|
||||
|
تاریخ نشر:08.05.2010 |
||||
|
انجنیرعبدالقادر مسعود ارواښاد استاد اولمیر زموږ د هیواد ویاړلی او برمیاله هنری څیره
زموږ هیواد دخپلې لرغونی جغرافیوی او استراتیژیک موقعیت له مخې د طبیعی ډیرو ښکلو مناظرو، طبیعی سرشارو شتمنیو، زیرمو او منابعوو خاوند دی، چې زموږ فرهنګی نوښتګرو، پوهانو، مورخانو او لیکوالانو په دې هکله د خپل هنر او استعداد په وسیله او هغه مینه یې چې د خپلی خاوری سره لرله د تاریخ حافظی ته یې په خپلواثارو کې درانه یاد ګارونه او نه هیریدونکی خاطرې سپارلې دی، چې ددغو فرهنګی څیرو مبتکرانه زیارګالنې او نه هیریدونکی خدمتونه د پوره قدر او ستاینې وړ دی. په یوه ټولنه کې هنر دانسانانو د ارتباط وسیله ده، چې هدف او موخه یې د انسانانو راویښول دی او د انسانانو هرډول ویده عواطف، احساسات او تمایلات را بیداروی اود خپل کلام اوهنر په وسیله خپل واقعی او ریشتینی افکاراو احساسات په مبتکرانه ډول نورو ته بیان او انتقالوی. په هره ټولنه کې بیلابیل هنرونه موجود دی لکه : د ښکلا او ښکلا پیژندنې هنر، دموسیقی هنر، د انځوریز هنر، دخطاطی هنر، دنقاشی هنر، دلیکنې هنر، د نڅا هنر، د تیاتر هنر، د ډبرلیکنو هنر، د فلم او سینما هنر او داسی نور په زړه پورې حرکتونه د هنرونو په مکتب کې موجود دی. دموسیقې هنر د نورو هنرونو تر څنګ یو ډیر په زړه پورې هنر دی چې خدای پاک هنرمندانوته ورپه برخه کړې دی. لکه څرنګه چې لیدل کیږی دا هنرهم لکه دشعر هنریوالهامی کیفیت اوالهی حکمت دی، چې زیاتره هنرمندانو ته ډالی شوې دی.
ههمداخبره ده چې زموږ زیاتره هنرمندان د خپلو په زړه پوری اوښکلی
آوازونو په وسیله د موسیقې سره یوځای د شعرونو ګلدستی په ډیر ښکلی
کمپوزونو کې خپلی ټولنې او خپلو مینه والو ته وړاندې کړې دی. زموږ
هیوادوال د موسیقې سره یو ځانګړې مینه
یو هنرمند کولای شی چې دخپل وطنی او تاریخی افتخاراتو، ملی یوالی، اتحاد او اتفاق، مینی اومحبت یوه څرګنده بیلګه شی. لنډه دا چې یوهنرمند کولای شی چې د انسانانوپه ملی، تاریخی، اجتماعی، سیاسی، اقتصادی او فرهنګی موقف باندی اغیزه ولری. یوه انسانی ټولنه د سندرغاړو او هنرمندانو په خوندورو آوازونو او مستو نغمو او موزیکال غږونو ښکلې او رنګینه ده. که د موسیقې په اغیزه سوچ وکړو، زیاتره شرقیان طبیعتا د غمونو او دردونو سره اخته دی، نو دوی زیاتره ختیځه موسیقې خوښوی دا پدی چې ځنی ختیځه موسیقې د لویدیزې موسیقې په پرتله غم انګیزه او خواشینوونکې ده. دا یوه منل شوې خبره ده چې زموږ په هیواد کې د خراب اباد استادانو د موسیقې د ودی لپاره دستاینې وړخدمتونه کړې دی. دخلکوپه افکارو کې د دوی هنری اغیزځلیدونکې اونه هیریدونکې دی. دوی په سلګونو سازیان (نوازندګان) او سندرغاړی په رسمی اوخصوصی توګه روزلی دی، او دموسیقې هنر د دوی د هڅو او زیار له برکته ډیرغوړیدلې دی، او له دغه کوڅه څخه نامتواستادان لکه د موسیقې سرتاج استاد سراهنګ اونور استادان وتلی دی. همدغه د خراب اباد هنرمندان وو، چې زموږ زیاتره خلک د لویواو نامتو شاعرانود شعرونوسره بلد شول لکه: مولانا جلال الدین محمد بلخی، امیرخسرو بلخی دهلوی، حافظ شیرازی، صاحب تبریزی، حضرب ابولمعانی عبدالقادربیدل او داسی نور. استادانواو نورو هنرمندانو د دوی شعرونه په خپلو خوږو سندرو کې اوپه خپل خوږ کلام کې د ټولو هیوادوالوغوږونوته رسولی دی. زیاتره دغه استادان چې دهندوستان نه افغانستان ته راغلی وو په خراب اباد کې اوسیدل. زیاتره دوی دعرفانی چشتیه طریقې پیروان وو، په دغه طریقه کې د موسیقی ساز او آواز داظهار اجازت شته دی. دهندوانو په مذهب کې هم مقد ساتو ته رسیدل موسیقې ګڼی، او خپل مذهبی مراسم د موزیک په خوندورو څپوکې تر سره کوی، خو په اروپایې هیوادوکې د ډیر کلونو له تریدو څخه وروسته کلیسا ګانو ته موسیقې لاره پرانیسته. زموږ په وروسته پاتی ټولنه کې د موسیقې هنرهر وخت دځینو متعصیبینوافراطی مذهبی ډلو له خوا له ډیرو بندیزونو سره مخامخ شوې دی، خوبیا هم د دغو ستونزو سره سره زموږ د موسیقې په بڼ کې ډیر شمیر استادان او هنرمندان راټوکیدلی وو او دی، یو له دینامتو استادانونه، وتلې او خوږ غږ لرونکې هنرمند خدای بخښلې استاد اولمیر دی. استاداولمیرزموږ د موسیقې په آسمان کې ځلانده ستوری اوپه کلونوکلونودبزمونومشال ؤ، چې ده په خپل خوږ آواز د رادیوتلویزون څپوته لاښکلا ورکړې وه. دا استادان اوهنرمندان زموږ دهیواد سترې ملی شتمنې دی، چې هر وخت باید دا شتمنې د موسیقې په تاریخ کې ځلانده او روښانه وساتل شی. زه هم دی ته وهڅیدلم، چې د دی ملی شتمنې په هکله خپل وطنی او ملی پور ادا کړم او یوڅه ولیکم. استاد اولمیر یو په زړه پورې آواز لری، چې د اوریدونکواو لیدونکو په زړونو منګولی شخوی اوهغوی ځانته راکاږی. دی که نن د خلکو په منځ کې نشته خو دده تل پاتی غږاو او هنر د خلکو په زړونو کې ځای لری. ده خپل آهنګونه او سندرې په ډیر عالی کچه ویلې دی او په عالی قالبونوکې یې ځای په ځای کړې دی. د ده کمپوزونه د قدر وړ دی، همدا سبب هم دی چې تر ننه پورې د ده آواز د خلکو په ذهن او زړ ونو کې ژوندی پاتی دی. ده زیاتره د خدای بخښلې (ملنګ جان) شعرونه په موسیقې کې انتخابول. خدای بخښلې (ملنګ جان) د پښتو ادب په غیږ کې یوخوږ ژبې، وتلې، ولسی، بااحساسه او ملی شاعر ؤ. د ده شعرونه د پښتو ادب په آسمان کې روښانه او ځلیدونکی دی. د ملنګ جان ډیر نږدی کسان د موسیقې په برخه کې دا وو: استاداولمیر، استادایوب، استاد منور، عثمان، اسلم، ګلالی، سپین بادام، توربادام، نواب سید علم، نعمت الله، طلا محمد، اوداسی نور. دغوهنرمندانوپه کابل رادیوکې اود نورو خلکو په محافلو کې د ملنګ جان شعرونه په ډیرو ښکلوکمپوزونو اوطرزونوکې ویلی دی. ښاغلې عبدالله بختانی خدمتګار، چې زموږ دهیواد یونامتوادیب، شاعر او لیکوال دی د ملنګ جان په هکله په خپل یو شعر کې داسی وایی: ملنګ جان زموږ د عصر یو آواز ود وطن د خوارو خلکو د زړه راز وپه خوږو نغمو بیداره یې اولس کړ رازو نیاز، دردو ګداز او سوزوساز وداستاد اولمیر ټولی سندرې او آهنګونه د موسیقې په تاریخ کې یوه لویه پانګه ده. ده خپلې سندرې په ډیر عالی طرزونو اوښکلی غږ کې ویلی دی، خود ده یوسندره چې شعری یې دخوږ ژبی شاعرملنګ جان دی د هیواد په تاریخ کښی به هر وخت ځلانده او تل پاتی وی، او نن ورځ دغه په زړه پوری سندره د ملی سرود بڼه لری او د موسیقې داسی محفلونه نه شته چې هنرمندانو دا سندره هلته نه وی زمزمه کړی. ددی ښکلی او ملی سندرې شعر دا دی:
دا
زموږ زیبا وطن
دا وطن مو ځان دی دا یو حقیقت دی چې استاد اولمیر یو منلې او وتلې هنرمند و، اود ده غږ ډیر زیات مینه وال لرل. د استاد اولمیر شخصیت نه یوازی د ده په سندرو کې پروت دی بلکه ده د افغانستان سره او د انسان او انسانی کرامت سره یوه ژوره او ښکلی مینه لرله. استاد اولمیر په (۱۳۱۲) لمریز کال کې د پیښور د (سولی) په کلی کې زیږدلی دی. د ده پلار احمد خان نومیده. د ده هنری ژوند د یو سر لوړی استاد په توګه د ټولو هنرمندانوپه ډله کې یو ځانګړې مقام لری. استاد اولمیر تر څلورم ټولګی پورې خپله زده کړه په خپل کلی کې سر ته رسولې ده، او بیا پیښور ته ولاړو او هلته یې د فر نټیر په ښوونځې کې تر لسم ټولګی پورې خپله زده کړه تر سره کړه. دی لس کلن ؤ چې د موسیقې سره یې مینه پیدا کړه او همداسی پسی سندرغاړې شو. ده هر وخت د پښتو فلمی سندرې لیدلې او زمزمه کولې او ترینه یې خوند او ګټه اخیستله. ده خپل مور او پلار په کوچینوالی کې له لاسه ورکړل. دی لس کلن ؤ چې د یو نامتو هنرمند جعفرعلی خان سره په خپله سیمه کې پیژندګلوی پیداکړه اود هغه شاګردی یې په موسیقې کې تر لاسه کړه او د ده نه یې آرمونیه هم زده کړه اواستاد دپښتوموسیقې زده کړه له ده سره پیل کړه. وروسته له دی چې پلار او مور یې وفات شول ده په خپل ژوند کې ډیرې ستړې اوستومانې اوترخې شیبی تیرې کړې دی اودی دخپل تره سره اوسیده. هغه استعداد، مینه اوعلاقه چې استاد د ساز، آوازاوموسیقې سره لرله دده تره هم دده ډیر قدر کاوه او دده هنر ته یې په ډیره درنه سترګه کتل. پس له څو مودې وروسته د ده تره د استاد هغه استعداد او په زړه پورې آواز چې موسیقې کې ولیده دی یې د یو مشهور هنرمند سبزعلی خان سره شاګرد کړ. سبز علی خان هم چې دده توانایی په موسیقې کې ولیده دی یې دځان سره لاهور ته یووړ او هلته یې ده ته د موسیقې د زده کړی لاره اواره کړه. پس د یو لړ هنری فعالیتونو وروسته دی بیرته پیښور ته راغی. سبزعلی خان په پیښور کې د استاد سره په ګډه یوه سندره چې ( زړګې می شو ټوټی ټوټی) نومیده د پیښور له رادیو څخه خپره کړه دا لومړنې سندره وه چې خپره شوله. د دغی سندرې دخپرولو وروسته د ده ټوله کورنې له ده نه خپه او خوابدی شوه او دی د زیاتو ستونزو سره مخامخ شو. خو سره له دی هم ده د موسیقې زده کړی ته دوام ورکړ او په دی لاره کې نه هیلی نشو. له څه ځنډ وروسته دی د یو نامتو او پیاوړی شاعر ښاغلی ګلستان سره پیژندګلوی پیدا کړه او یو څه موده یې د ده سره ژوند کاوه او دده نه یې ډیره ګټه ترلاسه کړه او ډیری نوی سندرې یې د ده په مرسته جوړی کړی. پس له ډیرو ستونزو، ستومانیو او خواریو دی په (۱۷) کلنې کې په (۱۳۲۹) لمریزکال کې د تیرا د یو شمیر مخورو او مشرانو سره دافغانستان د خپلواکې په جشن کې د ګډون لپاره کابل ته راغی. په دی محال کې دی د یو نامتو، ادبی، ولسی اوملی شخصیت ارواښاد ملنګ جان سره معرفی او ملګرې شو. هغه وخت ملنګ جان په رادیو کابل کې د پښتو موسیقې چلوونکې اومسوول ؤ. استاد اولمیر د ملنګ جان په مرسته یو څو مودی لپاره په کابل رادیو کې ګډ کارته ادامه ورکړه. استاد د ملنګ جان خواږه اوپه زړه پوری شعرونه په ډیرعالی طرزونو کې جوړ کړل او په خپل ښکلی غږ کې لاپسی ښکلی اوپه زړه پوری کړل. خود ځینو ستونزو له کبله د ده اړیکې د کابل رادیو سره وشلیدلې. وروسته استاد دیو نامتو او خوږ ژبی هنرمند ارواښاد استاد نبی ګل سره اړیکې پیدا کړی او د ده په مرسته په (۱۳۳۵) لمریز کال کې بیا د کابل رادیو سره خپل هنری فعالیت پیل کړ. هغه سرشار استعداد او هغه په زړه پوری غږ چې ده درلود ده خپلو هنری هلو ځلو ته د ژوند تر پایه پورې دوام ورکړاو د رادیو کابل سره یې اړیکې نورې هم زیاتی او پیاوړې شوې. ده د پښتو موسیقې د ودی او پرمختیا په برخه کې ډیره غټه ونډه واخیسته او په دیلاره کې یې ډیر زیات زیار وګاله او ډیر زیات کارونه یې ترسره کړل. د پښتوپه موسیقې کې د ده خدمتونه د پوره قدر او ستاینې وړ بلل کیږی. استاداولمیرډیرشاګردان وروزل اویوشمیر سندرغاړوته یې کمپوزونه هم جوړکړی دی. د استاد شاګردان ډیرووخوله هغوی څخه نعمت الله، طلا محمداوسیدعلم ده ته نږدی کسان وو. استاد په خپل غږ کې په کابل رادیوکې د(۴۰۰) سندروپه شاو خواکې اوپه تلویزیون کې یې هم یوشمیرسندرې ثبتی اوخپرې کړې دی. ده په تلویزیون کې د ناروغې اوصحیی حالاتوله کبله لږسندرې ثبتی کړې دی. استاد دخپلو ثبتی شوې سندروسره د پښتو موسیقې پانګه نوره هم بډایه کړه. ده ته د اطلاعاتواوکلتور وزارت له خواپه (۱۳۵۰) لمریز کال کې د استاذی درونداوویاړلې لقب ورکړشو. ترهغه ځایه پورې چې ده په موسیقې کې یو څپانده استعداداوخوږغږ درلوده دی تل د لوړومقاماتو له خوا ویاړل شوې اوستایل شوې دی. ده دوه ځله په ډیر درنښت د لومړې درجې د سندرغاړی هنری جایزه اخیستی ده. د ده استعداد او هلې ځلې په موسیقې کې نه هیریدونکې او نه ورکیدونکې دی. ده نه یوازی په هیواد کې د ننه بلکې د هیواد نه بهر هم سندرې ویلې دی. استاد دافغانی هنری ډلوسره هندوستان، روسیې، چکسلواکیا، پیښوراوکوټې ته هنری سفرونه کړې دی او هلته یې خپلو مینه والوته کنسرتونه ترسره کړی دی. د استاد دشعرونو انتخاب اوغوره کول د سندرو لپاره د ده کمپوزونه د پښتوموسی د ودی او پراختیا لپاره د قدر وړ دی، اوله همدی کبله د ده خوږې سندرې اوپه زړه پورې ترانې اوزمزمې د خلکو په زړونو کې یو ځانګړې ځای لری اوهر څوک یې خوښوی او ترینه لذت وړی. ده په خپل خوږ آواز اوپه زړه پورې نغمو هر وخت د خلکو محفلونه تاوده ساتلی دی. استاد اولمیر ډیر کړکیچن ژوند تیر کړې دی اود ډیروستونزواوناخوالوسره مخامخ شوې دی. ده د ژوند تر پایه پوری واده ونه کړاوخپل ژوند یې زیاتره په یوازیتوب تیر کړې دی. ده د ژوند آخری ورځی د تکړه سندرغاړی او د ده شاګرد نعمت الله سره تیره ولی اونعمت الله هم د ده ډیر قدر او درناوې کاوه. دا خوږ ژبې بلبل، ځلانده ستورې اود په زړه پورې نغمواوسندروهنرمند په (۱۳۵۹) لمریز کال کې د وږې ( سنبلې) په میاشت کې په یوه ترافیکی پیښه کې سخت ټپی شو، چې له بده مرغه په دغه پیښه کې یې کیڼ لاس مات شو او دی د یو څه مودی لپاره په روغتون کې پاتی شو. دغی پیښی اورنځورتیا په ده باندی ډیره ناوړه اغیزه وکړه او دی یې په خپل وروستې ژوند کې ډیر وځوراوه. خو له دی سره سره ده هغه مینه چې موسیقې ته لرله خپل هنری کارونو ته ادامه ورکړه. دا ځوریدلې استاد دغوایی د میاشتې په ( ۱۴) نیټه په ( ۱۳۶۱) لمریزکال کې له دی فانی دنیا څخه سترګې پټی کړې. دی د شاشهید زیارت تر څنګ خاورو ته وسپارل شو. دیادونې وړده میرمن ملالی چې یوه نامتو څیره ده او زیاتره خلک یې په هیواد کې دننه اوبهرپیژنی هغه علاقه چې دی د استاد اولمیرهنری شخصیت ته لرله د ده قبر یې په خپل شخصی لګښت بیرته له سره جوړکړ چې د دی دا کاردهیواد په فرهنګی برخه کې یو نه ورکیدونکې او نه هیریدونکې کار دی. له دی لیکنې په پای کې ویلې شم، استاد اولمیرهغه ملی اولوی هنرمند دی چې د ده هنری څیره اود ده ویاړلې نوم د ټولوافغانانواو د ټولو د موسیقې مینه والو په زړونو کې یو ځانګړې مقام لری او د ده غږ د تل لپاره ژوندی دی. خوشحال خان بابا وایې: مړ هغه چې نه یې نوم نه یې نشان شته تل تر تله په ښه نوم پایی ښاغلي د ده روح دی ښاد وی په مینه او درنښت: انجنیرعبدالقادر مسعود د ارواح ښاد استاد اولمیر سندرې د دی کرښې په کښیکاګلو واورئ
|
||||
|
email:
payamewatan@yahoo.com |
||||
استفاده و نشر مجدد مطالب «پیام وطن» تنها در صورت ذکر منبع اصلی نشر آن مجاز میباشد