www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

د خپریدو تیټه / تاریخ نشر:30.08.2010

پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار

اکسفورډ، ٢٨-٨-٢٠١٠

د دوستانو دوستانه غبرګون:

سمتي ذهنيواله د «يوې- کره ليکنۍ پښتو» غورځنګ مخه

    راډپولای نه شي!

ګران او منلی ډاکترلمر،

تېره اوونۍ مې د «پښتو د ذهني انارشېزم په لومه کې» تر سرليک لاندې ستاسې ولوليزه ليکنه په تل افغان اوبپاڼه کې تر ځغلندې کتنې تېره کړه. زه تر هغې وړاندې چې پر ټول و ټوک (اجزاوو) يې څانګپو هيزه رڼا واچوم او د خپلې برخې په تړاو مو ورانپوهاوی درسره وڅېړم، په ګرده پښتني مينه ستاسې او هغه بل پښتو مين درملګر (کاکاجان!) همغږي دروستايم او درڅخه د زړه له تله مننه وکړم!

پر همدې ډاډ اوباور چې د ساينتيفيکو ژبپوهنيزو آرونو پر اډانه زموږ دغه څلوېښت کلن ژبني- فرهنګي غورځنګ ستاسې او کاکا جان غوندې دومره قلموال راملګري کړي او د پرمختيايي بهير پر وړاندې يې د بېلا بېلو ذهنيګريو په شنډونه کې کارنده برخه اخلي، نو ما دپښتو ژبپوهنې د پاتې اړينو او بنسټيزو (لکه اېتېمولوجيکو) څېړنو لپاره راسپمېدلی وخت او زغم غنيمت بللي دي. که د غورځنګ سوګند خوړلي سمتي، ټبرني او نور تنګليدي مې دغه سپما له بد نيتۍ، ښه شګوم ګڼي، خو پر وړاندې يې ډېری پلويان له روغ نيتۍ پر دې خوشالېږي چې زه تر وسې وسې د رسنيزو مخامختياوواو بې سروبولو تاويلو ما ويلو له غبرګونونو څخه خپلې آرې څانګيزې- څېړنې بلهارې نه کړم. په تېرو څه کم څلورو لسيزو کې کوم غبرګونونه هم چې ما کښلي، د همدغه اوسني په ګډون، ناڅانګيز او بې ګټې نه دي او ټوک دوه يې همدا اوس چاپ ته چمتو دي.

اوس به راشو ستاسې د ليکنې ټول و ټوک ته:

١) د ژبپوهنې له څانګيزې يا تخنيکي نومونپوهنې يا ترمينالوجۍ له پلوه «ليکدود» يوازې ارتوګرافۍ (املاء) ته وايي. آره خبره د پښتو پر آر ومعيار، يا هغه يوه يوازېنۍ کره ليکلار ده چې پر دوو غورو بنسټونو، د سلګونو سيمه ييزو او ټبريزو ګړدودونو پر رغاونيز (پښوييز) يو رنګوالي او وييپا نګيز رنګارنګوالي ټيکاو لري. که خبره تش پر ګړدودي يووالي وای، د کابل پښتو ټولنې د دېرشمو او د پېښور هغې د شپېتمو پرېکړو به څه پايله درلودلی وای. که څه هم پېښور پښتوټولنې خپلې دا زماد کتاب په نامه «پښتوليکلار» نومولې وې او دوه کاله وروسته يې په دويمه غونډه کې ماد خپلې ليکلارې يو لنډيز هومره ور واوراوه او ورته مې پر ډاګه کړه چې «ليکلار» يوه داسې غورچاڼ ته وايي، نه ليکدود ته، لکه واخلې، د بېلابېلو(ی) ګانو توري يا ګرافيمونه (ي، ې، ی، ۍ، ئ) توپيرول او يا غبرګژبيز غږونه (فونيمونه) په کړۍ(کونډې) والا (ټ، ډ، ړ، ڼ) او يا اردو ډوله (ط) والاتوريو کښل!

٢) ستاسې له «په دې وروستيو څو کلونو کې پښتو ليکدود د سيميز ګړدود تر سيوري لاندې راغلی...» څرګندونه هم دا مانا راښندي چې د پورتنيو ټولنو له ګوتشمېرو ليکدودي پرېکړو سره سم يو يوازېنی کره ليکدود، په بله وينا، ليکلار رامنځته شوې وه، او دادی اوس يې سيمه ييز ذهني انار شېزم ننګوي!

هو، که ليکلي مو وای چې په تېرو څلورو لسيزو، او بيا د اړودوړ په تېر دېر شکلن مهالپېرکې د«يوې- کره ليکنۍ پښتو» پرله غښتي ژبپوهنيز پرمختيايي بهير له سيمه ييزو ننګونو، يا ستاسې په خپله نومونه «سيمييز ذهني انارشېزم» سره مخامخ دی، نو ستاسې د سپېڅلې موخې ښه تراڅرګندويي يې کولای شوه!

ښايي، د يوشمېر نورو روښاندانو غوندې تاسې ته هم د باور وړ نه وي، هماغه شپې ورځې چې زموږ ولس د «انقلاب او ضد انقلاب» په لوخړو کې راښکېل وو، هم بره خوا او هم لره خوا دغه بهير نوي پړاو ته راګډشوی او پرمخ تللی دی. بر، ما په هماغو لومړيو کې د رفيع، هېوادمل، صميم... په ټينګار او ملاتړ له شاهي پېر راهيسې را پاتې ناچاپې ليکنې څېړنې را و اوډلې او تر يوکلن بند وروسته مې د (پښتوپښويې، پښتو وييپوهنې، پښتو ليکلارې) په نومونو چاپ کړای شوې.

استاد آصف صميم او شهرت ننګيال چې وار له مخه پېښورته لېږدېدلي ول، زموږ ليکلار د«شهادت» ورځپاڼې له لارې پر ګردو جهادي خپرونو منلې وه، او څو چې پرې د اسلامي ګوند چارواکي خبرېدل او له کاره يې ګوښه کول، يوه- کره پښتو دومره دود شوې وه، چې ان پخپله ګوندي سروال حکمتياريې هم تر اغېز لاندې راوستی وو. د ساري په ډول، که ډاکترنجيب به په خپله وينا کې د(سرنوشت) پر ځای (برخليک) کاراوه، نو ده به هم له ورته سوچه ټکي کاراخېست.

٣) تاسې ته پته ده، هماغسې چې افغاني، او په ځانګړي ډول پښتني ټولنه د خپل پرمختيايي (ټولنوټيز) بهير په خوراوروسته پاتې مخځمکواکي او ځمکواکي ( قبل فيوډالي او فيوډالي) پړاو کې ټيکاو لري، دغسې ور سره تړلې(فرهنګي) مخبنا هم د ودې وش په ډېر ټيټ پړاو کې لاس و پښې وهي. په دې لړ کې پښتو هم، لکه بله هره ياده ژبه د خپلې ټولنې د ذهني زېږد و لېږد، ودې او خپراوي د يوې هر اړخيزې وسيلې په توګه د ويونکو په څېر لا تر اوسه د ټبرني او ورسره تړلي جغرافيايي ذهنيوالې په لومو کې پړسکې وهي. د دې مانا داده چې لا تر اوسه يې له بې شمېرو ټبريزو او سيمه ييزو رنګارنګيو(ګړدودونو) څخه يوې يوازېنۍ- کره ليکنۍ بڼې ته لوړتيا او پر مختيا نه ده موندلې. اړوند زده کړه وال، ليکوال او ان پوهان يې د دې پر ځای چې دغې ځانځانۍ ته د يوې ربړې او ستونزې له ګوټپېره ووينې او د هواري لپاره يې يو غږ(ږغ) هومره پورته کړي، د يو نيم خوا خوږي او په سر سر کې د يو نيم څانګيز پازوال «ژبپوه» پر خوله او قلم هم لاس ږدي، مخې ته يې کرکنډې رارغړوي او ان د«بنسټپالو» په ملتياورته مورچلې نيسي (لکه دوه کاله وړاندې په لروبر اوبپاڼه کې)!

په دې کې هېڅ اړنګ بړنګ نشته چې دغه دواړې فرهنګي سټې هوتک صاحب او جهاني صاحب چې تاسې ورته په دغه تړاو د پړې ګوته نيولې، د پښتني ادب و فرهنګ په سرڅڼه کې پوره ونډه لرلې او په کارده، يوازې د خپلې سيمې نه، بلکې د ګردې پښتونخوا پر کچ د نمانځنې او ستاينې جوګه شي، خو په دې وروستيو کې يې له بده مرغه، اګاهانه يا نا اګاهانه، د «يوې پښتو- کره پښتو» روان بهير پر وړاندې ديو سيمه ييز سنګر رغا ونې ته رادانګلي او په دې توګه خپل ځانونه په لوی لاس سيمه ييز وي او کوشني کوي!

 دغلته د دغو دواړو ښاغلو منلو فرهنګيالانو تر منځ بيا توپير دادی چې لومړی دا د دوديزې ژبپوهنې د داوه ګير په توګه دنوې ژبپوهنې نټه نه منونکي آرونه او بنسټونه او په دغه تړاو د پخوانيو او اوسنيو پوهانو له خوا يو پېړييز ټولمنلی «غورچاڼ» راننګوي.

او دويم دا، بې له دې چې په ښکاره د ورته څانګيز واک و ځواک داوه وکړي او را و يې ننګوي، د خپل مخبېلګه اېکسپرېشنېست شاعر غني خان غوندې پر خپله ځانګړې «مورنۍ پښتو» ټينګارکوي. هغه ارواښاد به هم کټ مټ ورته خبره کوله او د بېلګې په ډول به يې ويل، مامې له خپلې ادکۍ مور «خېشت او خېشته» اورېدلي او اړ نه يم «ښايست او ښايسته» ووايم او وليکم!

که دغه ښاغلی او منلی د داسې شاعرانه ولولو له نيلي راته سي (راکښته شي)، زه به يې ور زباده کړم چې له څو کلو راهيسې يې دغه بې مسؤوليته څرګندونو د معياري بهير مخالف سنګر رغاونه نوره هم پسې چټکه کړې ده. وروستۍ بېلګه يې هم د بلجيم هغه وې چې ستاسې د دواړو ډاکترانو غبرګونونه يې را وپارول. جهاني صاحب بياهم خپل دغه راز څرګند ونو ته د«پلرني نصيحت» جامه وراغوندي او په دفاع کې يې بياهم پردې ټينګار کوي چې نن سبا په هېلمند کې وينې بهاندې دي او د ليکدود او ګړدود يا معيار او نه معيار ناندرې نور هم د پښتنو تر منځ د پيوستون پر ځای بېلتون راټوکوي او يا ورته ببوزی وهي. خو زه ترې داپوښتم، د لويديزې ټلوالې د درو څلوېښتو هېوادونو په پښتو کورسونو کې هغو جنګياليو ته کوم پښتو ګړدود او ليکدود ورزده کړشي چې له شينډنډه تر خوست و کونړه له لروبرو پښتنو طالبانو سره جنګېږي؟

ژبه چوپه پاتېدای نه شي، که په سوله کې وي، که په جنګ کې، او ورسره ورسره اړوندې څانګپوهيزې (مسلکي) ليکنې څېړنې او په دې لړ کې د آر و معيار غوندې ځنډ نه منونکې ربړې او مسألې، او ولې شخړې او ناندرې او بيابېلتون راوټوکوي؟

هو، دغه ناخوالې او ناوړې پايلې هغوی رازېږوي چې بې څانګيز واک و ځواکه ځانونه ژبپوهان تراشي او پکې بېځايه لاسوهنه کوي. نو که زموږ نوموتی ليکوال او شاعر په رښتيا د پښتنو يووالي او پيو ستون غواړي او خپله پښتني- افغاني مينه پر زباد رسوي.، د خپلو ولوليزو نيوکو او نصيحتونو مخه دې د دغه بېځايه لاسوهنو او لاس وهونکيو خواته وروګرځوي!

د انټرنېټ پر مخ ستاسې تر راځلېدو وار له مخه له بلجيمه ګونګوسي را رسېدلي ول چې جهاني صاحب يو پلا بيا د معياري ربړو په تړاو سمې او ناسمې خبرې اترې او اښتنې پوښتنې له سېلمې غندلې او ګواښلې دي. چې رښتيا ووايم، هغه شېبه مې پرې د پخواپه څېر غوږونه کاڼه واچول، خو چې ستاسې غبرګون مې وليد او د څانګپوهيزې پازوالۍ(مسؤوليت) له پلوه مو پکې زه هم را نغښتی وم، نو دغه منځګړتابه او سپيناوي ته اړوتم.

زه دجهاني صاحب په رښتينولۍ او روغنيتۍ کې کومه خرخشه او ترديد نه لرم، خو چارناچار يې دا متل مخې ته ږدم چې: «خبرې خوږې کوې، خو لږ يې کږې کوې»!

د کږوالي يوه نخښه يې « غني» وزمه څرګندونه ده او بله دا خبره چې د استاد بېنوااو استاد الفت له ګړدودي توپير سره سره ترپايه دوستان پاتې شوي ول- ايا همداد «يوې- کره ليکنۍ پښتو» پر وړاندې د جهاني صاحب د بې توپيرۍ او مخالفت ښکارندويي نه کوي او د علم و منطق د منکرانو، سمتپالو او بنسټپالو له خوا پر رامنځته شوي سنګر نورې ډبرې نه ورسرباري کوي؟

ده د دوو استادانو د خپلمنځي سازښت(کوپرومايس) بېلګه راوړې چې تر درو ستوريو او نورو دوديزو پوهانو استادانو د يوې يوازېنۍ ليکنۍ پښتو او ورسره ورسره د زړې او ګړدودي او رغاونيزې پانګې له پلويانو څخه ګڼل کېدل، د ساري په توګه استاد بېنوا تېرمهال بشپړ کړ د نورو کندهاريانو او هېلمنديانو پر خلاف زموږ له اوسنۍ ليکلارې سره برابر کړی وو، لکه: توريالی کابل ته ورسېد، ډوډۍ يې وخوړه، کار يې و کړ، کتاب يې وليکه او پر چاپ يې رساوه!

زموږ وتلي شاعر په کړن کې هم خپله بې توپيري را زباده کړې او هغه دا چې د شعري او ليکنۍ ژبې جامه، جوله او وييپانګه يې همداسې سيمه ييزه او لنډه تنګه پاتې شوې، او چې بيا له تنګسې سره مخامخ شوی، پارسي هغې (پايکوب، پايکوبي، موج خيزه طوفانونه...) ته يې مخه کړې ده. له روښان او خوشاله تر حمزه اوالفته لا څه چې د خپلې خوا، له اسعدو ښکارندويه رانيولې تر صالح او بېنوا پکې د ادبي پاتوړې (ميراث) څرک نه لګي!

د «يوې پښتو- کره پښتو» له بهير سره يې د ناباندۍ يوه نښه نښانه دا هم ده چې پرله پسې رادود ېدونکې درېګونې (ګړدودي- تاريخي- رغښتي) نږه وييپانګه ورته د مننې او زغمنې نه ده. د(يون، پاڅون، غورځنګ، بهير، بلهار، وياړ، اند، انځور، ګلڅانګه، ګلپاڼه، ګلـ ونه، ګلمينه، ګلورينه، سمون، پيوستون، هېواد، هېوادپال، نړۍ، نړيوال، پتيال، توريال، برميال...) غوندې وييونه (لغتونه) چې پر ځانګړو نومونو اوښتي، هم نه کاروي، پاتې لا : ګلبڼ، ګلکڅ، غځونې، ناخوالې، نادودې، ناتار، ناورين، بخوله، ربړه، ستونزه، ستونز من، برخليک، لاسليک، سرليک، ستاينليک...، غونډه، پوهنغونډه، څېړنغونډه، لمانځغونډه، ياد غونډه، مينه وال، مينه ناک، مينه وړی، مننه، منندوی، مننليک، برخوال، ګډونوال، تلپاتې، تلژوندی، تلسمسور، تلښېراز، ويی، وييپانګه، وييزېرمه، وييپوهنه، وييرغاونه، آر، اکر، اکربکر، اکر وکر، هاندوهڅه، برم و پرتم، پرتمين، پرتمناک، موخه، ښکېل(ګرفتار، درګير)، ښکېلول، ښکېلاک، زبېښاک، نيواک (-ګر)، اورپکی، ځانمرګی، ځانمرګی بريد-بريدګر، ځانوژنه، ټولوژنه، ډبروژنه، وياند، ويندوی، شننه، سپړنه، لاسرسی، برېښناليک يا برېښليک، خپرندوی، خپرنۍ، مهالنۍ، رسنۍ، رسنوال، رسنيز، استازی، پلاوی، کتنپلاوی، لوبغاړی، لوبغالی، لوبډله، پايلوبه، نيمه پايلوبه، وزلوبه، لويه لوبه (لولوبه)، لو ورځ، خوځښت، خو ځون، اوښتون، ويناوال، بنسټپال، پانګوال، پانګوالي، پانګواک، پانګواکي، زورواک، زورواکي، زبرځواک، ولسواک، ولسواکي، ولسمشر يا هېواد مشر... او د درېګونې پښتو پانګې سلګونه بېلګې چې له کلونو راهيسې په چاپي او الکترونيکي رسنيو کې دود شوې او همداسې ورځ پر ورځ پسې را دودېږي. له بېلابېلو ګړدودو څخه ليکنۍ پښتو ته راننوتي او دود شوي غونډونه، ګړنې، څرګندنې (فقرې، محاورې، اصطلاحات)، لکه: رانغښتل(په برکې نيول)، راخپلول، په واک کې راوړل، پرمخ وړل- بيول، را ښکېلول(شاملول، در ګيرول)، لاسبری- برلاسی- لاسرسی موندل... .

 هسې خو د علمي- تخنيکي نومونپوهنو (ترمينالوجيو) په لړ کې يوازې کمپيوټري دا د زرګونو تر بريده اوړي چې په دې وروستيوکې د مخابراتو وزارت او مايکروسافټ شرکت په ګډو هڅو راپښتو شوې دي.

 

(دويمه برخه)

منلی لمر صاحب!

د هوتک صاحب پر پته چې د ګړدودي او ليکدودي توپيرونو په لړکې مو د (يا ګانو) په تړاو په «لومه» کې رانغښتی، زما دپخوانيو ځوابونو او غبرګونونو لنډيز په لاندې ډول دی:

دغه کومې ګړدودي او ليکدودي شخړې او بيا سيمه ييزې مخامختياوې چې له تېرو درو کلو راهيسې رامنځته شوې او تر جهاني صاحب را رسېدلې، آر و اصلي بنسټوال او پاز وال يې هم دی دی.

ټيک د ١٣٨٦ل/٢٠٠٧ په هماغو لومړيو شپو ورځو کې چې ما د ١٣٦٠ل کال چاپ شوې پښتو ليکلار له نويو زياتونواو کرونو او بيا نوي نامه (پښتو ليکلارښود) سره چاپ ته سپارلې وه، هوتک صاحب راته له کراچيه د ډاکتر پالوال «معياري پښتو» پنډ و پېړ کتاب زما پر پته اکسفورډ ته راواستاوه، نوما يې په غبرګون کې اړوند خپرندوی ته دالاندې «ننګونه» ورواستوله او هغه هم د کتاب پر تندي ور سرباري کړه:

يوازې اکادېميک پښتو ژبپوهان له لوړترين زده کړيز لاسوند او اړوند څېړنيز رېکارډ سره دارښته در لودای شي چې په لا زياتو پياوړو ژبپو هنيزو آرونو، لاسوندونو او پروسيجرونو دا لارښود را و ننګوي، نه لکه زموږ توکمپوه ډاکتر پالوال چې له «معياري پښتو» سره يې دغه يو آرو آړ هم رانغښتی نه دی!

او مياشت دوې وروسته يې هم د يو لړ ليکنو خپله ټولګه «پر معياري ژبه- د معيار په ژبه يوه څېړنه» راباندې له دې يادښت سره را ولوروله:

«د ليکونکي لخوا محترم استاد ښاغلي پوهاند زيار صاحب ته د نظر څرګندولو په هيله وړاندي سو.»

ما هم ورته له دې پرته چې خپل دا له چاپه له راوتو سره ور ډالۍ کړم، نورڅه نه درلودل. ځکه پوره باوري وم چې هماغه «ننګونه» او اړونده چلندلار (پروسيجر) به يې بسيا کاندې. خو له بده مرغه وار له مخه يې د پالوال د کتاب تر څنګه خپله ټولګه زما د «ننګونې» د ننګونې لپاره کافي او شافي ګڼلې وه.

د راوروستو رسنيزو مخامختياوو په لړ کې يې زما اړوند پروسيجر هم په دې پلمه په سترګو کې راننه اېست چې که د علامه حبيبي په مشرۍ پخوانيو استادانو لاسليک کړی هم وو، هماغه ګړۍ ورباندې پښېمانه ول !

دغه چلند لار د نوموړې غونډې په درشل کې ما او ارواښاد دوکتور لودين د نوې ژبپوهنې پر داسې زرينو آرونو (اصولو) برابره کړی وه چې استادانو ته يې له يو نيم جوليز بدلون او سمون پرته د رد پلمه پاتې نه شوه او ګردو په يوه خوله هوکې اوبيا لاسليک کړه . خو چې پر بنسټ يې تر پخوانيو (کښې- چه) څخه (کې- چې) کره وختې، يوازې يو کس، هغه هم زموږ خپل ننګرهاري مولانا خادم چې (کښې) يې په ځيګر کې هم نه وه، د مخالفت لېڅې را ونغښتې او د نوې ژبپوهنې استازی لودين يې بيا د کليوال په توګه خپلې پلوۍ ته اړېست؛ ان چې خپل پلپوټ (شکايت) يې تر هېواد مشر داود خانه هم ورساوه!

ده ډېره هڅه کړې، د يوه متنپوه په توګه د کتاب په ګډون د ژبې او ژبپوهنې او بيا د آر و معيار په تړاو په خپلو ليکنو او بيا کتاب کې نوي او زاړه ماويلي- تاويلي را کوټه کاندې. خو له تيوريکي او تخنيکي پلوه په هېڅ ډول اړوند پروسيجر او په رڼا کې يې پر ګوته شوي کره او ناکره را ننګولای نه شي او په دې لړکې٥-٦ ډوله ياوې (ياګانې) !

نو که دغه پروسيجر او اړوند لارښود په اسماني کتابونو او صحيفو هم ورزباد کړم، بيايې هم خپله سيمه واله منلوته نه پرېږدي او ټولمنلی ګړدودي «غورچاڼ» راننګوي. دی سمتي او ځانځاني ښامار دومره زهرژلی کړی چې د خپلو را ځانته کړو علامه ګانو دغه منلی پرنسيپ هم نه مني، ځکه که هغوی نه منلای، نو ولې به يې دا اويا – اتيا کاله له نورو درو ګړدودي ډلو استازيو سره غونډې جوړولې چې وروستۍ بېلګه يې هماغه د ١٣٥٥کال وه؟

د «يوګړدودي معيار» داوه دنګله مې د تيوريکي او تطبيقي ژبپوهنې ترڅنګ په سوسيو- لېنګوېستيکي آرونو هم ور رد کړې، په دې ډول:

د هوتکو او په تېره د شاه حسين هوتکي ځلاند سياسي- فرهنګي مهالپېر چې ټولنوټيزه سرغندويي او منځيواله (اجتماعي- اقتصادي سيادت او مرکزيت) هم ورسره غاړه غړۍ ول،  د يوه يوازېني ټبريز- سيمه ييز ګړدود د معياري ټاکنې آړونه(شرايط) خورا ښه ترا برابر شوي ول، خو هغه ځلاند پېر د نادرافشار له ناببره تاړاک سره نور تل ترتله له لاسه ووت او بيا تر ننه دپښتو او پښتنو په برخه نه شو؛ د اروپايي ژبو، په بله وينا، ګړدودونو معياري بهير په سهي مانا، هم هماغه پېړۍ اومهالپېر له ورته شرايطو سره پيلېدا او پخوالی موندلی، عربي خو دآرې اسلامي ژبې، او پارسي او تورکي يې پر (سيادت او مرکزيت) سربېره بيا د مرستندويو ژبو په توګه دغه بهير او بری لا تر اروپا هم وړاندې تر لاسه کړی وو. او دادی بياهم هوتک صاحب هغه «هوتکي» خوبونه ويني، او غواړي د دروګونو ګړدودي ډلو (سوېل ختيزو، شمال ختيزو او منځنۍ) پر پېنځوسو ميليونو باندې دخپلې (سوېل لويديزې) ډلې، هغه هم د درو څلورو ولايتو د ٥- ١٠ميليونو ګړدود په وچ زور ومني!

ما په نومېرلې توګه د«ياګانو» په تړاو ورڅرګنده کړې چې اړوند «کندهاری» ګړدود د نورو ګردو هغو پر وړاندې يو ګړسره ځانتنی مورفو- فونولوجيکي قاعده لري، په دې ډول:

دغلته يو شمېر ناخجن واوېل، لکه (زور، ي، ې، اوږد-و/a,i,e,o) اوهمداراز زورکيواله ی(ay )چې کله د خپل چاپېريال ( ويي، وييغونډ، غونډلې) په پيل، منځ يا پای کې تر هرراز خجن مخني واوېل وروسته راشي، پر(زورکي، ۍ، ي، لنډ و/u y, i, y,,) او ۍ (y )بدلون مومي. بېلګې، لکه:

وله-، ولئ(استخوان شانه)، ولي(چرا)، منئ، د خلګو (-u). د دغې قاعدې د ښه تراپوهاوي لپاره ډېرې ټېپيکې بېلګې لارهlā´ra (راه)- لاره lārá (نغمه) او بڼهbáņa(پر)- بڼهbaņá (څېره، شکل) ويي جوړې دي چې زموږ په(يوه کره پښتو) کې ددواړو جوړو پايلې زورونه(فتحې) دي او ډېرګړې هغه يې اوږدې(ېe) ګانې، خو په کندهاري ګړدود کې يوازې هماغه خج پاي انډولونه ورته يوګړې او ډېرګړې پايلې لري، او د پيلخجو هغو يوګړې پايلې پر زورکيو اوړي او ډېرګړې هغه يې پر لنډو(يi) ګانو، او په دې توګه

)لاره- لاري، بڼه- بڼي( نورو پښتنو ته نابومه برېښي او داسې انګېري چې ګوندې دا د کندهاريانو يوه هسې ليکدودي تېروتنه ده!، د ساري په ډول لکه په دې غونډله کې )يوې ښکلي ښوونکي ښځي راڅخه يو نوسئ وغوښتئ(!

داسمه ده چې د وينګ او ليکنګ بدلون يې ګړدودوالو لپاره ستونزه پېښوي او له مانيز ټکرونو (التباسونو) سره هم مخامخېږي. خو د نورو درې سره ګړدودي ډلو لپاره بيا دغه هرڅه په درو کې ضربېږي.

 خو که دوی د زړه له کومي وغواړي، له نورو ډېريو پښتنو سره يوه- ګډه کره، هغه هم، يوازې ليکنۍ ژبه ولري، نو همدغه ليکنی اړخ يې له وخت تېرېدو سره زده کېدای شي، خو سرچپه يې لانوره هم پسې ګرانه او له نياوه لرې ده چې ډېری دې د لږه کي اړوند(تابع) کړ شي؛ هرګوره، درې پېړۍ پخواخو دغه کار په زور و جبر هم کېدای شو، لکه چې شوی دی، خو د چاخبره، په نومهالي «ولسواکي» مهالپېرکې، هغه هم د هېواد او نړۍ پر کچ له دومره قوانينو سره دغه چاره کورټه او سکوټه ناشونې شوې ده!

د «د ويونکيو د ډېروالي» آر ترڅنګ، د «لنډون او سپما» دا هم د يوې داسې پښوييزې قاعدې سرباري کېدنه ردوي، داسې قاعده چې په ټوله کې پښتو پښويه (ګرامر) دوه ګرايه کوي.

ښاغلي هوتک څه مهال وړاندې چې حکمتيار صاحب له جنګه، فرهنګ ته يوڅه ساه اخېستې وه او د دوو ياګانو(ي، ې) ربړه يې رامنځته کړه، په بله وينا، د اوږدې(ې) ډېرکارونګ يې ناسم وباله، بس ده هم د چا خبره (ماموته بيا دې موته)، يو بل ګړدودي لاسوند تر لاسه کړ او سوړ جنګ يې بيا له سره راتود کړ او له دې سره يې «ې-والا» يوځل بياننګونې او جنګونې ته را وپارول!

که څه هم ما اړوند(خروټي) ګړدود پر١٣٤٢، ١٣٤٣ او١٣٤٥ل کال د اورګون له سروبي او بيا له کره باغه د کوندوز تر چاردرې درې ځله کښلی وو، خو سره له دې مې له اېمل پسرلي سره يو ځل بياخپل يادښتونه کره کړل او پايله يې داشوه چې دغلته دخجپوهنې (اکسنټولوجۍ)، په بله وينا، مورفو- فونولوجۍ پر بنسټ) کومه ورته قاعده نه رامنځته کوي، بلکې له کندهاري ګړدود سره دکوم ګډ تاريخي ګاونډيتوب له مهالپېره يوه نيمه (ي) دلې او هلې خوندي ساتلې- کټ مټ لکه(ښ) چې د کرلاڼيو په څېر يې د (ش) په بڼه ساتلې ده- نو په دې ډول، (يوې ښکلي ښوونکي ښځي راڅخه يو نوسئ وغوښتئ!) نه، بلکې (يوې شکلې شوونکې شځې راڅخه يو نوسی وغوښت) وايي.

پر دغه راز کندهاري(ي-ګانو) سربېره چې د مخني خج له اغېزې د اړوندې ناخجنې څپې د زړي(هستې) په توګه رامنځته کېږي، په يولړ خجنو څپو کې هم د نورو ګړدودو د(ې-ګانو) پر وړاندې يوه مخامختيا (تقابل) منخته راځي، لکه په: (چېرې- چيري)، (وېره- بيره)، (تېره- تيره)، (ډېره-ډيره)، (سربېره- سربيره)... کې؛ په کړبڼو او بياپه وسمهالو هغو کې دغه پېښه پرله پېلې ليدل کېږي، لکه: (کېږي- کيږي) يا، (پېښېږي- پېښيږي)، (رېبي- ريبي)، (زېږي- زيږي)... -دغلته له دويم وګړي هغه (ته کېږې- ته کيږي) ټکر پرته، نه نورې کړوالې او نه نوموالې بېلګې کومه سرباري پښوييزه دويه(قاعده) رامنځته کولای شي او له دې کبله د مخامختيااو بيا«ديوې-کره ليکنۍ پښتو» د لارې خنډ کېږي نه، لکه څنګه چې نور واوېلي او کانسوننټي توپيرونه کوم ستر خنډ نه جوړوي، لکه واخلې (ښ- ږ- س) د(ښ-ğ-xˇش) او بيا(مد- پېښ- زېر) د(زور- زورکي- ې) پر وړاندې. په وييونو کې جوليز او مانيز توپيرونه هم کومه بنسټيزه ستونزه نه پېښوي، او که اړتيا ورته پيدا شوه، په اسانه هوارېدای شي، لکه: پګړۍ- بګړۍ، انګازه- ازانګه، ځمکه- مځکه يا مزکه، ورځ- روځ، غږ- ږغ، غبرګ- بغرګ...، يو لړ پکې له مانا بدلون سره پرهممانيزونو بدلېدای شي او وييپانګه را پراخوي، کټ مټ، لکه آر هممانيزونه: ډبره، تيږه، کاڼی، ګټه، کمره، غرګی... .

)د سوېل لويديزې پښتوبشپړه څانګپوهيزه څېړنه به په يوه جلا ليکنه ياګړدودپوهنه کې وړاندې شي(

٤) ستاسې دا نيوکه چې په زماپه اوبپاڼه کې مو سترګې پر کوم غاښ ماتوونکي ځواب يا غبرګون نه دي لګېدلې او پرځای يې نويزونو(نيولوجېزمونو) در برېښولې دي او په دې توګه مو په ناځانخبري ډول له دواړو يادشويوسيالانو(...) سره همغږي شوي ياست! که نه، په لږ زغم مو هغه ليکونه اوغبرګونونه هم پکې موندلای شول چې دا دومره لسيزې مې د بېلا بېلو رسنيو له لارې خپاره کړي او زماد ځانګړې اوبپاڼې په ګډون په نورو هغو کې هم پر ليکه دي. په تېره د نوي «پښتو ليکلارښود» په تړاو د دوو ادبپوهانو (استاد منلي او استاد غضنفر) د کره کتنو په غبرګون کې چې له بده مرغه مو هغه ته هم پام نه دی اوښتی، همداراز « ژبه ژبپوهنې او ژبپوهانو ته پرېږدئ» او داسې نور ليکونه، ليکنې او غبرګونونه!

په پای کې همدغسې د پښتو او پښتنو نور مينان که د ليکدود او ليکلارې په تړاو له ګړدودي ګډوډيو سره مخامخېږي، په ټول افغان، سمسور... او زما ځانګړې اوبپاڼه کې پر ليکه شوی ليکلارښود او بېلا بېلې مسلکي ليکنې، ليکونه او دفاعيې به يې ور هوارې کاندې، که نه، انټرنېټي، تېلېفوني او او بيا يې مخامخ اښتنو پوښتنو ته له ګهيځ وختي تر ماښام ناوخته غوږ پراواز يم! په دې توګه به د سختو غبرګونونو او ستغو سپورو ځای علم و منطق نيولی وي او د جهاني صاحب د «بې اتفاقۍ» اندېښنې او نصېحت ته به هم نوره اړتيا پاتې نه وي!

په ګرده پښتني- افغاني مينه او لورېينه

ستاسې د ټولو زيار

 

 

   کورپاڼه | صفحه اصلی  

email: payamewatan@yahoo.com
 

 

استفاده و نشر مجدد مطالب «پیام وطن» تنها در صورت ذکر منبع اصلی نشر آن مجاز میباشد