|
||||
ليکونکی : حبيب اله غمخور دامن جرگه که دډيورنډجرگه اتمه برخه : دپاچاخان پدې خبره به يي پيل کړوچي وايي : «راځی يوکېږوکنه ورکېږو» دامن جرگه اودهغې ارزښت همدا دليل وچې بوش د يوې داسي جرګې له جوړولو سره خپله لېوالتيا وښوده . مگر کله چي جورج بوش دامريکا جمهوررئيس دتير کال داکتوبر په مياشت کي دپاکستان اوافغانستان جمهور رئيسانوته ددرې اړخيزي کتني لپاره بلنه ورکړه ،پدغه ليدنه کي تر پرويز مشرف وړاندي دجرگې دجوړېدو خبره ښاغلی کرزي وکړه ،دا خبره د۲۰۰۷ کال دفبربري دمياشتيپه ۱۹ نيټه دارياناتلويزيون سره په مرکۀ ښاغلی يوسف زی صاحب هم دپاکستاني چارواکو له خولې ياده کړه ،په هر صورت دا دومره دارزښت نه ډکه نده چي دجرگې دجوړېدو مبتکر څوک و،حياتي مسله داده چي څومره دجرگې دجوړونکو موخه داده چي په افغانستان کي سوله راشي ؟ که داومنوچي پاکستاني لوری دجرگې مبتکر دی نو اړينه برېښي چي پاکستان په جرگه کي داسي رول ولوبوي چي په افغانستان کي ددايمي سولي دټينگښت لامل شي . تر اوسه چي ليدل کيږي پاکستان دجرگې جوړېدو سره دومره ليوال نه برېښې .اونه دجرگې دجوړېولپاره لکه څنگه چې اړتيا ليدل کيږي هغه ډول کاورنه کوي ،دبېلگې په توگه ،پاکستاني لوري دجرگې دجوړېدو اوسمبالښت لپاره ددې په عوض چي قومي مشر ا نو ،سياسي گوندواوپالمان ته يې دنده سپارلې واي، دجرگې لپاره د پاکستاني کميسيون مشري د پاکستان دکورنيو چارو وزير افتاب احمد خان شيرپاوته وسپارل شوه . د کميسيون په نورو غړوکې دسرحداوبلوچستان واليان يا گورنران او د پاکستاني د مرکزي کابينې ځينې غړي شامل دي . همدا دليل ؤ چي د پاکستان د مشر ا نو په جرگه کې د قبايلودسيمې يوۀ استازي حميد الله جان اپريدي له حکومت څخه غوښتلي چې د سيمې د سولې او سوکالۍ د جرگې لپاره دې اعلان شوى کميسيون بدل کړي . هغه ويلي چې دغه کميسيون دپاکستان د اساسي قانون يا ايين خلاف دى اوغړي يې ټول حکومتي چارواکي دي .اپرېدي وغوښتل چې نوى کميسيون جوړ شي چې پکې دقبايلودسيمې مخورو کسانوته ځاى ورکړل شي . د دوى استدلال دا و چې قبايلي خلک له جرگواومرکو سره روږدي دي . 2007 ,26 جنوري دپاکستاني چارواکوله سياسي اوپوځی مانورونه داسي څرگندېږي چي پاکستان دجرگې په هکله زړه نازړه دی ،استخبارات يې د خپلوپخوانيو اړيکوپر اساس پدې ډاډه دی چی جرگه ددوي په گټه پاي ته رسيږي ،ځکه دپاکستان دپوځی استخباراتونه علاوه د پاکستان (آی اس آی) د۱۹۸۰کال راپدې خوادشوروي لښکروسره دمقاومت په وخت کي دځيني قومی مشرانو،تنظيمودرهبرانواومحلي قوماندانانو دراپيداشوواړيکوله مخي معين تاثير لري . همدا ډول پاکستان دافغانانوپه ځانگړې توگه دجنوبي ولاياتودخلکودزيات تر راتگ څخه په استفادې سره په خلکو کښې زياتي اړېکې پيدا کړې اودڅارگری تروي ريښې يې ځغلولې دي دا هم دوي ډاډه کړی چي کيداشي دجرگې پر روند د پاکستان په گټه دجرگې پر گډون کونکوباندي تاثير ولري . له جرگې نه د جنرال پرویز مشرف هدف روښانه دی : هغه غواړي دتروريزم پر ضد جگړه له خپلوسرحداتونه دافغانستان لورته وغځوي د ۱۹۹۹راپدي خوا مشرف تل ځان دپښتنو مدافع بولي ،هغه امريکا ته دتير کال داکتوبر دمياشتي په خپل وروستی سفرکي وويل :د افغانستان بهران دپښتنوترمنځ دسياسي قدرت پر سر کشمکش دی . مگر بل پلوته پاکستان لدې نه هم ډار لري چي په قبايلي سيمو لکه : مهمند، باجور، كرم، وركزی، خيبر، جنوبي اوشمالي وزيرستان کي افغانستان دژبني ،کلتوري ،مذهبي اوخوني اړېکوله مخي معين نفوذ لري اوډيريې ځان له افغانستان څخه جلا نه بولي ،که هرکله افغانستان وغواړي ، دپښتنودملي احساساتوڅخه په استفادې سره په اسانۍ سره کولاي شي پښتانه دپاکستان پر ضد راوپاروي . ممکن دجرگې سره دپاکستان بې علاقه گئ يودليل به داهم وي ، دوي دا وېره لري چي کېداي شي دکرښې هاخوا خلک داغوښتنه وکړې چي له پاکستان څخه دي دافغانستان په خاوره کي لاس وهنه بنده شي . اوقومی تړون دي وشي چي په دواړو خوا کي دافغانستان داوسني حکومت پر خلاف وسله والوته ځاي ورنکړه شي . داټولو ته څرگنده ده هغه څوک چي کليمه وايي داسلام دکومواصولوله مخې دهغه مرگ اودهغه پرخلاف جهاد روادی؟ اوداکوم جهادو؟دامريکا يي ډالروپه زور تپل شوې جگړه اودپاکستاني جنرالانو ارمانو سرته رسولو په موخه افغان وژنه وه داوطنپرستی وه ؟. دتنظيمو مشرانوته رېگن ډير ښه ويلې وه ((دادامريکا يي ډالر زوردی چي دې جگړې ته يې دجهادنوم ورکړی)) . دنړيوالو استخباراتي سازمانو جاسوسي اونوکري ته داسلام اوافغانستان لپاره خدمت ويل دهيچا لپاره دمنلو وړ نه ده ،بلې هغه يوشمير بې گناه اونالوستي افغانان چي ددغو اوسنيو مبليغينو دمشرانو لخوا هڅول کېدل چي په افغانستان کي دروس پر ضد جگړه وکړۍ په رښتيا هغه مجاهدين او اصيل افغانان وه ،خو هغوي بې چاره گان يا مړه اويا اوس هم دهمدغو دپرديودنوکرانو په نوکري اخته دي ، دمړه شويوکسانو داولادويې کوم رهبر اومشر پوښتنه وکړه ؟؟؟اوڅه يې ورته ورکړه ؟دهغووطن دلاري دشهيدانو لوڼې اودځينوکوروداني دغريبۍ نه بداخلاقيو اوځان خرڅوني ته اړشوه ،مگر مشران يې اوس په مرگ يوځل بيا سياسي سوداگري کوي . دخپلو خبرودثبوت لپاره چي چي جگړه دامريکا او شوروي ترمنځ وه، خو د افغان زلمو او نورو ځوانانو له پاکې عقيدې او احساساتو څخه دتنظيمواوبنسټپالودلواوخپلولاسپوڅوتبليغيانوپوسيله نارواستفاده کيدل ،اونه يوازي له افغانستان څخه بلکي دنړئ له گوټ گوټ نه مسلمان ځوانان دجگړي په اورکي دزبرځواکودسياسي اواقتصادي موخو لپاره قرباني کېدل ،يوزي دپاکستان دبهرنيوچارودوزير شيخ قصوري حرگندوني راوړم ،فکر کوم همدابه کفايت وکړی ،هغه وايي : خورشيد قصوري دپاکستان دبهرنيوچارو وزير چي پدي وروستيوکي يې هند سفر کړئ ،ډهلي ته درسېدوسره سم پدي اړه چي امريکا استخبارات وايي چي دالقاعدي سازمان اوطالبانو له سره ځانونه دنووعملياتولپاره سمبال کړی خبريالانوته وويل : غرب هم پدي مسله کي شريک دی . قصوري په خپلو خبروکي وړاندي ولاړ اوڅرگنده يي کړه چې ((فشارهاي غرب براي پس زدن اتحادشوروي بعد از تهاجم نظامي شوروي به اين کشوردرسال 1979 مستقيماً منجربه سربازگيري ازمسلمانان جنگجو درسرتاسرجهان وحرکت آنها به کمربند قبيله اي بي قانون مرزهاي پاکستان شد.)) هغه وويل: پاکستان وبسياري ازديگرکشورهاي کليدي براي بيرون راندن شوروي اشتراک مساعي نمودند . قصوري ايضافه کړه : " دراين روند نه تنها پاکستان نه بلکه همچنان ايالات متحده امريکا واروپا وبسياري ازکشورهاي ديگر مردان جوان مسلمان را براي جنگ با شوروي به مناطق قبيله اي فراخواندند. وقتي که چنين کاري عملي شد، البته شورويها بيرون کشيده شدند. پاکستان تنها مسئوول همه ي اين اعمال نبوده است . ۲۱،۰۲،۲۰۰۷سايټ آريايي همدا تيره هفته يوځل بيا ښاغلي محقق دحزب وحدت ديوې ښاخې مشر له افغانستان نه دروسی پوځ دوتلو په مناسبت غونډه کي دحوت په ۲۶ پخپله وينا کي وويل : : هغه څوک چي نن ددپه وينا مجاهدين دجنگي جرمونو په تورملامت بولي ،هغوي دمجاهدينو لخوا بخښل شوی وه . ددې په عوض چي دوي له مجاهدينونه مننه وکړي،هغوي مجرم معرفي کوي . هغه وويل کله چي مجاهدين کابل ته ننوتل هغوي ټول هغه کسان چي دنجيب اله دحکومت سره يې همکاري کول عفه کړه .هغه يوځل بيا دبشر دحقوقوڅارگر سازمان ته گوت څنډنه وکړه اومجاهديونوته يي دجنگي مجرمينو او د بشر پرحقونودتيري کونکوخطاب کول دده په اصطلاح جهاد ي قهرمانانوته سپکاوی وباله . شبکه يي اطلاع رساني افغانستان ۳ / کورنيونا امنيو،په دولت کي اداري فساد،دخلکوژوندته ددولت لخوا کمه ياهيڅ پاملرنه ،په ولاياتو اومحلاتوکي دقدرت دڅښتنانو خپل سرۍ اودخلکو زورونه ،دکوکناور دکرلوپر سر راولاړه شوې لانجه چې دولت پداپنځه کاله بزگرته دکوکنارودنه کرولو قناعت بېله زور داستعمال نه ورنکړاي نشو،دتارياکو دپټواوښکاره سوداگرو تبليغ ،بشري ناورين ،ټولنيزي ناخوالي ،دښځی اوماشوم ژوندته سطحې پاملرنه ، لوږ اوبې کاري ،دراستانه شوو کورنيولپاره دحداقل امکاناتونشتوالی ،په حکومت کي د جنگسالارو غوښنه ونډه،نه وسله راټوله شوه اونه هم په حکومت کي دپاک لاس خاوند مسلکي کسان په کاروگمارل شوه ،هرڅه ښاغلی کرزی دځان دحاکميت دبقالپاره دملت دښمنه مصلحتونوقرباني کړه .داردواوپولیسوجوړېدوته سطحی پاملرنه ،دبهرنيوپوځی ځواکونولخوا په عملياتو کي خپل سری ،دخلکوسپکاوی ،ددولتي اړونده ارگانولخوا له هغوي سره دعملياتو اويادپلان جوړولو په وخت کي دگډې همکاری نشتوالی،دبهرنيودقرضونواوخيراتي پيسوبې ځايه مصرف ياچوراوچپاول، دا اودنوروناخوالو پايله داشوه چي ددولت اوخلکوترمنځ واټن دومره زيات شوچي په پايله کښې يې پاکستان پر افغانستان برلاسی شو،خلکو طالبانو اوددولت مخاليفينوته پاملرنه وکړه ،دهغوپه طرفداری ددولت اوبهرني ځواکونوپه مقابل کې جنگېږي . کله يوه اوکله بله ولسوالۍ نيسي ،په رښتياسره که دافغانستان دولتي چارواکي اود هغوي بهرني دوستان خفه نشي بيله مرکزونه اوهغه هم دورځې لخوا داحکومت پرټول هيواد متاسفانه تسلط له لاسه ورکړ. داهغه اشتباه اوتيروتنه ده چي دشخصې گټوپه خاطر به دا هيواد يوځل بيادجگړې په ډگر بدل شي ،افغان ولس به پدغه اور کې کړېږي ،اودښاغلی به طبعې ده چي بهرته په منډه ځانونه رسوي . ددې خبري پخلی بله بېلگه ددسمبر دمياشتي په ۲۷ نېټه دبې بي سې دخبر له مخي د ناتو ځواکونو ملکي وياند مارک ليتي چې تير کال ددغو قواوو په وروستي خبري کنفرانس کې وويل ، په افغانستان کې د شمالي اتلانتيک ناتو د تړون چارواکو ار زونې ښيي چې د دغه هيواد په سويل او ختيځ کې د بې امنيو زياتوالى ، دغلته د بيوزلۍ او خوارۍ له زياتيدو سره تړاو لري . هغه وړانديز كوي چي حامد كرزى بايدداسي يو منلی او موثر دولت جوړ كړي، چي له اداري فساد او واسطه بازيو څخه پاك وي، امريكا او متحدين يې بايد د افغانستان د بيا رغوني اوامنيت د تامين په لاركښي معينه سرمايگذاري وكړي ،له افغانستان سره د پاكستان د اوږدې پولي څارنه وسي امريکا او متحدين يې پر دغه پوله كافي سرتيري ځاى پر ځاى كړي، او له پاكستان څخه وغواړي چي د دواړو هيوادونو ترمنځ پوله بيا وټاكل سي . او دا هغه موضوع ده چي په ۱۹۴۷ كال د پاكستان له جوړېدو راهيسي تر اوسه ددواړو هيوادوترمنځ د اختلاف عمده لامل دى . په افغانستان كي د نا امنيو د ډېروالي اوپاکستاني استخباراتودلاسوهنوپه اړه د BBC په يوه راپور کې څرگنده شوي وه چي ((ISI ))په پاكستان كي دننه يو بېل حكومت دى . پدغه خبر کښي د انګلستان چاپ ((هرالډ ټربيون)) ورځپاڼي د ۲۰۰۶م كال د مې دمياشتي په ۲۵ نېټه خپره شوي گڼه کې دليکل سوي مقالې په حواله د افغانستان په بې ثباتۍ او نا امنۍ كي د پاكستان د آى ايس آى پر رول مفصل بحث شو ی دی . د دې مقالې ليكوال د استراليا پوهنتون د سياسي علومو استاد او د اسلامي مطالعاتو د مركز رئيس امين صيقل ليكي په دې وروستيو كي د افغانستان د حكومت د مخالفانو ډېروالي په دې هيواد كي د سولي ټينګښت له جدي ګواښ سره مخامخ كړى دى، د لوېديځو استخباراتو تحليل ګران په دې عقيده دي چي د پاكستان له ملاتړ او اجازې پرته طالبانو هيڅكله نه سواى كولاى چي په اوسنۍ بڼه سره راټول او پياوړي سي، د افغاني او ايتلافي ځواكونو سره د مقابلې توان دي ترلاسه كړي . دمقالې ليكوال وايي ، پاكستان په دې باور دى چي ژر وي كه وروسته نړيوال ايتلافي ځواكونه له افغانستان څخه وزې ،هغه وخت به نو د دې هيواد برخليك د ګاونډيو هيوادونو په واسطه ټاكل كېږي . مولوی عبدالسلام ضعیف اومتوکيل چي په شکل داشکالو له طالبانوسره په تړاو کي دي اوله هغوي سره خپله سمپتي نه پټوي دغه جرگي ته چندان خوش بينه ندې دواړه پردغه خبره ټينگارکوي چي دطالبانوسره بايد خبري پيل شي اوهغوي ته په دولت کي برخه ورکړه شي . ۶ د شمال د پخوانۍ ټلوالې قومندان او د بلخ اوسني والي عطا محمد نور بيا هرڅه پرخپل سره بخښې اودجرگې نه داغوښتنه لري چي جرگه هرڅه پاکستان ته وبخښی اودهرڅه بخښنې په قيمت دده په وينا وطن ته سوله راتلاي شي هغه وايي :(( موږ بايد د ډيورنډ معما او ډرامې ته د پاى ټکى کيږدو . د همدې له لاسه هره ورځ زموږ بچي قرباني کيږي د دې مسالې په حل به افغانستان او پاکستان وکولى شي چې د گاونډيو په توگه سوله ييز ژوند سره وکړي . ))افغانان بايد د دۀ په وينا عاقلانه فکر وکړي چې د ډيورنډ له پولې ها پلو له پاکستان څخه د خاورې ترلاسه کول عملي نه دي . دافغانستان اوپاکستان ترمنځ دډیورن کرښه یوه لویه ستونزه ګڼل کیږي . 2007 ,25 جنوري BBC ۷ / ډاکتر دادفر سپنتا دبهرنيوچارووزير د۲۰۰۶ م کال دنومبر په ۱۲ نيټه په يوه خبري کنفرانس کي دامن جرگه يوازي دښاغلي کرزي دديپلوماتيکوهلوځلوپايله وبلل. دده څرگندوي دامعنی لري چي جرگه به چندان صلا حيت ونلري ،هغه جرگه يوازي دکرزی علاقمندی بولي . دباختر آژانس دخبر له مخي ښاغلي وزير څرگنده کړه چي : در جرگه های امن که قرار است میان اقوام دوطرف سرحد برگزار شود ، مادر این جرگه این مساله به بحث خواهیم گرفت که چه عوامل باعث رشد تروریزم در منطقه میشود، مداخله از کجا صورت میگیرد، ایا مشکل در افغانستان مشکل یک قوم خاص است و یا اینکه مردم افغانستان در مجموع قربانی تروریزم اند. هغه وړاندي وايي : این جرگه ها گفتگو و تفاهم است که میان مردم افغانستان و پاکستان غرض رسیدن به صلح تدویر مییابد که در آن از جانب افغانستان نماینده گان از شورای ملی ، شخصیت های بزرگ سیاسی، نمایند گان جامعه مدنی افغانستان، سران اقوام، روسای جرگه های ولایتی شرکت خواهند کرد. دسپنتا له خبرو معلوميږي چي هغه لادوړاندي سرحد په رسميت پېژندلی ،زموږ ديپلوماتان دومره ضعيف دي ،جنجال پر همدغه خبره دی چي افغانستان دديورنډکرښي ته سرحد ووايي ،کرښي ته ددغي نوم نه ورکولوپه ميليو نو افغانان قرباني شول ،مگر سپنتاصاحب په ډير جرأت وايي ((میان اقوام دوطرف سرحد)) . 12- نوامبر 2006 ۸ / دنيويارک ورځپاڼه پدې ورستيو کي ددويچوله دراپور پر اساس خبر خپورکړ ،په هغه کي د امريکا دڅارگرئ اداري دچارواکوله خولې چي دنوم له څرگندولونه يې ډډه کړې ويل شوي چي دالقاعدې سازمان ډاراچوونکې شبکه داسامه بن لادن په مشری چي پنځه کاله پخوا په افغانستان کي دساتلی پټن ځاي څخه وشړل شوه يوځل بيا يې خپله هډه په پاکستان کي منظمه کړېده . دډاراچوني ضد ادارې چارواکو نيويارک ټايمز ته ويلې چي ايمان الظواهري داسامه بن لادن مرستيال په شمالي وزيرستان کي چي هلته ددوي په ويناپاکستان اوامريکا لږ کنترول لري دخپلوترهگريزوعملياتولارښونه کوي . داسي معلوميږي چي په پاکستان کي يي په پټوځايو کي دترهگريزوکړنو لپاره دروزنې ځايونه هم جوړکړېدي . نيويارک ټايمزپه خپل ويب سايټ کي ليکلي چي دالقاعدي سازمان پر خپلوشبکولازم کنترول لري ،دوي دامريکا دڅارگری سازمان دچارواکوله خولې ليکې : ډير زيات شواهد اوبېلگې شته چي اسامه بن لادن اودهغه مرستيال ايمن الظواهري په شمالي وزيرستان کي په يوپټ ځاي کي ټول عمليات رهبري اوتنظيموي . داگذارش ليکي چي تر اوسه جورج بوش اسامه بن لادن اودهغه مرستيال ايمن الظواهري له خپلي شبکې نه ليري گڼې اوفکر کوي چي هغوي دعملياتودکنترول توان نلري . دامريکادگزارش له مخي په شمالي وزير ستان کي څوځايو کشف شوی چي له هغوځايوپه افغانستان کي دترهگری فعاليتونه مخته بېول کېده .نيويارک تايمز ليکي :وروستی معلومات ددې څرگندوي دي چي داځايونه د افغاني اوپاکستاني مليشي اودالقاعدې دسازمان سره دملگرو عربي مليشې له القاعدي سره فعاله شوي دي . داډول خبرونو خپرول دامعنی لري چي دجرگې کار دالقاعدې دسازمان سره مبارزې تر سيوري لاندي راځې .ځکه کله چي دوي وايي ددې سازمان مشرتابه اومغذپه شمالي وزيرستان کي دی ،که داسي وی دوي بايد پوځئ عمليات وکړئ ،طبعې دچي ددغو عملياتوسره پاکستاني چارواکي دلوبې دختمېدوپه خاطر موافق ندي اوکه تر زيات فشار لاندي راشی هغه وخت به له دغې موقع نه په استفادې سره دپښتنو نفرت دامريکا اوافغان دولت په مقابل کي نور هم ژورکړئ . پداسي شرايطو کي به جرگه کومې پايلې ولري ؟ممکن داسي شي چي ټول پښتانه له افغاني لوري په جرگه کي دگډون کوونکو څخه وغواړې چي تاسو يوځل بهرنيان وباسئ بيابه دانور مشکل خپله سره حل کړو. ۹ / تيره هفته د پښتونخوا د سيمې مشر چارواکي علي محمد جان اوروکزی په پښاور کي په کنفرانس کي ويل چي په افغانستان کي دنا امنيو ريښه دهغۀ په پخوانيو ته پاملرنه وشي . هغه وايي که موږ بايد اوسني حالت ته نظر واچوگوروچي په ۲۰۰۱ کال کل چي پر ترورسانوحملي پيل شوي وگورۍ دهغوي دحملو کچه ډيره کښته وه ،هغوي کمزوری وه خوپه ۲۰۰۳ کي دهغوي فعاليت گړندی شو،په ۲۰۰۴ کي بياهم گړندي و،په ۲۰۰۵،او۲۰۰۶ کي دمخالفينو فعاليت ډير زيات شو. اوس حالت داسي دي چي سيمه ايز خلک يي ملاتړکوي ،داحرکت اوس په يوه ملي اودازادی لپاره په حرکت بدليږي .په خپلو خبروکي دپښتنو څخه ددفاع مسله يادوي ،داخبري پرويزمشرف هم تل کوی، دلته دپښتنو مدافعين خوپه پاکستان کي بيا پښتانه له انساني حق نه محروم ساتي . هغه په افغانستان کې د طالبانواو القاعدېترهګري او ورانکاري د ازادۍ جنګ وباله زماپه عقيده ديوپښتانه لپاره داډول وينا دشرم اوعارخبره ده . افغاني چارواکو دپاکستان دچارواکي وروستی وينا دتروريزم سره دهغوي دوه مخی سياست وباله ،او ولسي جرگې هم دپاکستان ددغه چارواکي څرگندوني وغندلې اوهغه يي دافغانستان په کورنيو چاروکي لاس وهنه وبلل . ولسي جرگې يوه قطعنامه صادره کړه اوپه هغه کښي يې دپاکستان دمداخله گرانه سياست غندلی دی . داسي خبري هم عادي اوبي بنياده گنل کيداي شي دافغانستان سياست وال وغولوي ،يوڅه شته چي داپاکستانی والي صاحب داسي خبري کوي ،اړونده مقامونه بياد دغه حرگندونې ته جدي پاملرنه وکړی . ۱۰ / دپاکستان دبنسټپالو مشهورې څېرې مولانافضل الرحمن دآي آيس آي په هدايت دالقاعدې اوطالبانو تل پاتي حامي دروان کال دفبروري په ۱۸ نيټه دخپل پخوانی عادت اوموخې سره سم خپلو((مريدانو))ته په خبروکي وويل چي نړيوال ځواکونه بايد له افغاستان څخه ژر تر ژره ووزي . مولانا اوس دومره مغرور شوئ چي تر خپل صلاحيت دباندي خبري کوي ! مگر افغانان بيا دغه چړیته داسي وايي : لاتراوسه يې ماغزه په قرارندی چاچې زماسره وهلی سرپه سنگ دی مولاناصاحب ! راشه دواړه امريکا ته جواب ورکړو ؟ که پردغه خبره ايمان لرې چي امريکا يان داسلام دښمنان دي ،موږ خوداسي فکر نه کوو، نوراشه داکار به دواړه ملتونه وکړو اويوځاي به اواز جگ کړو؟ خو داسي نده ستاسو دنامه سره همدا ((سي اي اې ،آي ايس آي اوموسا داسرائيلواستخباراتي سازمان دمولوي ورستاړۍ وتاړه ،که نه ته چاپېژندې هم نه . ستاټول چاپيريال دامريکاپه برکت روښانه دی ،ولي يې هيروې څوکاله کيږي چي پاکستان دامريکاسره دپوځي پکټ غړيتوب لري ؟دامډرنه وسله ، داټم بم ،دانيمچه پرمختگ ،مولانا ! دادامريکا يې چارواکوبرکت دی . ته جحره کي ځيره خور وې ،په هيڅ نه پوهېدې ،دادشوروي امريکاترمنځ دساړه جنگ برکت وچي تاته دامريکا ستخباراتو اوستادوطن استخباراتوامر وکړ ،ږيره اوږده کړه سپين کالي واغونده او دخلکوپه غولولو پيل وکړه ،ډالر شته څومره چي دي اړتياوي مصرف يي کړه ،خو افغانستان ته دروسانوپر خلاف جگړې ته زلمي وهڅوه او ورته ووايه چي جهاد دی . بله مولاناصاحب ! که دا ووايي چي په پاکستان کې دامريکاڅومره پوځی اډې شته ؟اوداهره ورځ مډرني وسلې اوالوتکی پاکستان ته څوک ورکوې ؟ مولاناصاحب! دا ستاوطن ندی چي ته امرونه اوفتواگاني صادروې ! دافتوا اومشوره جنرال مشرف اودآي ايس آي هغه مامورته ورکړه چي تاته پيسي درکوي اوگزارشونه درنه اخلې .افغان دومره خوار شوه چي دپنجاپيانو نوکران اوگوډاگي ورته لارښونه کوي ؟ ؟؟ آندأ نه اوس هغه وخت مخ په تېرېدو دئ ستا دم اوچوف ته اوس خلک نه درځې اوداستخباراتو لپاره هم دومره پکار نه يې ځکه اوس امريکا اوټول هغه چي تاته يي دپيسو بوجۍ درکولې پخپله په نړۍ کي څنگه چي وغواړي هغسې کولاي شي ،داسي ځوال نشته چي مخه يې ونسي ،ته له موډه لوېدلې ېي ،يوازي د څه مودي لپاره دپاکستاني استخباراتو پکار يي ،کله چي دکشمير اوافغانستان لانجه حل شوه هغوي هم جواب درکوي . کوښښ وکړه دخپلې کمبلې سره پښې برابرې وغځوي . دافغانانو څخه مي غوښتنه داده ،هر څه چي لرو په خپل منځ کښي يې بايد حل کړو دپردواستخباراتواودهغونوکرانوته بايد اجازه ورنکړی چي په موږ ملنډي ووهې اوموږته لارښوونې وکړې . ۱۱/ افغانستان کې د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي تام کونيکز نن په کابل کې په يوې خبرې غونډه کي د صوبه سرحد د والي علي احمد خان ورکزي د هغو څرگندونو په غبرگون کې چې ويلي يې ول په افغانستان کې روانه جگړه ازادي غوښتونکي بڼه لري د افغان چارواکو تر څنگ د ملگرو ملتونو چارزوراکو هم له پاکستانه غوښتي چې د ترهگرۍ په وړاندې دې خپل دريځ جوت کړي . هغه څرگنده کړه سره د دې چې پاکستان تل د ترهگرۍ په وړاندې د افغان حکومت او نړيوالې ټولنې سره د مبارزې ټټر وهلې خو د سرحد صوبې د والي وروستۍ څرگندونې د حيرانتيا وړ دي . هغه وويل: (( ما د ښاغلي ورکزي څرگندونې ولوستې او هک پک يې کړم . زما په نظر بايد د پاکستان حکومت دا روښانه کړي چې د ښاغلي ورکزي دريځ د حکومت دريځ دى او يا د دغه والي شخصي نظر . په کار دي چې دا خبره روښانه شي خو زه د دغو څرگندونو مخالف يم او دغه شان څرگندونې سمې نه دي .))د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي زياته کړه په دې پوهيږم چې طالبان او نورې ترهگرې ډلې نه يوازې په افغانستان د سولې او ټيکاو لپاره گواښ دي بلکې هغوى په سيمه او نړۍ کې سوله او سم سمکى د گواښ سره مخامخ کولاى شي . 2007 ,19 فبروري bbc ۱۲ / د عوامى نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولى خان هغې جرګى ته چي څه موده وړاندي په پيښور کي جوړه شوه وويل : " طالبان د پښتني ټولنى زېږنده نه ده، بلکى دا د پاکستان پوځ زيږولى دي "ده زياته کړه : " پښتانه په يوه خوله امن غواړي خو د جګړي اور زمونږ پر مځکه بل دي ، مونږ ته پکار دي چې د وژلو لارى چارى يي ولټوو . مونږ د جنګ غوښتونکو، طالبانو او اورپکو په منځ کې راګير يو". جرګى ته د طالبانو ملاتړ کوونکى د جمعيت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان هم وينا وکړه. چې دا وخت په بلوچستان او سرحد ايالت کې حکومتونه لرى . دغه ګوند په افغانستان کې د طالبانو دمقابلې په ډاګه ملاتړ کوي .مولانا فضل الرحمان ادعا وکړه چې طالبان د بهرنى نيواکګرو پر ضد مقاومت کوي .بلى خوا ته د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره آى ايس آى هم ددې لانجې يوه برخه ده . د سپټمبر تر يوولسمې وړاندې پاکستان په ښکاره د طالبانو ملاتړ کاوه او آى ايس آى د افغانستان تاريخ له سره وليکه . طالبان بي سواده وو، خو د آى ايس آى ځانکړې څانګى د دوى لپاره مقالى او کتابونه وليکل او د داسى غونډو لپاره يي پيسى ورکړى چې دا خبره څرګنده کړي چې د طالبانو د تند لاريتوب څېره د پښتنو د پېژندګلوۍ اساس وګرځى . د پاکستان هغه پښتانه چې ددې سوچ مخالفت يې کاوه هغوى آى ايس آى د ياغيانو او پاکستان ضد په نامه ونومول . جمهوريت پاله پښتانه وايى چې جنرال مشرف په دې وروستيو کې په يوه بيان کې هڅه وکړه چې له پښتنو نړۍ وويروى او بدنامه يي کړي . محمود خان اڅکزى پدې جرگه کي دنوروخبرو په څنگ کي وويل : "جنرال مشرف موږ پښتانه وحشيان بللي يو، چې وينه تويوو او تشدد کوو ".په جرګه کې ملايانو د طالبانو دفاع وکړه چې دوى هوجره او جومات دواړه سره يو کړى دي خو نورو بيا ټينگار کاوه که پښتانه د يوه ملت په توګه ژوندى پاتى کېدل غواړى نو هوجره او جومات به له يو بل څخه بيل ساتى . مگر ددوي پدغه جرگه کي دهغي جرگي په هکله چي دامنجرگې په نامه يې دجوړيدولپاره گوياپه پاکستان کي هم تلاښ روان دي يوه خبره نده شوې .اړينه خو داوه چي دوي دراتلونکی جرگې په هکله خبري کړي واي اوپه جرگه کښي يې د خپل موقف اونظر په هکله څرگندوني کړي واي چي متاسفانه داکارنه دی شوی ،دغه حالت هم بايد افگاني چارواکي يوه اندازه دجرگې پايلو اوپه هغه کښي دپاکستان لوبواوموخو ته پاملرنه وکړي . ۱۳ / دښاغلي سپنتا اوملگروملتودسازمان دخبرو وړاندي دافغانستان دمسلې دحل لپاره دبهرنيو چارودوزير مرستيال دښاغلي کرزی سره دليدوپر محال وړانديزکړی و چي ايټالياغواړی چي اپريل په مياشت کي دافغانستان دحالاتودبررسی لپاره نړيوال کنفرانس دمرسته کونکواوملگروملتودسازمان په گډون جوړ کړی . د „جيانی فرنيتی“ دايتاليادبهرنيوچارودوزارت مرستيال څرگندکړ ه چي يوه هفته وړاندي يې دښاغلی کرزی سره په ليدنه کي ددي کنفرانس پر جزياتوموافقي ته رسېدلي دي . جيانی فرنيتی څرگنده کړې چي ددې کنفرانس دجوړېدو موخه په افغانستان کي داوسني بهران پر خلاف دمبارزې دبهترينولارو چارولټون دی . ددغه کنفرانس دجوړېدو تاريخ تراوسه ندۍ اعلان شوی . ديادولووړ يې بولم ،ددغه خبر تراعلان څه موده وروسته يوخبر خپور شو چي پهنږدې شپو او ورځو کي ښاغلی کرزی ايټالياته ځی تر څودجوړېدونکی کنفرانسپر جزياتودهغه هيواد دمشرتابه سره له نږدې خبري وکړي ،ولي په ايټاليا کي دافغانستان په اړوند دکنفرانس دجوړېدو سره دافغانستان دبهرنيوچارو وزير خپل مخالفت اعلان کړ . دهمدغه مخالفت تر څرگندېدو وروسته په ايټاليا کي دکنفرانس دجوړېدو خبره ورکه اوبېله پخواني اعلان څخه په برلين کي دافغانستان سره داقتصادي مرستودڅېړلوتر نامه لاندي دوه ورځنۍ کنفرانس جوړ شو. دادی دکنفرانس تر جوړېدو وړاندي داروپالومړنی جگپوړی چارواکی ايټاليا لومړی وزير(( رومانو پرودی )) استعفاته مجبور اوپه افغانستان کي دپاکستاني استخباراتو اوبنسټپالو تروريستي سازمانوقرباني شو. په ايټاليا کي نوی جوړشوی کمونست گوند دروم په کنفرانس کي دطالبانودگډون مسله مطرح کړه .د ((کوریره دلاسرا)) ورځپاڼي په خپله وروستۍگڼې په يوه مقاله کي چي دښاغلي ((فرانچسکو ورده رامی)) ليکی : ((ماسیمو دالما)) دايټاليادبهرنيوچارو وزیر چي دافغانستان دمالي حالت دبررسی په مسله اخته دی دنړيوال کنفرانس دجوړېدو موضوع چي ممکن دمنځگړي توب کنفرانس وي رابرسېره کړېده .دانوبنياده کمونست گوند هم دغه وړانديزته مسلې دحل ديوې لاري په توگه گوری . ((روسو اسپنا)) دکمونست گوند مشردايټاليا دسناپه غونډه کي توضيحات ورکړه چي هغه کنفرانس چي په هغه کي دواړي يودبل مخالفي خواوي گډون ونلري هيڅ پرابلم نشي حل کولاي ؛ په همدې خاطر بايد طالبان پدغه کنفرانس کي ديوه مخاطب اړخ په توگه گډون ولري ،ځکه تر څوچي طالبان ديوې سياسي سوژې په توگه مطرح نشي په هيڅ شکل په پوځې کچه په افغانستان کي مسله حل نشي . 15.01.2007 له بهرنيومنابعونه يو شمير خلک بيا له جرگې نه دابهتره بولي چي : ((وسله وال مخالفين دې د سياسي ځواکونو په توګه وپيژندلی شي او د افغانستان د ټولو مسُلو په حل کې دې د سياسي ځواکونو په توګه ګډو ن ولري .د افغا نستان دخپلواکۍ اوبشپړتيا ساتل دې د يو نړيوال ميکايزم پواسطه تظمين او هر سرغړونکی هيواد دې په نړيواله کچه وغندل شی اود ضرورت په صورت کې دي وټکول شي. د ټولو وسله والو ډلو څخه دې وسلې راټولې او د دغه پروسې دمخالفينو سره دې غوڅ چلند وشي.په هيواد کې دې د عسکري مکلفيت عمومي قانون نافذ شي او د پخواني پوځ ټول مسلکي افسران چې د فزيکي پلوه دخدمت توان لر ي داردو او پوليسو ليکو ته راوغوښتل شي. په اوسنيو شر ايطو کې د ځينو نورو هيوادونو په څير د مسلکي اردو (اجير اردو) درلودل د افغانستان د امکاناتو او د وخت د غوښتنو سره سمون نه لري)) دافسوس ځاي خو دا هم دی چي افغاني چارواکوغير فعال سياست اودموضوع په هکله له وړاندنيو تدابير دنيولوقدرت نه درلودل د پاکستان لپاره شين څراغ روښانه کړی اوهغوي په غښتلې توگه هغه څه کوي په کوموکي چي يې گټي نغښتي وي . دنړئ نور هيوادونه يو دبل سره په مناسباتوکښي دملي گټو پر بنياد خپل دوستان ټاکي ،داسي نشي کيداي چي يوهيوادپه يواړخيزه توگه ښه مناسبات ولري ،بلکي دوه اړخيزو گټوپر بنياد ولاړي وي . دافغانستان خلک اودولت بايد پدي پوه وي چي پدې کاږ اوکمزوري سياست حتي نشي کيداي په ديپلوماتيک ډگر کي دپاکستان سره مقابله وشي . اوس ددي وخت رارسېدلی دی چي دنړيوالواوپه خاصه توگه دپاکستان په مقابل کي نوی بهرني سياست ولرو. دا پدې مفهوم چي موږ بايد پر نړيوالی ټولني اوپاکستان دفشار اچولوله ټولو امکاناتونه استفاده وکړو. پدي پوره باورلرم چي دپاکستان سره پدې خبرو چي گاوډيان يو،ورڼه يو،ديوه مذهب اوعقيدې پيروان يو ،کله کله گډکلتور هم ورسره ايظافه کړي زموږ تر منځ دغه پرته لانجه نشي حل کيداي . موږ بايد خپله ستونزه له پاکستان سره څرگنده مطرح اوپر هغو فشار راوړوتر څو هغوي حق ته غاړه کښېږدي اوزموږپه هيواد کي دهرډول لاس وهنو اومداخلونه لاس واخلي ،بېله دېنه بل لار نلرو.له بده مرغه دا په وينو لړلۍ افغانستان دسيمه ايزوستراتيژيکی بازيوقرباني دی ،او دنړيوالو زورازماينو اومرموزواختلافاتودسقل په مرکزبدل شوی دی .عجيبي اوغريبي خطرناکي لوبي رواني دي ،يو ځل بيا زموږ وطن دنړيوالي زورازمايني لابراتوارگرځي ،دلته زبرځواکونه اويودبل سره دشمنه قوتونه دسياسي سياليوپه ډگر کي زورازماينه کوي . اوس يوځل بيا افغانستان دسياسي ،اقتصادي اوپوځی گټوپرسردسيالواوبزکشيوميدان دی .داچي وزه به څوک دحلال دايري ته رسوي خوپدې وزلوبه کښي زما اوستاربړېدلی هيواد وال دزبرځواکودآسونوپه پښو کي ژوند دلاسه ورکوي .موږ ملي ،اسلامي اوافغاني دانده لروهر څومره چي ژراوپه هر شکل کيږي خپل هيواد ددغه سياليوله ډگرنه گوښه کړواوپه پاکستان داومنوچي زموږ په هيوادکي بي شرمانه لاس وهنه به افغان ولس داسي مجبور کړي چې دکړنوپايلي به يي دپاکستان لپاره ډيرې ترخې وي . کله چې د۲۰۰۶م کال دسپتمبرپه ۶ او٧ پرويز مشرف کابل ته راغلئ هغه دافغانستان دحکومت دوزيرانو اوپارلمان ديوشمير غړو په مخ کښي اعتراف وکړ چي طالبان پاکستان په وجود راوړي او اوس يو ځل بيا منظم شوي دي ،ولي هغه دافغانستان سره پر دوستي ټينگار کاوه او وعده يي وکړه چي نور به يودبل په ادرس دتوندو اوترخو خبرو او تبليغاتونه لاس اخلي ،کرزۍ دپرويزمشرف دخوږاودروغجنو خبرو تر تاثيرلاندي دومره راغلی چې په خپل نوبت کښي يې يوازي دپرويزمشرف خبري تاېد او تکرارکړې ،هغه پخوا چې يې پاکستان دافغانستان په اړه ملامت باله ټول يي هير شوه . ډيره موده لانه وه تيره شوي چي پرويزمشرف په بروکسل کښې داروپا پارلمان ته په وينا کې دټولو ديپلوماتيکي نورمونو خلاف داسي سپکي سپوري وويلي اوهغه يي يوناخبره ولسمشر قلمداد کړ . ددې ټولو کارو اوکړونه دپرويزمشرف هدف په خاص مهارت اوهوښيارۍ سره دخپلو گټودفاع ده هغه پدې پوهيږې چې کرزۍ همدومره بوش ته نږدې دی لکه پرويز مشرف خودکرزي په ادرس بې مسوليته خبري کوي دليل يې داي چي پاکستان ته داهم څرگنده ده چې اوس اروپايي نړې په جنوبي اوجنوب شرقي اسيا کې علاقمندی پيداکړېده که چيري امريکادپاکستان دکمزوری تکل وکړي پاکستان به داروپامرستوترلاسه کولو ته ورودانگي ځکه اروپايان هم په سيمه کښي دستراتيژيکو موخو دتر لاسه کيدولپاره ملگرو ته اړتيا لري ، همدا اوس ډېرى کار پوهان باور لرى چې په افغانستان کې دناټودمامو ر ېت برى د ترهگرۍ په وړاندې مبارزه کې د پاکستان په همکارۍ پورې تړلى دى ، نوځکه په افغانستان کې د ناټو لوى قوماندان به هڅه وکړي د ځواکونو په وړاندې ېې پر پر تو ننگونو دلاس بري لپاره د پاکستان همکاري جلب کړي. هره ورځ کرزی ، مشرف ته او مشرف،کرزی ته اخطارونه ورکوي ،يودبل په ادرس دټولو ديپلوماتيکي نورمونوخلاف بدرد وايي ،يواوبل دخپل هيواد په کورنيو چاروکښې په لاس وهنه تورن بولي . په کندهار کې يې په خپله وروستۍ ويناکې په تفصيل دپاکستان دلاس وهنو په هکله ښاغلي کرزی خبري وکړې ؛ که څه هم ښاغلی کرزي غوښتل ځان دپاکستان دپخوانيولاسوهنو مخالف څرگندکړي ،خو خلکو ته دمنلو وړځکه نده ، په هغه ډله کې چي دجنرال حميدگل په هدايت ېې داحمدشاه مسعوداويوې ډلي قومي سياسي متعصبينوپوسيله دمرحوم نجيب الله حکومت ته دخاينانه کودتا په وسيله سقوط ورکړ،اودتورخم له لاري کابل ته راغلل ښاغلي کرزۍ يې پلوۍ واودبهرنيو چاروپه وزارت کښي يې دمرستيال څوکۍ ترلاسه کړه ،داچې بياوروسته دتنظيمو تر منځ دچوکۍ پرسر جگړه توده شوه او دفهيم پوسيله ښاغلۍ کرزۍ فرار ته مجبور شودابله خبره ده ،دادملي گټو پر سرداختلاف مسله نه بلکي دڅوکيو پر سر داختلاف جگړه وه،چي نه يوازي ښاغلی کرزی يي فرارته مجبورکړ بلکه دکابل په ښارکي تر پنځوس زرو زياتو بې گناه انسانو خپل خوږ ژوند دلاسه ورکړ . خلک سوال کوي ښاغلی کرزئ صاحب ! که تاسو پدې پوه ېداست چې دا تيرۍ دشوروي تر تيري لاهم دښمنانه دۍ ،تاسولي ورسره ملگري سواست ؟ گورۍ لومړئ اودوهم ځل دواړه واره له پاکستان نه افغانستان ته راغلاست .له بلې خوا دغومنډو ترړوته اړتيا څه وه ؟ شپږ کاله مو پر افغان ولس په يوه بله جگړه کې چې له يوې خوا راغلی بهرني ميلمانه اوله بلې خوا پاکستان هم ددوي له وژلونه ندۍ ستړئ شوی .کله تاسو پاکستان ته سفر کاوه اوکله به جنرال صاحب کابل ته راوباله،تاسو څو ځله هغه ته دورورو اونږدې دوست خطابونه کړې دې ،خو اوس نه پوهيږو چې دکومي اړتيا له مخي مو دپاکستان له دښمنۍ نه يوڅه پېڅول پورته کړ؟ رښتيا خوداده چې اوس مو خلک دپاکستان پدغه تيری اولاس وهنه کې له هغوي سره شريک بولي . نه بې ځايه ژړا اونه احمد شاه مسعود له احمدشاه بابا سر برابرول ستاسو سره مرسته کولاي شي . کېداي شي دبېطرفانه قضاوت له مخي وويل شي چې ستاسوتيروتني اوستاسوپوسيله دبهرنيانو په تاريکه کښي پرېښودل ،بې ځايه جوړجاړۍ ،دولس هېرېدل اوهغوي ته شا ورگرځول ،دبهرنيوپوځيانو خپل سرۍ اودافغان ولس سپکاوی ددي لامل شوه چې پاکستان په پراخ لاس په افغانستان کې دمداخلو اوافغان وژني پروسه پر مخ بيايي . که تاسوله هغه لومړۍ ورځی دافغانستان دراتلونکی دټولواړخونو په اړه دبهرنيانواوپخوا ازمويلشوو په وړاندي پرېکړنده ابيله ډارنه برخوردکړی واي ،اوس به نه هيوادوالودومره خوار ،زليل اوپه غم ککړواي اونه به دنړيوالوپيسې ،مادل اومالي مرستي داسي عبث تلاي ،داچي اوس دافغان ځوانانوسره دنړئ ۳۷هيوادوځوانان خپل خوږ ژونددلاسه ورکولاي ،نه به دافغانانوپه وژاندي دنړئ دولسونونفرت راپيدا شوی وای اوداسي نوري ناخوالي چي حل اوله منځه وژل يي په نورمالوشرايطوکي يوې پيړئ اوپاکولاسوته اړتيالري . که حکومت افغان ولس ته خدمت کړۍ واي اودهغوي له حقوقونه يې دفاع کړي واي اوس به ولس ستاسو په مقابل کښي نه ياغې کېده اودطالبانو ملاتړ به يې نه کاوه ،داستاسودکړنوپايله ده چې طالبان اوپاکستاني چارواکي په زورېدلي افغانستان کې برلاسي مومې !!! دپرويز مشرف سره په همدغه ليدنه کي ښاغلي کرزي وويل : (( افغانستان هیچوقت به هیچکس اجازه نمیدهدکه باعث خدشه دارشدن روابط بین دوکشورشود.ما روابط خوب اقتصادی و تجارتی با پاکستان داریم . طالبان یک گروه جدا هستند و کسانی نیستند که از مردم پشتون و یا افغانها نمایند گی کنند و از پاکستان نیز نماینده گی کرده نمیتوانند انها کسانی اند که هم به افغانستان و هم به پاکستان ضرر می رسانند و ما در مقابل انها باید مشترکا مبارزه نمایم . )) سوال دادی : که دښاغلی کرزی په نظر طالبان دپاکستان هم دښمنان وي ؟بيا نوولي پر پاکستان نيوکی کوۍ چې دوي يي حمايه کوي او افغانستان ته يې رالېږې ؟ اوبله داچي که دپاکستان او افغانستان دوستي دومره ټينگه اوصادقانه بولۍ؟ په هغه سورت کښي هغه ځواک بربنډکړۍ چي ستاسو ترمنځ ډبري ټکوي ؟ موږخو دپاکستان ددوستۍ يوه بېلگه هم نده لېدلې . کرزی صاحب ا ويوشميرنور وايي مجاهدينو ته يي ځاي ورکړ اومهاجر يې ومنل . بلې ! داکار يي وکړ ، پاکستان داغوښتل چې افغان ولس مهاجر اودوي ورباندي په بهرينو بازاروکښې سياسي سوداگري وکړې .دهمدغو حوادسو برکت و چي پاکستان ،پاکستان شو ،اوس اټمي ځواک دۍ امريکا ،جنوبي کوريا او ايران پر اسمان نه رېږدي خوپاکستان بيا هره ورځ داټمی راکټونو ازموينې تر سره کوي . اوکه داسي فکر کوی چي طالبان نه پښتانه اونه هم افغانان دی بيانوداهره ورځ چاته د پخلايني اووطن ته دراستنېدوبلنه ورکوی ؟؟؟؟؟؟ هغه متل دی وايي : ((خداي دي تاراجوړکړی موږ غله وبوله))،خداي دي تاسو سره جوړکړي اولس به يوچاره ځانته پيداکړی . پورته حوادث ،نظرونه او اندونه هر څيړونکی پر دوه لاري پرېږدي نه پوهيږي چي څه به وشي اوحالات به څنگه پراختياومومي .مگر پريوه ټکي ډير زيات په يونظردی چي پاكستان ښايي د لوبي دګټلو له پاره هر ډول چالونه سنجولي وي ، پاكستان غواړي يو ځل بيا د(( ISI )) رول او تاثير د جهادي تنظيمونو، قبايلي مشرانو او د پولي د دې خوا پر پخوانيو جهادي قومندانانو و ازمايي ،ممکن دا ځل و غواړي د ډيورنډ دكرښي په رسميت پېژندلو په موخه ددوي له امکاناتوګټه ترلاسه كړي . زيات شمير افغانان په جرگه کښي دجهادي تنظيمودمشرانواومحلي قوماندانانوله ګډون څخه لويه اندېښنه لري .ځکه د پخوانيو(( ۷)) تنظيمونو مشرانو پخوا په پاكستان كي مركزونه درلودل ،ټولو بېله استثنا د پاكستان په استخباراتي شبكه ((ISI ))كښي ثبت او دآى ايس آى په مقابل كښي معين مکلفيتونه لري ، دهمدغي جاسوسۍ دشبکې نه يې په ميليونونه ډالر او وسلې ترلاسه کړې دي ،دا طبعي خبره ده چي له دوي سره د((ISI)) سازمان خپلې اړېکي نه دي شکولې ، داستخباراتي شبکودمنل شوی اصل پربنيادداڅرګنده خبره ده هغوى که په رضانه وي په زرو د خپل هيواد تر ګټو د پاكستان د ګټوپه ساتلوگمارل کيږي . اوس هم هماغه د پاكستان په لاس د جوړو سوو تنظيمو مشران د افغانانوپه استازيتوب په دې جرګه كي گډون لپاره ځانونه تر هرچامستحق بولي،دا ډار پرځاي دی چې ددوي لومړنۍ فيصله به له پاكستان سره د ډيورنډكرښه دسرحد په نوم پېژندل وي ، داخبره هم له احتمال نه ليري نه ده،چي د پولي د ها خوا دجرګې د غړوله خوا داسي يو وړانديز وسي، چي افغانستان يو اسلامي هيواد دى او د نا مسلمانو هيوادونو له خوا اشغال سوی دی، د جګړې د پاي ته رسېدو،د پاكستان او طالبانو د مداخلو د مخنيوي په خاطر دي د نړيوال ځواكونودوتلومحال ويش د څومياشتو په ترڅ كې جوړشي اوبهرني پوځونه دي افغانستان پرېدي ،افغانان به خپله لانجه بيله بهرنيو مداخلو پخپله حل کړی . خو آيا داسي يوه پرېكړه به د افغانستان حكومت لپاره دمنلووړ وي ؟ اوددې پرېګړي پايلي به څه وي ؟کوم ډول رژيم اودچاپه گډون به نوی حکومت جوړېږي ؟ داچاته معلومه ده چې په جوړېدونكې جرګه كي به يوازي په افغانستان كي د ثبات او امنيت پر ټينګښت بحث کيږې ؟ دپاكستان له حکومت اوقبايلي مشرانو څخه به وغوښتل شي چې د طالبانو له ملاتړاوافغانستان ته د هغوى له راتلوڅخه مخنيوى وكړي؟ پداسي حال کښي چې ترهگر قبايلي مشران افغانستان ته نه رالېږې بلکي دادپاکستاني استخباراتو کاردی . که پاکستاني چارواکو غوښتلاي چې په افغانستان کښي امن راشي بيا نودجرگې دجوړېدو اړينه څه وه ،هغوي کولاي شي خپله تصميم ونسې اودورانکارو پنډغالی وتړي . دپاكستان استخبارات هيڅکله نه غواړي افغانستان له امنيت او ثبات څخه برخمن شي . سياسي څېړونکی داسي فکر کوي چې ممکن پاكستان په افغانستان كي د امنيت او ثبات د ټينګښت په بهانه د ډيورنډ دكرښي دپه رسميت پېژندلو موضوع د يوه اساسي شرط په توګه رامنځته كړي .خوكه د هغوى دا شرط ومنل سي ستو نځه به حل نشي،ځکه دپاکستان دغه ډول جوړښت اوستراتيژي داحکم کوي چې دوي بايد په افغانستان کښي خپل پلوه حکومت ولري ترڅو په پښتنواوبلوڅو کې داحتمالي لاسوهنواويادهغوي په منځ کښي ديوه غښتلي خپلواکی غوښتني دغورځنگ مخنيوۍ يې کړئ وي . په افغانستان کې دامنيت دراوستلو اوپر تروريزم باندي د برياليتوب يوازنۍ لارد امريکا،انگلستان ،ارپايي هيوادو،ملگروملتوسازمان اوامنيت شوراڅخه بايدوغوښتل شي په هرډول چې وي په پاکستان داومنل شي چې د هغه هيواد دولتي چارواکي په خپله دترهگرو روزنځايونوله منځه يوسی . اودافغانستان په کورنيو چارو کښي دهرډول مداخلې اودخالت نه لاس په سرشي . درنو هيوادوالودغربي ليکوالوداډول اندونه اوڅرگندونو افغانان وته دراتلونکي جرگې په هکله اندېښنې پيداکوي . اړينه اوبهترينه خبره دا دى چي امريكا بايد په افغانستان كي خپل ستراتيژيكي لومړيتوبونه يو ځل بيا په گوته کړي، او څرگنده کړې چي دوي له افغانستان سره د سولي او ثبات د ټينګښت اود بيا رغوني په لاره كي خپلو وعدو ته څومره ژمن دي ،اوتر کومه به د پاكستان سره د يوه ستراتيژيك متحد په توګه له نرمي څخه كارخلي؟ حقيقت خودادۍ چې امريکااومتحدينويې تر اوسه دافغانستان دمسلې په اړوند دپاکستان ټولو سپين سترگيوته کوم غوڅ اوپرېکړنده جواب ندۍ ويلۍ اونه يې په رښتيا سره دپاکستان څخه په کلکه غوښتنه کړېده چې دافغان ولس له زورېدني او وژنې نه لاس واخلي . د امريكا اسختباراتي شبكه، ناټو اود افغانستان حکومت درې سره پر دې موافق دي چي د طالب اوالقاعدي سازمان دمشرانو اوپلويانو پټنځايونه په پاكستان كي دي ، او ځيني كړۍ په افغانستان كي دننه هم د طالب جنګياليو په ځوا كمن تيا اود افغان حكومت په كمزورتيا كې ونډه لري. دافغانستان ،پاکستان تر منځ جنجال په اړوند دغربۍ نړۍ نا انډوله سياست داډول نشرات د افغان روڼ اندوسره تشويش پيداکوي چي هرو مروبه تر کاسه لاندي نيم کاسه وي، يعني دډيورند دکرښي دبرخه ليک ټاکلو لپاره غربی نړۍ اوپاکستان يوه خوله دي . داچي څنگه اودکومو امکاناتو څخه په استفادي سره به دغې موخي ته ځان رسوي تراوسه هيڅ نه معلومېږي ،يوازي داسي فکر کيږې چې ممکن په همدغه په اصطلاح دامن په جرگه کښي به پاکستان پلوه دجرگي برخه وال دديورنډدکرښي دبرخه ليک اوپاکستان دنوروموخو د سرته رسېدولپاره به دهغوي په مشوره هغه خبري په جرگه راپورته کړی چي دپاکستان په گټه وي . که دافغانستان دولت غواړي دامن له جرگې څخه په هيوادکي دسولي اوامنيت دټينگښت لپاره گټه واخلی اړينه ده چې په جرگه کې دگډون لپاره دملي گټوپه پام کې نيولوسره دمعيني ستراتيژی اوپروگرام له مخي دولس اوبې پرې هوښيار و او روڼ اندواومسلکی خلکوسره دڅوځليزومشورووروسته خاصه اماده گی ولري .
پاي _______________________ يادونه ! ددې ليکني داتوبرخو دليکلو لپاره دلاندي علمي اثارو،منابعواوزماشخصی ياداښتوڅخه استفاده شوېده : ۱/ افغانستان درمسير تاريخ ،مير غلام محمد غبار ،دپېښور چاپ ۲ / تاريخ مختصر افغانستان ،عبدالحی حبيبي ، دپېښور چاپ ۳/ پښتانه دکلتوري ښکيلاک په زنځيرونوکې ،غوث خيبري ،دپېښور چاپ ۴ / په افغانستان کي توپان غوث خيبري ،دپېښور چاپ ۵/ دافغانستان دبهرنيواړېکوتاريخ ،لودويک اډاميک ،دډاکترنثار احمدصمدژباړه ، دپېښور چاپ ۶ / افغانستان په شلمه پيړۍ کي دپوهنيزسيمينار دليکنو ټولگه .دډاکتر نثاراحمد صمد مقاله ۷ / طالبان او اسلامي بنسټ پالنه ،پوهاند ډاکتر محمد حسن دپاکستان چاپ ۸/ پشتونستان وزخم ناسورخط ديورند،مجموعۀ مقالات،کانديداي اکادميسين محمداعظم سيستاني ،دسويډن چاپ ۹ / افغانستان ستيج بازي بزرگ، عبدالجليل وجدي، دپېښور چاپ ۱۰/ افغانستان درقرن نزده، سيدقاسم رشتيا، دپېښور چاپ ۱۱/ افغانستان - تروروستي افغانه، غلام محمدزرملوال، دپېښور چاپ ۱۲ / دافغانستان اوروسيې دسياسيی روابطولنډه تاريخچه ،محمد ولي ځلمی دکويټې چاپ ۱۳/ دنوي سياست الجبره ،ډاکتر رحمت ربي زيرکيار ، دپېښور چاپ ۱۴ /اسلام وسياست درافغانستان ،مؤلف استااولسن ،دري ته ژباړن خليل الله زمر ،چاپ ځاي ېې ندی معلوم ۱۵ / احزاب وجريانات سياسي افغانستان بصير احمد دولت ابادی ، قم ايران چاپ ۱۶ /افغانستان – طالبان وسياستهاي جهاني ،راټولونکی ويليام ميلی ،ژباړن ،عبدالغفار محقق ،دمشهد چاپ ۱۷/ افغانستان : سياست اوسياستوال ،ويکتورگريگورويچ کورګون دروسيې چاپ ۱۸ / نگاه به عهد سلطنت اماني ،سيدرسول، دپېښور چاپ ۱۹ /داؤدخاندکي . جي .بي په لوموکي، ا.هارون، دپېښور چاپ ۲۰/آسيای ميانه وافغانستان درکنار آتش ،عندالحميد مبارز ، دپېښور چاپ ۲۱/ افغانستان دتيلوپه لمبوکي خواجه بشير احمد انصاري ، دپېښور چاپ ۲۲/ افغانستان دديموکراسۍ اوجمهوريت په کلنو کي ،عبدالغفار فراهي ، دپېښور چاپ ۲۳/ قراردادهاي افغانستان ،ټولونکی عتيق الله نائب خيل ، دپېښور چاپ ۲۴/ انگليسي ژبې ورځپاڼه دان چاپ پاکستان ۲۰۰۷ ۲۵ / وحدت ورځپاڼه دپاکستان چاپ ۲۰۰۶ ۲۶ / نيزاويسيماياگزيتا ۲۰۰۶ روسيه ۲۷ / افغان روويب پاڼه ،۲۰۰۶کال رسي ژبه ۲۸ / ايزويستيا ورځپاڼي ويب سايټ ۲۰۰۶ کال ۲۹/ ارگومينت اوفکت ۲۰۰۶ کال رسي ژبه ۳۰ / همداډول دبي بي سي ،چراغ ،سهار په خير ،سرويس خبر رساني آريانانت ،نوی افغانستان ،لوماند ديپلوماتيک (جنوري ) ۲۰۰۷،باخترآژانس ،شبکه اطلاع رسانی افغانستان،آريايي ،پژواک، ايران امروز،کابل پرس ،اخبار پارسک،پيام مجاهد، پيمان ملي ،خبرگزاري صداي افغان ،راديودري ،ريانويستي روسي ژبه له دسمبر ۲۰۰۶ کال نه د۲۰۰۷ کال تر دفبروري تر ۲۲ نيټې پوري ،اوهمداډول زماشخصې ياداښتونه له راډيوگانو ،تلويزيوني خپرونواوپه سويډن کي له مطبوعاتي منا بعونه. |