|
||||
|
تاریخ نشر:14.09.2007 |
||||
|
واشنگتن په ايران کې نوي شخړی اوگډوډئ لټوي
مطبوعاتو ته کتنه :
واشنگتن په ايران کې نوي شخړی اوگډوډی لټوي . امريکا غواړي ددروورځوپه جريان کښي ددرنوهوايې حملوپه وسيله دايران داسلامي جمهوريت ((۱۲۰۰)) پوځی هدفونه او(ځايونه) ترحملي لاندي ونيسي اوپدې ډول دايران پوځي ځواک له منځه يوسي . داخبر ددامريکادملي امنيت اوتروريزم دمرکز ((نیکسون )) جگپوړی کارپوه (( الکسیس دبات))دانگلستان دسندي تايمز مجلې په اختيارکښي ورکړئ دی . يوه ايتاليايي ورځپاڼه (( کوريردلاسرا))ليکی که دپنتاگون په وړاندي شين څراغ روښانه شي (دحملې اجازه ورکړه شي ،ژ) ممکن هوايي عمليات پيل شي ،دې موخی ته درسېدولپاره به د ((۲۰۰)) پوځی ((B-52 او B-2)) الوتکونه نيولې بياتر ((F-117A)) نه ليدونکی الوتکوپوري به استفاده وشی (داهغه الوتکی دي چې درادارسيستم ئې نشي ليدلاي ،ژ) . دامريکاپدې پوځی حمله کښي به نه يوازي دايران هسته يي مرکزونه،دستراتيژيکي وسلو( توغنديو اوغاز) دتوليدمرکزونه تريرغل لاندي راشي ، بلکه دپوځی قواودقوماندې مرکزونه دايران داسلامي جمهوريت دڅارگری (دايران داسلامي جمهوريت دپاسدارانوامنيتي قوا) ،وزارتخانو اونورو دحياتي ارزښت لرونکو اداروباندي به هم هوایی حمله ترسره شي . دهغه ليست له مخې چې معينوکمېټو،دآمريکادمسلح قواودمشرتابه (ياستر درستيز) په غونده کي جوړشوی دی داسي اټکل کيږي چې تقريبا((لس زره))هدفونه ياپه نښه شوی ځايونه بايد له منځه يوړل شي . دې موخی ته درسېدولپاره د B-2A پوځی الوتکي څخه استفادي په نظر کي نيول شوې ده ،داالوتکه مختلف اومډرن بمونه پر په نښه شويوځايونو(اهدفو)باندي غورځولاي شي ، آن تردې کچې که پدغوپه نښي شوه ځايوکې ځينی تر م((۶۰)) متروپوري ترمځکه لاندي هم وي له منځه وړاي شي . دهغو پوځی سناريوگانوپه منځ کښي چې کله کله ئې پنتاگون جوړوي دتاکتيکي ((B61-11 )) بمونو څخه داستفادې سناريوهم شامله وي،مگر تر کومه ځايه چې کارپوهان دهغه پر نه استعمال ډير ټينگارکوي واشنگتن داوس لپاره دداسي بمونو داستعمال نه ډډه کوي . ددې ورځپاڼې دخبر له مخې ځينوآمريکا يي او انگلسي کارپوهانودپټو(محرمو) عملياتودپيل لپاره خپل کار شروع کړئ دی . داعمليات دايران دلږکيويعني بېلتون غوښتونکوکردانو،ځايي عربواوبلوڅولخواپر ايران باندي دوسله وال تجاوزاويرغل په ملاتړپيل کيږي . همدا ډول پنتاگون په پام کښي لري چې دبحرپر غاړه اونفتي منابعوشاوخواته به له وړوکوځمکنيوډلگيونه استفاده وکړی . همداډول دآمريکادبحري ټوپک لرونکی ډلگۍ يوڅخه به دايران امنيتي قواو(دايران داسلامي جمهوريت دپاسدارانوسپاه ) احتمالی حملې په صورت کښي د مقابلې لپاره استفاده وشی ،ددې مقابلې په وخت کښي به د((نيښ وهلواوتښتېدو)) له ميتود څخه استفاده وشي . پدې عملياتوکښي له هغو بېړيوڅخه چې هغوکې به ماينونه ايښودل شوی وي ،وړوگړنديو (چابکو) کښتيو اودسمندرپه تل کې ماينوڅخه استفاده کېږي ،همدډول سمندری (بحری ) ځانگړو قواوته دستور ورکړه شوی چې دهرمزدتنگنا محاصره کوونکوسره مقابله وکړي . په هغه حالت کې چې که ايرانيان وکولاي شي دهرمزتنگناوتړي ،په نظر کښي ده چې دآلاسکانفت را وايستل شي ،دايران دنفتودصادراتودکمښت په صورت کښې دراپيداشوی اقتصادي بحران دمخنيوی په خاطر به کاملأله خپلونفتی زخيرواونورووسيلونه گټه واخيستل شي . له دې ټولوخبروسره ښاغلي (( آلکسیس دبات)) پدې باوردی دهغې پراخې حملی چې واشنگتن دهغې په هکله فکرکوي ترسره کېدوډيرلږ امکان موجود دی . دهغه په نظر دداسي يوې پراخې حملې لپاره يولوي پوځئ ځواک ته اړتياشته ،دآمريکاپوځی قوتونه په عراق اوافغا نستان کې داسي ستړی شوئ دي چې نن ورځ نشي کولاي دا دنده سرته ورسوی . همدا ډول دا ډاډنشته چې دآمريکاامنيتي ځواکونه دی دايران دمهمومرکزونوکرۀ (دقيق )،مستنداودهغوي دفني ځانگړتياو(مشخصاتو)په هکله رښتيانۍمعلومات پلاس کښي ولري ،سره لدې چې پدې ورستيوکښي دآمريکا دڅارگری فعاليتونه زيات شوئ دی . البته هدف دلته دايران د پوځی وسلوزيرمتونونه ،داټومي انرژی دتوليد مرکزونه ،دتوغنديواونوروځمکنيواوهوايي وسلودتوليدفابريکي اووسله تونونه اونورهغه شبکې چې دايران لپاره حياتی ارزښت لري دي، ژ . له بله پلوه پدې ورستيوکښي دامريکا يي چارواکولخواپه ايناوګښې دايران په اړه ددښمنانه اوله غوسې ډکولهجو اوالفاظوپکاروړل ناڅاپی خبره نده . څه موده وړاندي دآمريکاجمهور رئيس جورډبليوبوش دايران په هکله ډيري سختی خبروکړې هغه په ډاگه کړه چې ايران نږدې ختيځ دخپلې هسته يي پياوړتيا تر تاثيرلاندي راوستلئ دی ،هغه خبردارئ ورکړ اوڅرگنده ئې کړه ترڅوډير ناوخته شوئ نه وي آمريکا اوملگری ئې له تهران سره يوې مخامخ شخړې ته تياردي . دجورج ډبليوبوش له دې خبروڅخه داسي هڅ وهل کيداي شي چې جورج ډبليوبوش پر ايران باندي په پرېکړنده توگه ديرغل هودکړئ دی . د ۲۰۰۷ کال دسپتمبر ۱۳
|
||||