شول چه د شمال لویدیز آبادې سیمې روسیی آو د جنوب آو جنوب لویدیز آبادې آو استراتیژیکې سیمې (اوسنی پشتونستان آو بلوچستان) انګریز خپلې کړې. کله چه انګریزان د شلمې پیړۍ په نیمایی کې د هند آو بښتونخوا د خلکو د مبارزو په نتیجه کې مجبور شول د هند له نیمې وچې نه ووځي بیا یی د تاریخ یوه ډیره ستره دسیسه عملي کړه چه هغه د افغان آو هند په خاورو کې د خپلو اوږد مهاله استعماري، سیاسي، استراتیژیکو آو اقتصادی اهدافو د پاره د یوه نوي هیواد (پاکستان) جوړول وه چه هیڅ تاریخي سابقه آو هیڅ رنګه حقوقي آو تاریخي مشروعیت یی نه در لود. د استعمار هدف دا وه چه افغانستان ډیر نا توانه آو له اوبو یی محروم کړي چه که په راتلونکې کې روسیه و غواړي تودو اوبو ته ځان ورسوی آو د انګلیس یا د هغه د متحدینو منافعو ته خطر مواجهه کړي په دې نوي ظاهراً د اسلام په نامه جوړ شوي هیواد کې به مقاومت ور ته ایجادوی آو تودو اوبو ته به یی له وتلو ممانعت و کړي. په 1987 کې په افغانستان کې د ثور د میاشتې انقلاب یا کودتا د شوروي اتحاد د یوه طرفداره سیاسی جریان په واسطه بریالی شوه چه دې ګوند غوښتل دا وطن ډیر ژر له وروسته پاتې والي نه و باسي آو د پر مختګ په لاره یی رهبري کړي مګر څرنګه چه له یوې خوا افغانستان یو ډیر فقیر هیواد دی چه تل په د باندنۍ مرسته تړلی آو له بلې خوا له بیر ته پاته والی نه د افغانستان د ایستلو د پاره د هیواد نوې رهبرۍ آو شوروي مشاورینو د منځنۍ ایشیا مودل آو تجربه پیاده کوله . له شوروی اتحاد سره د افغان د نوې رهبرۍ ډیرې نژدې اړیکې د امریکې د متحده ایالتونو آو د هغه د غربی متحدینو نه خوښیدې آو په دوی پسې یی د تبلیغ آو پروپاګند یو ستر موج را پیل آو هغوی یی د کمونستانو آو بې دینه په تورونو متهم کړل چه د دوی د تحریکاتو آو پروپاګند له امله د نوي دولت پلانونه له یوې خوا په کورني مقاومت مواجهه شول آو له بلې خوا دې هیوادونو مخصوصاً امریکا غوښتل چه په هرشکل وي د شوروي اتحاد پښه افغانستان ته را د ننه باسی آو د ویتنام انتقام ځنې واخلي چه د دوی دا پلان بریالی شو. شوروی اتحاد په افغانستان کې د امریکا آو د هغه د متحدینو د یوه احتمالي مستقیمه نظامي مداخلې د خطر د شنډولو آو د زیاتیدونکو د باندنیو لاسوهنو په مقابل کې د کابل د رژیم د ژغورلو د پاره خپل نظامي قوتونه افغانستان ته ور د ننه کړل ( باید په ډاګه و وایو چه شوروي اتحاد هیڅکله د افغانستان د نیولو نیت نه در لود آو نه یی په دې نیت خپل وسله وال پوځونه افغانستان ته د ننه کړل). په افغانستان کې جنګ ډیر سخت شو، غربي هیوادونو د پاکستان له خاورې نه استفاده کوله آو هغه افغانان چه د جنګ له ډاره هلته تلل په اسلامي احزابو کې چه مخکې لا د امریکې آو غربي هیوادونوله خوا جوړ شوي وه تنظیمول، نظامي زده کړه یی ور کوله آو بیر ته یی افغانستان ته په اصطلاح د مجاهد په نامه د جنګ آو ورانکارۍ د پاره را لیږل. د افغانستان په جنګ کې دې هیوادونو دا لاندې اهداف تعقیبول: غربي هیوادونو: 1 – غربي هیوادونو غوښتل خپل سیاسی آو استراتیژیک حریف آو دښمن شوروي اتحاد ته ماتې ور کړي، اقتصادی وضعه یی خرابه آو له د ننه یی سره ویجاړ کړي چه د دوی دا پلان ډیر موفقانه عملي شو. 2 – په افغانستان کې یو خپل طرفداره رژیم حاکمیت ته ورسوي. 3 – په را تلونکې کې د افغانستان له ځمکنیو زیرمو نه استفاده و کړي. پاکستان: 1 – پاکستان غوښتل چه له غربي هیوادونو نه په ملیونونو ډالره تر لاسه کړي، د هغه حاکمه طبقه ځان متمول آو په عربي او غربي بانکونو کې پیسې و ساتي. 2 – خپل هیواد د افغانستان د جنګ په حساب آباد کړي. 3 – له ټولو مهمه دا چه خبل ګاونډی افغانستان داسې وران آو ویجاړ کړي چه بیا هیڅکله په پشو و نه دریږي آو هیڅکله دا توان پیدا نه کړي چه د خبلو خاورو د استرداد ادعا و کړي. کله چه د افغانستان وطنپال ولسمشر شهید دکتور نجیب اله و غوښتل په افغانستان کې کورني جنګ ته د ملي سولې د پروګرام په وړاندې کولو سره خاتمه ور کړي، روسیی آو ایران چه د دې پلان عملي کیدل د خپلو منافعو منافی و لیدل نو بیا یی په مجاهدینو کې خپلو پخوانیو «یارانو آو دوستانو» یعنی د اسلامي جمعیت آو اسلامي وحدت احزابو ته وظیفه ور کړه چه د وطن د ګوند د یو شمیر ناراضه آو د شوروی اتحاد له استخباراتو سره د تړلو عناصرو په شمول په کودتا لاس پورې کړي آو د ډاکتر نجیب الله آو ملګرو ملتونو د سولې بلان شنډ کړي، چه همداسې و شول، دا پلان شنډ آو د ربانی په مشرۍ د شوروي اتحاد آو ایران د طرفداره مجاهدینو یو دولت په وجود راغی چه د دوی واکمني د افغانستان د تاریخ یوه ډیره توره دوره تشکیلوي. امریکایانو چه دا وضع د خپلو منافعو منافي و لیدله نو بیا یی د طالبانو سیاسی جریان را منځ ته آو سیاسی قدرت ته یی هم ورسول. په دې ترځ کې مترقي ولسمشر ډاکتر نجیب ا لله د یوې مشترکې کورنۍ آو د باندنۍ توطیی په نتیجه کې په شهادت ورسید. په امریکا کې د 2001 کال د سپتامبر د میاشتې له حوادثو وروسته چه طالبان آو له دوی سره خوندي اوسامه بن لادن یی مسؤل و ګڼل شول، امریکایانو تصمیم و نیو چه د طالبانو حاکمیت ته خاتمه ور کړي آو اوسامه و نیسي. دوی د اوسامه په نیولو بریالي نه شول مګر طالبان یی له منځه و ایستل آو د حامد کرزي په مشرۍ یی یوه موقتي اداره را منځته کړه چه طالبانو د اپوزیسیون په توګه د کرزی د دولت آو د باندنیو قواؤو پر ضد جنګ آو دښمنۍ ته ادامه ور کړه چه متأسفانه تر اوسه لا دوام لري. پنجابیانو له یوې خوا طالبانو ته ځای ور کړی، دوی ته پیسې، وسلې آو نظامي روزنه ور کوي آو افغانستان ته یی د جنګ آو ورانکارۍ د پاره را لیږي، ځکه چه هر څومره زیات افغانستان وران آو هر څه زیات افغانان مړه شي دا د دوی په ګته ده .له بلې خوا دوی د طالبانو د قواؤو د موقعیت په مورد کې امریکایانوته راپور ور کوي چه امریکایان دوی د بی پیلوټه آوپیلوټ لرونکو الوتکو په ذریعه بمباردوي چه په ترځ کې یی زیات ملکي وګړي وژل کیږي. بنجابیان د غټو بیسو په بدل کې د طالبانو لوړ پولي قوماندانان د امریکې استخباراتي سازمان ته په ګوتو هم ور کوي. اساسي هدف دا ده چه د پنجابیانو د پاره د افغانستان کورنی جنګ یوه ډیره ستره عایداتي منبع آو ډیره ښه استراتیژیکه موقع ده چه خپل اقتصادي آو سیاسي – استراتیژیک اهداف پکې سر ته ورسوي آو دوی هر څه زیات کوشش کوي چه دا جنګ لا اوږد آو اوږد شي. پنجابیان په خپله هم د پښتونستان آو بلوچستان په سیمو کې ځمکني آو هوایی عملیات تر سره کوي چه د زیاتو بې ګناه آو ملکي خلکو د مرګ زوبلې سبب ګرزي. د دوی هدف دا دی چه افغانستان آو لر آو بر افغنانان داسې و ځبي چه بیا په بښو و نه شي دریدلای آو دوی و کولای شي په پښتونستان کې د خپلو دایمی نظامی اډو په جوړولو سره خپل مکمل کنترول په دې سیمه کې تأمین کړي. له بلې خوا پنجابیان د پاکستان له تشکیل نه وروسته آو مخصوصاً په دې وروستیو دیرشو کلونو کې له ټولو ممکنه وسایلو آو امکاناتو نه په استفادې سره خپل فشار په افغان دولتونو زیاتوي تر څو هغه دې ته اړ کړي چه له یوې خوا د پښتنو آو بلوڅو په سیمو کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو په هکله سکوت اختیار کړي آو بله مهمه موضوع دا چه د دیورند تش په نام کرښه په رسمیت و پیژني. ګران افغانان باید په یوه واقعیت پوه وي چه لمړی هیڅکله څوک خپله خاوره چا ته نه ور بخښي، بله دا چه که مونږ آو تاسې نه تنها د پښتونستان خاوره بلکه نورنیم افغانستان هم پنجابیانو ته ور و بخښو هغوی به مونږ آو تاسې په کرار پرې نه ږدي، ځکه د هغوی دغه خاصیت ده آو پاکستان د همدغه هدف د پاره خلق شوی چه په نړۍ آو سیمه کې پرابلمونه ایجاد کړي آو مخصوصاً د خپلو ګاونډیانو هند آو افغانستان په د نننیو چارو کې دوامداره لاسوهنه وکړي آو وضعه هلته ډیره نا کراره و ساتي. حتی پنجابیان کله کله لوی لوی خوبونه ویني آو ځانونه د لویو مغولو وارثین بولي. |
||||
|
email:
payamewatan@yahoo.com |
||||