|
||||
|
ليکونکی : حبيب الله غنخور دامن که دډيورنډ جرگه؟ رښتياويل ترخه اومشکل دی ،خوويل يې ايماني اووجداني اړتياده ! شپږمه برخه
دامن جرگه په کوموشرايطو کښي جوړيږي ؟ اياددې جرگې دجوړېدولپاره اړتيا شته ؟ ولي دطالبانو ليکي غښتلي کيږي ؟ داجرگه به دافغانستان اوپاکستان تر منځ اوسنۍ سياسي ،پوځی لانجه اواختلاف حل کړې ؟ داجرگه به په افغانستان کي دسولي دراتگ اوټينگښت سره څومره مرسته وکړي ؟ دا اوداسي نور سوالونه نه يوازي افغانان په هيوادکي دننه بلکه تر هيواد دباندي هم په ورځنيوسياسي بحثونوکي مطرح کوي . ددې لپاره چې دمسلې څېړل په کتاب بدله نشي زه دلوستونکوپر پخوانيومعلوماتوپه تکيه سره لاندي مسايلوته لنډجوابونه وايم ،سره لدې چي هر عنوان په حقيقت کښي دسلهاو ټوکوکتابونوگنجايش لري . دامن جرگې دجوړېدومفکورې په هکله په تيرو برخو کي ورته ايشاره وشوه چي دامفکوره په واشنگتن کي ددريو هيوادوافغانستان،امريکااوپاکستان دجمهوررئيسانودتيرکال دروژې مياشتي تر روژماتي وروسته راوزېږېده. څرنگه چي دا پديده په بهر کي راپيداشوي ،ځکه يې دجوړېدواوپايلوپه هکله زيات پاملرنه نه احساسيږي ؛ له بلي خوا بيله هغه دپرديوپه پيسوجوړېږي ځکه له مسولينوسره چندان زيات توويش هم نشته ،وايي هر څه چي کيږي هغه به کيږي . مگر حقيقت دادئ که دجرگې موخه په افغانستان کي دسولي تأ مين ،دپاکستان او افغانستان پخلاينه وي ،په هغه صورت کي داډول جرگه يوازي اويوازي دځان اوبل دوخت ضايع اوبې ځايه دپورسویو اوياخيراتي پيسو مصرف دی اوبس ! دا ځکه، يوفلسفي قانون دی وايي : دهرڅه دپيدايښت علت بايدوڅېړل شي ،يا په فلسفي اصطلاح دمعلول دپيداېښت علت ،(انگېزه ،علت او معلول) فلسفي مقولې دي چي معيني اړيکي اويوپربل تاثيراودنوي دپيدايښت باعث گرځي ؛ ددوي تر منځ هر اړخيزي رابطې بايد وڅېړل شي . داوسنۍ پېښي يامعضلې دحل لپاره دالازمي ده چي ددغه قانون په احکاموځانونه پوه اوله هغه په استفادې سره مخته ولاړ شو. که دافغانستان اوپاکستان تر منځ دتاريخي او اوسني اختلاف چي په حقيقت کي دهغه پخوانيوتاريخي ريښوپر بنياد رازېږېدلی اولوي شوی دی، دحل په تکل اوسونو، ددغه قانون په نظر کي نيولواوڅېړلوسره دې پايلي ته رسېږو چي ددغو هيوادوتر منځ اختلاف دومره ساده اودمځکی پر سره هم نه دی لکه چې دافغانستان اوسني چارواکي يا يوشمير څېړونکی فکر کوي . دې اختلاف د(( ۱۱۳)) کالوراپدې خوا دژوندپه مختلفو دورواومرحلوکښي له يوي خوا افغان ولس اودکرښې هاخوا پښتانه اوبلوڅ زورولي اوله حقه نه محروم کړی دي ،خوله بلي خوا يي دپاکستان اوهمدا اوس په افغانستان کي داوسېدونکوزبرځواکودپرونی تېری اوننی شتون لپاره پوره اولازم امکانات برابر کړيدي . دا هغه تريخواقيعت دی چي سترگي ځيني پټول په حقيقت کي دځان غولوني نه پرته نور څه ندي . زه دپاکستان سره دتاريخي اختلاف اوهمداتر ېرشوکالوزيات دپاکستاني چارواکوبربنډولاسوهنواومداخلو داساسي ريښې په هکله نور څه نه وايم تنهادومره څرگنده وم ،ترڅوزموږ اوپاکستان ترمنځ دډيورنددکرښې پر سر لانجمنه مسله حل نشي له پاکستان څخه په افغانستان کي دلاس نه وهلوغوښتنه يوماشومانه کاربلل کيږي ،سره لدي چي دپاکستان لپاره دې موخي ته رسيدل دخپلوشوموارزوگانوپه لورلومړنۍگام بولم ،داځکه چي پاکستان په افغانستان اوسيمه کښي ډيري ژورې ستراتيژيکي سياسي اواقتصادي موخي اوپلانونه لري . سره لدې چي بيله افغاني چارواکو اويوشمير کسانودامن جرگي ته څوک دومره خوشحاله ندي اونه يي گټوروپايلوته انتظار باسي داجرگه دافغانستان په ډيرو ستونځمنوشرايطوکښي جوړېږي . دافغانستان دبهرنيو چارووزير دجرگې په هکله وايي : تدویر جرگه امن اقوام دوطرف سرحد را ادامه تلاشهای دیپلوماتیک حامد کرزی رئیس جمهوری افغانستان است گفت، هرگاه در این جرگه ها احکام الزامی و جود داشت ماآنرا به مراجع حقوقی و قانونی و با لاتر از آن به لویه جرگه محول خواهیم ساخت . لومړۍ // ما يوځل دملي دفاع دوزارت پر وياند ښاغلي عاظيمي باندي نيوه کړي وه چي په خپلو خبرو کې د مسا ئيلو ديپلوماتيکي اړخونوته پاملرنه نه کوي دافغانستان اوپاکستان په اړوندموضوعاتوباندي په خبرو کي هر څه چي پر خوله ورځي وايي ؛ خو اوس پوه شوم چي داوسنۍ اداري دبهرنيوچارو وزير هم دغه ټکی نه مرعاتوي پر خپل سر خلکوته په خپلو خبر کي دافغان ولس دارادې خلاف اسناد پلاس ورکوي، هغه په پورته څرگندونه کي وايي :(( جرگه امن اقوام دوطرف سرحد)) ،نه پوهيږم دا خبرې اگاهانه کوي اوکه متوجه نه وي .غواړم زموږ دهيواد دبهرنيوچارو دوزير پاملرنه دغه ټکي ته راواړوم چي داسرحد تر اوسه چاپه رسميت ندی پېژندلۍ ،که داکار پخوا شوی واي اوس دا دومره جنجال دڅه پر سر دی ؟؟؟ښه به داوي چي ددې کرښي دقانوني برخه ليک دټاکلوتر وخته دافغان ولس حکم ته غاړه کښېښودل شي اوپه خپلو خبرو کې دسرحد دکليمې له استعمال نه په ډډه کولوسره دکرښې نوم واخيستل شي . دوهم // دبهرنيوچارودوزير له څرگندونوله ورايه څرگندېږي چي يوه بي صلاحيته مشورتي جرگه ده ،حتمي نده چې پرېکړې يې ونم شي ،که اژتيا پېښه شي دپريکړوپه هکله به موضوع دده په ويناقانوني اوحقوقي مراجعو اوياتر هغه لوړ ارگان لويي جرگې ته وړاندي کړي . داخبره تر يوځايه منطق لري ،خو دخبروپايله دا ښکاري چي ددې جرگې چندان اړتيانشته خوښاغلي کرزي تلاښکړئ هغه دايرېږي . په هيواد کي غوڅ اکثريت داجرگه يو سياسي مانور بولي چي کومي گټوري پايلي به ونلري . اوديوشمير زياتودلايلواودجرگې دحقوقي صلاحيت ،نړيوال اعتبار،دپرېکړودمنلوعملي کولوبڼه،دهمسايه هيوادپاکستان لپاره دهغومنلو اوپلي کېدوباندي باوري توب اوداسي نورگونگ سوالونه خلک دجرگې دجوړېدوپر اړتيا اوپايلو بې باوره کړې دي . مولوی عبدالسلام ضعیف بياد صدای افغان سره په مرکه کښي وايي :تر کومه ځايه چي دامن جرگه دامريکا په وړانديزجوړېږي فکر نه کوم چي داجرگه به دافغانستان اوپاکستان تر منځ مشکلات حل شي . هغه له دې سره موافق ندی چي داجرگه دامريکاپه مرسته جوړېږي ،وايي کورني مشکلات بايد پخپله دافغانانوپواسطه حل شي . په مرکه کي يوبل ځاي وايي : که جرگه دامنيتي ستونځولپاره جوړېږي اړينه وه چي جرگي ته استازي دولس لخواټاکل شوی واي ،غير له هغه کيداي شوه دامشکلات دديپلوماتيکي لاري حل شوی واي . هغه پدې باور دی چي همېشنۍ سوله اودامنيت ټينگښت ددې جرگې تر توان لوړکاردی . په پارلمان اونوروسياسي کژيوکې هم ورته نظر حاکم دی .دکرښي هاخواقومي اوسياسي مشرانوپدې هکله زياتي اومعيني څرگندونې ندي کړې ،يوازي يوشمير دپاکستاني لوري دجرگي دکارو دسمبالښت پر کميسيون چي دهغه هيواد دکورنيوچارو وزير اونوردولتي جگپوړي ئې غړيتوب لري نيوکه شوې ده . دجرگې دجوړېدوپه درشل کښي په هيواد حالت : دولت ،له درو ارگانو يا قواولکه ( اجرائيه ،قضایيه ،اومقنينه ) يوسياسي جوړښت دي . سره لدې چي دادولت په عام شکل پر افغان ولس له بهرنه تپل شوی دی اوهمدا اوس دافغان ولس دارادې خلاف پرمخدرومي ،غواړم ددولت په جوړونکوڅانگوکي ناخوالو ته که څه هم تکراربه وي دمسلې دروښانتيا لپاره ستاسودرنولوستونکوپام راواړوم . ديادولووړيې بولم چي پنځوس په سلوکښي همداکورنۍ ناخوالي ددي لامل شوي چي دولس او دو لتي ارگانواوچارواکوترمنځ واټن دومره ليري شوچي اوس يې نږدي کيدل ددي ادارې د بهر نيو جوړونکو اومالي تمويلونکوله توان څخه هم پورته دی ،اوله دوي نه هم ورکه ده چې څه وکړي ،که له افغانستان څخه پښې ايستل دناټودزبرځواک اوامريکادسوپرپاور دناکامی اوبدنامی ستر لامل نه گرځېداي زيات څېړونکی پدې عقيده دي چي پخوابه يي لادا افغانستان ته راوستلی اودقدرت پرگدۍ کښينولي دشوري زبرځواک په دودتنهاپرې ايښي واي . خواوس هم داسي څرگنديږي چې دافغانانو ونشوه کولاي له دغونيم بنده امکاناتوڅخه دخپل هيوادپه گټه کار واخلي . دولت په خپلوکړنو کي ډير پاتي راغلۍ حتا هغه دندي چي يوکال پخوادلندن په کنفرانس کي دمرستوپه مقابل کي ور وسپارل شوي اودوي يي دپلي کېدوټټر وټکاوه ۸۵په سلوکي دکاغذ پرمخ پاته شوې .امريکااواروپا اوسله شرمه مجبوره ده چي بيا هم لدي اداري سره مرسته وکړي چې داکار يي پدې نږدې ورځو کي وکړ ،يوځل بيا يي دميليارډو ډالرودمرستو وعده وکړه ،طبعې ده چي ددغوپيسو په مقابل کښي به يې دندې هم ورسپارلي وي ،بهرنيان غواړي ځانته يوه د((وړو)) پوزه جوړه اوخپله لار ونيسي ،که دا ځل دا اداره بيادتيرکال په شان ناکامه راغلل ممکن په هيواد کي لوي تغېرات راشي ،داچي دا تغيرات به څه وي زه يې اوس له څرگندولونه ډډه کوم . راځو اصلي مطلب ته . په لنډه توگه ددولت په درې گونوارگانو کي دهغوي کار اوفعاليت ته لنډه کتنه کوم ،ځکه زه دولت پدي ملامت گڼم چي افغانان دکورنيواوبهرنيودشمنانودکرغېړنو موخوښکار شول اوداپروسه همدا ډول روانه ده .په همدي دليل زه اونور ټول چي هرڅه پهرڼوسترگو گوري پدي نظر يوچي داډول جرغې نه موجه اونه هم گټوري دی ،دافغانستان دسياسي اوپوځي مشکل اوپرابلمونودحل لاردانده ،هغه بله ده . الف : پلي کونکی ځواک (اجرائيه قوه) دحکومت تشکل له هغه لومړۍ ورځي نه ددو خواپه خوښه اوددوي ترمنځ دسياليوپه پايلوکي جوړشو. لومړی طرف يې بهرني ځواک دي چي غواړي په حکومت کښي غوښن ځاي ولري اوپه حساسوپوستوکي خپل پلوه اوامرمنونکی مقررکړي ،دا يوه سکولاره اودپرمختگ سره علاقمنده ډله ده . دوهمه ډله دامريکادوژونکووسلوپه زور اوپيسوراغلي دتنظيمواومحلي ډلومشراندی چي دوي هم په خپل وارتلاښ کړی خپل بهرني ملاتړي پدې قانع کړي چي ددوي سړې مقررکړي ،بهرنيانو هم خپلو نوروموخوته درسېدوپه خاطر دوي ندي خوابدي کړې اوددولتي کارمندانوپه ټاکلوکښي يې هري ډلي ته خپله ونډه يابهتره به وي ووايم ددوي دچالاکی په پرتله ونډه ورکړه سوېده. پدې ډله کې هغه کسان دي چي دموکراسي دځان لپاره زهر بولي ،خودامريکااوناټوله ډاره ددموکراسی سره هم سر ښوروی،داکسان اوددوي مشران همدا اوس هم ورځې شميري چي کله به بيا داوخت راشی چي دوي يوازي په افغانستان کي بيله دېنه چي ددوي بهرني ملاتړی دلته اوسی دحکومت واگي تر لاسه کړي . ښه بېلگه يي په افغانستان کي دميليونوډالروپه لگښت دناکام ډي ډي آر اوډايار اوډ، ډ ،ډ،د پلانونه دي . زړه اودکاره لوېدلې وسله ټوله شوه خو نوې اوهغه چي داړتياپه وخت کښي استفاده ځنې کيداي شي دتنظيمواومحلي قوماندانانوپلاس کي پاته شوه . دبهرنيومعلوماتوله مخي همدا نن په افغانستان کي تر ((۱۸۰۰)) زيات ترغاښوپه وسلوبارگروپونه شته اوتر ((۱۲۰)) زره ټنه زيات انفجارکېدنکي موادپر خپل ځاي پراته دي ،البته پدې احسايه کي دطالبانوډلگی ندي شاملي . دهمدغوپه وسلوبار سړواوډيپوگانوزوردی چي کله نا کله دتنظيمومشران دخپلي خوښي خلاف کړنوپه وخت کښي په زور گوتي وهي اوخپل شرايط دکتې کوي ،ياهمدا اوس په ولاياتوکي دگټواوکوکناروپر سردجنگسالاروترمنځ جگړي يې څرگندي بېلگې دې . يوبله روښانه بېلگه يې پر خپل سردپارلمان دنامه څخه په استفادي سره ځانته دبرأت ورکولوپرېکړه ده ،چي وروسته به يوڅه بحث پر وشي. داطبعي ده چي دبل پر اوږو واک ته رسيدلي چارواکي له هيواداوهيوادوالوسره چندان مينه نلري اونه هم څانونه هغوي ته مسؤل گڼي ،دقانون نوم مي ځکه يادنکړ چي دقانون پلي کول دهغه دټولونيمگړتياوسره ددغوچارواکولاپخوا هير دی . (البته په ليکنه کښي مي ټول دولتي کارمندان له يوه سره هدف ندی مسلکي اودپاک لاس خاوندان هم شته .) پايله داشوه چي دولتي اداره دومره فاسده شول چي خپله ښاغلی کرزی هم اوس هيڅ ډول پېڅول (پرده)نشي پر اچولاي دخلکودتير ايستني لپاره هغه هم وايي په دولت کي فساد،چور اوچپاول له حدنه زيات شوی دی . زما هدف له دي خبري دملي دارايي چورندی هغه خوپر خپل ځاي پاته خبره ده بيل بحث اوسرخوږۍ غواړي .دولتي کارمندان اوچارواکي دعام ولس له چور اوچپال نه ډډه نده کړې . له بهرنه راغلي مرستي اوقرضونه که ددوي په وينا ددوي تر لاسو نه رسېږي ، تاسو فکروکړئ چي دخوار غريب ملت به کوم درد پرې دواشوی وی ؟ مگر بهرنيا همدا اوس نارې وهې چي افغانستان ته دلېږل شوومرستوپوره نيمايي تر خلکونه رسېږي . داپنځه کاله دافغان زورېدلي ولس چيغه چاوانه ورېده اوداحقيت دجمهور رئيس اونورودولتي جگپوړو چارواکوتر غوږ ونه رسېد.داچي پدي هکله بهرنيانوحوسله هم خلاصه شول ،هغوي هم داومنل چي دولتي اداره فاسده ده . دبېلگې په توگه دروان کال دجنوري دمياشتي په ورستيو ورځوکي بي بي سي داخبر چي سندي تلگراف انگليسي ژبه اونېزه ليکي خپورکړ،پدغه راپورکي راغلي دی : دامريکا اوانگلستان پوځي چارواکي هڅ وهي چي افغانستان ته دلېږل شووټولومرستوپوره نيمايي اصلي مصرف کونکوته نده رسېدلې ،په ځينوحالاتوکښي يوي سيمي ته ټاکل شوې بودجه په سيمه کښي دفاسوکسانو پلاس کښېوتلې ده . دناټوځواکونه وايي دپولس يو شمير په فسادتورن دی ،که مرسته ددوي لاسته ورشي هغه په غلاوړي . ددوي په وينا يوشمير مخورهم دسوخت مواد(تيل اونور)اوتعميراتي توکود توربازار په سوداگری مصروف دی . دپنتاگون يومقام پدې باره کښي وويل،په زرهاوموټران اولاری چي دپوليسوداستفادې لپاره افغانستان ته ورکړه شوی وه پلورل شوي دي . موږ پخواپه هغه گډ راپورکي چي دپنتاگون اوبهرنيوچارودوزارت لخوا موتيره مياشت کنگرې ته وړاندي کړ په هغه کي وليکل چي دپوليسوفسادهغه درجې ته رسېدلی چي نورله هغوي نه کارنه اخيستل کيږي . په نظر کي ده داروپادپارلمان له استازونه جوړه کميټه به په افغانستان کي دفسادپه هکله څېړنه وکړي . ددې کميټې د رئیس دجیمز آربوتنات په وينادفساد معضله بايدعاجله ترپاملرني لاندي ونيول شي .دزياتومعلوماتودترلاسه کيدولپاره ستاسوکولاي شی د افغانستان په مسله پوري دښکېلوهيوادو دچارواکوهغومرکوته مراجعه وکړی کوم چي ددنيا له مشهورو ورځپاڼو اومجلوسره يې کړې دي ،دبېلگې په تو گه لکه واشنگتن تايمز،نيويارتايمز ،شپېگل ، ډلي ټلگراف،ريانوستي ،سندي تلگراف اونور ...... که ددولتي ارگانو ددې پنځوکلوکارونه وڅېړل شي دابه څرگنده شي چي متاسفانه دولت ونشوه کولاي دبهرنيودميليارډو ډالرومرستوسره دافغانانو عادي او ورځنی ستونزي حل اودژوند شکل ته يي تغيرورکړی ، دخلکو په ژوند کي هيڅ ډول مثبت اوښتون ونه ليدل شو. پدې ورستيوکي داروپا اتحاديي اعلان وکړ چي له ۲۰۰۰ کال نه د ۲۰۰۶ کال تر اخر پوري يې ۴،۹ بليون ډالر ه دافغانستان سره مرسته کړېده ،مگر متاسفانه خوار آبادنشوه . ځيني دکابل اويوشمير نوروښاروپه مرکزو کي داروپا په شکل دلکسو بلډينگواوموټروبيروبارته ايشاره کوي ولي له دينه سترگي پټوي چي هغه دخلکو په وينو اوهيروئينوگټل شوي پيسې دي ، اوددې خاوندان اوس هم نړيوال اوافغانان زبېښي ،په حقيقت کي دادپردولخواورکړه شوی دسياسي رشوت اوهيروئينوپيسې دی . دراټولوشووڅېړنوله مخي په ميليونو افغانان بيکار دي ،يوازي دکابل په ښارکي تر ۳۷ زره زيات ماشومان هيڅ نلري .دولتي فساد،رشوت ،دزورولخوا دمالونو غصبول ،دبې وزلوپر حق تيری اونورو ناخو ا لوهمدا اوس هم بهرته دکډوالو ليکې اوږدې ساتلي دي . له يوې خوا اعلان کيږي چې وطن ته راستانه شول ،خوپه حقيقت کي هم دومره له هيوادنه دوباره پاکستاني تورلېنگيو اوايراني اخوندانوته پناه وړی ،دخپروشوو احصايوله مخې تر شپږميليونه زيات افغانان وطن ته راستانه شوي داشميره کله وړېږي اوکله غټېږي ،له بلي خواتيره هفته دمهاجرينونړيوالي اداري اعلان وکړ چي تر دريوميليونوزيات افغانان يوازي په ايران اوپاکستان کي اوسي اروپاته خودپيسولرونکودراتگ لړئ راروانه ده ،داسي فکر پيداکيږي چي ټول افغانستان بهرته کډه کوې .په لومړيوورځوکي يوشمير افغانان چي دپاکستان اوايراني اخوندانوله ظلمونونه ډير په تنگ شوې وه مجبور شول وطن ته راشي .مگر دلته چادقدرپه سترگه ورته ونه کتل بې شميره بې کار اوبې کوره پاته شول همدا اوس دارگ نه لس کيلومتره ليري اودکابل ښارپه ټولوناحيو کي ولاړې خيمې اوهلته ديخنۍ نه رپېدلي ماشومان دافغان دولت اومهاجرينودنژيوال سازمان دغلط سياست دقربانيانوروڼي بيلگې دي .دولتي چارواکولخوا دبهرنيانوڅخه دپيسوترلاسه کولو لپاره دارقام هره ورځ په تکرارپړسيږي . دافسوس خبره خو داده چې پاکستانيانو،ايرانيانو اوترکانوته په افغانستان کې کار شته ،چې په حقيقت کې دپاکستان او ايران کارگر هم کارکوي اوهم جاسوسي ،ډير خلک پدې باور دی کله چي ترهگر افغانستان ته راشي دهمدغوکار گرانو،انجينرانواونورومسلکي کسانوپوسيله يي ټول کارونه سمباليږي ، دافغانستان امنيتي ارگانودهيوادپه شرقي اوجنوبي سيموکي داسي کسان نيولي چي له دوهمي علني دندي تر څنگ يي دافغان ضدکارونه هم سمبالول . دشرم ډکه خبره ده چي افغان بيکار اودلوږي مری خو بهرنيان پکښي دهرڅه خاوندان شوه . دبېلگې په توگه ،محمد غوث بشيرى دکار اواجتماعي چارووزارت مرستيال وايي : په ١٣٨٥کال کي ٨٢۹ ١ تنوبهرنيوکارگرانوته چي ٧٣٨٦ نفره يې په مرکزاو ٩٠٥تنوپه ولاياتوکي دکار جوازونه ورکړه شوي دي . ښاغلي بشيري همداډول څرگنده کړه چي (( ٦٠٠)) کورنيو اوبهرنيوشرکتودکارجوازترلاسه تنها ٤٥ شرکتو د۱۳۸۵ کال دميزان تر مياشتي د داخلى کارگرانوليست چي شماريي ((٤٣٢١)) نفروته رسېږي دغه وزارت ته ورکړیدی ،ولي دبهرنيوکارگرانودشمير په اړه خبر ندي . له موضوع څخه دوتلوله ډاره نور يې ژورنشم څېړلاي ،په همدغوسرسرئ څېړنوکي داسي څرگندېږي چي پدې اداره کي تر اوسه دکدري ناوړه سياست :ه مخي چي دسياسي اوتنظيمي اړيکوپر بنسټ اشخاصوته دندي سپارل کيږي . په پنځوکلوکي ونشوه توانيدلاي دميليارډوډاروپه مصر ف ملي اردواودپوليسوسالمي ادارې جوړي اوپه هيوادکشي دقانون حاکميت اوادارې سيسټم جوړ اوپياوړي کړي . ب / قانون جوړونکی ځواک (مقنينه قوا)
که څه هم پارلمان په افغانستان کي نه اوږدتاريخ لري او نه هم پارلماني ټاکني په دموکراتيکه بڼه کله تر سوي دي ،مگر په ۲۰۰۵کال پارلماني ټاکنو کښي ددرغليو اودوکه بازيو بېلگې زموږ دهيواد دپارلماني ټاکنو په تاريخ بې مثاله وه . په ټاکنو کي پر پيسو سربېره دزور اوټوپک لرل هم اړينه وه . همدا دليل وچي دپارلمان غوڅ اکثريت له هغو کسانوجوړ شو چي له دموکراسي ،ټولنيز عدالت ،دبشر حقو قو ته درناوی دبيان ،عقيدې اومطبوعاتودازادی سره علاقه نلري او ورته بېگانه توکي ښکاري . خو پدي ښه پوهيږي چي که ولس ته دغه ازادۍ گاني ورکړه شي داکار به ددوي دسياسي سلطې دزوال پيلامه وي . پارلمان دتير يوکال په موده کي چي دوي هفتي مخکښي يې ددوهم کال لومړۍ غونډه دښاغلي کرزي په دوديزه اوبي گټي ويناپيل شوه هيڅ داسي يوه پرېکړه اولسته راوړنه نلري کوم چي دوي دي په ووياړې ،دبېلگې په توگه دوي تر اوسه دخپلودندو لايحه نده تصويب کړې . تر ټولوجالبه داوه چي ددوهمي دوري په لومړی ورځ دپارلمان درئيس غوښتنه له ښاغلي کرزی نه داوه چي ددوي تنخواگاني دي دوزيرانو له تنخواگانو سره برابر يشي ترڅودهغه په وينا عدالت برقرار شوی وي .داسي معلوميږي چي دا په اصطلاح دملت استازي له دېنه ندي خبر چي دوزيرانو معاش بېله دېنه چي نورمعقول اونامعقول عايدات يي په نظر کي ونيسودداسي هيواد په شرايطو کي چي هرڅه ورته دپردولخوا په خيرات ياسود ورکول کيږي داسي لوړمعاشونه دملت سره دخواخوږۍ ،انصاف ،عدالت اوبلاخيره افغاني او انساني عاطفې نه ليري کاراودبېگانگۍ بهترينه بېلگه ده؛څرنگه چي دپارلمان غړي هم له ملت سره دتړاو کوم مسوليت نلري دوي هم غواړي ډبل معاشونه اولکس ژوند ولري . يادونه : همدااوس دوزيرمياشتنی معاش ((۲۲۸))زره دهر وکيل يوازي معاش ((۵۰۰۰۰))افغانۍ کيږي البته پدې پيسو کي نور دولتي امتيازات شامل ندی . افغانان اوس پوه شوه چي دټاکنوپر وخت دامنډي تر ړي دڅه لپاره وي اوپه څومره مهارت سره يې دولس په سترگوکي خاوري ور اچولې اوستونۍ يې څيره چي زه ترهغه بل تاسوته ډيرخدمت کولاي شم .دا دولس استازي له ولس نه دومره ليري دي چي ددې مسلې دڅېړلو لپاره کيداي شي په مفصله توگه بحث وشي ،يوازي دخبري دخبوت لپاره دومره يادونه کوم چي دجنوري په وروستئ هفته کښي يي له حکومت نه ددوباډيگارډانو (ساتونکو) غوښتنه وکړه . اوس دومره پوښتنه لرم چي دغو دملت استازو بېله دېنه چي يوشمير غير مستحق کسان يي دوزارتواو مستقلورياستو مقاموته ورسول ،هر ورځ په لکسو هوتلوکي لکسې مهمانۍ خوري ،له يوه وزارته وزي په بل ننوزي اودرشوتخور سره يي درشوت اوفساد دجوال خوله نيولې ده ،بل يې کوم کارکړی دی ؟ کوم قانون ،کومه لايحه ،دهيوادنيوناخوالودله منځه وړو لپاره کوم ابتکارشوی دی ؟ له جمهور رئيس نه تر وکيلانوټول مني چي دولتي ادارې په فساد کي تر ستوني غرقې دي ،دغودامريکا يي ډالرومعاش خوروکوم وزير يابل کوم جگپوړۍ له کاره گوښه کړ؟ اوداسي په سلهاودندي چي بايد په همدا يوه کال کي کښي سرته رو سولي واي يوه هم سرته ونه رسول . امادځان په گټه يې داکارونه وکړل : ۱/ کله چي يي پښه دپارلمان په دروازه ورداخله شوه دباډيگارد،موټر ،کورکرايي (سره لدي چي يوشمير يي په کابل اوکابل ته نږدې کورنه لري )،دموټرلپاره تيل،ددسترخوان ډبلي پيسې (گويادوي له ملت سره ښې اړيکي لري اوهر ورځ ميلمانه لري ،اوپدې ناستو پاستوکي خلک سولي اوارام ژوندته رابولي ) ،دژمنيو او دو بنيو رخصيتو لپاره جيب خرڅ ،په پارلمان کي لکسه ډوډۍ ، په هروشپږو مياشتو کي يوځل جمهور رئيس ته ورپه يادول چي صاحبه ! زموږ تنخواخو تر اوسه ډير کمه ده . دملت داستازوپه غوښتنه دپارلمان اداري رياست دوچې ميوې اونور شيانو داسي تومار ليکلۍ چي په ليدو يې سړې هک پک پاتيږي . دغه دفرمايشاتو لست چې ماديوبل افغان ليکوال (( وطن پور صاحب ))له ليکني چي په اريايي کي نشر شوی دی پښتوته راوژباړۍ پدي ډودی : دمشرانوجرگې اوولسي جرگې اداري لوي رياست دکورنيواوبهرنيو ميلمنودپذيرايي لپاره ((۲۲))قلمه دخوراک شيانوته اړتيا لري : توري اعلی چای ۲۰۰ گرامه قطی ، ۲۰۳۲ قطی ، شنې اعلی چاي قطی ۲۰۰ گرامه قطی ،۲۰۳۲ قطی ،هیل چای ۱۰۰ کیلو ،اعلی بادامی نقل ۷۲۰ کیلو اعلی چاکلیت ۱۷۳۲ کیلو ، دبادامو اعلی مغز ۱۳۶۰ کیلو ، اعلی بسکت قطی ۱۰۰ گرامه قطی، ۱۳۵۴۰ قطی ، اعلی شنه کشمش ۹۸۴کیلو ، اعلی خندان پسته ۹۸۴کیلو ، اعلی قهوه ۲۰۰ گرامه بوتل ۱۳۴۴ بوتل ، وچي اعلی شيدې ۲۰۰ گرامه قطی ۶۶۰ قطی ، دچهار مغذ اعلی مغذ ۷۰۰ کیلو ، وطنی نخود ۱۱۰۴ کیلو ((ښه دی چي پاکستاني ياايراني نخود يي فرمايش ندۍورکړی)) ژباړونکی ، خشتی قند ۱۰۳۲ کیلو ، معدنی اوبه ۲۴ بوتله کارتن 52080 بوتل ( حتما از این آب معدنی برای زدن نمایندگان واقعی مردم که جنایت سالاران لمیده در ولسی جرگه را افشا می نمایند استفاده خواهد شد) | ||||