تاریخ نشر:20.06.2007
امرالدین سرحد
دښتې
دا سپیرې سپرې دي دښتې څومره رنګ دي په سرو وینو چا یرغل کې تویې کړي چا پر ضد د یرغلګرو
ځینې ناست دي غره لمن کې غږوي خپلې شپیلۍ چا پرون ټوپک غوړ کړې نن جاغور کې ږدي مرمۍ
څوک رخصت شول له جهاده جوړوي لوړې ماڼۍ بل لګیا دی په جګړه کې کور کې نه لري شړۍ
چې پرون په نیلي سپور و نن ګدا د یو مړۍ دی خو پوه دی څه تیریږي شمله ساتي د پګړۍ
له غره کښته قوماندان شو خرڅوي او ککرۍ ځنیي ناست دي په جبهه کې تسبیح اړوي پردۍ
>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<