|
||||
تاریخ نشر:24.07.2007 |
||||
اخترمحمد نور دظاهرشاه په هکله د ولس نظر
د ظاهر شاه د بابائي دوره نور ختمه شوه !
ظاهر
شاه چې د خپل پلار نادر شاه د وژل کېدو
څخه
وروسته په خام عمر د انګرېزانو په ډيکټه پر تخت کېنول شو نو د خپل
سلطنت په وخت کې يې د رکود او خوب دوره په وطن کې حاکمه کړه.
پخپله ئې د عيش او عشرت دوران تيراوه خو ملت د لوږې او ناخوالو کندو ته
لوېده. دهغه د تره زوی داودخان دغه دوره ښه وارزوله او د هغه پر
ضد ئې سپينه کودتا وکړه. داود خان د ظاهر د بې غمباشۍ پاليسي د ملي
تراژيدۍ يو لوی عامل و باله. همدا لړۍ و کمونیستي کودتا او راورستيو
لانجو ته لاره پرانيستله. د ټولو چپي او جهادي او طالبي - اخواني
نا خوالو سره سره ظاهر خان د امريکا لخوا د طالبانو په نسکورولو کې نقش
ولوباوه او زموږ د وطن د تاريخي شړل شوي دښمن، د انګرېزانو
د بيرته راتګ زمينه یې برابره او پای کې د هغوی د پوځي عسکرو سره
يوځای بيرته کابل ته را ستون شو. ظاهر شاه دغه تاريخي بدنامي و
کرزي ته پرېښودله چې د انګرېزانو او امريکايانو په جوړه شوې لويه جرګه
کې يې دا تاريخي بدنامي د کرزي په نامه ور په غاړه کړه. دهغه
راهيسي ظاهر شاه يوه ژوندې مړې وو چې ايسته او دورې يې پر نامه او نيم
ځانه جسد باندي تجارت کېده او د «ملت دبابا» په نامه به ئې
پورته کښته کاوه خو ولس ئې په کيسه کې هم نه وو.
واقعيت خو دا دی چې ظاهر شاه په دريو لسيزو کې د دی وطن د لانجو په
کمولو او د وينو د تويوولو دمخنيوی لپاره پرته له بيانيو او اعلاميو
له صادرولو څخه بل هيڅ مسؤلانه نقش و نه لوباوه. نوموړي صرف و
هغه څه ته لاره هواره کړه چې دا وطن ئې د امريکا او ناټو په اډه
بدل کړ او هغه څه ته يې لاره خلاصه شوه چې ظاهر خان پکې خپل
اويا کلونو هڅو ته تحقق ورکړي. هغه و کولای شول چې د ولس لخوا
شړل شوي انګريزي بادارانو ته په وطن کې د بيرته مېشته کېدو زمينه
برابره او په دې ډول انګرېزانو ته خپل نمک حلالي ثابته ته کړي.
د هغه
په ژوند کې د دې وطن ستونزې را وزېږېدې خو دهغه مرګ به دا ستونزې
مړې نکړي. ځینو د غوړمالۍ په خاطر هغه ته «بابا» وويل او
انګرېزانو خپل موجوديت ورباندي بې تأثيره کړ، ځیني د چاپلوسۍ په وجه
هغه «د منډيلا» او «ګاندي» او زموږ د وطن د ګڼو بهادرو زامنو سره پرتله
کوي خو حق دا دی چې هغه هيڅ نه ملي، نه معنوي او نه علمي وجه درلوده.
هغه د وينو د تويولو د ختمولو لپاره نه وو راغلی، هغه خو دسولې
بهير لا له پخوا څخه په لغته وواهه، هغه دخپل لمسي په تشويقولو سره د
ملي خائنانو او جنايت کارانو کړو ته قانوني بڼه ورکړه او په «ملي جبهه
خانه» کې ورسره شامل شو. د ده د عياشۍ دوره و ملت ته توره دوره
وه. آرامي به وه خو داسې آرامي په زندان کې هم وه، خلک وږي وه او بې
عدالتي اوج ته رسېدلې وه. د همدې لپاره داودخان ورباندې کودتا
وکړه. دانګرېزانو لخوا نومول شوي «بابا» د بابائې دوره نورختمه شوه .! په درناوي
اخترمحمد نور |