|
||||
|
تاریخ نشر:18.02.2010 |
||||
|
د خواخوږۍ پیغام
په ډیره خواشینۍ سره خبر شوم چې لوی ادبي، فرهنګي او سیاسي شخصیت ښاغلی « اجمل خټک» د اوږدې ناروغۍ له امله فاني نړی څخه سترګې پټې کړې.
انالله وانا الیه راجعون
ارواښاد اجمل خټک د پښتو ژبې زړور،پوخ، نومیالئ، وتلی شاعر، لیکوال او سربیره پر دی لوی سیاست پوه و. زه په داسی حال کې چې د ارواښاد اجمل خټک د کورنۍ له غړو او ټولو پښتنو او دده مینه والو، سیاسی ملګرو او دوستانو سره په دغې ستره غمیزه کې ځان شریک بولم، دده مړینه د هیوادوالو او ټول پښتون قوم لپاره لویه ضایعه بولم. دده کورنۍ ته جمیل صبر او ده ته د پاک الله (ج) نه د فردوس جنت غوښتونکې یم. ارواښاد اجمل خټک هغه شاعر دی چی مرګ د ده فرهنګي، ادبي او ستر شاعري ځواک او شخصیت نشی وژلې، دداسی سترو فرهنګې شخصیتونو ژوند د هغوی د مړینې وروسته پیل کیږي. خادم چی په رښتیا وي څوک د ملک او د ملت وطن یې پس له مرګه په مدفن فخر کوي
په ډیر درنښت
انجنیر عبدالقادر مسعود
|
||||
|
email:
payamewatan@yahoo.com |
||||